• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د حج، وقف او زکات د سیستمونو په برخه کې له مالیزیا د همکاریو غوښتنه کړې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

په مالیزیا کې د طالبانو سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت له مرستیالې مرحمه بنت روسلي سره په لیدنه کې د حج، وقف او زکات د سیستمونو او اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې احمدي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ، په ځانګړي ډول د اسلامي بانکدارۍ، حج، وقف او زکات د سیستمونو په برخه کې د مالیزیا د همکاریو غوښتنه کړې.

هغه همدارنګه په مالیزیا کې د نړیوالو اسلامي پروګرامونو په برخه کې د افغانستان د استازولۍ او حضور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

د سفارت د معلوماتو له مخې د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت مرستیالې مرحمه بنت روسلي په هغو برخو کې چې د طالبانو له لوري وړاندیز شوې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

په بدخشان کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو د یفتل پاین ولسوالۍ اووه اوسېدونکي د سپاهی میهن سره د همکارۍ او د هغوی د حرکتونو په اړه د پوهېدو ا په تور نیولي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د یفتل پاین ولسوالۍ د مرکز او کلیو د کنټرول مسولیت د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوی او هغوې د شپې له خوا د خلکو کورونه پلټي. د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو د ځواکونو دروند حضور او دوامدارې پلټنې د خلکو ارامي اخیستې او د سیمې اوسېدونکي له پراخ ځورونې سره مخ دي.

باوري سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې او چارشنبې په ورځو کې د یفتل پاین لږ تر لږه اووه اوسېدونکي د «سپاهی میهن» له تحرکاتو سره د همکارۍ او د هغوی د پلانونو په اړه د پوهېدو په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، طالبان دغه کسان فیض‌اباد ښار ته لېږدولي او د استخباراتو ریاست په توقیف‌خونه کې یې ساتي.

په ورته مهال ځايي سرچینې وايي، تېره شپه د فیض‌اباد ښار اړوند د ارګو دوراهي په سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د راکټونو بریدونه شوې دي. د سرچینو په وینا، دغه پوسته چې د بدخشان پوهنتون مخې ته موقعیت لري، له راکټي برید وروسته پرله‌پسې ډزې هم وشوې. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ځايي چارواکو هم د وروستیو نیونو او د فیض‌اباد د برید په اړه څه نه دي ویلي.

همدارنګه په زیباک ولسوالۍ کې سرچینې وايي، د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې لا هم په پراکنده ډول روانې دي. د سرچینو په وینا، طالبانو دې ولسوالۍ ته ګڼ شمېر ځواکونه استولي دي.

طالبان: هېچا ته به د افغانانو د انساني قاچاق اجازه ورنه کړو

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د انساني قاچاق پر ضد مبارزه روانه ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغان وګړي د قاچاق ښکار کړي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم عملي اقدامات شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند عبدامتین قانع ویلي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستو او انساني قاچاق په اړه هم اندېښنه لري خو په وینا یې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړې د طالبانو د مشر د فرمان له مخې به د ټولو اړوندو ادارو په همغږۍ د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.

دا په داسی حال کې ده چې د طالبانو د وروستویو معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې په نیمروز ولایت کې ۹۴۰ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

بېکاري، اقتصادي ستونزې، امنیتي وضعیت او پر ځینو برخو محدودیتونه هغه مهم عوامل دي چې لا هم هره ورځ ګڼ افغانان اړ باسي په ناقانونه لارو له هېواده ووځي. په ورته وخت کې، د ایران او طالبانو ترمنځ د سرحدي همکارۍ له زیاتېدو سره، په وروستیو میاشتو کې د ناقانونه کډوالو او د انساني قاچاق په تړاو د نیونو شمېر هم لوړ شوی دی.

طالبان د برېتانیا له استازي سره په لیدنه کې: په تېزه لهجه او دوښمنۍ ستونزې نه حل کېږي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي له مرستیال ایډ هډلي سره په لیدنه کې ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعلقات په تګ‌راتګ لا پیاوړي کېږي. نوموړي‌ زیاته کړې: «په تېزه لهجه او دښمنۍ ستونزې نه حل کېږي».

د طالبانو دغه چارواکي یو ځل بیا ویلي، چې له ټولو هېوادونو سره متقابلې او ښې اړیکې غواړي. هغه زیاته کړې: «موږ خپل مسوولیت په سالم ډول ادا کوو. له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې او مثبت تعاملات غواړو».

د طالبانو په خبرپاڼه کې د برېتانیا د استازي په حواله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د راتلونکو درېیو کلونو لپاره درې مېلیارده افغانۍ بشري مرستې ځانکړې کړې دي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړې او دا یې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو لپاره ګټور ګام وباله.

طالبانو یو ځل بیا له بشري‌ مرستندویه ادارو د هکمارۍ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوو؛ ترڅو مرستې په روڼتیا او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي».

