• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

په هنګو کې پر امنیتي پوسته برید؛ د یوه قوماندان په ګډون ۷ پولیس وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د هنګو په خزینه بانډه سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو په برید کې د یوه جګپوړي پولیس افسر ډي‌ايس‌پي دیار خان په ګډون لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې د دوی په ځوابي ډزو کې شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، بریدګرو دا ځل د پولیسو پر پوستې د کواډ کاپټر ډرون الوتکې په وسیله برید کړی چې له امله یې مرګ‌ژوبله خورا زیاته شوې ده. د ټپیانو له ډلې ۱۵ تنه د ډي‌ایچ‌کیو روغتون ته لېږدول شوي او د نورو ژوبلو کسانو د لېږدولو لړۍ هم دوام لري، چې د ډاکترانو په وینا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا، تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې ده چې په دغه برید کې یې اووه پولیس سرتېري ژوندي نیولي دي. د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنګیالیو یې د پولیسو درې موټر سوځولي او یو بل موټر یې له ځان سره خوندي ځای ته لېږدولی دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته او د ډزو تبادله تر پنځو ساعتونو پورې دوام درلود. پولیسو ویلي چې د وژل شویو سرتېرو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال شته او په سیمه کې د بریدګرو د ځپلو لپاره د تصفیې عملیات پیل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې خورا زیاتې شوې دي. د پاکستان د پوځ د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ګډون ۳۲ وسله‌وال وژل شوي دي؛ خو د بېلابېلو بریدونو له امله تر اووه سوه زیات کسان مړه او ژوبل شوي او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۳۲ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ او د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۳۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د جولای د ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې دعملیاتو پر مهال یې ۲۴ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په همدې موده کې یې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم عملیات ترسره کړي چې د یوې نښتې په پایله کې اته وسله وال وژل شوي او له هغوی وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې وژل شوي کسان د «فته الخوارج او فته الهندوستان» یاد کړي دي. د پاکستان پوځ یاد نومونه د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ ډلې او ټي‌ټي‌پي اړوند وسله والو ته منسوبوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک په سوات کې د څلورو پاکستاني پوځيانو د وژلو ادعا کړې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د سوات څانګې ادعا کړې چې د بر سوات ولسوالۍ په مټه سيمه کې یې د پاکستان د پوځ او ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) سره نښته شوې او د څلورو پوځيانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

ټي‌ټي‌پي د سه شنبې په مازيګر په يوه بیان کې ادعا کړې، چې د پوځ څخه خپل مړي په ميدان پاتې شوي، د پوځ درې موټرې او د وژل شوو پوځي سرتېرو وسلې هم دوی په ولکه کې اخيستې دي.

بل لورته د یادې پېښې اړوند د سوات پوليسو په يوه خبرپاڼه کې وويل، د بر سوات په شلخو سر سیمه کې د وسله والو پر ضد عملياتو کې د پوليسو يو سرتيری وژل شوی دی.

پوليسو ادعا کړې، وسله وال محاصره کړل شوي او تلفات ورته اړول شوي دي. خو پوليسو د اړول شوو تلفاتو کومه کره شمېره او جزيات یې نه دي ورکړي.

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
100%

د خيبرپښتونخوا د پېښور سترې محکمې د قايداعظم په نوم د نوښار اوسېدونکي د عريضې په اورېدنه کې امر کړی چې دغه کس دې له هېواده ونه شړل شي او قايداعظم ته یې هم امر کړی چې د خپل هویت د تایید لپاره د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې «نادرا» ته حاضر شي.

قايداعظم نومې کس د خيبرپښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک سيمې اوسېدونکی، شپږ ماشومان او مېرمن لري.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پېښور سترې محکمې د دوو قاضیانو، وقار احمد او انعام الله خان له خوا د دوشنبې په ورځ د یوې عریضې تر اورېدو وروسته دغه پرېکړه کړې ده.

د عریضه کونکي وکیل سیف الله محب کاکاخېل محکمې ته ويلي، چې مؤکل یې په دوبۍ او پاکستان کې سوداګري کوي، د حکومت منظم مالیه ورکوونکی دی او د پاکستان تابعیت لري. د هغه په وینا، د ملي هویت کارت بندېدو د هغه مؤکل ته سختې ستونزې جوړې کړې دي او په دې کار سره هغه بې‌ګناه سزا کیږي.

بل لور ته، د نادرا ادارې د قانوني چارو مرستیال شاهد عمران محکمې ته ويلي چې د دغه کس پېژندپاڼه مشکوکه ګڼل شوې وه او له همدې امله بنده شوې ده.

د عریضه کونکي وکیل ويلي چې اوس له دغه سوداګر څخه غوښتل شوي چې خپل تره د تایید لپاره نادرا ته حاضر کړي، په داسې حال کې چې د هغه د کورنۍ نور غړي هم د پاکستان پېژندپاڼې لري.

محکمې د دواړو خواوو د دلایلو تر اورېدو وروسته قايداعظم ته امر کړی چې د اګست د ۱۱مې نېټې پورې نادرا ته حاضر شي.

سترې محکمې امر کړی چې نادرا دې په ۳۰ ورځو کې په دغه اړوند خپل راپور وړاندې کړي او تر هغې دې قايداعظم او د هغه کورنۍ ونه شړل شي.

محمود خان اڅکزی: د اګست په وروستیو کې به د پښتونخوا د ناامنیو په اړه جرګه جوړه کړو

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، ویلي چې په ټول پښتون وطن کې ناامني روانه ده او په پنجاب او سند ایالتونو کې له پښتنو سره ناسم چلند کېږي. هغه ویلي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند به د اګست په ۲۹مه، ۳۰مه او ۳۱مه په کوېټه کې د پښتنو د ستونزو په اړه جرګه جوړه کړي.

