نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي؛ خو د طالبانو د مخالفانو اوسني پاشلي وسلهوال بریدونه لاهم د یادې ډلې لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.
جلالي زیاته کړه، چې د لرو پرتو سیمو د وسلهوالو مخالفانو ناپاڅي او پاشلي بریدونه د طالبانو پر وړاندې د ځواک د انډول بدلولو لپاره بسنه نهکوي او د دوی بریا سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري.
نوموړي د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې پر خلکو خپل فشارونه زیات کړي دي. د هغه په وینا؛ دغه ډله نه یوازې دا چې د نړۍوالې ټولنې لهخوا په رسمیت نهده پېژندل شوې، بلکې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې هم په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي دي.
جلالي وویل، تاریخي تجربې ښيي چې د «استبدادي حکومتونو» پر وړاندې مقاومت معمولا په تدریجي ډول پیلېږي او د وخت په تېرېدو پراخېږي. هغه په بدخشان کې وروستي بدلونونه هم د همدې بهیر یوه برخه وبلله.
جلالي زیاته کړه، ان هغه هېوادونه هم چې طالبانو ته نږدې ګڼل کېږي لکه روسیه او چین د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د وسلهوالو ډلو د فعالیت او روزنې مرکز ګڼي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ټینګار وکړ، چې د استبدادي حکومتونو پر وړاندې مبارزه یوازې د پوځي اقدام له لارې بریالۍ کېدای نهشي؛ بلکې سیاسي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ په تاریخ کې بریالي پاڅونونه همداسې ځانګړنې لرلې دي.
جلالي خبرداری ورکړ، که اعتراضونه او نښتې همداسې پاشلې او محدودې پاتې شي؛ نو طالبان به وکولای شي د خپلو امکاناتو په کارولو سره یې کنټرول او مهار کړي. د هغه په وینا؛ د طالبانو د مخالفانو د بریا احتمال هغه وخت زیاتېږي، چې د دوی فعالیتونه له لرو پرتو سیمو څخه ښارونو او مهمو مرکزونو ته وغځېږي او په ورته وخت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واک موازي جوړښتونه هم رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، چې یوازې په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې هرې خواته خواره بریدونه د ځواک د انډول بدلولو لپاره بسنه نهکوي او له دې لارې مطلوبې پایلې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د دوشنبې په ورځ پنځمې ورځې ته وغځېدې.
د ازادۍ جبهې په تېرو ورځو کې ادعا کړې، چې د زیباک په لوړو سیمو کې یې د طالبانو څو مهمې پوستې نیولې او د طالبانو دوه بېپیلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړې دي. په مقابل کې د طالبانو پوځ ادعا کړې، چې د مخالفانو برید یې په شا تمبولی دی. د دواړو لورو دغه ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو لهخوا نهدي تایید شوې.