بښنې نړیوال سازمان له اروپايي اتحادیې وغوښتل افغانستان ته د افغانانو د ستنولو هڅې ودروي

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي کمېسیون او طالبانو ترمنځ د وروستۍ ناستې له امله اندېښنه ښودلې او له اروپايي اتحادیې او غړو هېوادونو یې غوښتي چې افغانستان ته د خلکو د ستنولو هڅې ودروي، ځکه د دغه سازمان په وینا، افغانستان لا هم د خوندي راستنېدو لپاره مناسب ځای نه دی.
