• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو ناورین» تر سرلیک لاندې راپور کې ویل شوي، د خوړو ناامني، بېوزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

یونیسف ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د کورنیو د خوړو او تغذیې له ناامنۍ سره یو ځای ارزولی دی.

د راپور له مخې، د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او لوږه هغه لومړنۍ نښې دي چې د شدیدې خوارځواکۍ لامل کېږي.

راپور زیاتوي، افغانستان د جولای او سپټمبر ترمنځ د خوارځواکۍ د اوج موسم ته ننوځي، خو سږکال دا ناورین تر تمې مخکې پیل شوی او د ۲۰۲۵ کال په پرتله په ۳۴ ولایتونو کې ۲۶ ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، چې د شدیدې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر پورې اړه لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازي، ډاکټر تاج‌الدین اویوال، ویلي چې ماشومان د خوارځواکۍ له اوج موسم مخکې لا د دې ناروغۍ پر لور روان دي او د کورنیو له خوا د خوړو کمول د دې بحران د پراخېدو لومړنۍ نښه ده.

یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ د درملنې ترڅنګ باید د مخنیوي لپاره هم بېړنۍ پانګونه وشي، په ځانګړي ډول د کوچنیو ماشومانو او امیندوارو ښځو د مناسبې تغذیې په برخه کې.

دغه اداره له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو لپاره ژر او انعطاف منونکې مالي مرستې برابرې کړي، ځکه د دوی په وینا د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د اقدام فرصت ورځ تر بلې کمېږي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

هلمند کې یو ځل بیا برمې ته لوېدنه؛ طالبان وایي یو ۷ کلن ماشوم یې ژوندی راویستی دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت د ژغورنې ټیم په هلمند کې یو ۷ کلن ماشوم یوې ۹۴ متره ژورې برمې ته له لوېدو وروسته ژوندی ژغورلی دی. دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا درې بجې (جمعه د زمري ۹مه) د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ۷ کلن ماشوم په ناڅاپي ډول دغې ژورې برمې ته لوېدلی وو.

د طالبانو دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ۷ کلن ماشوم روغتیایي وضعیت اوس مهال په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې په هلمند کې ماشومان برمو ته لوېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوي او د مخنیوي لپاره یې عامه پوهاوی نه‌دی شوی. په هلمند کې برمو ته د ماشومانو د لوېدو لوی عامل د برمو د سرونو خلاص پرېښودل دي.

طالبان کونړ کې ملا امامانو ته: خپلو کلیو کې د جمهوریت د عسکرو او کارکونکو لېسټونه راکړئ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

کونړ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي‌، چې د طالبانو استخباراتو د کونړ په مرکز اسعداباد کې بېلابېلو کلیو کې جوماتونو ته ورغلي. دوی دم کلي، کیرالې، اندرسیر او یو شمېر نورو کلیو کې له ملا امامانو او ملکانو څخه غوښتي، چې د جمهوریت د نظامیانو او کارکوونکو لېسټونه ور‌ وسپاري.

په کونړ کې یوه ځايي اوسېدونکي چې د طالبانو د استخباراتو دا مامورین یې له نږدې لیدلي وویل: «نن دا حالت موږ ولیده، طالبان یو ډول وارخطا دي. زموږ ملک او د جومات ملا امام یې کینولي وو چې باید د جمهوریت د وخت د ټولو مامورینو او عسکرو لېسټونه ورکړي».

هغه زیاتوي: «د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو ملا امام او د کلي ملک ته وویل، چې د خپلو کلیو د هغو کسانو معلومات راته ولیکئ، چې څوک اردو کې وو، څوک پولیسو کې او هره برخه کې یې چې کار کړی،‌ موږ ته یې ووایئ».

د طالبانو دغه څار داسې مهال دی چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې د جمهوري نظام امنیتي منسوبینو او پوځیانو ته «ټول بښنه» اعلان کړه، خو د هغه دا پرېکړه عملي نه‌شوه. د راپورونو له‌مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالبانو د پخواني جمهوري نظام، نظامیان شکنجه کړي، زنداني کړي او ان وژلي یې دي.

د کونړ د اسعد‌اباد ښار یوه بل اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د طالبانو د استخباراتو وروستي اقدامات تایید کړي دي. دغې سرچینې همدا راز وویل، چې طالبانو د کونړ په بېلابېلو سیمو او یو شمېر ولسوالیو ته غځېدلو لارو کې امنیتي څار او تالاشۍ هم ډېرې کړې دي.

