د سرچینو په وینا، دغه ښځې د هرات ښار د ورېښمو سړک او د خواجه عبدالله انصاري سړک له سیمو څخه نیول شوې دي. د نیول شویو ښځو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف اداره وایي، ښځې په دې ولایت کې د مانتو د اغوستلو اجازه نه لري
مانتو په هرات کې د ښځو ترمنځ د حجاب له عامو ډولونو څخه ګڼل کېږي.
عیني شاهدان وایي، دوی لیدلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په دوو موټرو کې ګڼې نیول شوې ښځې نامعلوم ځای ته لېږدولې. د طالبانو د امر بالمعروف مامورانو د چهارشنبې په ورځ هم د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه پنځه ښځې نیولې وې.
د سرچینو په وینا، دغه ښځې د ۶۴ متره سړک او پل رنګینه سیمې څخه نیول شوې وې.
په هرات کې د ښځو د نیولو پراخ لړۍ د غبرګولي میاشتې له ۱۶مې نېټې پیل شوې ده.
د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، د طالبانو مامورانو د ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه ښځې د مانتو د اغوستلو، د مخ پټولو د نه لرلو، یا د طالبانو د خوښې حجاب د نه مراعتولو په تور ونیولې.
د غبرګولي په ۱۹مه د ښځو نیونې د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو اعتراضونه راوپارول. طالبانو د معترضانو د خپرولو لپاره ډزې وکړې. په دغو اعتراضونو کې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان ووژل شول او له ۲۰ څخه زیات کسان ټپیان شول. همدارنګه یو شمېر معترضان هم ونیول شول.
له دې درې ورځې وروسته، د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون وکړ او د «ښځه، ژوند، ازادي» او «زدهکړه، کار، ازادي» شعارونه یې ورکړل.
طالبانو دغه لاریون هم وپاشه او یو شمېر ګډونوال یې ونیول. سره له دې چې د طالبانو دغه ځپنې په نړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شوې، خو طالبانو بیا هم د دغو نیونو لړۍ بنده نه کړه او لا هم روانه ده.