د رویټرز د راپور له مخې، دغه چارواکي، چې له دواړو مشرانو سره تر لیدنې وروسته یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل نتنیاهو ټرمپ ته نه دي ویلي چې اسراییل پر ایران پوځي برید تر نورو لارو غوره بولي.
هغه زیاته کړه: «وروستۍ پرېکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاس کې ده.» د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې درې اساسي انتخابونه په هر اړخیز ډول وارزول شول؛ له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل، د اقتصادي بندیزونو او فشارونو دوام، او د پراخ پوځي برید ترسره کول.
دغه اسراییلي چارواکي وویل، اسرائیل د ایران پر حکومت د کورنیو فشارونو د زیاتېدو نښې ویني، چې د انفلاسیون لوړېدل او د خلکو د ناخوښۍ پراخېدل هم پکې شامل دي.
خو هغه ټینګار وکړ چې د هر ډول اقدام احتمالي اغېزې پر نړیوال اقتصاد او د نفتو پر بازار هم د دواړو لورو د ارزونو مهمه برخه وه.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د نړۍ د نفتو بیو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې تر ټولو لویه ورځنۍ لوړېدنه تجربه کړه.
په وروستیو اوونیو کې امریکا په ایران کې پر یو شمېر هدفونو پراخ هوايي بریدونه کړي دي، او تهران یې په ځواب کې د خلیج د سیمې پر ځینو هېوادونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.
اسرائیل د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په دې پړاو کې پر ایران په عملیاتو کې ګډون نه درلود، خو د دغه هېواد چارواکو خبرداری ورکړی چې که تهران اسرائیل په نښه کړي، نو سخت او پرېکنده ځواب به ورکړي.
بل لور ته، امریکا او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ په عراق کې د ایران د ملاتړ لرونکو وسلهوالو ډلو پر مورچلو بریدونه وکړل. ډونالډ ټرمپ هم د ایراني بریدونو په غبرګون کې، چې امریکايي ځواکونو ته متوجه وو، تهران ته د سخت ځواب ګواښ وکړ.
ایران د چهارشنبې په سهار تایید کړه چې په اردن کې یې د امریکا پوځي اډې او همدارنګه د هرمز په تنګي کې ځینې بېړۍ په نښه کړې دي. تهران د عمان هغه وړاندیز هم رد کړ چې د هرمز تنګي د ګډې ادارې لپاره یې وړاندې کړی و.
تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په یوه تازه خپاره شوي ۱۷۴ مخیز کتاب کې هڅه کړې چې د پاکستان پر ضد خپله شاوخوا دوې لسیزې وسلهواله جګړه له مذهبي، تاریخي او سیاسي اړخه مشروعه وښيي.
دغه کتاب چې «اعتراف؛ تحریک طالبان پاکستان» نومېږي، په اردو ژبه خپور شوی او دغه ډله وایي چې پښتو ژباړه به یې هم ژر خپره کړي.
کتاب د ټيټيپي د یوه لوړپوړي غړي له خوا لیکل شوی او د دې ډلې د رسمي ایډیالوژیک دریځ تر ټولو مفصل بیان بلل کېږي. لیکوال په کې د تحریک د جوړېدو لاملونه، د پاکستان د پوځ او دولت پر ضد د جګړې دلیلونه، مذهبي استدلالونه او د ډلې راتلونکی لیدلوری تشریح کوي.
د کتاب له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته د پوځي، لوژستیکي او استخباراتي اسانتیاوو په برابرولو سره د افغانستان جګړې ته داخل شو. لیکوال ادعا کوي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات، د بې ځایه کېدو پېښې او د امریکا ملاتړ د دې لامل شول چې وسلهوال مقاومت رامنځته او وروسته د تحریک طالبان پاکستان بنسټ کېښودل شي.
د کتاب تر ټولو لویه برخه د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه د «دفاعي جهاد» په توګه د توجیه لپاره ځانګړې شوې ده. په دغه برخه کې د قران کریم ایتونه، حدیثونه، فقهي استدلالونه او د ځینو دیوبندي علماوو فتواوې را اخیستل شوې او استدلال کېږي چې پاکستاني پوځ د امریکا او ناټو د پوځي ایتلاف ملاتړ کړی، نو ځکه د هغه پر ضد وسلهواله مبارزه شریعت لهمخې مشروع ده.
کتاب یوازې پر پوځ په انتقاد بسنه نه کوي، بلکې د پاکستان ټول سیاسي جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي. لیکوال حکومت، پوځ، محکمې او نافذه قوانین «غیرشرعي» بولي او ادعا کوي چې د هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر ځای د لوېدیځو قوانینو او سیاسي نفوذ پر بنسټ ولاړ دی. د کتاب له مخې، د پاکستان پوځ د برتانوي هند د پوځ دوام دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې د بهرنیو قدرتونو ګټې خوندي کړې دي.
د کتاب یوه بله برخه د هغو نیوکو ځواب دی چې د ټيټيپي ډله د افراطي تفسیر او تکفیر له امله ورسره مخ ده. یادې ډلې ادعا کړې چې د حنفي فقهې او د اهل سنتو د علماوو له منهج څخه پیروي کوي او د داعش یا خوارجو په څېر د ټولو مسلمانانو د تکفیر قایله نه ده، بلکې خپلې پرېکړې د ځانګړو فقهي اصولو پر بنسټ کوي.
