پولیس: لاهور کې امریکايي ښځې خپلو درېیو ماشومانو ته زهر ورکړي وو

د پاکستان پولیس وايي، په لاهور کې د یوې امریکايي ښځې او د هغې د درېیو ماشومانو د مړینې قضیه یې حل کړې او ادعا کوي چې ښځې خپلو ماشومانو ته زهر ورکړي او وروسته یې خپله هم زهر خوړلي وو.

د پاکستان پولیس وايي، په لاهور کې د یوې امریکايي ښځې او د هغې د درېیو ماشومانو د مړینې قضیه یې حل کړې او ادعا کوي چې ښځې خپلو ماشومانو ته زهر ورکړي او وروسته یې خپله هم زهر خوړلي وو.
د لاهور د تحقیقاتو مرستیال پولیس مشر ذیشان رضا ویلي، د عدلي معایناتو او ډیجیټلي شواهدو له مخې ښځه د پېښې اصلي مشکوکه بلل شوې ده.
د پولیسو په وینا، نوموړې له رواني ستونزو سره مخ وه او په انټرنېټ کې یې د ځان او د خپلې کورنۍ د وژلو لارې چارې لټولې وې. پولیس ادعا کوي چې هغې له امریکا څخه په لاهور کې له یوه کیمیاوي موادو پلورونکي سره اړیکه نیولې او زهر یې اخیستي وو.
په پېښه کې د هغې اولادونه ۱۵ کلن ریحان، ۱۱ کلنه عریشه او نهه کلن ارسلان وژل شوي دي.
پولیس وايي، د ماشومانو له پلار څخه هم د دروغو معلومولو ازموینه اخیستل شوې، خو د هغه د لاس لرلو کوم شواهد نه دي موندل شوي. د زهرو د پېرلو په تړاو پولیسو د یوه کیمیاوي پلورنځي خاوند او د توکو رسوونکی هم نیولي دي.

