په دغه خبري ناسته کې ملک اعظم سليمان خېل، سردار ملک متين، ملک حقداد او ملک کالاخان ويلي، پوليس د افغان کډوالو پرضد د عملياتو پرمهال د سليمان خېلو ځينې پاکستاني وګړي هم نيسي. د دوی په وينا؛ که د کومې کورنۍ له غړي سره په هماغه وخت کې د پېژندنې کارت (شناختي کارت) نه وي، نو له پلټنې او تصديق پرته افغان ګڼل کېږي او افغانستان ته د لېږلو هڅه يې کېږي.
دغه قومي مشرانو ويلي، د دغه چلند له امله ګڼې کورنۍ له وېرې او ذهني فشار سره مخ دي. هغوی زياته کړه، د سليمان خېلو زرګونه کسان په پنجاب، بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې ژوند کوي؛ نو دغه ډول کړنې د پاکستاني وګړو لپاره هم ستونزې جوړوي.
دوی غوښتنه وکړه، که د کوم وګړي سره په هغه وخت کې شناختي کارت يا نور اسناد نهوي؛ نو د سليمان خېلو د پنځو معتبرو قومي مشرانو تصديق دې د لنډمهال لپاره د باور وړ وبلل شي، څو بېګناه پاکستاني وګړي له نيولو او قانوني ستونزو وژغورل شي.
یادو قومي مشرانو له فدرالي او صوبايي حکومت، ځایي ادارې او د پوليسو له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د دغه موضوع سملاسي جاج واخلي او د پاکستاني وګړو قانوني او بنسټیز حقونه خوندي کړي.
دوی خبرداری ورکړی، که د پاکستاني وګړو د بېځايه نيولو او ځورولو لړۍ ونه درېږي؛ نو د سليمان خېلو قوم به پراخ احتجاجي غورځنګ پيل کړي، چې بشپړ مسووليت به يې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.
له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده؛ خو وروستیو سختو بارانونو او سېلابي اوبو د ستنېدونکو کډوالو سفر لاستونزمن کړی دی. د خيبر ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول لنډي کوتل او په تورخم لاره د اوبو ډنډونو له امله ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ شوې دي.
د تورخم ترڅنګ د کډوالو په لنډمهاله پنډغالي کې مېشتو ښځو او ماشومانو هم د باران له امله سختې ستونزې ګاللې دي. د باران له امله په دغه پنډغالي کې شاوخوا اوبه ډنډ ولاړې دي او لنډمهاله استوګنځایونو ته تګراتګ ستونزمن شوی دی.
ګڼې کورنۍ هڅه کوي، چې خپل سامان له بارانه وساتي؛ خو ښځې او ماشومان اړ شوي چې ساعتونه له سرپناه پرته انتظار وباسي.
افغان کډوال عطمت الله وايي: «موږ له څو ساعتونو راهيسې د سخت باران او سېلابي اوبو له امله په لاره کې بند پاتې يو. له موږ سره ښځې، کوچنيان او سپين ږېري هم دي او ډېرې ستونزې لري».
نوموړي زیاته کړې: «زموږ ډېری سامان لوند شوی او خوراکي توکي هم زيانمن شوي دي. موږ کلونه په پاکستان کې ژوند وکړ؛ خو اوس خپل هېواد افغانستان ته ستنېږو. زموږ يوازېنۍ غوښتنه دا ده، چې په خوندي ډول له کرښې واوړو؛ څو له خپلې کورنۍ سره نوی ژوند پيل کړو»
عطمت الله ته د خپل هېواد پر لور ستنېدل لا له وړاندې له ذهني او اقتصادي پلوه سخت وو؛ خو خرابې هوا د دوی ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.
يو بل افغان کډوال مدثر خان وايي: «موږ کلونه په پاکستان کې اوسېدلي يو؛ خو اوس خپل هېواد ته روان يو. سخت باران او سېلابونو زموږ سفر نور هم سخت کړی دی. په ډېرو ځايونو کې د سړکونو پر سر اوبه ولاړې وې او موږ ساعتونه انتظار وکړ». نوموړي زیاته کړې: «له موږ سره ښځې او ماشومان دي، چې د خوړو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او خوندي سرپناه له کمښت سره مخ دي. زموږ ماشومانو ته د ناروغۍ ګواښ زيات شوی دی. موږ يوازې غواړو چې په خوندي ډول تر کرښې ورسېږو».
ځايي ټولنيز فعالان وايي، د اوسني خراب موسم له امله اړينه ده چې کډوالو ته لنډمهاله سرپناه، پاکې اوبه، روغتیایي مرستې او د ماشومانو لپاره لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي؛ څو د بشري ناورين مخه ونيول شي.
بلخوا د خيبر ځایي ادارې ويلي، له بارانونو وروسته ټول اغېزمن سړکونه پاک شوي او د پاکستان افغانستان لويه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستې ده. د یادې ادارې په وينا؛ د کډوالو په پنډغالو کې او د لارې په اوږدو کې اړوندې ادارې شته، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د امکان تر حده اسانتياوې برابروي.