صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلاماباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.
خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.
هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»
د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.
نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»
هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»
صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.
نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»
خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.
د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.
افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.