دغه سرچینه وایي: «اسمار ته چې داخلېږي دلته یو پل دی، غازي اباد طرف ته چې ځې، ښي لاس ته بیا لاره اسمار او دانګام ته تللې، مخکې دلته پولیس وو، خو نن اردو والا ولاړ وو او د افغانستان پوځ یې ورته لیکلی وو».

د هغه په خبره، د طالبانو دغه پوځیان هر موټر په دقیقه توګه پلټي او له خلکو د ځای، تذکرې تر څنګ د دندو پوښتنې هم کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د طالبانو دغه پلټنې او امنیتي څار له تېرو دوو ورځو راهیسې ډېر شوی دی. د معلوماتو له مخې، په کونړ کې د طالبانو ترمنځ د احتمالي نا امنیو او بریدونو وېره حاکمه ده.

هم‌مهاله د افغانستان انټرنشنل- پښتو موندنې په ډاګه کوي، چې د ډیورند کرښې هغه غاړه کونړ ته نږدې د طالبانو مخالف وسله‌وال ځای پر ځای شوي او پر دغه ولایت د احتمالي بریدونو د پلان تابیاوې شته. بدخشان کې له چترال څخه د طالبانو د مخالفو جبهو له بریدونو وروسته پر افغانستان دغه واکمنه ډله وارخطا شوې او ډیورند کرښې ته څېرمه یې خپل پوځي او امنیتي اقدامات پراخ کړي دي.

ټرمپ: د ایران پوځي وړتیا مو د افغانستان پر تله په خورا لنډه موده کې له‌منځه یووړه

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ځواکونو یې له پنځو مياشتو په لنډه موده کې د ايران پوځي وړتیاوې په بشپړ ډول له‌منځه وړې دي. هغه د افغانستان په ګډون د امريکا د تېرو اوږدمهاله جګړو پرتله دغه لاسته راوړنه خورا بې‌سارې او چټکه بللې ده.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په ډیوېډ کمپ کې د کابینې په غونډه کې د ویتنام، افغانستان او کوریا جګړو ته په اشارې سره وویل، چې په دغو هېوادونو کې بهرني ځواکونه د ډېرو کلونو لپاره پاتې شول، خو امریکایي ځواکونو په ایران کې یوازې په پنځو میاشتو کې د ايران پوځي ظرفیتونه له‌منځه یووړل.

هغه ټینګار وکړ، چې «د دغه [ایران] رژیم توان په بشپړ ډول فلج شوی دی».

ټرمپ زیاته کړه، چې د ايران «یو څه پوځي ځواک لا هم پاتې دی، خو ډېر ژر به هغه هم په بشپړ ډول له‌منځه یوړل شي».

د هغه په وینا، د امریکا دغه پوځي عملیات په خورا چټکۍ او بریالیتوب سره پرمخ ځي او د «دښمن» د پاتې شونو د له‌منځه وړلو هڅې دوام لري.

د امریکا ولسمشر د خپلو ځواکونو پر وړتیا او د عملیاتو پر دقیقوالي خوښي وښوده او ویې ویل، چې د ايران پر وړاندې د پوځي فشارونو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د هغوی د دفاعي سیسټمونو ډېره برخه له کاره ولوېږي او د بیا رغونې چانس یې هم له منځه لاړ شي.

له دې سره سم، د امریکا د دفاع پخواني وزیر لېون پنیټا د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې امریکا له ایران سره په داسې جګړه کې ښکېله شوې چې دده په وینا، «ګټل یې ستونزمن دي» او دا شخړه ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر وغځیږي.

پنیټا زیاته کړه: «په ۲۱مه پېړۍ کې امریکا بیا بیا ځان په داسې جګړو کې موندلی چې نه ګټل کېږي. که هغه عراق وي، افغانستان وي او که ایران. دا جګړې په پای کې امریکا ستړې کوي، اقتصاد ته زیان رسوي او تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ په نظر کې یې کمزورې ښکاره کوي».

د یادونې وړ ده، امریکا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه وکړه او د څه باندې ۲ زره سرتېرو په وژل کېدو سره یې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان هغې ډلې ته وسپاره، چې شاوخوا ۲۰ کاله یې ورسره جګړه کوله.

