• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف یو چارواکی له یوې ښځې سره د جنسي اړیکو په تور نیول شوی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هرات د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د ارزونې مسوول مولوي بایزید یون د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی د روانې اوونۍ په لړ کې له یوې ښځې او څلورو نورو کسانو سره یوځای نیول شوی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو نوموړی د روانې اوونۍ په ترڅ کې هرات ښار ته نږدې په یوه باغ کې ونیو. له هغه سره څلور نور کسان او یوه ښځه هم نیول شوي دي.

سرچینې وایي، د دغو کسانو دوسیه د طالبانو محکمو ته سپارل شوې، خو تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې تورنو کسانو لګېدلي تورونه منلي که نه.

مولوي بایزید یون تر دې وړاندې د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو امر و او وروسته د شکایتونو د تحلیل او ارزونې د عمومي مسوول په توګه ګومارل شو.

د سرچینو په وینا، بایزید یون په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف له تر ټولو ځوانو امرانو څخه دی. د دوی په خبره، نوموړي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل پلار د نفوذ له امله دې ادارې ته لاره پیدا کړه. هغه د کندهار اوسېدونکی دی او د طالبانو په ملاتړ او همدارنګه د فقهي موضوعاتو په اړه یې په پښتو، فارسي او اردو ژبو مقالې لیکلې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان هڅه کوي د نوموړي د نیول کېدو خبر رسنیز نه شي، ځکه د دوی په وینا، د داسې یوه لوړپوړي غړي نیول کېدل د دې ادارې لپاره، چې په وروستیو میاشتو کې یې لسګونه ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي پراخ غبرګونونه راپارولای شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو چارواکی د ورته تورونو له امله نیول کېږي. تر دې وړاندې هم د بدخشان په فیض اباد کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی د واده له چوکاټ بهر د اړیکو په تور نیول شوی و. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو څه باندې ۲۰۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور د همدې ډلې په توقیف کې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: اروپايي ټولنه دې د افغانانو جبري ستنول ودروي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو او له طالبانو سره د بېرته منلو په اړه هر ډول همکاري او هڅې سمدستي ودروي. دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د کډوالو د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې د کمېسیون او د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په بروکسل کې د طالبانو د چارواکو وروستۍ ناسته او لیدنه شرمونکې او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او د ټولنې پر نورو وګړو لګول شوې بندیزونه او محدویتونه لا هم دوام لري او په داسې شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ دي.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د جبري ستنولو بیا پیل به د راستنېدونکو ژوند له خطر سره مخ کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې به د اروپايي هېوادونو قانوني مسولیتونه هم تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ستنولو او بېرته منلو په برخه کې له طالبانو سره ټولې همکارۍ ودروي او خپلې راتلونکې اړیکې د بشري حقونو د خوندیتوب پر بنسټ تنظیم کړي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال: ایران د طالبانو پر ضد له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
100%

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ویلي، ایران د طالبانو پر ضد له هېڅ سیاسي او پوځي مخالف جریان څخه ملاتړ نه کوي او د دغې ډلې پر ضد وسله‌واله مبارزه «مقاومت» نه ګڼي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.

سید حسین مرتضوي د یوې خبرې ناستې پر مهال زیاته کړه چې په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم دی او ټول لوري باید د ستونزو د حل لپاره خبرو ته کېني.

نوموړي وویل، ایران په هېڅ کچه او د دغه هېواد هېڅ چارواکي د طالبانو مخالفو جریانونو ته د دې ډلې پر ضد د جګړې لارښوونه نه ده کړې.

مرتوي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ایران د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې د بریدونو د مخنیوي لپاره په خپله خاوره کې د دغې جبهې پر غړو فشارونه زیات کړي دي.

د مقاومت جبهې دوو غړو چې د امنیتي دلایلو له امله یې نومونه نه دي افشا شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایراني چارواکو دغه جبهه د طالبانو پر ضد له جګړې منع کړې ده.

د سرچینو په وینا، ایراني چارواکو د مقاومت جبهې غړو ته خبرداری ورکړی چې: «پر طالبانو ډز، پر موږ د ډز په معانا دی.»

مرتضوي د طالبانو د مخالفو جبهو بریدونو ته په اشاره په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې:««موږ دا هېڅکله مقاومت نه ګڼو. د غزې مقاومت، د لبنان مقاومت او د امریکایانو پر ضد زموږ مبارزه مقاومت دی.» هغه زیاته کړه، دا چې د جګړې له امله یوه افغانه ښځه کونډه او یا یو افغان ماشوم یتیم شي، «مقاومت» نه ګڼل کېږي.

