د تهران په سویل کې د یوه افغان کډوال مړی موندل شوی

د تهران پولیسو ویلي، چې د دغه ښار په سویل کې د یوه ۳۸ کلن افغان مړی موندل شوی دی. د پولیسو په وینا؛ د دغه افغان کډوال لاسونه، پښې او غاړه د رسۍ پرمټ پر یوې اوسپنې تړل شوي وو.

د تهران پولیسو ویلي، چې د دغه ښار په سویل کې د یوه ۳۸ کلن افغان مړی موندل شوی دی. د پولیسو په وینا؛ د دغه افغان کډوال لاسونه، پښې او غاړه د رسۍ پرمټ پر یوې اوسپنې تړل شوي وو.
د ایران د ځایي رسنیو په وینا؛ دغه موضوع د سیمې د یوه اوسېدونکي لهخوا پولیسو ته راپور شوې وه. پولیسو سملاسي د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې. څېړنو ښودلې، چې دغه کس له څه مودې راهیسې د تهران په سویل کې کار کاوه.
پولیس د دغه افغان کډوال له همکارانو او خپلوانو پلټنې پیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په مرکزي، ختیځ او سویل خیتځو سیمو کې سېلابونو او طبیعي پېښو په پراخه کچه کورنۍ اغېزمنې کړې دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې مرستندویه ادارې د ارزونو ترڅنګ سېلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې زیاتوي.
اوچا د افغانستان د وروستیو طبیعي پېښو په درېیم بېړني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري مرستندویه ټولنې د ارزونو ترڅنګ په مرکزي، ختیځ او سویل خیتځو سیمو کې سېلاب ځپلو او اغېزمنو کورنیو ته خپلې مرستې پراخوي.
د راپور له مخې؛ په غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې د پام وړ زیانونه ثبت شوي دي. د دوی په خبره؛ په لغمان کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان دي، ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې شوې، همدارنګه ۱۸۳ کورونه ویجاړ شوي، شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او نږدې ۳۱۰ څاروي هم لهمنځه تللي دي.
د اوچا په راپور کې راغلي، د نورستان په پارون ولسوالۍ کې ګډې ارزونې ښيي چې ۱۲۰ کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې ۹۲ کورنیو ته لا دمخه مرستې رسېدلې دي. د راپور د ارزونو له مخې؛ په لوګر کې پر ۷۹ کورنیو، په کابل پر ۲۸ کورنیو او په پروان کې پر ۴۵ کورنیو بشري مرستې وېشل شوې.
د اوچا په راپور کې راغلي، چې په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د ښوونځیو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. راپور زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت په ۹ ولسوالیو کې ۲۰ دولتي ښوونځي او د نورستان په پارون ولسوالۍ کې درې ښوونځي تخریب شوي دي.
اوچا ټینګار کړی، چې تر ارزونو وروسته به ټولو سیمو ته خپلې بشري مرستې ورسوي.
د تایباد د دوغارون سرحدي ټرمینل مدیر محسن رکني وايي، د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې د بار وړونکو موټرو د تګراتګ شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۱۲۶ سلنه زیات شوی دی. نوموړي ویلي، په دې موده کې ۲زره او ۱۹۴ بار وړونکي موټرونه له افغانستان نه ایران ته داخل شوي دي.
هغه وایي، د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې د چنګاښ تر پایه پورې ۲زره او ۱۹۴ بار وړونکو موټرو چې شاوخوا ۵۶زره او ۵۰۲ ټنه ټرانزیټي توکي یې لېږدول؛ له افغانستان نه د دوغارون سرحدي ټرمینل ته داخل شوي دي.
هغه وویل، په همدې موده کې ۳۳زره او ۸۲۵ بار وړونکو موټرونو د دوغارون له لارې افغانستان ته یو مېلیون، ۳۹زره او ۲۳۳ ټنه صادراتي توکي لېږدولي چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
رکني افغانستان ته د دوغارون له لارې د صادرېدونکو توکو په اړه هم وویل، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۹زره او ۶۹۴ بار وړونکو موټرو چې ۷۱۸زره او ۶۹۴ ټنه توکي یې لېږدول؛ افغانستان ته ټرانزیټ کړي دي.
د هغه په وینا؛ دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیي. هغه زیاته کړه: «د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې ټولټال ۱۱۱زره او ۱۵۲ د ایران او نورو هېوادونو لاریو د دوغارون سرحدي ټرمینل له لارې تګراتګ کړی، چې دا د تېرکال د ورته مودې پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي».
د نوموړي په خبره؛ ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له ایران نه افغانستان ته د صادراتو مهم توکي دي. د تایباد د دوغارون سرحدي ټرمینل مدیر ټینګار وکړ، چې دوغارون د ایران له مهمو اقتصادي او سرحدي ټرمینلونو څخه دی او له افغانستان سره د ایران په سوداګریزو راکړو ورکړو کې مهم رول لري.
