• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
چاپیریال

طالبانو په شپږو ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د ناڅاپي سېلابونو د ګواښ خبرداری ورکړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبرداری ورکړی چې د زمري له ۸مې تر ۱۴مې پورې د افغانستان په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته. ادارې همداراز ویلي، په یو شمېر ولایتونو کې به د تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله لوړه وي.

دغه ادارې د افغانستان د خطرونو په اړه په خپلې اوونیزې وړاندوینې کې ویلي، چې د زمري له ۸مې تر ۱۴مې نېټې پورې د هېواد په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو خطر شته.

د ادارې د خبرپاڼې له مخې، د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا په غرنیو سیمو او ځینو نورو سیمو کې، د وروستیو ورښتونو او د راتلونکو احتمالي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود دی. د وړاندوینې له مخې، په یادو سیمو کې به د اعتبار مودې پر مهال له ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې باران وشي.

ادارې همداراز ویلي، چې د تېرو ۳۰ ورځو د بارانونو له امله په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د وچکالۍ او غیرعادي وچوالي وضعیت ښه شوی او د غیرعادي وچوالي حالت له منځه تللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې به د افغانستان په شمالي، شمال‌ختیځو، مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د اوونیزې منځنۍ اعظمي تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله له یو تر څلورو سانتي‌ګرادو لوړه وي او په شمالي او سوېلي سیمو کې به اعظمي تودوخه له ۴۰ تر ۴۵ سانتي‌ګرادو پورې ورسېږي.

ادارې یادونه کړې چې په دې وړاندوینه کې یوازې هغه هوايي وضعیتونه شامل دي چې د خطر د رامنځته کېدو احتمال لري او عادي ورښتونه او عادي تودوخه پکې نه ده شامله.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

داعـ. ـش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د وژنې مسوولیت ومانه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
100%

د داعـ. ـش ډلې د خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌الله امیري د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی وسله‌والو د فیض‌اباد پر لاره پر امیري برید کړی و او هغه یې له یوه ساتونکي سره وژلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د «سایټ» په نوم د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څارونکې ادارې ویلي چې داعش د یوې بیانیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د تېرې سې‌شنبې په ورځ ذبیح‌الله امیري د فیض‌اباد ښار پر لاره په نښه کړی او له خپل یوه ساتونکي سره یې وژلی دی.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د دغه برید پخلی کړی دی. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، دوو موټرسایکل سپرو بریدګرو د فیض‌اباد - بهارک پر لاره پر ذبیح‌الله امیري ډزې کړې دي. د طالبانو مسوولینو زیاته کړې چې په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او بل یې په ژوندي توګه نیول شوی دی. ذبیح‌الله امیري د هلمند لپاره د طالبانو د والي امان‌الدین منصور خورېی و.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې طالبان په هېواد کې د بشپړ امنیت د تامین ادعا کوي، خو د داعش خراسان څانګې بریدونه لا هم د هغوی دغه ادعاګانې ننګوي. د روان کال د جنوري په میاشت کې هم دغې ډلې په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د برید مسوولیت منلی و، چې په کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول. دغه راز داعش د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په کابل کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و چې په پایله کې یې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو.

تر دې وړاندې هم د طالبانو څو نور جګپوړي چارواکي، په شمول په بلخ کې د دغې ډلې د والي او په بدخشان کې د امنیې قوماندان په ګډون، په داسې بریدونو کې وژل شوي چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و. په بدخشان کې د طالبانو پر دغه چارواکي برید په داسې حال کې کېږي چې د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د نورو مخالفه وسله والو ډلو بریدونه هم زیات شوي دي، چې په یوه تازه پېښه کې په فیض‌اباد کې د طالبانو یوه پوسته تر راکټي برید لاندې راغلې وه.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې په داسې حال کې د داعش او نورو ډلو بریدونه دوام لري چې د طالبانو مشرتابه په دولتي جوړښتونو کې یې پراخې امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

مقاومت جبهه: په بدخشان کې مو دوو طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ویلي چې د دوی ځواکونو د بدخشان ولایت په ارګو–کشم دوه‌لارې سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې تاکتیکي برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د مقاومت جبهې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو تېره شپه (چهارشنبه، د اسد ۷مه) د بدخشان ولایت د ارګو–کشم دوه‌لارې په «باغ‌شاه» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې تاکتیکي عملیات ترسره کړل.

د خبرپاڼې له مخې، دغه برید د شپې شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شوی چې په ترڅ کې یې «یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی» دی.

مقاومت جبهې ویلي، د عملیاتو له بشپړېدو وروسته یې ځواکونه خپلو سنګرونو ته بېرته ستانه شوي او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

جبهې زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د طالبانو پر وړاندې خپل هدفمندو بریدونو دوام ورکړي.

تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او د خپلواکو سرچینو له لوري هم د دې ادعا پخلی نه دی شوی.

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف یو چارواکی له یوې ښځې سره د جنسي اړیکو په تور نیول شوی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هرات د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د ارزونې مسوول مولوي بایزید یون د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی د روانې اوونۍ په لړ کې له یوې ښځې او څلورو نورو کسانو سره یوځای نیول شوی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو نوموړی د روانې اوونۍ په ترڅ کې هرات ښار ته نږدې په یوه باغ کې ونیو. له هغه سره څلور نور کسان او یوه ښځه هم نیول شوي دي.

