• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سرچینې: طالبان د وضعیت د کنټرول لپاره د هلمند والي امان الدین منصور د بدخشان والي ټاکي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به د طالبانو د هلمند اوسنی والي مولوي امان الدین امان منصور د بدخشان د والي په توګه اعلان شي. د سرچینو په وینا، «دغه پرېکړه د بدخشان د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته شوې». طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره امان الدین منصور د بدخشان والي په توګه کار پیل کړ او له هغه وروسته نوموړی د طالبانو د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان و.

مولوي امان‌الدین منصور د جمهوري نظام پر ضد د جګړې پر مهال هم د طالبانو د بدخشان والي او نظامي قوماندان و.

هغه د بدخشان په نسي، مایمي، کوف‌اب، جرم، راغستان، ارغنجخواه، یفتل، وردوج، شهر بزرگ او بهارک سیمو کې نظامي فعالیتونه کول.

منصور په روان کال کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله له خوا د هلمند والي په توګه وګومارل شو.

د معلومانو له مخې، د بدخشان وژل شوی د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري د امان الدین منصور خوریی و، چې داعش خراسان یې د وژلو مسوولیت پرغاړه واخېست.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د بدخشان له اوسني والي مولوي اسماعیل غزنوي څخه بدخشاني طالبان ناراضه دي او د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره په دغه ولایت کې د بدخشي طالبانو د ځای پر ځای کېدو پلویان دي.

امان الدین منصور په بدخشي طالب چارواکو کې یو ځواکمن شخص یادیږي.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې امان‌الدین منصور په بدخشان کې په یوې دستار بندۍ کې خبرداری ورکړی و، چې که کوم مخالف پیدا شي، نو غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو ډلو په ځانګړي ډول د داعش خراسان له لوري ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ترور کېدو، ددې ډلې په منځ کې ګڼې امنیتي اندېښنې پیدا کړې دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

•
•
•

نور کیسې

پنیټا: امریکا له ایران سره د افغانستان او عراق په څېر«نه ګټل کېدونکې جګړه» کې ښکېله شوې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۱
100%

د امریکا د دفاع پخواني وزیر لېون پنیټا خبرداری ورکړی چې امریکا له ایران سره په داسې جګړه کې ښکېله شوې چې دده په وینا، «ګټل یې ستونزمن دي» او دا شخړه ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر وغځیږي.

پنیټا د تهران پر ضد وروستیو «درنو بریدونو» او د مقابل لوري بریدونو ته په اشارې وویل چې امریکا ډېری وخت داسې جګړو ته داخله شوې چې یوازې یې سرچینې کمزورې کړې دي.

هغه روان پوځي عملیات د عراق او افغانستان له جګړو سره پرتله کړل.

هغه له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې وویل: «زما په اند موږ په داسې نه ګټل کېدونکې جګړه کې بند پاتې یو چې د نورو جګړو په څېر به دوام وکړي، پرته له دې چې کومه قناعت‌بښونکې پایله ولري».

پنیټا زیاته کړه: «په ۲۱مه پېړۍ کې امریکا بیا بیا ځان په داسې جګړو کې موندلی چې نه ګټل کېږي. که هغه عراق وي، افغانستان وي او که ایران. دا جګړې په پای کې امریکا ستړې کوي، اقتصاد ته زیان رسوي او تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ په نظر کې یې کمزورې ښکاره کوي».

پنیټا، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې یې دنده ترسره کړې، په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژنې عملیاتو څارنه هم کړې وه.

هغه وویل، تاریخ ښيي چې امریکا باید په منځني ختیځ کې په یوې بلې بې پایلې او اوږدمهالې جګړې کې له ښکېلتیا ځان وساتي.

د امریکا د ده هېل رسنۍ په وینا، د ایران او امریکا روانه جګړه چې اوس یې شپږمه میاشت ده، د امریکا د حکومت لپاره ستونزې زیاتې کړې دي. د هرمز تنګي تړل کېدو، چې د نړۍ د تېلو د نږدې پنځمې برخې د لېږد مهمه لار ده، د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت د روانې میاشتې په پیل کې قانون جوړونکو ته ویلي وو چې دې جګړې تر اوسه شاوخوا ۳۷،۵میلیارد ډالر لګښت درلود. د امریکا د پوځي زېرمو کمېدو هم اندېښنې راپورته کړې او تېره اونۍ د جګړې د لنډمهاله درولو لامل شوې وه.

خو په اردن کې پر یوه امریکايي اډه د ایران وروستي ناڅاپي برید بیا شخړه توده کړه، چې په ځواب کې امریکا پر ایران متقابل بریدونه وکړل.

ایران هم د پنجشنبې په ورځ ګواښ کړی چې د نویو بریدونو په تړاو به امریکا او په سیمه کې یې متحدین «مجازات» کړي.

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تیرې چارشنبې په ورځ د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پکتیا په ګرده څیړۍ کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې ده. د سرچینو په وینا، ناسته د بندو دروازو ترشا د افغانستان پر روان وضعیت شوې ده.

