د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا؛ دغه پېښه د تربت ښار څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې د درمکول پیدراک په سیمه کې شوې ده.

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا؛ دغه پېښه د تربت ښار څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې د درمکول پیدراک په سیمه کې شوې ده.
پولیس وایي، تر پېښې وروسته د پولیسو یوه ډله سیمې ته رسېدلې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ په کېچ ولسوالۍ کې د کارګرو د تښتونې پېښه هم راپور شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ وسلهوالو د کلاتک له سیمې اووه مزدوران تښتولي، چې څلور یې د پنجاب او درې یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي. د تښتول شویو کسانو له ډلې د جاوېد خان مړی موندل شوی، چې د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
په همدې حال کې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د جولای له ۲۱مې تر ۲۸مې ګرځبندیز لګېدلی و. ورته مهال د مستونګ ولسوالۍ په کهډ کوچه سیمه کې هم له څو ورځو راهیسې ګرځبندیز نافذ دی.
بلخوا د چاغۍ ولسوالۍ په پدګ سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو تر ډزو وروسته اووه بار وړونکي موټرونه او د ګازو ټانکرونه سوځېدلي دي. د پولیسو په وینا؛ دغه پېښه د کوټې او تفتان ترمنځ پر ملي لویه لار شوې ده.
چارواکي وایي، په پېښه کې یو لارۍ چلوونکی ټپي شوی دی. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په بلوچستان کې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د یادې لارې په اوږدو کې تر ۱۰۰ ډېر بار وړونکي موټرونه او د تېلو ټانکرونه د بریدونو او اور اچولو له امله ویجاړ شوي دي، چې په دغه پېښو کې یوشمېر موټر چلوونکي هم وژل شوي دي.