له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده؛ خو وروستیو سختو بارانونو او سېلابي اوبو د ستنېدونکو کډوالو سفر لاستونزمن کړی دی. د خيبر ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول لنډي کوتل او په تورخم لاره د اوبو ډنډونو له امله ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ شوې دي.
د تورخم ترڅنګ د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې مېشتو ښځو او ماشومانو هم د باران له امله سختې ستونزې ګاللې دي. د باران له امله په دغه پنډغالي کې شاوخوا اوبه ډنډ ولاړې دي او لنډمهاله استوګنځایونو ته تګراتګ ستونزمن شوی دی.
ګڼې کورنۍ هڅه کوي، چې خپل سامان له بارانه وساتي؛ خو ښځې او ماشومان اړ شوي چې ساعتونه له سرپناه پرته انتظار وباسي.
افغان کډوال عطمت الله وايي: «موږ له څو ساعتونو راهيسې د سخت باران او سېلابي اوبو له امله په لاره کې بند پاتې يو. له موږ سره ښځې، کوچنيان او سپين ږېري هم دي او ډېرې ستونزې لري».
نوموړي زیاته کړې: «زموږ ډېری سامان لوند شوی او خوراکي توکي هم زيانمن شوي دي. موږ کلونه په پاکستان کې ژوند وکړ؛ خو اوس خپل هېواد افغانستان ته ستنېږو. زموږ يوازېنۍ غوښتنه دا ده، چې په خوندي ډول له کرښې واوړو؛ څو له خپلې کورنۍ سره نوی ژوند پيل کړو»
عطمت الله ته د خپل هېواد پر لور ستنېدل لا له وړاندې له ذهني او اقتصادي پلوه سخت وو؛ خو خرابې هوا د دوی ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.
يو بل افغان کډوال مدثر خان وايي: «موږ کلونه په پاکستان کې اوسېدلي يو؛ خو اوس خپل هېواد ته روان يو. سخت باران او سېلابونو زموږ سفر نور هم سخت کړی دی. په ډېرو ځايونو کې د سړکونو پر سر اوبه ولاړې وې او موږ ساعتونه انتظار وکړ». نوموړي زیاته کړې: «له موږ سره ښځې او ماشومان دي، چې د خوړو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او خوندي سرپناه له کمښت سره مخ دي. زموږ ماشومانو ته د ناروغۍ ګواښ زيات شوی دی. موږ يوازې غواړو چې په خوندي ډول تر کرښې ورسېږو».
ځايي ټولنيز فعالان وايي، د اوسني خراب موسم له امله اړينه ده چې کډوالو ته لنډمهاله سرپناه، پاکې اوبه، روغتیایي مرستې او د ماشومانو لپاره لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي؛ څو د بشري ناورين مخه ونيول شي.
بلخوا د خيبر ځایي ادارې ويلي، له بارانونو وروسته ټول اغېزمن سړکونه پاک شوي او د پاکستان افغانستان لويه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستې ده. د یادې ادارې په وينا؛ د کډوالو په پنډغالو کې او د لارې په اوږدو کې اړوندې ادارې شته، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د امکان تر حده اسانتياوې برابروي.
د راپور له مخې؛ ۵۴زره او ۴۰۰ هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ او روغتیایي پېچلتیاوو سره مخ وو، د درملنې او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په ۲۰۲۵کال کې د شري او پولیو واکسینونه د دغه سازمان د ملاتړ په چوکاټ کې په هممهاله توګه وېشل شوي او مېلیونونه ماشومانو د پولیو واکسین هم ترلاسه کړی دی.
د سازمان په کلني راپور کې ویل شوي، چې په لرو پرتو او له لوړ ګواښ سره مخ سیمو کې ناروغانو او نورو زیانمنونکو کسانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم دوام لري.
د راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان سره په لارو کې تر ۱۸۹زره ډېرو کسانو د روغتیايي او رواني ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د بېلابېلو کړکېچونو له امله زیانمن شویو سیمو ته یې روغتیايي تجهیزات لېږلي دي.