د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۴مه د ملکدینخېلو قبیلې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د نوملیکنې لپاره دغه مرکز ته ورغلي، خو د باران او ولاړو اوبو له امله د مرکز ډېره برخه د کار وړ نه وه.
د نوملیکنې کارکوونکي اړ شوي چې د نارینهوو او ښځو لپاره له جلا خیمو څخه کار واخلي، خو بېځایه شوي کسان د نوملیکنې ځای ته د رسېدو لپاره هم اړ دي د اوبو له ډنډونو تېر شي.
بېځایه شوي وايي، تر ټولو ډېرې ستونزې معلولو کسانو ته پېښې شوې دي. یو معلول بېځایه شوي معروف خان، ویلي چې د سهار له اتو بجو تر ماسپښین درې نیمو بجو پورې د نوملیکنې لپاره په تمه پاتې شوی او د لرګي په مرسته یې له اوبو ډک مرکز ته ځان رسولی دی.
هغه زیاته کړه چې په مرکز کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری او د ګرمۍ د مخنیوي لپاره مناسب امکانات هم نه شته.
بېځایه شوي ادعا کوي چې که څه هم د ژغورنې ادارې سیمې ته ورغلي، خو د اوبو د ایستلو یا د ستونزو د حل لپاره یې عملي اقدام ونه کړ او د ولسوالۍ د ادارې کوم چارواکی هم د وضعیت د ارزونې لپاره ورنهغی.
د ولسوالۍ یو چارواکي ویلي، د بېځایه شویو ستونزې تر نظر لاندې دي او د نوملیکنې لپاره د نوي او مناسب مرکز د جوړولو چمتووالی روان دی.
د تیره درې اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې دویم ځل بېځایه شول. په لومړي پړاو کې د څه باندې ۳۵ زره کورنیو نومونه ثبت شول، خو ګڼې کورنۍ له نوملیکنې او مالي مرستو بېبرخې پاتې شوې.
وروسته د قومي مشرانو، ولسوالۍ ادارې او امنیتي چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د پاتې کورنیو نوملیکنه به د قومي مشرانو له تایید وروسته ترسره کېږي.
تر اوسه د ۱۶ زره کورنیو اسناد سپارل شوي او د لومړي پړاو لپاره د ۱۶۰۰ کورنیو نوملړ خپور شوی دی.
د راپور له مخې، د بېځایه شویو لپاره رسمي کمپ نه دی جوړ شوی او ډېری کورنۍ په کرايي کورونو، د خپلوانو په کورونو، غارونو او یا موقتي خیمو کې ژوند کوي.
چارواکو د بېځایه شویو د ستنېدو نوې نېټه د اکتوبر ۱۰مه ټاکلې، حال دا چې مخکې د اپرېل ۱۰مه اعلان شوې وه. د بېځایه شویو استازي وايي، د ستنېدو نور ځنډ به د ژمي له رارسېدو سره د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي او د کورونو د بیارغونې فرصت به له منځه یوسي.