نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.
د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په تړاو له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ د خلکو په زړونو کې ځای لري او زیاته یې کړه: «طالبان چې هر څومره کوشش وکړي، چې دا بیرغ د خلکو له زړونو او خاطراتو څخه نهشي اېستلی. طالبانو به دا بیرغ لهمنځه وړی وي، خو په خارج کې تر اوسه دا بیرغ ژوندی دی او د افغانانو په زړونو کې هم دا بیرغ ژوندی دی».
طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ډېری ارزښتونه لهمنځه یوړل او په تړاو یې عبدالباري جهاني وايي: « طالبان د ملي ارزښتونو خلک نهدي».
د افغانستان د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني د ملي سرود په اړه زیاتوي: «طبیعي خبره ده، چې دوی [طالبان] باید سرود لهمنځه وړی وای، ځکه هغه سره موسیقي ملګرې ده. که موسیقي ملګرې هم نهوای، دوی دا سرود نهقبلاوه. په دې خاطر چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او په اساسي قانون کې فیصله شوی یو سرود وو».
جهاني د طالبانو اوسنی نظام یو «ایډیولوژیک» نظام ګڼي او خبرداری ورکوي، دا چې طالبان د خلکو د غوښتنو مخالف دي، نو لرې نهده چې نظام به یې رانسکور کړای شي او زیاتوي: «اخطار ورکوم، چې دوی په دغه حال باندې خپلې واکمنۍ ته دوام نهشي ورکولای او دوی به حتما سرنګونه کېږي، ځکه دوی سل په سلو کې د افغان ولس د ارزوګانو او غوښتنو مخالف دي».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې لهخوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي، خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.
تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».