سرچینې وایي، د دغو کسانو دوسیه د طالبانو محکمو ته سپارل شوې، خو تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې تورنو کسانو لګېدلي تورونه منلي که نه.

مولوي بایزید یون تر دې وړاندې د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو امر و او وروسته د شکایتونو د تحلیل او ارزونې د عمومي مسوول په توګه ګومارل شو.

د سرچینو په وینا، بایزید یون په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف له تر ټولو ځوانو امرانو څخه دی. د دوی په خبره، نوموړي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل پلار د نفوذ له امله دې ادارې ته لاره پیدا کړه. هغه د کندهار اوسېدونکی دی او د طالبانو په ملاتړ او همدارنګه د فقهي موضوعاتو په اړه یې په پښتو، فارسي او اردو ژبو مقالې لیکلې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان هڅه کوي د نوموړي د نیول کېدو خبر رسنیز نه شي، ځکه د دوی په وینا، د داسې یوه لوړپوړي غړي نیول کېدل د دې ادارې لپاره، چې په وروستیو میاشتو کې یې لسګونه ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي پراخ غبرګونونه راپارولای شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو چارواکی د ورته تورونو له امله نیول کېږي. تر دې وړاندې هم د بدخشان په فیض اباد کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی د واده له چوکاټ بهر د اړیکو په تور نیول شوی و. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو څه باندې ۲۰۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور د همدې ډلې په توقیف کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان: اروپايي ټولنه دې د افغانانو جبري ستنول ودروي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو او له طالبانو سره د بېرته منلو په اړه هر ډول همکاري او هڅې سمدستي ودروي. دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د کډوالو د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې د کمېسیون او د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په بروکسل کې د طالبانو د چارواکو وروستۍ ناسته او لیدنه شرمونکې او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او د ټولنې پر نورو وګړو لګول شوې بندیزونه او محدویتونه لا هم دوام لري او په داسې شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ دي.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د جبري ستنولو بیا پیل به د راستنېدونکو ژوند له خطر سره مخ کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې به د اروپايي هېوادونو قانوني مسولیتونه هم تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ستنولو او بېرته منلو په برخه کې له طالبانو سره ټولې همکارۍ ودروي او خپلې راتلونکې اړیکې د بشري حقونو د خوندیتوب پر بنسټ تنظیم کړي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال: ایران د طالبانو پر ضد له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
100%

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ویلي، ایران د طالبانو پر ضد له هېڅ سیاسي او پوځي مخالف جریان څخه ملاتړ نه کوي او د دغې ډلې پر ضد وسله‌واله مبارزه «مقاومت» نه ګڼي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.

سید حسین مرتضوي د یوې خبرې ناستې پر مهال زیاته کړه چې په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم دی او ټول لوري باید د ستونزو د حل لپاره خبرو ته کېني.

نوموړي وویل، ایران په هېڅ کچه او د دغه هېواد هېڅ چارواکي د طالبانو مخالفو جریانونو ته د دې ډلې پر ضد د جګړې لارښوونه نه ده کړې.

مرتوي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ایران د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې د بریدونو د مخنیوي لپاره په خپله خاوره کې د دغې جبهې پر غړو فشارونه زیات کړي دي.

د مقاومت جبهې دوو غړو چې د امنیتي دلایلو له امله یې نومونه نه دي افشا شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایراني چارواکو دغه جبهه د طالبانو پر ضد له جګړې منع کړې ده.

د سرچینو په وینا، ایراني چارواکو د مقاومت جبهې غړو ته خبرداری ورکړی چې: «پر طالبانو ډز، پر موږ د ډز په معانا دی.»

مرتضوي د طالبانو د مخالفو جبهو بریدونو ته په اشاره په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې:««موږ دا هېڅکله مقاومت نه ګڼو. د غزې مقاومت، د لبنان مقاومت او د امریکایانو پر ضد زموږ مبارزه مقاومت دی.» هغه زیاته کړه، دا چې د جګړې له امله یوه افغانه ښځه کونډه او یا یو افغان ماشوم یتیم شي، «مقاومت» نه ګڼل کېږي.

دغه ایراني ډیپلومات پرته له دې چې د طالبانو د مخالفو مشرانو نومونه واخلي وویل: «ځینې دوستان راځي، بلل کېږي، خو خبرې ټولې د یووالي په اړه وي». مرتضوي ټینګار وکړ چې د ایران چارواکو په ټولو غونډو کې د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه وویل، په افغانستان کې «اسلامي دولت» حاکم دی او ټول جریانونه باید له یو بل سره جوړجاړی وکړي او د هېواد ستونزې په ګډه حل کړي.

په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یو شمېر مخالف مشران دا مهال په ایران کې ژوند کوي او یو شمېر نور افغان سیاستوال هم وخت ناوخت دغه هېواد ته سفرونه کوي.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په دې وروستیو کې د ایران په بلنه تهران ته تللي وو او د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و. د طالبانو د اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران په بلنه په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ایران د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د مقاومت جبهې د مشرانو ترمنځ د خبرو کوربه هم پاتې شوی دی. اسماعیل خان ویلي و، نوموړي او احمد مسعود په تهران کې څو ځله له امیرخان متقي سره لیدنې کړې دي.