• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پروان کې یو پلار د خپل زوی د ژغورنې په هڅه کې ومړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، یو کس د چاریکار ښار په یوه کانال کې د خپل زوی د ژغورنې په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دوی په وینا، د هغه زوی د سیمې د اوسېدونکو په مرسته ژغورل شوی دی.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وايي، یو پلار پرون (سې‌شنبه د زمري ۶مه) د چاریکار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په کانال پروژه کې د خپل زوی د ژغورنې په لړ کې په اوبو کې ډوب او ومړ.

د نوموړي په وینا، د دغه کس زوی د خلکو په مرستو له ډوبېدو وژغورل شو، خو پلار یې په دې هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په پروان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له خلکو وغوښتل، چې د ګرمۍ په موسم کې د لامبو پر مهال ایمني اصول مراعات کړي او خطرناکو اوبو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي، څو د ورته پېښې له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

۵ ورځې مخکې (د جولای ۲۵مه د زمري ۳مه) په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې اعلان کړی وو، چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۸ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي او ۴ نور کسان لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي وو، هر ساعت په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري او په دې سره هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري، چې نږدې څلورمه برخه یې ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ماین‌پاکۍ په برخه کې له یوې موسسې سره د نږدې ۵ میلیونه ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
100%

د ماین‌پاکۍ یوې موسسې د نږدې ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړې له‌مخې، یاده موسسه به په ۸ ولایتونو کې ۱۱ میلیونه متر مربع سیمه له ماینونو او ناچادو توکو پاکې کړي او څه باندې ۳۲ زره کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د هېلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې له رييس ټوماس کاګټون سره د ماین پاکۍ په برخه کې د ۴ میلیونه او ۸۵۰ زره او ۷۵۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د دې هوکړې پر بنسټ، د هېلوټرسټ موسسه به په غزني، کندهار، زابل، هلمند، هرات، لوګر، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې پر ماینونو او چاودېدونکو توکو ټولټال ۱۱ میلیونه او ۱۰۲ زره متر مربع ککړې سیمې پاکې کړي او ۳۲ زره او ۶۰۰ کسان به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

نورالدین ترابي په همدې تړاو کتنه کې وویل، چې ماینونه او چاودېدونکي توکي لا هم د هېوادوالو د ژوند او روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي او پاکول یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

د هېلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې رییس توماس کلاګټون ډاډ ورکړ، چې دغه موسسه به د خلکو د پوهاوي، د ماینونو د خطرونو د کمولو او پر ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو د پاکولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د طالبانو په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

طالبانو نسکور کړی ملي نښان؛ اشرف غني افغانانو ته د درې رنګه ملي بېرغ د ورځې مبارکي ورکړه

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري په اوومه نېټه د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې هېوادوالو ته د ملي بېرغ د ورځې مبارکي ویلې ده. دا ملي توغ طالبانو په خپل حاکمیت کې له‌منځه وړی او د خپلې ډلې سپین بېرغ یې پر ځای ځړولی دی.

ښاغلي غني په خپل دغه لنډ پیغام کې لیکلي دي: «د ملي بېرغ ورځ دې ټولو ته مبارک وي.» هغه دا پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې د زمري اوومه نېټه په هېواد کې د ملي بېرغ له ورځې سره برابره ده، خو طالبانو په ټول هېواد کې پر درې رنګه ملي توغ سخت بندیز لګولی دی.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دغې ورځې د نمانځلو لپاره بېلابېل رسمي مراسم جوړېدل، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د ملي بېرغ د ورځې نمانځنه تر ډېره په بهر کې د مېشتو افغانانو او په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو ترمنځ محدوده شوې ده.

بل لورته د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په تړاو له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان ملي بیرغ د خلکو په زړونو کې ځای لري او زیاته یې کړه: «طالبان که هر څومره کوښښ وکړي، دا بیرغ د خلکو له زړونو او خاطراتو څخه نه‌شي اېستلی. طالبانو به دا بیرغ له‌منځه وړی وي، خو په بهر کې تر اوسه دا بیرغ ژوندی ‌دی او د افغانانو په زړونو کې هم دا بیرغ ژوندی دی».

شېن مک‌ډرمیټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او فیلډینګ روزونکی ټاکل شوی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې شېن مک‌ډرمیټ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي او نوي د فیلډینګ روزونکي په توګه د لوبډلې له روزنیز پلاوي سره یوځای شوی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

مک‌ډرمیټ د درېیمې کچې د روزنې سند لري او د کرېکټ په روزنه کې پراخه تجربه لري. هغه تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۵کال تر جولای پورې د افغانستان د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه. له هغې وروسته یې د ۲۰۲۵ کال د جولای څخه د ۲۰۲۶کال تر جولای پورې د پاکستان کرېکټ بورډ کې هم د فیلډینګ روزونکي په توګه کار کړی دی.

