• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې‌پول ډاکټران: پاکستان کې یوې حامله افغانې د پولیسو د نیونې له کبله ماشوم ضایع کړی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۱

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان اعلان کړی چې یوې حاملې افغان کډوالې مېرمن وروسته له هغې ماشوم ضایع کړ چې پاکستاني پولیسو یې پر کور برید وکړ او د هغې خاوند یې ونیوه.

د نجیب په نوم د دغې مېرمنې خاوند د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ته ویلي، چې دی د اوسېدو د قانوني کارت (POR) لرونکی و، خو بیا هم پاکستاني پولیس د ده کور ته ننوتل او دی یې توقیف کړ. نجیب زیاته کړې چې مېرمن یې په درې میاشتنۍ میندوارۍ کې وه او د پولیسو له برید او د ده له نیول کېدو وروسته د سختې وېرې او روحي فشار له امله په خونرېزۍ اخته شوه، چې روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې خپل ماشوم له لاسه ورکړ.

دغه سازمان د زمري په ۷مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو په زور ایستل سمدستي ودروي او هغوی ته روغتیايي خدماتو ته د خوندي لاسرسي زمینه برابره کړي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال تل د نیول کېدو، د کار او عاید د له لاسه ورکولو او په زور د شړلو په وېره کې ژوند کوي. د دغه بنسټ په وینا، د نیول کېدو دغه وېره لامل شوې چې ډېری کډوالې کورنۍ روغتونونو ته د تګ زړه ونه کړي او یا خپل درملنه وځنډوي چې دا چاره د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کوي.

دې ادارې د بلوچستان په کویټه کې د خپل روغتیايي کلینیک د موندنو پر بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو په منځ کې خوارځواکي په بېساري توګه زیاته شوې ده. د راپور له مخې، شاوخوا ۷.۶ سلنه افغان کډوالې ښځې او ماشومان له سختې او ۲۵.۷ سلنه نور له متوسطې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې اصلي لامل یې د کار او عاید د سرچینو له لاسه ورکول دي.

د پناه غوښتونکو د نړیوال بحران په لړ کې، پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۶ زره پورې افغان کډوال په زور شړي او د تورخم په لاره کې د ستنېدونکو کډوالو اوږدې لیکې جوړې شوې دي. د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې زرګونه افغان کډوال له پاکستان او پنجاب ایالت څخه په جبري توګه ایستل کېږي، د بې‌سرحده ډاکټرانو سازمان او عفو نړیوالې ډلې په وار وار پر اسلام‌اباد غږ کړی چې دا لړۍ ودروي او د کډوالو د بشري حقونو درناوی وکړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي د ازبکستان له تجربو په ګټې اخیستو خپل برېښنايي سکټور عصري کړي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت لوړپوړي پلاوي په ازبکستان کې د برېښنايي تجهیزاتو له مهمو تولیدي مرکزونو او ځيرکو برېښنايي سیستمونو څخه لیدنه کړې، څو د برېښنا سکټور د عصري کولو او تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره له نویو تجربو ګټه واخلي.

د افغانستان برېښنا شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددغه ادارې عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د برېښنايي تجهیزاتو له یو شمېر مخکښو تولیدي فابریکو او صنعتي مرکزونو لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لیدنې پر مهال د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو جوړونکو شرکتونو مسولینو د خپلو تولیدي وړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه فابریکې د برېښنا د لېږد او وېش لپاره اړین تجهیزات، لکه د لوړ او منځني ولتاژ کیبلونه، سویچګیرونه، سب‌سټېشن تجهیزات، هوښیار اندازه‌ګیري سیستمونه، د ریلې ساتنې وسایل، کنټرول پینلونه او ترانسفارمرونه د نړیوالو معیارونو له مخې تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي همداراز د تاشکند د ځيرک برېښنايي شبکې (Smart Grid) او د برېښنا د څارنې او کنټرول له دولتي مرکز څخه لیدنه کړې ده. د دغه مرکز مسولینو د برېښنا شبکې د هوښیار مدیریت، د مصرف د انلاین څارنې، د شبکې د بار کنټرول، د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو او د برېښنا د وېش د عصري ټکنالوژۍ په اړه معلومات له پلاوي سره شریک کړي دي.