له جرمني نه کابل ته د ۳۰ افغان کډوالو له ستنولو سره هممهاله شاوخوا ۲۵۰ کسانو په لایپزیګ هوايي ډګر کې د افغانانو د جبري اېستلو او له طالبانو سره د جرمني حکومت د همکارۍ پرضد لاریون وکړ او افغانستان ته یې د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.
د اېم ډي ار شبکې د راپور له مخې؛ لاریون کوونکي د دوشنبې په ماښام (د زمري ۵مه) د لایپزیګ هوايي ډګر په ترمینل کې راټول شوي وو. په دغه لاریون کې یوشمېر افغانانو هم ګډون کړی و او د پولیسو ګڼ ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شوي وو.
لاریون کوونکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ سره مخالفت څرګند وکړ او له یادې ډلې سره یې د جرمني حکومت د همکارۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.
دغه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې یوه چارټر الوتکه چې شاوخوا ۳۰ افغانان یې لېږدول د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور روانه شوه. د جرمني حکومت وايي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني حق نهلري افغانستان ته به ستانه کړای شي.
خو نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د روان بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله د افغانانو جبري ستنول له جدي ګواښونو سره مل دي.
د دغه لاریون تنظیموونکو وویل، د جرمني حکومت له یوې خوا د اسلامپاله تاوتریخوالي غندنه کوي؛ خو له بلې خوا د افغانانو د اېستلو لړۍ د عملي کولو لپاره له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي.
جولیان ناګل چې د ساکسوني ایالت په پارلمان کې د کیڼ اړخ ګوند غړې ده، د افغانانو اخراج وغانده. هغې وویل: «دا د شرم ځای دی چې خلک په زور داسې هېواد ته ستنول کېږي، چې د طالبانو د اسلامپاله رژیم تر واک لاندې دی».
اغلې ناګل زیاته کړه، که یو څوک مجرم وي یا نه وي، دا افغانستان ته د هغه د اېستلو توجیه نهشي کېدای. هغې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «کړکېچن» او د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز شرایط «ناورینځپلي» وبلل.
سره له دغه اعتراضونو هغه الوتکه چې اېستل شوي افغانان یې لېږدول، د سېشنبې په سهار (د زمري ۶مه) د شپې په ۱:۴۳ بجو د لایپزیګ له هوايي ډګره د کابل پر لور والوته. د ساکسوني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، په دغه الوتنه کې شاوخوا ۳۰ افغانان سپاره وو چې دوه تنه یې د همدغه ایالت اوسېدونکي وو.
د ساکسوني ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر له دغه اېستلو دفاع وکړه او ویې ویل، په الوتکه کې هغه کسان سپاره وو چې څو ځلې یې جدي جرمونه ترسره کړي وو. هغه وويل: «موږ د هغو کسانو په اړه خبرې کوو، چې د ترهګرۍ ګواښ رامنځته کوي، د درنو جرمونو مرتکبین دي او ډېر خطرناک مجرمان ګڼل کېږي».
شوستر زیاته کړه، چې د جرمني د خلکو امنیت، په دغه هېواد کې د یوه مجرم د پاتې کېدو له غوښتنې څخه لومړیتوب لري.
د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او له پاکستان څخه د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.
دغه سازمان د سهشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ډېر افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي او یا هم هغه مهال د درملنې لپاره ورځي چې ناروغي یې جدي شوې وي.
د دغه بنسټ په وینا، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی د هغو ناروغیو د زیاتېدو لامل شوی چې مخنیوی یې ممکن دی، چې پکې د ماشومانو خوارځواکي او د امیندوارۍ جدي ستونزې هم شاملې دي.
سازمان د یوه افغان کډوال کیسه هم خپره کړې چې ویلي یې دي، سره له دې چې د قانوني ثبت اسناد یې لرل، د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شو.
د هغه په وینا، مېرمن یې چې درې میاشتې امیندواره وه، د نوموړي تر نیول کېدو وروسته د سخت رواني فشار له امله د وینې بهېدنې سره مخ شوه او خپل ماشوم یې له لاسه ورکړ.
بېپولې ډاکټرانو زیاته کړې چې د افغانانو د ایستلو تګلارې او د نیول کېدو وېرې د دوی کاري فرصتونه محدود کړي او د ډېرو کورنیو وړتیا یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کمزورې کړې ده.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د یاد سازمان ګرځنده روغتیايي کلینیکونو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده.
د دغو معلوماتو له مخې، له معاینه شویو ماشومانو څخه یو پر درېیمه برخه په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو. په دې ډله کې ۷.۶ سلنه ماشومان په شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه په منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ اخته وو.
راپور وایي، د خوارځواکۍ د درملنې لپاره نږدې ۹۰ سلنه مراجعه کوونکي افغان کډوال وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان جوړول.
