• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې ۱۳زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي او ۸۰زره نشه‌يي‌ ټابلیټونه وسوځول

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندهار کې یې ۱۳زره کیلوګرامه نشه‌يي‌ توکي او نږدې ۸۰زره نشه‌يي ټابلیټونه وسوځول. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نشه‌يي‌ توکي په تېرو درېیو میاشتو کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال نیول شوي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې سوځول شوي نشه‌يي‌ توکي یې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ترلاسه کړي او د دغه ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان او د طالبانو د ښاري محکمې د حکم له مخې وسوځول شول.

افغانستان له څو لسیزو راهیسې د نړۍ د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي. طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې د کوکنارو پر کر، د نشه‌يي توکو پر تولید، پېر او پلور او قاچاق بندیز ولګاوه. د دغه بندیز تر اعلان وروسته طالب چارواکي وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د نیولو، له‌منځه وړلو او د اړوندو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په وسله‌وال برید کې ووژل شو

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱
100%

په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت لپاره د یادې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري د سې‌شنبې په سهار (د زمري ۶مه) د فیض‌اباد – بهارک پر سړک په یوه وسله‌وال برید کې په نښه او ووژل شو.

د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه برید د دوو موټرسایکل سپرو له‌خوا شوی دی. د طالبانو د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې، چې ذبیح‌الله امیري له خپل کور څخه د بهارک ولسوالۍ نه د فیض‌اباد ښار پر لور دفتر ته روان و چې په لاره کې پرې برید وشو. د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د برید کوونکو د نیولو عملیات پيل شوي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ په دغه برید کې یو بریدګر هم وژل شوی او په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

سرچینې وایي، تر برید وروسته طالبانو سیمه کلابنده کړې او امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي. د سرچینو په وینا؛ د ذبیح‌الله امیري جسد بهارک کلینیک ته لېږدول شوی او د دغه روغتیايي مرکز ډاکټران له ودانۍ اېستل شوي دي.

لاتراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. دغه برید داسې مهال شوی، چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو په ځانګړې توګه د افغانستان د ازادۍ جبهې بریدونه زیات شوي دي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له پاکستان او ایران نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۵۴۱ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲زره او ۹۴۳ کسان کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارو ستانه شوي دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، چې پرون دوشنبه (د زمري ۵مه) د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۳۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون زیاته کړې، په همدې ورځ یې ۲۹۷ کورنۍ چې ټولټال ۱۶۲۴ کسان کېږي؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. دغه افغان کورنۍ داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې، چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د تازه ستنو شویو افغانانو د اقتصادي وضعیت او د کاري زمینې د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ یې ۱۱۱۴ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې هم وېشلې دي.

تهران: د ایران، افغانستان او چین د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې پروژه د پرمختګ په حال کې ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۱
100%

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي، د ایران، افغاستان او چین ترمنځ د ګډې ازادې سوداګریزې او صنعتي‌ سیمې د جوړولو اداري‌ بهیر د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي‌ ویلي، ایران چمتو دی چې د یادې پروژې لپاره اړین بنسټیز تاسیسات، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي.

د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي‌ او مالي چارو مشر مرتضی زاکاریاندا زیاته کړې، چې دغه ستراتیژیکه طرحه د پانګونې د جلب، د ټرانزیټ د پیاوړتیا او د درېیو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه تعقیبېږي.

دغه ایراني چارواکي د چین یو اقتصادي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د درېیو هېوادونو جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو ته په کتو، دغه نوښت د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

زاکاریان زیاته کړې: «ایران چمتو دی، چې د دغه پروژې لپاره اړین بنسټیز تاسیسات، کاري ځواک او صنعتي وړتیاوې برابرې کړي». د زاکاریان په وینا؛ چین کولی شي د دغه پروژې د تمویل، پانګونې او ټېکنالوژۍ د لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي او د چینایي پانګه‌والو ګډون به د درې اړخیزې اقتصادي همکارۍ له مهمو محورونو څخه وي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د خپلو بډایه کاني زېرمو، نادره ځمکنیو عناصرو او مهم ترانزیټي موقعیت له امله د یادې پروژې یو مهم شریک دی او کولای شي د صنعت پراختیا او د کارموندنې فرصتونو له نوو امکاناتو ګټه واخلي.

ایران، افغانستان او چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې خپلې اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ د بېلابېلو سیمه‌ییزو پروژو له لارې پراخې کړي.

له کورنیو پرته؛ په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم په چټکۍ سره روان دی؛ خو د یادې پروسې تر ټولو حساس اړخ هغه پېښې دي، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي. تېره ورځ له کورنیو پرته په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول.

دغه دوه ماشومان په پنجاب کې نیول شوي وو او د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته افغانستان ته ولېږدول شول او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شول.

