په سویلي وزیرستان کې د ډرون برید له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی

د سویلي وزیرستان په لنډي ډوګ سیمه کې د ډرون (کواډکاپټر) برید له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د پولیسو په وینا؛ برید د حیات جومات ته څېرمه شوی.

د سویلي وزیرستان په لنډي ډوګ سیمه کې د ډرون (کواډکاپټر) برید له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د پولیسو په وینا؛ برید د حیات جومات ته څېرمه شوی.
روغتیایي سرچینو ویلي، چې دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته ور وړل شوي وو؛ خو له دې ډلې یو کس د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه. د راپورونو له مخې؛ دغه دوه کسان ملکي وګړي وو.
تر یادې پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. لاتراوسه کومې ډلې د یادې پېښې پړه په غاړه نهده اخیستې.
د سیمې اوسېدونکو په وینا؛ برید د مولوي عبدالصمد فقیر پر مدرسه شوی، چې له امله یې د هغه زوی مولوي امان الله وژل شوی دی. ځايي اوسېدونکي ادعا کوي، چې دغه برید د دولتي ځواکونو له لوري ترسره شوی؛ خو تراوسه پورې ځایي ادارې، پولیسو او امنیتي چارواکو د برید پخلی نهدی کړی او نه یې د دغه ادعاوو په تړاو څه ویلي دي.

