په بدخشان کې د طالبانو د لوی درستیز پر کور وسلهوال برید شوی

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشنبې ورځې په ماښام د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په «استرپ» کلي کې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت پر کور وسلهوال برید شوی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشنبې ورځې په ماښام د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په «استرپ» کلي کې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت پر کور وسلهوال برید شوی دی.
د سرچینو په وینا؛ ناپېژاندو وسلهوالو له غره څخه د فصیحالدین د کور پر لور د پیکا په ګډون د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي. سرچینې زیاتوي، چې د فصیحالدین د کور ساتونکو هم پر برید کوونکو ځوابي ډزې کړې او د دواړه خواوو ترمنځ نښته شوې ده.
د دوی په وینا؛ بریدګرو له ډزو وروسته سیمه پرېښې او تښتېدلي دي. لاتراوسه د دغه برید د احتمالي مرګژوبلې یا مالي زیان په اړه څه نهدي ویل شوي او هېڅ ډلې یې تراوسه مسوولیت نهدی منلی.
د راپور له مخې؛ فصیحالدین فطرت د بدخشان د وروستیو ناامنيو له امله دغه ولایت ته تللی، خو دا لا څرګنده نهده چې د برید پرمهال په خپل کور کې و که نه. دغه برید داسې مهال شوی، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د طالبانو مخالفو جبهو «سپاهيان مېهن» او «ازادۍ» د بدخشان په یوشمېر ولسوالیو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او د دواړه خواوو ترمنځ نښتې له هغه مهاله روانې دي.
همدارنګه په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی. ځايي سرچینې وایي، په بدخشان کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او طالبانو سیمې ته نور پوځي ځواکونه هم لېږلي دي.