۱۶کلن فرحان چې د پنجاب له ساهيوال نه نیول شوی و، افغانستان ته د بېرته تګ پرمهال د خوښۍ پر ځای یې په څېره وېره، بې‌وسي او له خپلې کورنۍ د بېلتون درد له ورایه ښکارېده+.

فرحان وايي، د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کوره بهر وتلی و. هغه خبر نه و چې په بازار کې د پولیسو عملیات روان دي. کله چې بازار ته ورسېده، پولیسو ودراوه او پوښتنې یې ترې پیل کړې.

فرحان وايي:« پولیسو له ما وپوښتل، چې ته د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل، چې زه د افغانستان د کابل یم. له دې وروسته یې له ما نورې پوښتنې ونه کړې او نېغ یې موټر ته پورته کړم او تاڼې ته یې انتقال کړم».

فرحان د پولیسو د حضور له امله په ازاده توګه له خبرو کولو وېره لرله. کله چې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ترې د نوموړي د وضعیت پوښتنه وکړه؛ نو په ژړغوني غږ یې یوازې دومره وویل: «زما کور او کورنۍ په پاکستان کې پاتې شول او زه یوازې افغانستان ته ځم. زه نه پوهېږم هلته به څوک ولرم او له چا سره به ژوند کوم».

د فرحان په سترګو کې اوښکې ډنډ وې. هغه څو ځلې د خپلې کورنۍ یادونه وکړه او د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن ښکاره شو. په دغه کسانو کې یو بل افغان ماشوم هم شامل دی، چې له پنجاب نه نیول شوی او د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شو.

دغه ماشوم وايي، په پنجاب کې یې په یوې هټۍ کې کار کاوه. د هغه په خبره؛ هغه د معمول په څېر په هټۍ کې په کار اخته و، چې پولیس راغلل او له هغه ځایه یې ونیوه.

نوموړی وايي، له نیول کېدو وروسته ورته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورنه‌کړل شوه او ونه توانېد چې خپله کورنۍ خبره کړي او اوس چې افغانستان ته استول کېږي، ډېر اندېښمن دی؛ ځکه هغه په پاکستان کې زېږېدلی، د ژوند ډېره برخه یې همدلته تېره کړې او په افغانستان کې نږدې خپلوان نه‌لري.
تر دې وړاندې د پنجاب په ګډون په خیبرپښتونخوا کې هم د ګڼو افغان ماشومانو د نېولو او جبري ستنولو راپورونه ورکړل شوي وو.

یو بل افغان کډوال امین‌الله چې په سترګو کې یې د کلونو یادونه او د بېلتون درد ښکاره کېده وايي، چې لمسی او لور یې تېره ورځ پولیسو ونیول او وروسته افغانستان ته واستول شول. امین‌الله وايي: «زما لور او لمسی روغتون ته تللي وو؛ خو د بېرته راتګ پرمهال پولیسو ودرول او ویې نیول. موږ ته له هغوی سره د مخې ښې فرصت هم رانه کړل شو او نه مو د مناسبې تیارۍ وخت لاره».

اوس امین‌الله هم له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره اړ شوی؛ خو د هغه لپاره دغه سفر یوازې ستنېدل نه‌دي؛ بلکې د ټول عمر له خاطرو او تېر ژوند څخه جلا کېدل دي. هغه وايي: «زموږ ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی. زموږ ماشومان همدلته زېږېدلي او همدلته لوی شوي دي. اوس په ناڅاپي ډول هر څه پرېږدو او داسې هېواد ته ځو، چې هلته زموږ لپاره ژوند اسانه نه‌دی».

امین الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کومې کورنۍ پر ماشومانو یا ښځو اقدام کېږي؛ نو هغوی ته دې لږ وخت ورکړل شي، څو د اړتیا وړ سامان له ځان سره واخلي او له خپلو کورنیو سره یوځای ستانه شي.

هغه وویل، ماشومان او ښځې دې په ناڅاپي ډول نه نیول کېږي او نه دې بېرته استول کېږي؛هغوی ته دې دومره وخت ورکړل شي، چې له خپلو عزیزانو سره وویني او له خپلې کورنۍ سره یو ځای سفر وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د هغو افغان وګړو د ستنولو بهیر روان دی چې قانوني اسناد نه‌لري یا د پاتې کېدو اجازه یې پای ته رسېدلې ده. بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي، چې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې باید د ماشومانو، ښځو او نورو زیان منونکو کسانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دوی ټینګار کوي، چې د کم عمره کسانو په اړه باید د هغوی کورنۍ اړیکې، زده‌کړې، استوګنه او راتلونکی په پام کې ونیول شي؛ څو د ستنولو پروسه له بشري اصولو او نړۍوالو معیارونو سره برابره ترسره شي.

د زیړي نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زیړي ګڼ شمېر ناروغان له درملنې بې‌برخې دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱
100%

نن د (جولای ۲۸مه) د زیړي «هيپاټایټس» نړۍوالې ورځې سره سمون لري. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، که څه هم افغانستان د ویروسي هپاتیت (زیړي) پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو څه پرمختګ کړی؛ خو لاهم ګڼ شمېر ناروغان نه‌دي تشخیص شوي او له درملنې بې‌برخې دي.