د کتاب له محتوا ښکاري چې د ټيټيپي یوازې د خپلې تېرې جګړې دفاع نه کوي، بلکې د خپل راتلونکي سیاسي او نظامي لیدلوري انځور هم وړاندې کوي. ټيټيپي د پاکستان د اوسني نظام د بدلون، د پوځ او دولتي ادارو د مشروعیت د ردولو او د خپلې ادعا له مخې د «اسلامي نظام» د رامنځته کولو غوښتنه کوي. په همدې موخه، کتاب د دعوت، تعلیم، اقتصاد، دفاع، رسنیو او نورو برخو لپاره د تنظیمي جوړښتونو یادونه هم کوي او ځان د یوې پراخې سیاسي او اداري پروژې په توګه معرفي کوي، نه یوازې د یوې وسلهوالې ډلې په توګه.
دغه کتاب د تحریک طالبان پاکستان د تبلیغاتي او ایډیالوژیکو خپرونو د لړۍ برخه ده او د ډلې رسمي سیاسي او مذهبي دریځ منعکسوي. کتاب په اردو ژبه خپور شوی او د ټي ټي پي ویلي چې پښتو ژباړه به یې هم په نږدې راتلونکې کې خپره کړي. په کتاب کې مطرح شوې ادعاوې د ډلې خپل روایت دی او افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواک ډول نه تاییدوي.
پاکستان، چې د سیندونو لاندې هېواد دی، اوس د پورته جریان د وضعیت په اړه محدود معلومات لري، چې دا کار د اوبو پورې تړلو سیستمونو کې خطرناک نامعلوم حالت رامنځته کوي.
د شخړو د حل میکانیزم، چې مخکې یو څو پړاوه سیستم و—تخنیکي اختلافونو بېطرفه متخصصینو ته او قانوني شخړې د حکمیت محکمو ته وړل کېدې—اوس په عملي ډول درېدلی دی. دا حقوقي تشه او اختلافونه بې له حل څخه راټولوي او تخنیکي مسایل سیاسي ډګر ته ټېل وهي، چېرته چې حل یې لا ستونزمن کېږي. د رسمي تعامل نشتوالی د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.
د اوبو زېربناوې د ستراتیژیک فشار وسیله
تر ټولو اندېښمن کوونکی بدلون دا دی چې د برېښنا د اوبو پروژې اوس د ستراتیژیک فشار د وسیلو په توګه کارول کېږي. د تړون له ځنډ وروسته، هند په جمو او کشمیر کې د ګڼو پروژو کار چټک کړی، لکه: پاکل ډل، راتلې، کیرو، کوار او لوی ساولکوټ بند. دا ټولې پروژې په ګډه د چیناب او جهلم سیندونو پر سر د کنټرول لویه پراختیا ښيي.
دا پروژې یوازې عادي پرمختیایي پروژې نه دي، بلکې د بندونو، تونلونو او زېرمو ګډ مدیریت هند ته دا توان ورکوي چې د اوبو بهیر په همغږۍ سره تنظیم کړي. دا توان اوبه د “ستراتیژیک فشار جوړښت” ته اړوي. د اوبو د خوشې کولو وخت د ټول حجم څخه مهم شوی، ځکه چې په مهمو کرنیزو موسمونو کې د اوبو کنټرول کولی شي د کرنې دوره ګډه وډه کړي، پرته له دې چې سیند په بشپړه توګه واړول شي.
د تړون ځنډ د اوبو د مدیریت له لارې د فشار یو نوی ډول رامنځته کړی دی. اوس د سیندونو هر تخنیکي تصمیم سیاسي معنا لري. دې بدلون تخنیکي مدیریت او سیاسي پریکړې سره نږدې کړې دي او اوبه یې د جیوپولیټیکي سیالۍ وسیله ګرځولې دي.
د اوبو د جریان کنټرول اوس تر ټولو مهم عامل ګرځېدلی، چې په پاکستان کې کرنه، د برېښنا تولید او د سېلابونو خطر ټاکي. دا حالت د اوبو اداره د نفوذ په وسیله بدلوي، چېرته چې مهالوېش د اوبو لاندې سیمو ثبات اغېزمنوي.
د هند او پاکستان تر منځ امنیتي ستونزې د چاپېریال له فشارونو سره لا زیاتې شوې دي. د یخچالونو وېلي کېدل او د بارانونو بدلون د سیندونو جریان بدل کړی دی او د تړون ځنډ ګډې حللارې کمزورې کړې دي. دا حالت د سختو پېښو لکه سېلابونو او وچکالۍ پر مهال د ناسمو پرېکړو احتمال زیاتوي، چې بشري بحرانونه رامنځته کولی شي.
حقوقي او ډیپلوماتیک اړخونه
پاکستان دا موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړې ده او ټینګار کوي چې دا وضعیت بشري او امنیتي خطرونه زیاتوي. د اوبو د همغږۍ نشتوالی د سېلابونو چمتووالی، د اوبو لګولو پلانونه او کرنه اغېزمنوي.
که څه هم د تړون حقوقي چوکاټ لا هم شته، خو اغېز یې په سیاسي ارادې پورې تړلی دی. د دواړو خواوو له هوکړې پرته د تړون ځنډول د نړیوال قانون هغه اصل تر پوښتنې لاندې راولي چې وايي تړونونه باید په ښه نیت عملي شي. دا کار د نړیوالو اوبو قوانینو لپاره خطرناک مثال جوړوي.
که اصلاحات او شفافیت رامنځته نه شي، دا تړون به د همکارۍ پر ځای د سیالۍ سرچینه شي. د سیمې راتلونکی ثبات په دې پورې تړلی دی چې ایا دواړه هېوادونه همکاري غوره کوي او که اوبه د شخړې نوې جبهه ګرځي.