د پښتونخوا اعلی وزیر په هنګو کې د پولیسو پر مرکز د تازه برید د څېړلو امر وکړ

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په هنګو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو برید په کلکه غندلی او د دغه ایالت د پولیسو له عمومي مشر څخه یې د پېښې په اړه د عاجل راپور غوښتنه کړې ده.