مجاهد: د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو پر وړاندې د جګړې مهال پالیسۍ بدلې کړي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له لوري د طالبانو د پنځو لوړ پوړو چارواکو په اړه د معلوماتو او هویتي مشخصاتو د نوي کولو اقدم د «تېرو ناکامو تجربو دوام بللی» او غوښتنه یې کړې، چې د دوی پر وړاندې د جګړې د مهال پالیسۍ باید بدلون ومومي.

ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د خپلې ډلې تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې دا ډول بندیزونه په تېر کې هم بې‌اغېزې وو او دا یو ځل بیا تکرارېدونکې ناکامه تجربه ده چې هېڅ لوري ته به کومه لاسته راوړنه ونه‌لري.

مجاهد زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د جګړې د وخت تګلارې بدلې کړي او ټینګار یې وکړ، چې د هېڅ فرد حقونه باید د بندیزونو له امله ضایع نه‌شي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د دغو ناکامو او بې‌نتیجې پالیسیو پر ځای باید د همکارۍ او ښه تعامل لاره خپله شي، څو د اشخاصو حقوق خوندي پاتې شي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې روښانه کړې، چې دا بدلونونه یوازې اداري او تخنیکي بڼه لري. د دغې کمېټې په معلوماتو کې راغلي، نوي اصلاحات د یادو پنځو طالب مشرانو د بندیزونو په اصلي وضعیت او محدودیتونو کې هېڅ ډول بدلون نه‌راولي.

د ملګرو ملتونو په دې تازه شوي نوملړ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د حج او اوقافو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر، د استخباراتو عمومي رییس او په هرات کې د طالبانو ښاروال شامل دي چې د هغوی هویتي معلومات د بندیزونو په لیست کې نوي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې په تېرو کلونو کې د طالبانو پر ګڼو مشرانو د سفرونو او مالي سرچینو په برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.

زردشت شمس الجزیزې ته: پاکستان د ټي‌ټي‌پي په پلمه افغانستان کې ستراتیژیکې موخې تعقیبوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
100%

پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس الجزیرې خبري شبکې ته په خپلې یوې نوې مقاله کې لیکلي، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه یوازې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د ځپلو لپاره نه‌دي، بلکې اسلام‌اباد غواړي له دې لارې په سیمه کې خپله ستراتیژیکه واکمني او نفوذ ټینګ کړي.

هغه د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۵مه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه) په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان خونړي هوايي برید ته اشاره کړې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.

د بښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۲۱مه په خپل یوه راپور کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د دغه برید په اړه سپیناوی وکړي او همداراز یې غوښتنه یې وکړه، چې دغه پېښه باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.

بل‌خوا پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په نښه کوي او افغان طالبان یې د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو د ټي‌ټي‌پي ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

زردشت شمس په خپله مقاله کې کاږي، چې د ټي‌ټي‌پي ریښې په خپله په پاکستان کې دي او د دغې ډلې تاریخ په ۱۹۹۴ کال کې د صوفي محمد له وسله‌وال پاڅون او په ۲۰۰۷ کال کې د بیت‌الله محسود په مشرۍ د بېلابېلو ډلو له یو ځای کېدو پیل شوی دی.

د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د دغې ډلې پر وړاندې لسګونه پوځي عملیات کړي، خو د «ښو» او «بدو» ترهګرو په اړه د اسلام‌اباد دوه ګوني سیاست او په تېر کې د خپلو جیوپولیټیکو موخو لپاره د وسله‌والو ملاتړ، دغه شبکې ژوندۍ ساتلې دي.

په مقاله کې د پاکستان د پخواني سناتور افراسیاب خټک له قوله ویل شوي، چې پاکستان د پښتون او بلوڅ ملتپالو د ځپلو ترڅنګ، د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د لوېدیځ په اشاره کار کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور لپاره لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي او خبرداری یې ورکړی وو، که دغه اډه ورنه‌کړل شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د دغو ترینګلتیاوو پر دوام، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون په خپلو څرګندونو کې افغان طالبان تورن کړل، چې ترهګري یې د خپل اقتصاد، د حکومت د بقا او بهرني سیاست پر یوې وسیلې بدله کړې ده. چودري ویلي، چې د طالبانو تجارت ترهګري ده او له همدې لارې خپل حکومت تمویلوي، خو د طالبانو چارواکو تل دا ډول تورونه بې‌بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.