طالبان: په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې څه باندې ۵۹ زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې څه کم ۶۰ زره کونۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې څه کم ۶۰ زره کونۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په تورخم کې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولڼې مسول شاکرالله شاکر د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزېون ته ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۵۹۸۳۳ کورنۍ له پاکستان نه راستنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر څه باندې ۳۲۸ زره کسانو ته رسیږي.
شاکر همدارنګه ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو ته یې د چمتو شویو خوړو ترڅنګ رووغتیايي خدمات او د اوسېدوو اسانتیاوي برابرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده، او نږدې هره ورځ له بېلابېلو لارو لسګونه کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د بشري خواخوږۍ له مخې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د اوسېدو موده غځوی. نوموړي ویلي چې له دغه هېواد څخه هېڅ قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نه دې ایستل شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اوونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي دي چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ په پاکستان کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوالو د استوګنې موده غځوي.
د هغه په وینا، د بشري ویزو د مودې د غځولو پرېکړه د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په څېر د زیانمنو ډلو د ملاتړ لپاره شوې ده.
اندرابي زیاته کړه، پاکستاني چارواکي اوسمهال د بېاسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د طرحې په چوکاټ کې د ۸۹ زره افغانانو دوسیې ارزوي. هغه همداراز وویل، هېڅ افغان وګړی چې معتبره ویزه یا د سفر قانوني اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.
پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په بېساري ډول چټک کړی دی. اسلاماباد دغه بهیر په څو پړاوونو کې عملي کړی او سلګونه زره افغان کډوال یې ایستلي دي. د افغان کډوالو جبري ستنول او پراخ اخراج د بشري حقونو د بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي. دغو سازمانونو په وار وار ویلي، د افغان پناه غوښتونکو ایستل هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ کوي.
په مالیزیا کې د طالبانو سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت له مرستیالې مرحمه بنت روسلي سره په لیدنه کې د حج، وقف او زکات د سیستمونو او اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
په مالیزیا کې د طالبانو سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې احمدي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ، په ځانګړي ډول د اسلامي بانکدارۍ، حج، وقف او زکات د سیستمونو په برخه کې د مالیزیا د همکاریو غوښتنه کړې.
هغه همدارنګه په مالیزیا کې د نړیوالو اسلامي پروګرامونو په برخه کې د افغانستان د استازولۍ او حضور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د سفارت د معلوماتو له مخې د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت مرستیالې مرحمه بنت روسلي په هغو برخو کې چې د طالبانو له لوري وړاندیز شوې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په بدخشان کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو د یفتل پاین ولسوالۍ اووه اوسېدونکي د سپاهی میهن سره د همکارۍ او د هغوی د حرکتونو په اړه د پوهېدو ا په تور نیولي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د یفتل پاین ولسوالۍ د مرکز او کلیو د کنټرول مسولیت د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوی او هغوې د شپې له خوا د خلکو کورونه پلټي. د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو د ځواکونو دروند حضور او دوامدارې پلټنې د خلکو ارامي اخیستې او د سیمې اوسېدونکي له پراخ ځورونې سره مخ دي.
باوري سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د روانې اوونۍ د سېشنبې او چارشنبې په ورځو کې د یفتل پاین لږ تر لږه اووه اوسېدونکي د «سپاهی میهن» له تحرکاتو سره د همکارۍ او د هغوی د پلانونو په اړه د پوهېدو په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، طالبان دغه کسان فیضاباد ښار ته لېږدولي او د استخباراتو ریاست په توقیفخونه کې یې ساتي.
په ورته مهال ځايي سرچینې وايي، تېره شپه د فیضاباد ښار اړوند د ارګو دوراهي په سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته د راکټونو بریدونه شوې دي. د سرچینو په وینا، دغه پوسته چې د بدخشان پوهنتون مخې ته موقعیت لري، له راکټي برید وروسته پرلهپسې ډزې هم وشوې. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ځايي چارواکو هم د وروستیو نیونو او د فیضاباد د برید په اړه څه نه دي ویلي.
همدارنګه په زیباک ولسوالۍ کې سرچینې وايي، د طالبانو او د ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې لا هم په پراکنده ډول روانې دي. د سرچینو په وینا، طالبانو دې ولسوالۍ ته ګڼ شمېر ځواکونه استولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د انساني قاچاق پر ضد مبارزه روانه ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغان وګړي د قاچاق ښکار کړي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم عملي اقدامات شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند عبدامتین قانع ویلي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستو او انساني قاچاق په اړه هم اندېښنه لري خو په وینا یې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي.
هغه زیاته کړې د طالبانو د مشر د فرمان له مخې به د ټولو اړوندو ادارو په همغږۍ د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.
دا په داسی حال کې ده چې د طالبانو د وروستویو معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې په نیمروز ولایت کې ۹۴۰ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه لارو له هېواده ووځي.
بېکاري، اقتصادي ستونزې، امنیتي وضعیت او پر ځینو برخو محدودیتونه هغه مهم عوامل دي چې لا هم هره ورځ ګڼ افغانان اړ باسي په ناقانونه لارو له هېواده ووځي. په ورته وخت کې، د ایران او طالبانو ترمنځ د سرحدي همکارۍ له زیاتېدو سره، په وروستیو میاشتو کې د ناقانونه کډوالو او د انساني قاچاق په تړاو د نیونو شمېر هم لوړ شوی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي له مرستیال ایډ هډلي سره په لیدنه کې ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعلقات په تګراتګ لا پیاوړي کېږي. نوموړي زیاته کړې: «په تېزه لهجه او دښمنۍ ستونزې نه حل کېږي».
د طالبانو دغه چارواکي یو ځل بیا ویلي، چې له ټولو هېوادونو سره متقابلې او ښې اړیکې غواړي. هغه زیاته کړې: «موږ خپل مسوولیت په سالم ډول ادا کوو. له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې او مثبت تعاملات غواړو».
د طالبانو په خبرپاڼه کې د برېتانیا د استازي په حواله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د راتلونکو درېیو کلونو لپاره درې مېلیارده افغانۍ بشري مرستې ځانکړې کړې دي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړې او دا یې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو لپاره ګټور ګام وباله.
طالبانو یو ځل بیا له بشري مرستندویه ادارو د هکمارۍ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوو؛ ترڅو مرستې په روڼتیا او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي».
په یاده لیدنه کې طالب استازي د ستونزو د حل په برخه کې په دومداره تګراتګ او د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.