• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې پولیسو ۲۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کیچ ولسوالۍ پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي. د کیچ پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د هیرونک په امنیتي پوستې کې د یوه مساپر وړونکي موټر د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ په نیول شویو کسانو کې ۱۴ نارینه، اته ښځې او شپږ ماشومان شامل دي، چې د سفر یا استوګنې قانوني اسناد یې نه‌لرل. ځایي چارواکي وایي، ټول نیول شوي کسان د پولیسو مرکز ته لېږدول شوي او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د پاکستان د کډوالۍ له قوانینو سره سم پرې اقدام وشي.
د بلوچستان پولیسو ویلي، په دغه ایالت کې د ننوتلو او تګ‌راتګ پر مهمو لارو امنیتي پلټنې زیاتې شوې؛ څو بې‌اسناده افغان کډوال وپېژندل شي او د کډوالۍ د قوانینو پلي کېدل ډاډمن شي.
د افغانستان انټرنشنل د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ د روان کال له جون راهیسې یوازې د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې ۳۳۲ افغانان نیول شوي، چې ګڼو یې د ایران له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوله.
همدارنګه د روان کال د مئ په نهمه هم په همدې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه او پنځه نور ټپیان شوي وو.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د زده‌کړو ویزو د بندیز په اړه محکمې ته شکایت کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زده‌کړو هیلې له منځه وړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زده‌کړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زده‌کړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.

خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زده‌کړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زده‌کړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.

د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زده‌کړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زده‌کړو په لومړي کال کې.

د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زده‌کړې وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
100%

د ترکیې په سوېل ختیځ کې د شرناک ښار پولیسو ویلي، د افغانستان ۱۲ وګړي یې د دغه هېواد خاورې ته د ناقانونه ننوتلو په تور نیولي دي. هم‌مهاله دوه ترکي وګړي هم د کډوالو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي او د قضايي بهیر د بشپړولو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

چارواکو ویلي، دغې قضیې پورې تړاو لرونکو کسانو باندې په ټولیز ډول د ۱۳زره ډالرو اداري جریمه هم لګول شوې ده.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې خپل تدابیر سخت کړي دي. د چارواکو په وینا، افغانان د هغو بهرنیو وګړو په ډله کې دي چې د دغو عملیاتو پر مهال تر ټولو ډېر نیول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۹زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو د لېست په سر کې ځای لري.

بغلان کې د «یو اېف سي» رزمي سیالیو اتلولي د کوربه ولایت لوبغاړو وګټله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې د بغلان لوبغاړو لومړی، کندز دویم او بلخ درېیم مقام خپل کړ.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د دې څانګې د فدراسیون د استازولۍ او د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډه همکارۍ د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې د بغلان، بلخ، کندز او د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون د اوو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پایله کې د کوربه بغلان لوبغاړو د اتلولۍ جام وګاټه، د کندز لوبغاړي دویم او د بلخ ورزشکاران درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا ده.

عمران خان: عاصم منیر د تاریخ تر ټولو ظالم دیکتاتور او رواني ناروغ دی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱
100%

د پاکستان زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد پر پوځي مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د «تاریخ تر ټولو ظالم دیکتاتور او رواني ناروغ» بللی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر ایکس خواله رسنۍ کې د عمران خان له فوله په خپور کړي بيان کې ويلي چې «د عاصم منیر په دوره کې بې ساري ظلمونه شوي او هغه نه اخلاق لري او نه پر اسلام پوهېږي».

د تحریک انصاف ګوند مشر زیاته کړې، چې «عاصم منیر د خپلې څوکۍ د ساتلو او هوس لپاره هر ډول ګام پورته کولای شي».

د تحريک انصاف ګوند د کشمير څانګې د جسدونو د ويډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې دغه د کشمير د لاريون کوونکو مړي دي او دغه کسان «د رېنجرز (نيم پوځي ځواک) په ډزو کې وژل شوي دي».

عمران خان دغه بيان په داسې مهال ورکړی چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې ګډې ولسي کاري کمېټې ادعا کړې، په لاريون کوونکو يې امنيتي ځواکونو او پوليس ډزې کړي او نهه غړي یې ورله وژلي دي.

خو د کشمير پوليسو د کمېټې دغه ادعاوې رد کړي او په کمېټې یې تور پورې کړی چې پر پولیسو یې ډزې کړي او دوه پوليس سرتيري يې ټپيان کړي دي.

اصف دُرانی: د طالبانو اصلي ازموینه دا ده چې افغان خاوره د ګاونډیانو پر ضد ونه کارول شي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، د طالبانو اصلي ازموینه دا ده چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ګواښونو لپاره نه کارول کېږي.

دراني د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د طالبانو دریځ او ځواب به په دې برخه کې نه یوازې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د هغوی هڅې، بلکې په جنوبي او مرکزي اسیا او له هغې ورهاخوا د ثبات راتلونکی هم وټاکي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول ګواښ د مخنیوي توان د طالبانو د کړنو د ارزونې یو مهم معیار ګڼل کېږي.

د دراني څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وار وار ادعا کړې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون ځینې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه تنظیموي.

طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې څو ځله رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دوی به هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.