د خيبرپښتونخوا ایالت د پوليسو مشر ذوالفقار حميد ويلي، چې پولیس د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د هغوی د برلاسۍ لپاره به د پرمختللو وسلو، ډرون څرخکو، د ډرون ضد سیسټمونو او څارونکو وسایلو چمتو کولو ته دوام ورکړل شي.
هغه ويلي، چې پولیس به د خلکو د سر او مال د ساتنې او د قانون د پلي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
د خیبرپښتونخوا پوليسو د خپرپاڼې له مخې، د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په پېښور کې د پولیسو په مرکزي دفتر کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د ټانک ولسوالۍ د پولیسو مشر ته د یوه نوي او پرمختللي زغرهوال موټر کیلي وسپارله.
د دغه موټر د ورکړې موخه په ټانک ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د پولیسو د دفاعي او عملیاتي وړتیاوو لوړول او د ځواکونو د خوندیتوب پیاوړی کول ښودل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر د ياد موټر په اړوند وویل، چې دغه پرمختللی زغرهوال موټر د «بې۷» کچې له امنیتي خوندیتوب، ریموټ کنټرول وسلهوال سیسټم او پرمختللي جېمر سره سمبال دی.
د ذوالفقار حمید په وینا، دغه زغرهوال موټر به د ترهګرو پر وړاندې د کشفي عملیاتو، د حساسو مرکزونو او کاروانونو د امنیت د تامین او په سختو سیمو کې د ترهګرو د تعقیب لپاره خورا ګټور ثابت شي.
ټانک د خيبرپښتونخوا په سويل کې پرته ولسوالي ده چې پولې یې د ډېره اسماعيل خان، سويلي وزيرستان او لکي مروت ولسواليو سره لګېدلې دي. د خيبرپښتونخوا په سویلي او قبايلي ولسواليو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښو زور اخيستی دی.
د خیبر پښتونخوا د تیرا ولسوالۍ د لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ۲۴ کسیزې مشورتي کمېټې ترمنځ په ترسره شوې جرګه کې پرېکړه شوې، چې له تیراه درې څخه د بېځایه شویو کورنیو بېرته ستنول به د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په څو پړاوونو کې پیل شي.
خو د تیراه مشرانو په دې اړه د حکومت لهخوا د رسمي اعلامیې د نه خپرېدو له امله اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره رسمي اعلان غوښتنه یې کړې ده. د سرچینو له مخې؛ په جرګه کې د ۲۴ کسیزې کمېټې مشران، پوځي چارواکي او اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې په تیراه کې د امنیتي وضعیت د بشپړ ټینګښت وروسته به د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي او د اغېزمنو د غوښتنو د عملي کولو ډاډ ورکړل شوی دی.
ځایي چارواکو ویلي، چې په تیراه کې روانې پرمختیايي پروژې به دوام وکړي او د بېځایه شویو خلکو ستونزې به حل شي. په غونډه کې د ځینو اغېزمن شویو کسانو ستونزې هم تر بحث لاندې راغلې او د حل لپاره یې د سملاسي اقدام ژمنه شوې ده.
بل لور ته د باړې حاجي مارکېټ په نادرا مرکز کې د تیراه د اغېزمنو خلکو د نوم لیکنې بهیر روان دی. د ځایي ادارې د معلوماتو له مخې؛ تر ۲۰زره زیاتو اغېزمنو کسانو ته مالي مرسته ورکړل شوې او د نورو اړمنو کسانو د مرستې لړۍ هم روانه ده.
د تیراه د اغېزمنو خلکو د تحریک ویاند صحبت خان اپریدي ویلي، چې اغېزمن شوي له تېرو ۱۷۰ ورځو راهیسې په پرلهپسې توګه د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي ناسته کوي. هغه وویل، چې د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه یاده شوې؛ خو تر اوسه حکومت رسمي اعلان نهدی کړی چې له امله یې اغېزمنې کورنۍ له بېباورۍ سره مخ شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې د ژمي په پیل سره په تیراه کې واورې ورېږي؛ نو ځکه باید د بېرته ستنېدو لړۍ ژر بشپړه شي.
په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، د ۲۶م جون څخه تر ۲۶مې جولای پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو او سېلابونو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوې دي.
د یادې ادارې په وېب پاڼه د خپرو کړل شوو معلوماتو له مخې، د پېښو له امله په ۱۰۷ مړه شویو کسانو کې، يوازې په خېبرپښتونخوا کې ۵۵ کسان مړه شوې دي. او د مړينو نورې زياتې پېښې په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې او په دغه ایالت کې ۳۶ کسان مړه شوې دي.
په مړه شويو کې زياته شمېره، ۴۷ ماشومان، ۳۷ سړي او ۲۳ ښځې شاملې دي.
د اېن ډي اېم اې د شمېرو له مخې، د مړينو زياتې پېښې د کورونو د راپرېوتو له امله رامنځته شوي چې ۵۷ سلنه جوړېږي او ۱۸ سلنه د مړينو پېښې د سېلابونو له امله رامنځته شوې دي.
ویل شوي په يادو پېښو کې ۲۴۷ کسان په پنجاب ایالت او ۷۸ په پښتونخوا ایالت کې ټپيان شوې دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله تازه وړاندوینه کې ویلي، چې د جولای له ۲۹مې نېټې څخه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د موسمي بارانونو نوې لړۍ پیلېږي. د دغې وړاندوینې له مخې، په دې موده کې به په خيبرپښتونخوا، اسلاماباد، او د پنجاب په ځينو برخو کې سخت اورښتونه وشي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې په دې موده کې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
د خیبر پښتونخوا د باړې بازار ترڅنګ د تېرو درې ورځې پرلهپسې بارانونو د تیراه درې له بېځایه شویو خلکو سره د مرستو او نوملیکنې مرکز ډوب کړی، چې له امله یې د سلګونو کورنیو د نوملیکنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۴مه د ملکدینخېلو قبیلې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د نوملیکنې لپاره دغه مرکز ته ورغلي، خو د باران او ولاړو اوبو له امله د مرکز ډېره برخه د کار وړ نه وه.
د نوملیکنې کارکوونکي اړ شوي چې د نارینهوو او ښځو لپاره له جلا خیمو څخه کار واخلي، خو بېځایه شوي کسان د نوملیکنې ځای ته د رسېدو لپاره هم اړ دي د اوبو له ډنډونو تېر شي.
بېځایه شوي وايي، تر ټولو ډېرې ستونزې معلولو کسانو ته پېښې شوې دي. یو معلول بېځایه شوي معروف خان، ویلي چې د سهار له اتو بجو تر ماسپښین درې نیمو بجو پورې د نوملیکنې لپاره په تمه پاتې شوی او د لرګي په مرسته یې له اوبو ډک مرکز ته ځان رسولی دی.
هغه زیاته کړه چې په مرکز کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری او د ګرمۍ د مخنیوي لپاره مناسب امکانات هم نه شته.
بېځایه شوي ادعا کوي چې که څه هم د ژغورنې ادارې سیمې ته ورغلي، خو د اوبو د ایستلو یا د ستونزو د حل لپاره یې عملي اقدام ونه کړ او د ولسوالۍ د ادارې کوم چارواکی هم د وضعیت د ارزونې لپاره ورنهغی.
د ولسوالۍ یو چارواکي ویلي، د بېځایه شویو ستونزې تر نظر لاندې دي او د نوملیکنې لپاره د نوي او مناسب مرکز د جوړولو چمتووالی روان دی.
د تیره درې اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې دویم ځل بېځایه شول. په لومړي پړاو کې د څه باندې ۳۵ زره کورنیو نومونه ثبت شول، خو ګڼې کورنۍ له نوملیکنې او مالي مرستو بېبرخې پاتې شوې.
وروسته د قومي مشرانو، ولسوالۍ ادارې او امنیتي چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د پاتې کورنیو نوملیکنه به د قومي مشرانو له تایید وروسته ترسره کېږي.
تر اوسه د ۱۶ زره کورنیو اسناد سپارل شوي او د لومړي پړاو لپاره د ۱۶۰۰ کورنیو نوملړ خپور شوی دی.
د راپور له مخې، د بېځایه شویو لپاره رسمي کمپ نه دی جوړ شوی او ډېری کورنۍ په کرايي کورونو، د خپلوانو په کورونو، غارونو او یا موقتي خیمو کې ژوند کوي.
چارواکو د بېځایه شویو د ستنېدو نوې نېټه د اکتوبر ۱۰مه ټاکلې، حال دا چې مخکې د اپرېل ۱۰مه اعلان شوې وه. د بېځایه شویو استازي وايي، د ستنېدو نور ځنډ به د ژمي له رارسېدو سره د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي او د کورونو د بیارغونې فرصت به له منځه یوسي.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نهدی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بېبرخلیکه دي.
هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نهدی.
شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نهکېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».
هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».
نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نهده».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.