باخبره سرچینو نن د جمعې پر ورځ د زمري پر ۹مه وویل، چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره په ټولو ولایتونو کې سراج الدین حقاني ته نژدې چارواکي او د دوی نظامي قوماندانان پکتیا ته غوښتل شوي ول.

سرچینې زیاتوي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د روان او راتلونکي احتمالي وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، غونډه د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني د ناستې ولاړې په ځای کې شوې ده او ددې ناستې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي ول او د غونډې له ګډونوالو څخه ټیلیفونونه هم اخېستل شوي وو.

لاتر اوسه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه په بدخشان کې پر طالبانو د دې ډلې د وسله والو مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.

دغه راز ویل کیږي چې د طالبانو وسله وال مخالفان د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د خپلې شبکې پر پراخولو کار کوي.

طالبان دغو بریدونو اندېښمن کړي او شک ښيي، چې ددغو بریدونو تر شا د پاکستاني کړیو لاس دی.

ددې ډلې لوی درستیز په بدخشان کې له بریدونو وروسته وویل، چې مخالفان یې له برید وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.

په ورته وخت کې سرچینې وايي، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر له سیاستونو هم ناراضه دی.

تېر کال سراج الدین حقاني ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې نوموړی په دې باور دی، چې ملاهبت الله چې په کوم ډول حکومت پرمخ وړي، دا دوام نه کوي.

د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت ویلي وو، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه او د هغه له خپلسرو پرېکړو سره مخالف دی او پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی.

دغه راز ویل کیږي چې نوموړی پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د د هبت الله اخوندزاده ولکه او کندهار ته انتقال د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ددې ناستې په اړه تراوسه معلومات نه دي ور کړي.

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بلوچستان په سورینج سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. یاد وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د پاتې کسانو د ژغورلو هیله یې ښودلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په خپله اعلامیه کې د یادې پېښې له قربانیانو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ، هغوی ته د مغفرت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې پر دې پېښې خواشیني ښودلې چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې کېږي.

دغه پېښه د روان کال د زمري میاشتې په اتمه نېټه د کویټې ښار ته نږدې په سورینج سیمه کې د میتان ګاز د چاودنې له امله شوې ده. دغې چاودنې د ډبرو سکرو د کان یوه برخه ونړوله چې په لومړیو کې یې د ګڼو کارګرانو د بند پاتې کېدو او مړینې راپورونه ورکړل شوي وو.

د یو شمېر نورستانیانو شکایت: «طالبانو د سیلاب ځپلو نغدي مرستې پر خپلو خپلوانو وېشلې»

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱
100%

د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د ترافیکو پر مدیر تور پورې کړی، چې د سیلاب ځپلو لپاره ځانګړې شوې نغدي مرستې یې پر خپلو نږدې خپلوانو وېشلې دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د ترافیکو د مدیر ورور، زوی، زوم او اوښي شامل دي.

د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د نورستان د ترافیکو مدیر، داود ولد میاګل تورن دی چې د مستحقینو د پېژندنې په بهیر کې یې له خپل اداري موقف څخه ناسمه ګټه اخیستې ده.

په هغه لېست کې چې د مرستو د ترلاسه کوونکو په توګه چمتو شوی، د ترافیکو د مدیر د ورور ضیاءالحق، د زوی شاهدالله، د زوم سلیم او د دوو اوښیو احمد صابر او محمدهاشم نومونه شامل دي.

ځايي خلکو غوښتنه کړې چې دغه موضوع دې په مسلکي او بې‌پرې توګه وڅېړل شي او د دغه ډول اقداماتو له امله اصلي سیلاب ځپلې کورنۍ له خپلو حقونو بې‌برخې پاتې کېږي.

قزاقستان سږ کال په پنځو میاشتو کې افغانستان ته په لسګونو اسان صادر کړي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱
100%

قزاقستان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مې میاشتو ترمنځ د تېر کال د همدې مودې په پرتله د څارویو او چرګانو صادرات ۱،۷ برابره زیات کړي دي. قزاقستان په دې موده کې ۱۲۹ اسونه چین، ۸۱ اسونه افغانستان او ۶۲ اسان اذربایجان ته صادر کړي دي.

په دې موده کې قزاقستان ټولټال ۷۱۷ زره او ۲۰۰ څاروي او چرګان د ۷،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر کړي دي.

له دې شمېر څخه ۶۴۵ زره کورني چرګان وو، چې صادرات یې دوه برابره شوي او ټول تاجکستان ته لېږدول شوي دي.

د پسونو صادرات ۳،۳ برابره زیات شوي او ۴۸ زره او ۷۰۰ پسونه ټول ازبکستان ته صادر شوي دي.

د اسونو صادرات هم ۴۲،۵ سلنه زیات شوي او ۱۷ زره او ۹۰۰ اسونه بهر ته استول شوي دي.

ازبکستان د قزاقستان د اسونو تر ټولو لوی پېرودونکی و او ۱۷ زره او ۶۰۰ اسونه یې اخیستي دي. همدارنګه ۱۲۹ اسونه چین، ۸۱ اسونه افغانستان او ۶۲ اسونه اذربایجان ته صادر شوي دي.