• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د زده‌کړو ویزو د بندیز په اړه محکمې ته شکایت کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱

د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زده‌کړو هیلې له منځه وړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زده‌کړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زده‌کړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.

خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زده‌کړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زده‌کړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.

د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زده‌کړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زده‌کړو په لومړي کال کې.

د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زده‌کړې وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پناه غوښتنې د ارزونې په بهیر کې نوی بدلون راوستی او د لنډمهالي مقرراتو له مخې به د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې د مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته سپارل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اټکل کوي چې دا بدلون به د شاوخوا ۴۴۴ زره پناه غوښتنې دوسیې تر پوښښ لاندې راولي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د لنډمهالي وروستي مقرراتو اعلان وکړ چې له مخې یې د پناه غوښتنې افسران کولای شي د ځینو هغو بهرنیو وګړو د پناه غوښتنې دوسیې، چې په خپله خوښه یې د پناه غوښتنه کړې، د لومړنۍ مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته ولېږي. دغه مقررات د رسمي خپرېدو له ورځې سمدستي نافذېږي.

د نوو مقرراتو له مخې، له اوسنیو قوانینو څخه هغه ماده هم لرې شوې چې د پناه غوښتونکو لپاره یې د پناه غوښتنې له افسر سره د مرکې «حق» یاداوه.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر، جوزف اېډلو، ویلي، دا بدلون به د پناه غوښتنې د سیستم د اعتبار په ساتنه او د زرګونو ځنډېدلو دوسیو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه ویلي: «د امریکا د پناه غوښتنې سیستم د هغو کسانو د ساتنې لپاره رامنځته شوی چې په رښتیا د ځورونې وېره لري، او دا مقررات به ډاډمن کړي چې سرچینې د همدغو مشروع غوښتنو ارزونې ته ځانګړې شي، نه د هغو کسانو لپاره چې له دې بهیر څخه د ځنډ او د کار د اجازې د ترلاسه کولو په توګه ګټه اخلي.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اټکل له مخې، له نږدې یو اعشاریه څلور میلیونه ځنډېدلو پناه غوښتنې دوسیو څخه شاوخوا ۴۴۴ زره یې د دغو مقرراتو تر اغېز لاندې راتلای شي.

خو د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه او د مهاجرت د قانون وکیلان پر دې پرېکړه نیوکه کوي. د امریکا د کډوالۍ وکیلانو ټولنې لوړپوړي چارواکي ګرېګ چین ویلي، د پناه غوښتنې د افسرانو له مرکو پرته د دوسیو محکمو ته لېږدول به نه یوازې د قضیو د چټک حل لامل نه شي، بلکې د کډوالۍ پر محکمو به لا زیات فشار واچوي، ځکه دا محکمې لا هم د میلیونونو دوسیو له ځنډ سره مخ دي.

بلخوا، د کډوالۍ قاضیانو د ملي ټولنې مرستیال جېرمایا جانسن ویلي، د پناه غوښتنې مرکې عموما په غیرتقابلي فضا کې ترسره کېږي او د شکنجې او ځورونې قربانیانو ته فرصت ورکوي چې خپله کیسه په بشپړه توګه بیان کړي. د هغه په وینا، نوی مقررات د ټرمپ ادارې د پراخې ایستلو پالیسۍ برخه ښکاري او ښايي د پناه غوښتونکو د قانوني حقونو په اړه حقوقي ننګونې رامنځته کړي.

دا بدلون داسې مهال عملي کېږي چې د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د امریکا د کډوالۍ محکمو په جوړښت کې هم پراخ بدلونونه راوستي، لسګونه قاضیان یې ګوښه کړي او پر ځای یې سلګونه نوي قاضیان، چې ډېری یې پخواني پوځي حقوقپوهان او د کډوالۍ د تطبیق ادارې وکیلان دي، ګومارلي دي.

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
100%

د ترکیې په سوېل ختیځ کې د شرناک ښار پولیسو ویلي، د افغانستان ۱۲ وګړي یې د دغه هېواد خاورې ته د ناقانونه ننوتلو په تور نیولي دي. هم‌مهاله دوه ترکي وګړي هم د کډوالو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي او د قضايي بهیر د بشپړولو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

چارواکو ویلي، دغې قضیې پورې تړاو لرونکو کسانو باندې په ټولیز ډول د ۱۳زره ډالرو اداري جریمه هم لګول شوې ده.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې خپل تدابیر سخت کړي دي. د چارواکو په وینا، افغانان د هغو بهرنیو وګړو په ډله کې دي چې د دغو عملیاتو پر مهال تر ټولو ډېر نیول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۹زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو د لېست په سر کې ځای لري.

بغلان کې د «یو اېف سي» رزمي سیالیو اتلولي د کوربه ولایت لوبغاړو وګټله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې د بغلان لوبغاړو لومړی، کندز دویم او بلخ درېیم مقام خپل کړ.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د دې څانګې د فدراسیون د استازولۍ او د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډه همکارۍ د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د بغلان، بلخ، کندز او د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون د اوو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د کوربه بغلان لوبغاړو د اتلولۍ جام وګاټه، د کندز لوبغاړي دویم او د بلخ ورزشکاران درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا ده.

ډونالډ ټرمپ: ایران مو سخت ځپلی او اوس مهال د هوکړې په اړه خبرې کوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو د ایران اسلامي جمهوریت «سخت ځپلی» او زیاته کړې یې ده چې تهران اوس د یوې هوکړې په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د میشیګان ایالت د «جنرال موټورز» د فابریکې د لیدنې پر مهال د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو په ملاتړ وویل: «هغوی باید مات شي، او موږ سخت وځپل. خو باید وګورو چې پایله به څه وي».

هغه همداراز ادعا وکړه چې پر ایران لګېدلې سمندري کلابندي اغېزناکه ده او ویې ویل: «هغوی ډېر غواړي چې دا کلابندي پای ته ورسېږي او تل وایي، مهرباني وکړئ کلابندي ختمه کړئ».

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، که امریکا دغه اقدامات نه وای کړي، د ایران له لوري به د خبرو لپاره هېڅ لېوالتیا نه وه رامنځته شوې.

ټرمپ وویل: «اوس هغوی د هوکړې په اړه خبرې کوي، خو که موږ دا کار نه وای کړی، هېڅ ډول خبرې به نه وې. هغوی د منځني ختیځ زورواکي وو».

هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو په اړه هم وویل: «اوس مهال ډېرې دوستانه خبرې روانې دي».

د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د خبرو د بیا پیل په اړه راپورونه او ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي.

اصف دُرانی: د طالبانو اصلي ازموینه دا ده چې افغان خاوره د ګاونډیانو پر ضد ونه کارول شي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، د طالبانو اصلي ازموینه دا ده چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ګواښونو لپاره نه کارول کېږي.

دراني د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د طالبانو دریځ او ځواب به په دې برخه کې نه یوازې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د هغوی هڅې، بلکې په جنوبي او مرکزي اسیا او له هغې ورهاخوا د ثبات راتلونکی هم وټاکي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول ګواښ د مخنیوي توان د طالبانو د کړنو د ارزونې یو مهم معیار ګڼل کېږي.

د دراني څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وار وار ادعا کړې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون ځینې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه تنظیموي.

طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې څو ځله رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دوی به هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.