محمود خان اڅکزي د سې‌شنبې په ورځ په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پښتنو د سوداګرۍ لارې تړل شوې دي او تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې «د پښتنو څېره په پاکستان او نړۍ کې د ترهګرو په توګه وړاندې شوې ده».

هغه زیاته کړه، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پښتنو ژوند له ستونزو سره مخ دی او هغوی نه په سند، نه په کراچۍ او نه هم په پنجاب او نورو سیمو کې په ارامه ژوند کولای شي.

اڅکزي وویل، د سپټمبر یا اکتوبر په میاشت کې به د ټول پښتون ولس یوه بله جرګه هم راوبلل شي. د هغه په وینا، اوسني بحرانونه دومره جدي دي چې یوازې د سیاسي ګوندونو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د قومونو ترمنځ د جرګو له لارې د حل اړتیا لري.

هغه دا هم وویل چې په پاکستان کې «نه حکومت شته، نه عدالت، او رسنۍ هم چوپې کړل شوې دي».

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د وضعیت په اړه محمود خان اڅکزي وویل، د کشمیر خلک د خپلو حقونو غوښتنه کوي او اعتراضونه کوي، خو د دوی پر ضد زور کارول کېږي.

هغه ادعا وکړه چې مخکې هم شاوخوا ۲۰ کسان هلته وژل شوي وو او «تېره شپه هم د ۳۵ پورې» کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول. ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې پکې پر خلکو مخامخ ډزې کېږي.

اڅکزي زیاته کړه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ آیین پاکستان) د دې پېښو غندنه کوي او له ټولو دیموکراتو ځواکونو غواړي چې د کشمیر د خلکو ملاتړ وکړي.

د تېراه زیانمنې کورنۍ د اعلان شویو مالي مرستو د سملاسي پلي کېدو غوښتنه کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
100%

د خیبر ولسوالۍ د تيراه درې هغو کورنیو چې د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او بې‌ځایه کېدو پر مهال یې خپلوان له لاسه ورکړي، له حکومت څخه غوښتي چې د زیانمنو کورنیو لپاره اعلان شوی مالي مرستندویه بستې دې ژر تر ژره عملي او ټولو مستحقو کورنیو ته دې بشپړه مالي مرسته ورکړل شي.

د مرستو دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ د «تیراه د زیانمنو تحریک» له لوري د قربانیانو د یاد په مناسب جوړه شوې غونډه کې وشوه، په غونډه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو تر څنګ، ټپیانو، معلولینو او سیمه‌ییزو مشرانو هم ګډون کړی و.

د «د تيراه د زیانمنو تحریک» ویاند صحبت خان اپرېدي ادعا وکړه چې ولسوالۍ ادارې د اعلان شوي مرستندویه بستې خلاف د وژل شویو کسانو کورنیو ته یوازې ۱۰ لکه روپۍ او ټپیانو ته له ۳۰ زرو تر ۵۰ زرو روپیو پورې ورکوي، چې د هغه په وینا دا د حکومت له ژمنو ښکاره سرغړونه ده.

هغه وویل، د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې په تيراه کې د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او بې‌ځایه کېدو پر مهال له ۱۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

غونډې ته د وینا پر مهال اول بادشاه وویل، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په اوومه، کله چې دوی د تيراه له سیمې د دویم ځل لپاره بې‌ځایه کېدل، د سختې واورې او اوږده ترافیکي بندښت له امله یې موټر له پېښې سره مخ شو. د هغه په وینا، په دې پېښه کې یې زوی محمد شاه او دوه لمسیان، قاري عنایت‌الله او اسرافیل، ووژل شول او بل زوی، انس خان، سخت ټپي شو.

هغه زیاته کړه چې محمد شاه شپږ ماشومان او یوه کونډه مېرمن پرې ایښې ده چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اول بادشاه وویل:«د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره د یو کروړ روپیو او د ټپیانو لپاره د ۲۵ لکو روپیو د مرستې اعلان کړی و، خو د څو میاشتو له تېرېدو سره سره لا هم ګڼې اغېزمنې کورنۍ له دغو مرستو بې‌برخې دي».

پر همدغه مهال د باړې د سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي غونډې ته وویل، د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره د ۳۵ مادو په تړون کې د ډېری ژمنو عملي کېدل لا هم پاتې دي. د هغه په خبره، اغېزمنې کورنۍ یوازې هغه مهال خپلو سیمو ته ستنېدو ته چمتو دي چې تلپاتې امنیت، بنسټیزې اسانتیاوې او پرمختیایي پروژې په عملي ډول تضمین شي.

د تيراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو بهیر، چې ټاکل شوې وه په اپرېل میاشت کې پیل شي، اوس د سیمه‌ییزو مشرانو، د ولسوالۍ د ادارې او امنیتي چارواکو د وروستۍ پرېکړې له مخې به د اکتوبر له ۱۰مې نېټې په پړاوونو کې پیل شي.

د ولسوالۍ ادارې ویلي چې په لومړي پړاو کې د ۳۴ زره بې‌ځایه شویو کورنیو نوملیکنه شوې، چې له هغې ډلې د ۱۹ زره کورنیو تصدیق بشپړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، دغو کورنیو ته د لېږد رالېږد لګښتونو لپاره ۲ لکه او ۴۰ زره روپۍ او د دوو میاشتو لپاره هره میاشت ۷۰ زره روپۍ مالي مرسته ورکړل شوې، او د نورو کورنیو د تصدیق او مرستو بهیر هم روان دی.