همدارز نږدې ۷۴۹ زره کسان د مزمن هیپاټایټس «بي» او ۲۱۲ زره کسان د هیپاټایټس «سي» له ناروغۍ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په نړۍ کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان چې د اچ ای وي (د انسان د معافیت کمزوري کوونکي وایرس) سره ژوند کوي، درملنه ترلاسه کوي، خو نږدې ۹ میلیونه نور لا هم له ژوند ژغورونکو درملو بې برخې دي.
دغه راپور چې د «۲۰۲۲ تر ۲۰۳۰ کال پورې د اچ ای وي، وایرسي هپاتیت او جنسي لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي نړیوالو روغتیايي تګلارو» د پلي کېدو ارزونه کوي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ایډز د ۲۶م نړیوال کنفرانس پر مهال خپور شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «دا راپور دوه واقعیتونه ښيي، یو دا چې کله هېوادونه په روغتیا، ټولنو او ساینس پانګونه کوي، پرمختګ ممکن دی. خو بل لور ته د مالي مرستو کمېدل، بشري بېړني حالتونه او دوامدارې نابرابرۍ کولای شي دا لاسته راوړنې ژر له منځه یوسي.»
هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې باید داسې پیاوړي او انعطاف منونکي روغتیايي نظامونه جوړ شي چې تر ټولو زیانمنو خلکو ته هم ورسېږي.
د راپور له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې په نړۍ کې د اچ ای وي نوې پېښې ۴۲ سلنه او د ایډز له امله مړینې ۵۷ سلنه کمې شوې دي. خو د نړۍ په ځینو سیمو کې لا هم د دې ناروغۍ پېښې د لوړېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو ترمنځ چې د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.
افغانستان کې د ایډز ناروغۍ وضعیت
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ایډز ضد پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د اچ ای وي د خپرېدو کچه د نړۍ په پرتله ټیټه ده، خو د ناروغۍ د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې ستونزې شته.
د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلي معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵۰۰ تر ۳،۰۰۰ پورې کسان له اچ ای وي سره ژوند کوي. روغتیايي ادارې وايي، د دغو کسانو یوه برخه لا هم له خپل وضعیت نه ده خبره، ځکه د معاینې، پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې موجودې دي.
په افغانستان کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه د وینې د خوندي انتقال کمزوري سیستمونه، د پوهاوي ټیټه کچه، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د لوړ خطر لرونکو ډلو لپاره د مخنیوي خدمتونو کمښت یاد شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د وایرسي هپاتیت په برخه کې هم ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم دا ناروغۍ د نړۍ له تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو څخه دي. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د هپاتیت له امله شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسان مړه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو پېښې په ځینو هېوادونو کې مخ پر زیاتېدو دي او د ځینو درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی د درملنې لپاره نوې ستونزې جوړوي.
د ۲۰۳۰ کال هدف ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې هېوادونه دې د اچ ای وي، هپاتیت او نورو جنسي لېږدېدونکو ناروغیو خدمتونه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له سیستم سره یوځای کړي.
دغه سازمان وايي، د روغتیايي معلوماتو د راټولولو پیاوړتیا، د ټولنو ونډه زیاتول، د نوې ټکنالوژۍ کارول او د ازموینو او درملنې پراخول د دې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره مهم ګامونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اچ ای وي اړوند د خدمتونو د وړاندې کولو نوې لارښود هم خپور کړی او وايي، دا به هېوادونو سره مرسته وکړي چې د مخنیوي، تشخیص، درملنې او اوږدمهاله پاملرنې چارې لا اغېزمنې کړي.