نوموړي له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکی هم و، او په همدې موده کې یې د دغه هېواد د «اې» لوبډلې روزنه هم پر غاړه لرله.

تر دې وړاندې، هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د اسټرالیا د کرېکټ په ملي مرکز کې د لنډمهالي مرستیال روزونکي، د اسټرالیا د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي، او همدارنګه د اسټرالیا د «اې» لوبډلې د لنډمهالي شنونکي او د فیلډینګ روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

شېن مک‌ډرمیټ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په ګڼو مهمو سیالیو او سترو ټورنمنټونو کې هم د روزنیزو پلاوو غړی پاتې شوی دی. په دغو سیالیو کې د ۲۰۲۳ کال د نارینه‌وو یو ورځني نړیوال جام، او د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د نارینه‌وو شل‌اوریز نړیوال جامونه هم شامل دي.

عبدالباري جهاني: طالبان ملي بیرغ د خلکو له زړونو او یادونو نه‌شي ایستلای

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، طالبان د افغان ولس له زړونو او خاطراتو څخه «ملي بېرغ» نه‌شي اېستلی. د هغه په باور دغه بیرغ د خلکو په زړونو او له هېواده بهر په ښکاره ژوندی دی. جهاني همداراز خبرداری ورکړ، د طالبانو بقا په «خطر» ده.

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په تړاو له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ د خلکو په زړونو کې ځای لري او زیاته یې کړه: «طالبان چې هر څومره کوشش وکړي، چې دا بیرغ د خلکو له زړونو او خاطراتو څخه نه‌شي اېستلی. طالبانو به دا بیرغ له‌منځه وړی وي، خو په خارج کې تر اوسه دا بیرغ ژوندی ‌دی او د افغانانو په زړونو کې هم دا بیرغ ژوندی دی».

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ډېری ارزښتونه له‌منځه یوړل او په تړاو یې عبدالباري جهاني وايي: « طالبان د ملي ارزښتونو خلک نه‌دي».

د افغانستان د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني د ملي سرود په اړه زیاتوي: «طبیعي خبره ده، چې دوی [طالبان] باید سرود له‌منځه وړی وای، ځکه هغه سره موسیقي ملګرې ده. که موسیقي ملګرې هم نه‌وای، دوی دا سرود نه‌قبلاوه. په دې خاطر چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او په اساسي قانون کې فیصله شوی یو سرود وو».

جهاني د طالبانو اوسنی نظام یو «ایډیولوژیک» نظام ګڼي او خبرداری ورکوي، دا چې طالبان د خلکو د غوښتنو مخالف دي، نو لرې نه‌ده چې نظام به یې رانسکور کړای شي او زیاتوي: «اخطار ورکوم، چې دوی په دغه حال باندې خپلې واکمنۍ ته دوام نه‌شي ورکولای او دوی به حتما سرنګونه کېږي، ځکه دوی سل په سلو کې د افغان ولس د ارزوګانو او غوښتنو مخالف دي».

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي، خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».

طالبانو د بدخشان په فیض‌ا‌باد کې د تېر جمهوریت څلور پوځي منسوبین نیولي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۱
100%

باوري سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالب استخباراتو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د پخواني جمهوري نظام څلور پوځي منسوبین نیولي دي.

د سرچینو په وینا، له دغو کسانو څخه درې تنه د سې‌شنبې په ورځ او څلورم کس د چهارشنبې په ورځ د فیض‌اباد ښار له اوومې امنیتي حوزې څخه نیول شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې طالب ځواکونو د دغو څلورو کسانو د نیولو پر مهال هغوی وهلي او ټکولي هم دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبانو دغه کسان په کوم تور نیولي او دا مهال په کوم ځای کې ساتل کېږي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دا نیونې داسې مهال ترسره کېږي چې بدخشان په وروستیو ورځو کې د څو امنیتي پېښو شاهد و.

د سې‌شنبې په سهار د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري، د فیض‌اباد – بهارک پر لاره د دوو موټرسایکل سپرو کسانو په برید کې ووژل شو. طالبانو ویلي چې په برید کې یو بریدګر په ځای وژل شوی او دویم کس یې نیولی دی.

له بلې خوا، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې هم د څو ورځو لپاره روانې وې، چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.