په خبرپاڼه کې د چرچیک د ترانسفارمر جوړولو فابریکې یادونه هم شوې، چې د ازبکستان له مهمو صنعتي مرکزونو څخه بلل شوې او د بېلابېلو ظرفیتونو برېښنايي ترانسفارمرونه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي چې له دغو تجربو به د افغانستان د برېښنا سکټور د عصري کولو، د تجهیزاتو د کیفیت لوړولو، د هوښیارو برېښنايي سیستمونو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخیستل شي.

د برېښنا شرکت په وینا، د ازبکستان دغه سفر د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ، صنعت او تخنیکي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

فضل احمد معنوي: د ښځو پر سینګار د طالبانو بندیز د اسلامي فقهې خلاف دی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د ښځو پر سینګار او عطر وهلو د طالبانو وروستي بندیزونه په کلکه غندلي او هغه یې د اسلامي فقهې خلاف بللي دي.

ښاغلي معنوي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې اسلام د اعتدال او نص دین دی، نه د شخصي سلیقو او برداشتونو، او هېڅوک باید پر دین خپل شخصي نظرونه ونه تپي.

نوموړي په خپل یادښت کې لیکلي چې هېڅ فرد، بنسټ یا حکومت حق نه لري هغه څه چې خدای او رسول یې مطلق حرام کړي نه دي، د یوې اداري پرېکړې یا فقهي برداشت له مخې حرام اعلان کړي. هغه زیاته کړې چې په اسلامي فقه، په ځانګړې توګه د احنافو په مذهب کې، د مېړه او ښځینه چاپېریال لپاره د مشروع سینګار او د نامحرمو په وړاندې د ځان ښودنې ترمنځ روښانه توپیر شتون لري او دا دوه موضوعګانې باید په لوی لاس یا د ناپوهۍ له امله سره ګډې نه شي.

د عدلیې پخواني وزیر د طالبانو د هغې ادعا په ځواب کې چې «د ناوې سینګار یو ډول فریب دی»، وویل چې د ګډ ژوند د پیل لپاره مشروع سینګار او ښکلا نه په قران کې فریب بلل شوی او نه هم د اسلام سترو فقهاوو داسې ویلي دي. هغه د مالیکي فقهې بېلګه وړاندې کړې چې د ناوې د سینګار د ساتلو لپاره یې په ځانګړو شرایطو کې د تیمم پر جواز بحث کړی، چې دا پخپله د اسلام د سترو فقهاوو په وړاندې د ناوې د سینګار پر مشروعیت دلالت کوي.

د عطر وهلو په اړه معنوي روښانه کړې چې د مېړه یا ښځینه ټولګې لپاره د عطر کارول جایز دي او یوازې د نامحرمو په وړاندې په داسې ډول وتل چې د فتنې لامل شي، منع شوي دي. هغه ټینګار کړی چې د فقیه دنده د خدای د حکم رسول دي، نه د حلال او حرام د دایرې پراخول، او د اخلاقي نصیحت او شرعي حکم ترمنځ د توپیر نه کول به دین په ممنوعیتونو بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د ښځو پر ازادیو د بندیزونو ترڅنګ په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ هم په بې ساري ډول دوام لري. د رسمي ارقامو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې دُرو وهل شوي چې یوازې په تېره اونۍ کې د دغو کسانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېده. په دغو سزاګانو کې د زابل او بلخ ولایتونو اوسېدونکي شامل دي چې د زنا، غلا، مسکراتو او موسیقۍ په تورونو د طالبانو له خوا په عام محضر کې مجازات شوي، هغه څه چې نړیوال سازمانونه یې د بشري حقونو سخت نقض بولي.

طالبانو په شپږو ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د ناڅاپي سېلابونو د ګواښ خبرداری ورکړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبرداری ورکړی چې د زمري له ۸مې تر ۱۴مې پورې د افغانستان په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته. ادارې همداراز ویلي، په یو شمېر ولایتونو کې به د تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله لوړه وي.

دغه ادارې د افغانستان د خطرونو په اړه په خپلې اوونیزې وړاندوینې کې ویلي، چې د زمري له ۸مې تر ۱۴مې نېټې پورې د هېواد په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو خطر شته.