دغه ایراني ډیپلومات پرته له دې چې د طالبانو د مخالفو مشرانو نومونه واخلي وویل: «ځینې دوستان راځي، بلل کېږي، خو خبرې ټولې د یووالي په اړه وي». مرتضوي ټینګار وکړ چې د ایران چارواکو په ټولو غونډو کې د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه وویل، په افغانستان کې «اسلامي دولت» حاکم دی او ټول جریانونه باید له یو بل سره جوړجاړی وکړي او د هېواد ستونزې په ګډه حل کړي.

په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یو شمېر مخالف مشران دا مهال په ایران کې ژوند کوي او یو شمېر نور افغان سیاستوال هم وخت ناوخت دغه هېواد ته سفرونه کوي.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په دې وروستیو کې د ایران په بلنه تهران ته تللي وو او د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و. د طالبانو د اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران په بلنه په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ایران د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د مقاومت جبهې د مشرانو ترمنځ د خبرو کوربه هم پاتې شوی دی. اسماعیل خان ویلي و، نوموړي او احمد مسعود په تهران کې څو ځله له امیرخان متقي سره لیدنې کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي: د سړک جوړونې پروژو ځنډ مو ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
100%

د کندهار اوسېدونکي وایي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې پروژو ورو پرمختګ د چاپېریال ککړتیا او ترافیکي ګڼې ګوڼې یې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړي. بلخوا، قراردادي شرکتونه وایي، د طالبانو له لوري د مالي ژمنو پر وخت نه پوره کېدل د دغو پروژو د ځنډ اصلي لامل دی.

د تېر یوه کال راهیسي د کندهار ښار په بیلابېلو مرکزي او ګڼ مېشتو سیمو کې د طالبانو له خوا د ښاري پراختیا په موخه د سړک جوړوني پروژې پیل شوي دي، خو دا چاري په ډېر ځنډ سره دوام لري. د سړک جوړولو په چارو کې دا ځنډ، د کندهار د مرکزي ناحیو او سیمو چاپېریال ډېر ککړ کړی او د تګ راتګ ځیني اصلي لاري یې تړلي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي جمعه ګل افغانستان انټرنیشنل ته وویل:« د ډنډ څلور لارې څخه تر باغ پل پوري لاره ډېره خرابه ده هري خواته دوړي او خاوري دي، د سړک جوړولو کار یې ډېر په ځنډ سره دی ماشینان ولاړ وي، خو کار نه کوي».

دغه راز د محمد اسلم په نوم په کندهار ښار کې یو ټکسي چلوونکی وايي، د ښار اصلي لاري لکه مدد خان څلور لاری تړلی دی. « په میرویس مېنه کې د لسو دقیقو لار په نیم ساعت هم نه شو پرې کولای، د سړک جوړولو کار دومره ورو دی، ته به وایې هیڅ کار نه کوي».

بلخوا د سړک جوړونکو قراردادي شرکتونو بیا وایي د پروژې په چارو کې د ځنډ اصلي لامل د طالبانو له خوا پر وخت د مالي تعهداتو نه پوره کول دي.

د دوی په وینا، شرکتونه یې د دې وړتیا لري چې پروژې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي، خو کله چې اړوندي ادارې د دوی سره ترسره کړي مالي تعهدات پر خپل ټاکلي وخت پر ځای نه کړي نو دوی هم د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای د سړک چاري په چټکۍ سره پای ته ورسوي.

طالبان: په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې څه باندې ۵۹ زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې څه کم ۶۰ زره کونۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په تورخم کې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولڼې مسول شاکرالله شاکر د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزېون ته ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۵۹۸۳۳ کورنۍ له پاکستان نه راستنې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر څه باندې ۳۲۸ زره کسانو ته رسیږي.

شاکر همدارنګه ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو ته یې د چمتو شویو خوړو ترڅنګ رووغتیايي خدمات او د اوسېدوو اسانتیاوي برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده، او نږدې هره ورځ له بېلابېلو لارو لسګونه کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د بشري خواخوږۍ له مخې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د اوسېدو موده غځوی. نوموړي ویلي چې له دغه هېواد څخه هېڅ قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نه دې ایستل شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اوونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي دي چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ په پاکستان کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوالو د استوګنې موده غځوي.

د هغه په وینا، د بشري ویزو د مودې د غځولو پرېکړه د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په څېر د زیانمنو ډلو د ملاتړ لپاره شوې ده.

اندرابي زیاته کړه، پاکستاني چارواکي اوس‌مهال د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د طرحې په چوکاټ کې د ۸۹ زره افغانانو دوسیې ارزوي. هغه همداراز وویل، هېڅ افغان وګړی چې معتبره ویزه یا د سفر قانوني اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.

پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په بې‌ساري ډول چټک کړی دی. اسلام‌اباد دغه بهیر په څو پړاوونو کې عملي کړی او سلګونه زره افغان کډوال یې ایستلي دي. د افغان کډوالو جبري ستنول او پراخ اخراج د بشري حقونو د بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي. دغو سازمانونو په وار وار ویلي، د افغان پناه غوښتونکو ایستل هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ کوي.