دغه سازمان له روغتیايي بنسټونو او نړۍوالو همکارانو غوښتي، چې د هیپټایټ د مخنیوي، وختي تشخیص او اغېزمنې درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د یاد سازمان په وینا؛ د ګډو هڅو له لارې له هیپټایټ څخه پاک افغانستان رامنځته کېدای شي.

د هیپټایټ نړۍواله ورځ هرکال (د جولای ۲۸مه) د عامه پوهاوي د لوړولو، د معایناتو، واکسین او درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا په موخه نمانځل کېږي. هیپټایټ «بي» او «سي» د یادې ناروغۍ تر ټولو خطرناک ډولونه ګڼل کېږي، که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي؛ نو د ځیګر سیروز او سرطان لامل کېدای شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېر کال هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ډېری کسان د زیړي د ناوخته تشخیص له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان د معایناتو، واکسین او درملنې د پراخېدو غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې هېڅوک باید د داسې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورنه کړي چې د مخنیوي او درملنې وړ وي.

د هیپټایټ پرضد د مبارزې ملي پروګرام د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر ۹۳۶زره ډېر کسان د هیپټایټ «بي» او «سي» لپاره معاینه شوي دي.

راپور ښيي، چې د ۲۰۲۳کال له پیله د ۲۰۲۵کال د لومړۍ ربعې تر پایه تر ۶۷زره ډېر د هیپټایټ «بي» او نږدې ۲۸زره د هیپټایټ «سي» ناروغان ثبت شوي دي.

خو روغتیاپالان باور لري، چې دغه شمېرې د ناروغۍ رېښتینی وضعیت نه منعکسوي. د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر یما شهاب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، هیپټایټ یوه ویروسي ناروغي ده چې د A، B، C، D او E ډولونه لري؛ خو «بي» او «سي» یې تر ټولو خطرناک ډولونه دي.

د نوموړي په وینا؛ هیپټایټ د ککړې وینې، جنسي اړیکو، له مور څخه ماشوم ته د لېږد او د هغو روغتیایي وسایلو له لارې انتقالېږي چې په سمه توګه تعقیم شوي نه‌وي.

ډاکټر شهاب چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې کار کړی وایي، د خلکو د عامه پوهاوي ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی د دغه ناروغۍ د پراختیا مهم لاملونه دي.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د روغتیايي معلوماتو منظم سیستم (HMIS) له ستونزو سره مخ دی؛ نو له همدې امله د ناروغانو رسمي شمېرې بشپړې نه‌دي. د هغه په وینا؛ د نړۍوالو ادارو اټکلونه هم ښيي، چې ډېری کسان لاهم نه‌دي تشخیص شوي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د غاښونو په ځینو کلینیکونو، سینګارتونونو او نورو ځایونو کې د روغتیایي وسایلو ناسم تعقیم د ناروغۍ د لېږد ګواښ زیاتوي. هغه وایي، ډېری افغانان یوازې د «زیړي» نوم پېژني؛ خو د هیپټایټ د بېلابېلو ډولونو او د لېږد د لارو په اړه کافي معلومات نه‌لري.

هغه سپارښتنه کوي، چې د هیپټایټ واکسین په ځانګړي ډول د نویو زېږېدلو ماشومانو او د لوړ ګواښ لرونکو کسانو لپاره په معیاري ډول پراخ شي. همدارنګه باید یو ځل کارېدونکي روغتیایي وسایل وکارول شي، د وینې له انتقال مخکې کره معاینې ترسره شي او د جراحي عملیاتو پرمهال د هیپټایټ ناروغانو لپاره ځانګړي وسایل وکارول شي.

د نوموړي په وینا؛ اوس هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هپاتیت د تشخیص امکانات نه‌شته. دامهال د دغه ناروغۍ د تشخیص او درملنې خدمتونه تر ډېره په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون، د فرانسویانو روغتون او «کیور» روغتون او په ځینو ولایتونو کې د انتاني ناروغیو په محدودو مرکزونو کې وړاندې کېږي؛ خو د دغه مرکزونو امکانات کافي نه‌دي.

ډاکټر شهاب ټینګار کوي، چې د هیپټایټ د مخنیوي لپاره باید په ټول هېواد کې د تشخیص او درملنې ځانګړي مرکزونه زیات شي او د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ شي. هیپټایټ یا د ځیګر التهاب یوه خطرناکه ناروغي ده، چې هرکال په نړۍ کې د سلګونه زره کسانو د مړینې لامل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۶کال د هیپټایټ نړۍوال راپور له مخې؛ ویروسي هیپټایټ «بي» او «سي» په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۱.۳ مېلیونه کسانو د مړینې لامل شوي دي.