د ادارې د خبرپاڼې له مخې، د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا په غرنیو سیمو او ځینو نورو سیمو کې، د وروستیو ورښتونو او د راتلونکو احتمالي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود دی. د وړاندوینې له مخې، په یادو سیمو کې به د اعتبار مودې پر مهال له ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې باران وشي.

ادارې همداراز ویلي، چې د تېرو ۳۰ ورځو د بارانونو له امله په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د وچکالۍ او غیرعادي وچوالي وضعیت ښه شوی او د غیرعادي وچوالي حالت له منځه تللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې به د افغانستان په شمالي، شمال‌ختیځو، مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د اوونیزې منځنۍ اعظمي تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله له یو تر څلورو سانتي‌ګرادو لوړه وي او په شمالي او سوېلي سیمو کې به اعظمي تودوخه له ۴۰ تر ۴۵ سانتي‌ګرادو پورې ورسېږي.

ادارې یادونه کړې چې په دې وړاندوینه کې یوازې هغه هوايي وضعیتونه شامل دي چې د خطر د رامنځته کېدو احتمال لري او عادي ورښتونه او عادي تودوخه پکې نه ده شامله.

داعـ. ـش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د وژنې مسوولیت ومانه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
100%

د داعـ. ـش ډلې د خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی وسله‌والو د فیض‌اباد پر لاره پر امیري برید کړی و او هغه یې له یوه ساتونکي سره وژلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د «سایټ» په نوم د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څارونکې ادارې ویلي چې داعش د یوې بیانیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د تېرې سې‌شنبې په ورځ ذبیح‌الله امیري د فیض‌اباد ښار پر لاره په نښه کړی او له خپل یوه ساتونکي سره یې وژلی دی.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د دغه برید پخلی کړی دی. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، دوو موټرسایکل سپرو بریدګرو د فیض‌اباد - بهارک پر لاره پر ذبیح‌الله امیري ډزې کړې دي. د طالبانو مسوولینو زیاته کړې چې په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او بل یې په ژوندي توګه نیول شوی دی. ذبیح‌الله امیري د هلمند لپاره د طالبانو د والي امان‌الدین منصور خورېی و.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې طالبان په هېواد کې د بشپړ امنیت د تامین ادعا کوي، خو د داعش خراسان څانګې بریدونه لا هم د هغوی دغه ادعاګانې ننګوي. د روان کال د جنوري په میاشت کې هم دغې ډلې په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د برید مسوولیت منلی و، چې په کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول. دغه راز داعش د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په کابل کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و چې په پایله کې یې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو.

تر دې وړاندې هم د طالبانو څو نور جګپوړي چارواکي، په شمول په بلخ کې د دغې ډلې د والي او په بدخشان کې د امنیې قوماندان په ګډون، په داسې بریدونو کې وژل شوي چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و. په بدخشان کې د طالبانو پر دغه چارواکي برید په داسې حال کې کېږي چې د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د نورو مخالفه وسله والو ډلو بریدونه هم زیات شوي دي، چې په یوه تازه پېښه کې په فیض‌اباد کې د طالبانو یوه پوسته تر راکټي برید لاندې راغلې وه.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې په داسې حال کې د داعش او نورو ډلو بریدونه دوام لري چې د طالبانو مشرتابه په دولتي جوړښتونو کې یې پراخې امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

مقاومت جبهه: په بدخشان کې مو دوو طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ویلي چې د دوی ځواکونو د بدخشان ولایت په ارګو–کشم دوه‌لارې سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې تاکتیکي برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د مقاومت جبهې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو تېره شپه (چهارشنبه، د اسد ۷مه) د بدخشان ولایت د ارګو–کشم دوه‌لارې په «باغ‌شاه» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې تاکتیکي عملیات ترسره کړل.

د خبرپاڼې له مخې، دغه برید د شپې شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شوی چې په ترڅ کې یې «یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی» دی.

مقاومت جبهې ویلي، د عملیاتو له بشپړېدو وروسته یې ځواکونه خپلو سنګرونو ته بېرته ستانه شوي او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

جبهې زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د طالبانو پر وړاندې خپل هدفمندو بریدونو دوام ورکړي.

تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او د خپلواکو سرچینو له لوري هم د دې ادعا پخلی نه دی شوی.