په یاده لیدنه کې طالب استازي د ستونزو د حل په برخه کې په دومداره تګ‌راتګ او د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱
100%

د طالبانو مشر ملاهبت الله په تازه ټاکنو کې د کندهار د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د څار او نظارت رییس روزي خان شیباني د پکتیکا پوهنتون مشر ټاکلی دی. طالبانو د خپلې ادارې د معینیتونو او ولایتي ادارو په برخو کې ۲۱ نوې ټاکنې اعلان کړې او ټول یې خپل پخواني ملګري ادل بدل کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې د هغو ۲۱ بستونو نوملړ خپور کړی، چې تازه تغیر او تبدیل شوي دي. په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېرې ټاکنې د کانونو، مالیې وزارتونو او قضايي ادارو په برخو کې شوې دي.

په یادو ټاکنو کې د طالبانو د مرکزي دار الافتاء مخکېنی عمومي رییس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف وزارت د نظامي امر بالمعروف د معین، د دغه ډلې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مخکېنی مسلکي مرستیال نعمت‌ﷲ حسن د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مخکېنی معین محمداسحاق صاحب‌زاده د کانونو وزارت د مالي او اداري معین او د دغه ډلې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکېنی معین عبدالمتین سعید د کانونو وزارت د جیولوژي سروې معین په توګه ټاکلي دي.

همدارنګه طالبانو د دولتي شرکت د پالیسۍ، څار او ارزونې مخکېنی مرستیال مولوي محمودشاه زاهد؛ د کانونو وزارت د تخنیکي معین او د چارو ادارې لوی ریاست د دولتي چارو د انسجام مخکېنی مرستیال مولوي سیف الدین تایب؛ د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکلي‌ دي.

د هبت الله اخوندزاده په نویو تاکنو کې د دغه ډلې د کندهار د ټولګټو مخکېنی رییس عزیزالرحمان شریف؛ د کانونو وزارت د تېلو او ګازو عملیاتي شرکت د رییس، د کندهار ولایت مخکېنی مرستیال والي ملامحمد صادق انقلابي؛ د کانونو وزارت د کانونو د ساتنې رییس په توګه ټاکلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته تر دې مهاله د خپلې ادارې بدلونونه او ګومارنې د یادې ډلې غړو، دیني عالمانو او خپلو وفادارو کسانو ترمنځ شوې دي.

نیوکه کوونکي او یوشمېر سیاسي څېرې وايي، د طالبانو په ګومارنو کې د مسلکي وړتیا، اداري تجربې او شفاف رقابت پر ځای د ډلې وفادارۍ او ایډیالوژیک تړاو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د دوی په باور؛ دې چارې د دولتي ادارو پر اغېزمنتیا او د طبیعي سرچینو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو پر مدیریت منفي اغېز کړی دی.

طالبانو بیا تل ویلي، چې خپلې ګومارنې د باور، وړتیا او اړتیا له مخې ترسره کوي او ادعا کوي چې د هېواد د ادارو د ښه مدیریت او د فساد د مخنیوي لپاره یې لازم اصلاحات کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان په اړه په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر ښځینه کارکوونکو سخت محدودیتونه، د بودجې کمښت او د هم‌مهاله ناورینونو فشار د افغان مېرمنو او ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د ښځینه روغتیایي کارکوونکو پر تګ‌راتګ، زده‌کړو او فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د ټولنې په کچه روغتیایي خدمتونه، پر ناروغیو څار او د وبا په وړاندې غبرګون په جدي توګه ګډوډ کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو سخت کمښت په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د ښځو او ماشومانو حیاتي پاملرنې ته لاسرسی هم په جدي توګه کمزوری کړی دی.
د روغتیايي مرکزونو تړل
په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې د روغتیا سکتور لپاره یوه بله لویه ننګونه د بودجې سخت کمښت و چې د بشري اړتیاوو پلان لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۴۵.۳ سلنه ترلاسه شوې ده. د بودجې کمښت له امله ۲۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې د ۲۹۴زره خلکو لپاره یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړ.

100%

پر کمزوري روغتیایي سیسټم د هم‌مهاله ناورینونو فشار
د بودجې محدودیتونو او کمښت سربېره د زلزلو، وچکالۍ، سېلابونو، د ناروغیو خپرېدو او له ایران او پاکستان نه تر ۲.۷ مېلیونه د زیاتو کډوالو ستنېدو د افغانستان پر کمزوري روغتیایي سیسټم فشار راوړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سختو او لرو پرتو سیمو کې د خدمتونو وړاندې کول او د روغتیایي وضعیت څار په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې له جدي خنډونو سره مخ شوي دي.
د ځانګړو پروګرامونو لپاره اداري ځنډ او خنډ
د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښیي، چې د پروژې د تصویب اوږدې پروسې او د روغتیا او خوراکي توکو د رسولو لړۍ کې ځنډ (د لوړو ترانسپورتي لګښتونو او ناوخته فیسونو له امله) د خدمتونو رسولو لړۍ سوکه کړې ده.
د ځانګړو پروګرامونو په برخه کې د کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونو بندیز، د واکسیناسیون تت پوښښ او د واکسین کارتونو د وېش په برخه کې د اداري ننګونو له امله د ټولنې بې‌غوري د پولیو او نورو ناروغیو ګواښ زیات کړی دی.

100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، که څه هم په ۲۰۲۵کال کې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې حیاتي خدمتونه وړاندې شي؛ خو د دغه خدمتونو د دوام لپاره د ښځینه کارکوونکو په اړه د محدودیتونه لرې کول او د دوامداره تمویل چمتو کول اړین دي.