• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کونړ کې یوشمېر تازه ستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۴ GMT+۱

یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستان نه بېرته کونړ ولایت ته ستانه شوي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تراوسه مناسبه سرپناه نه‌لري. هغوی له طالبانو غوښتي، چې د ځمکو د وېش بهیر ژر تر ژره پیل کړي او د تازه ستنو شویو کډوالو د مېشتېدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

دغه ستنو شویو کډوالو د پیغامونو په رالېږلو سره ویلي، طالب چارواکو د نورګل ولسوالۍ په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي او پر تازه ستنو شویو کورنیو به ځمکې ووېشي.

د دوی په وینا؛ تراوسه په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه‌دی شوی. دغه کډوال وایي، چې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی؛ خو په نورګل ولسوالۍ کې طالبانو لاهم کوم اقدام نه‌دی کړی او د دغه پروګرام د عملي کېدو وخت یې هم نه‌دی اعلان کړی.

طالبانو څو ځلې ژمنه کړې وه، چې پر تازه ستنو شویو کډوالو به ځمکې ووېشي او د استوګنې ښارګوټي به ورته جوړ کړي؛ خو یوشمېر ستانه شوي کډوال وایي چې دغه ژمنې په ډېرو سیمو کې لا هم نه‌دي عملي شوې.

دوی وایي، طالبانو په ځینو هغو ښارګوټو کې چې کډوالو ته ځانګړي شوي؛ د ودانیزو چارو مخه نیولې او خلکو ته د کورونو د جوړولو اجازه نه‌ورکوي. ډېری ستانه شوي کډوال د سرپناه د نشتوالي ترڅنګ له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د لومړنیو خدمتونو له کمښت سره هم مخ دي.
دغه وضعیت د دوی د بیا مېشتېدو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه نږدې شپږ مېلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان اټکل کړی، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به درې مېلیونه نور افغانان هم هېواد ته بېرته ستانه شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

جلالي: د بدخشان بدلونونه د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د تدریجي غبرګون نښه ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، په بدخشان کې وروستي بدلونونه د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د تدریجي غبرګون د پیل نښه ده. هغه ویلي، تاریخي تجربې ښيي چې د «استبدادي حکومتونو» پر وړاندې مقاومت معمولا په تدریجي ډول پیلېږي او د وخت په تېرېدو پراخېږي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي؛ خو د طالبانو د مخالفانو اوسني پاشلي وسله‌وال بریدونه لاهم د یادې ډلې لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

جلالي زیاته کړه، چې د لرو پرتو سیمو د وسله‌والو مخالفانو ناپاڅي او پاشلي بریدونه د طالبانو پر وړاندې د ځواک د انډول بدلولو لپاره بسنه نه‌کوي او د دوی بریا سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري.

نوموړي د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې پر خلکو خپل فشارونه زیات کړي دي. د هغه په وینا؛ دغه ډله نه یوازې دا چې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌ده پېژندل شوې، بلکې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې هم په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.

جلالي وویل، تاریخي تجربې ښيي چې د «استبدادي حکومتونو» پر وړاندې مقاومت معمولا په تدریجي ډول پیلېږي او د وخت په تېرېدو پراخېږي. هغه په بدخشان کې وروستي بدلونونه هم د همدې بهیر یوه برخه وبلله.

جلالي زیاته کړه، ان هغه هېوادونه هم چې طالبانو ته نږدې ګڼل کېږي لکه روسیه او چین د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د وسله‌والو ډلو د فعالیت او روزنې مرکز ګڼي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ټینګار وکړ، چې د استبدادي حکومتونو پر وړاندې مبارزه یوازې د پوځي اقدام له لارې بریالۍ کېدای نه‌شي؛ بلکې سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ په تاریخ کې بریالي پاڅونونه همداسې ځانګړنې لرلې دي.

جلالي خبرداری ورکړ، که اعتراضونه او نښتې همداسې پاشلې او محدودې پاتې شي؛ نو طالبان به وکولای شي د خپلو امکاناتو په کارولو سره یې کنټرول او مهار کړي. د هغه په وینا؛ د طالبانو د مخالفانو د بریا احتمال هغه وخت زیاتېږي، چې د دوی فعالیتونه له لرو پرتو سیمو څخه ښارونو او مهمو مرکزونو ته وغځېږي او په ورته وخت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واک موازي جوړښتونه هم رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، چې یوازې په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې هرې خواته خواره بریدونه د ځواک د انډول بدلولو لپاره بسنه نه‌کوي او له دې لارې مطلوبې پایلې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د دوشنبې په ورځ پنځمې ورځې ته وغځېدې.

د ازادۍ جبهې په تېرو ورځو کې ادعا کړې، چې د زیباک په لوړو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د طالبانو دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په مقابل کې د طالبانو پوځ ادعا کړې، چې د مخالفانو برید یې په شا تمبولی دی. د دواړو لورو دغه ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌دي تایید شوې.

اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د زده‌کړو ویزو د بندیز په اړه محکمې ته شکایت کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زده‌کړو هیلې له منځه وړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زده‌کړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زده‌کړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.

خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زده‌کړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زده‌کړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.

د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زده‌کړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زده‌کړو په لومړي کال کې.

د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زده‌کړې وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پناه غوښتنې د ارزونې په بهیر کې نوی بدلون راوستی او د لنډمهالي مقرراتو له مخې به د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې د مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته سپارل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اټکل کوي چې دا بدلون به د شاوخوا ۴۴۴ زره پناه غوښتنې دوسیې تر پوښښ لاندې راولي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د لنډمهالي وروستي مقرراتو اعلان وکړ چې له مخې یې د پناه غوښتنې افسران کولای شي د ځینو هغو بهرنیو وګړو د پناه غوښتنې دوسیې، چې په خپله خوښه یې د پناه غوښتنه کړې، د لومړنۍ مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته ولېږي. دغه مقررات د رسمي خپرېدو له ورځې سمدستي نافذېږي.

د نوو مقرراتو له مخې، له اوسنیو قوانینو څخه هغه ماده هم لرې شوې چې د پناه غوښتونکو لپاره یې د پناه غوښتنې له افسر سره د مرکې «حق» یاداوه.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر، جوزف اېډلو، ویلي، دا بدلون به د پناه غوښتنې د سیستم د اعتبار په ساتنه او د زرګونو ځنډېدلو دوسیو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه ویلي: «د امریکا د پناه غوښتنې سیستم د هغو کسانو د ساتنې لپاره رامنځته شوی چې په رښتیا د ځورونې وېره لري، او دا مقررات به ډاډمن کړي چې سرچینې د همدغو مشروع غوښتنو ارزونې ته ځانګړې شي، نه د هغو کسانو لپاره چې له دې بهیر څخه د ځنډ او د کار د اجازې د ترلاسه کولو په توګه ګټه اخلي.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اټکل له مخې، له نږدې یو اعشاریه څلور میلیونه ځنډېدلو پناه غوښتنې دوسیو څخه شاوخوا ۴۴۴ زره یې د دغو مقرراتو تر اغېز لاندې راتلای شي.

خو د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه او د مهاجرت د قانون وکیلان پر دې پرېکړه نیوکه کوي. د امریکا د کډوالۍ وکیلانو ټولنې لوړپوړي چارواکي ګرېګ چین ویلي، د پناه غوښتنې د افسرانو له مرکو پرته د دوسیو محکمو ته لېږدول به نه یوازې د قضیو د چټک حل لامل نه شي، بلکې د کډوالۍ پر محکمو به لا زیات فشار واچوي، ځکه دا محکمې لا هم د میلیونونو دوسیو له ځنډ سره مخ دي.

بلخوا، د کډوالۍ قاضیانو د ملي ټولنې مرستیال جېرمایا جانسن ویلي، د پناه غوښتنې مرکې عموما په غیرتقابلي فضا کې ترسره کېږي او د شکنجې او ځورونې قربانیانو ته فرصت ورکوي چې خپله کیسه په بشپړه توګه بیان کړي. د هغه په وینا، نوی مقررات د ټرمپ ادارې د پراخې ایستلو پالیسۍ برخه ښکاري او ښايي د پناه غوښتونکو د قانوني حقونو په اړه حقوقي ننګونې رامنځته کړي.

دا بدلون داسې مهال عملي کېږي چې د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د امریکا د کډوالۍ محکمو په جوړښت کې هم پراخ بدلونونه راوستي، لسګونه قاضیان یې ګوښه کړي او پر ځای یې سلګونه نوي قاضیان، چې ډېری یې پخواني پوځي حقوقپوهان او د کډوالۍ د تطبیق ادارې وکیلان دي، ګومارلي دي.

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
100%

د ترکیې په سوېل ختیځ کې د شرناک ښار پولیسو ویلي، د افغانستان ۱۲ وګړي یې د دغه هېواد خاورې ته د ناقانونه ننوتلو په تور نیولي دي. هم‌مهاله دوه ترکي وګړي هم د کډوالو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي او د قضايي بهیر د بشپړولو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

چارواکو ویلي، دغې قضیې پورې تړاو لرونکو کسانو باندې په ټولیز ډول د ۱۳زره ډالرو اداري جریمه هم لګول شوې ده.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې خپل تدابیر سخت کړي دي. د چارواکو په وینا، افغانان د هغو بهرنیو وګړو په ډله کې دي چې د دغو عملیاتو پر مهال تر ټولو ډېر نیول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۹زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو د لېست په سر کې ځای لري.

بغلان کې د «یو اېف سي» رزمي سیالیو اتلولي د کوربه ولایت لوبغاړو وګټله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې د بغلان لوبغاړو لومړی، کندز دویم او بلخ درېیم مقام خپل کړ.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د دې څانګې د فدراسیون د استازولۍ او د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډه همکارۍ د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د بغلان، بلخ، کندز او د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون د اوو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د کوربه بغلان لوبغاړو د اتلولۍ جام وګاټه، د کندز لوبغاړي دویم او د بلخ ورزشکاران درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا ده.