طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ نندارتون کې ښځو ته د ګډون بلنه نهده ورکړې

له کابل نه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ لومړني ملي او نړۍوال نندارتون کې ښځو ته د ګډون بلنه نهده ورکړې. دغه نندارتون چې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) پرانیستل شو، تر پنجشنبې به دوام وکړي.
په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۲۰ غرفې اېښودل شوې؛ خو ښځو ته د غرفو اخېستلو پرمهال هم بلنه نه وه ورکړل شوې. دغه نندارتون چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ته ځانګړی شوی، یوې افغان مېرمنې ته چې په کابل کې یې د ټېکنالوژۍ په برخه کې پانګونه کړې هم د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته د نوم نه ښودلو په شرط وایي: «افغان مېرمنې د ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پوهه او تجربه لري او په داسې نندارتون کې د ګډون حق لري». د هغې په وینا؛ له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي او که په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه، نو نن به یې ګڼ قراردادونه ترلاسه کړي وو؛ خو د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو له مله یې دغه موکه هم له لاسه ورکړه.
طالبانو تر دې وړاندې (د سلواغې ۲۴مه) هم سره له دې چې د کابل نړۍوال نندارتون کې ښځو ته د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو وروسته یې نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې وه. یوشمېر سوداګرو ښځو هغه مهال افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي و، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو نندارتون ته د ننوتو اجازه نهورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې له زدهکړو، کار کولو او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو منعه کړې دي. که څه هم په ځینو سوداګریزو برخو کې محدود شمېر ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې؛ خو دغه بندیز د ښځینه سوداګرو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.
شنونکي وایي، که دغه محدودیتونه نور هم پراخ شي؛ نو د سوداګرۍ په برخه کې به د ښځو پاتې محدود فرصتونه هم له ګواښ سره مخ شي او دا به د افغان ښځو وروستۍ هیلې هم مړاوې کړي.