بېپولې ډاکټران له ټولو هغو هېوادونو څخه چې د افغان کډوالو کوربهتوب کوي غوښتنه کړې، تر هغه چې په افغانستان کې د خوندي ستنېدو شرایط نه وي برابر شوي، د افغانانو له جبري بېرته ستنولو ډډه وکړي.
د «هوم لېنډ سیکورټي» په نوم ویبپاڼې په نوې تحلیلي ارزونې کې ادعا کړې چې طالبان د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې د جګړو له زیاتېدو وروسته، د پوځي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره له هغو متحدو وسلهوالو ډلو څخه مرسته اخلي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل کېږي.
د راپور له مخې، د جګړې د وضعیت د ارزونې لپاره یوازې د وسلهوالو ډلو رسمي څرګندونې بسنه نه کوي، بلکې د هغوی عملي کړنې، د ځواکونو ځای پر ځای کول، د جلبوجذب بهیر او له کومو ډلو سره د همکارۍ څرنګوالی د جګړې د بدلېدونکي وضعیت ښه انځور وړاندې کوي.
راپور وایي، په وروستیو اوونیو کې د بدخشان جګړو وښودله چې طالبان د شمال د جګړې د جبهې د پیاوړتیا لپاره خپلې تجربهلرونکې قطعې له سوېل څخه لېږدولي، د نویو جنګیالیو د جذب هڅې یې بیا پیل کړې او د جګړې په ډګر کې یې خپل پوځي لومړیتوبونه بدل کړي دي.
د بدخشان جګړې او د طالبانو غبرګون
د راپور په وینا، د جولای په ۱۷مه د طالبانو مخالفې «سپاهي میهن» جبهې، چې ویل کېږي ډېری غړي یې د پخواني افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو سرتېري دي، د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ونیو.
تر دې وروسته، د جولای په ۲۳مه د افغانستان ازادۍ جبهې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو همغږي بریدونه وکړل. راپور ادعا کوي چې د څو ورځنیو نښتو په ترڅ کې د دغې جبهې ځواکونو څو امنیتي پوستې او مهمې سیمې ونیولې او طالبان اړ شول چې له ځینو مورچو شاتګ وکړي.
د راپور د لیکوال په باور، د دغو نښتو پر مهال د طالبانو په لیکو کې د مورال کمزوري کېدل او د پښتنو او غیر پښتنو طالب قوماندانانو ترمنځ اختلافونه هم زیات څرګند شوي دي. راپور ادعا کوي چې دغه اختلافونه یوازې تر پوځي قوماندې محدود نه دي، بلکې د نفوذ، اقتصادي سرچینو او د سرو زرو د کانونو پر کنټرول هم اغېز لري.
د طالبانو د جلبوجذب هڅې کافي نه وې
راپور ادعا کوي چې طالبانو د جګړې د جبران لپاره په خپلو دودیزو جنوبي سیمو کې د نویو جنګیالیو د جذب هڅې پیل کړې، خو د تمې خلاف یې کافي شمېر کسان جذب نه کړل.
د راپور په وینا، د همدې کمښت له امله طالبانو له خپلو پخوانیو متحدو وسلهوالو ډلو څخه د جګړې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د القاعده او نورو ډلو سره د همکارۍ ادعا
د راپور له مخې، د طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر لوړپوړو غړو، د عبدالعزیز حقاني په ګډون، په نورستان کې د القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) او جماعت انصارالله له استازو سره لیدلي دي.
راپور ادعا کوي چې په دغو لیدنو کې د بدخشان په جګړو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره د اضافي جنګیالیو د بسیج پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
د راپور لیکوالان وایي، د طالبانو اړیکې له دغو ډلو نوې نه دي، خو اوس داسې ښکاري چې دا اړیکې د جګړې په ډګر کې په مستقیم ډول د پوځي ملاتړ لپاره کارول کېږي.
افغانستان د څو وسلهوالو ډلو د ګډو عملیاتو په ډګر بدلېږي
د راپور له مخې، د بدخشان وروستي پرمختګونه ښيي چې افغانستان یوازې د وسلهوالو ډلو د پناه ځای نه دی، بلکې ښايي په تدریجي ډول داسې ډګر ته واوړي چې پکې څو جهادي ډلې د یوه ګډ پوځي هدف لپاره همغږي عملیات ترسره کوي.
راپور زیاتوي، که دا بهیر دوام وکړي، افغانستان به یوازې د طالبانو تر واک لاندې هېواد ونه ګڼل شي، بلکې داسې ځای به وبلل شي چې بېلابېلې وسلهوالې ډلې د طالبانو د واک د ساتلو لپاره په ګډه جګړه کوي.
طالبانو تر دې دمه د یاد راپور د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي. خو د یاد راپور لیکوالان ادعا کوي چې د طالبانو وروستي پوځي اقدامات له دغو څرګندونو سره سمون نه لري او د دوی د عملي چلند بله انځور وړاندې کوي.