د بشري حقونو بنسټ (ایچ ار ایف) وايي، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سولهییزو او بېوسلې اعتراض کوونکو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د زور کارولو په پایله کې په دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
دې بنسټ په ایکس کې په یوه بیان کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارول غندلي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې «تاوتریخجنه ځپنه» ودروي، ګرځنده مخابراتي خدمتونه بېرته فعال کړي او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په اړه حساب ورکونه یقیني کړي.
د بشر حقونو دغه بنسټ ویلي، د سولهییزو اعتراضونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د زور کارول باید ودرول شي او د پېښو د عاملانو په اړه باید قانوني اقدامات وشي.
بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د اعتراض کوونکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او د وروستیو پېښو په اړه روڼ او خپلواک حساب ورکونه یقیني کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د دغه هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي نيوکې کړي او ويلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ښه حکومتولي خورا مهمه ده او د شته ستونزو حل، له ښه مدیریت او اغېزناک اداري نظام سره تړلی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د یوې خبري غونډې پر مهال د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د وروستيو څرګندونو په اړوند یوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د محسن نقوي د څرګندونو په تړاو څه نهشي ویلای، خو د ولس غوښتنې تر ټولو مهمې دي او د ښې حکومتولۍ یا اداري اصلاحاتو په اړه هر ډول پرېکړه باید د خلکو او د هغوی د غوره شویو استازو د نظرونو پر بنسټ وشي.
د هغه په وینا، د پاکستان ټول سیاسي او اداري مسایل باید د اساسي قانون، نورو قوانینو او ډیموکراټیک بهیر له لارې حل شي.
احمد شریف چودري وويل، چې د ملي عمل پلان پر ۱۴ ټکو د حکومت او اپوزیسیون په ګډون د ټولو سیاسي ځواکونو ترمنځ بشپړه اجماع لري او په باور یې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دیني مدرسو اصلاحات او د افغان کډوالو بېرته ستنول هم د ښې حکومتولۍ برخې دي.
د پاکستان د پوځ دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی: «دا پرېکړه باید سیاسي ګوندونه او سیاستوال وکړي، چې ښه حکومتولي څنګه رامنځته کړي، کوم اصلاحات پلي کړي او په کوم لوري لاړ شي».
هغه د بېلګې په توګه وویل، چې په ۱۹۷۲ کال کې د پاکستان نفوس شاوخوا شپږ نيم يا اووه کروړه پورې وو او څلور صوبې یې لرلې، خو نن د نفوس په څو چنده زیاتوالي سره دا بحث پر ځای دی چې ایا اوسنی اداري جوړښت د ښې حکومتولۍ اړتیاوې پوره کولای شي که نه؟
احمد شريف چودري دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يوې غونډې ته په وينا کې د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه وکړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
هغه ويلي و: «دا نظام چې موږ پهکې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».
د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د حکومتولۍ په تړاو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري».
اېمل ولي خان د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه بيان کې څرګنده کړه، چې ځینې مشخص قوتونه د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د پاکستان پر سیاسي او اداري چارو په پرله پسې ډول واک چلوي. د هغه په وینا، دغو قوتونو په خپلو ناکامو تګلارو او لنډمهالو پرېکړو نظام د «تباهۍ» تر کچې رسولی او اوس باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي.
د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورینج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله ټول مړه شوي ۳۴ کارګر د خیبر پښتونخوا او ډېری یې بیا د شانګلې ولسوالۍ د میا کلي اوسېدونکي وو. طالبانو هم په یاده پېښه کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
د کان کېندونکو استازي وايي، ډېری قربانیان ځوانان او زدهکوونکي وو او په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو او کارګرو ته د حفاظتي معیاري وسایلو نشتوالی د دې ډول پېښو اصلي لامل دی.
د سورینج پېښه څنګه رامنځته شوه؟
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې (ال پاکستان ماین لېبر فېډرېشن) مشر عابد یار خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، یاده پېښه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) د سکرو په کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوه. د ده په وینا، ۳۴ کارګر په کان کې بند پاتې شول، چې تر اوسه د ۳۲ کسانو جسدونه را اېستل شوي او د دوو نورو د جسدونو د را اېستلو عملیات روان دي.
هغه وویل، د بارانونو په دې موسم (پشکال) کې چې کانونه ډېر ژور وي، نو پهکې د اکسیجن اندازه کمه وي او د مېتان ګاز د راټولېدو له امله د چاودنې خطر زیاتېږي.
د نوموړي په وینا، کانونو ته د اکسیجن د رسولو مناسب سیستم نهشته او په دې پېښه کې هم ځینو بند کارګرانو له کان څخه د مرستې غوښتنه کوله، خو د اکسیجن د رسولو لپاره د امکاناتو د نشتوالي له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د شانګلې ځوان کارګران قرباني شول
عابد یار خان وویل، په دغو ۳۴ مړه شویو کارګرانو کې ۳۲ تنه د شانګلې ولسوالۍ، یو د صوابۍ او بل د سوات اوسېدونکي وو. د شانګلې له قربانیانو څخه ۲۸ تنه یوازې د میا کلي اوسېدونکي وو.
هغه وویل، په دغو ۲۸ کسانو کې یوازې دوه تنه له ۴۰ کلونو پورته عمرونه درلودل او پاتې ټولو یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.
د هغه په وینا، ډېری مړه شوي ځوانان زدهکوونکي وو چې د ښوونځيو او کالجونو د جون او جولای د رخصتیو پر مهال یې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کانونو کې کار کاوه.
هغه وویل: «شانګله یوه غرنۍ او بېوزله سیمه ده. خلک یې د کار روزګار فرصتونه نهلري، نو ځوانان یې د رخصتیو پر مهال کانونو ته ځي چې لږې پیسې وګټي، خو له بده مرغه همدوی خپل ژوند له لاسه ورکړ».
عابد یار خان زیاته کړه، د پاکستان په کانونو کې شاوخوا ۸۰ سلنه کارګران د شانګلې ولسوالۍ دي، ځکه د دې ولسوالۍ خلک د سختو غرنیو شرایطو له امله له دغسې درنو کارونو سره عادي دي.
د هغه په وینا، د شانګلې نږدې ۲۵۰ زره اوسېدونکي د هېواد په بېلابېلو کانونو کې کار کوي.
په میا کلي کې ماتم
د شانګلې د میا کلي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په کلي کې د «قیامت» په څېر حالت دی. د دوی په وینا، یوه کور ته د درېیو وروڼو او د هغوی د تره او دوو نورو کورونو ته د دوو- دوو وروڼه جنازې وروړل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په نږدې کلیو کې اعلانونه کېدل چې خلک د قبرونو د کېندلو لپاره ورشي، ځکه په یوه وخت کې د ۲۸ قبرونو کېندل د کلي د خلکو له وسه وتلې خبره وه.
دوی وایي، د کلي د ښځو ژړا او چیغې هر ځای اورېدل کېدې او هر کور د غم پر ټغر ناست وو.
عابد یار خان وویل، په قربانیانو کې یوه ځوان یوازې ۱۵ ورځې مخکې واده کړی وو او په ۱۶مه ورځ یې جنازه کور ته وروړه او د ۱۵ ورځو ناوې یې ګونډه شوه.
په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو څرنګوالی
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان وویل، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د سکرو او نورو کانونو ډېری چارې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو په لاس کې دي، خو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره هېڅ مناسب تابیاوې نهشته.
د هغه په وینا، کارګرانو ته لازمې روزنې نهورکول کېږي، د خوندیتوب معیاري وسایل نهلري، د اکسیجن د رسولو سیستمونه زړې او ناکافي دي، عصري ماشینونه نهشته او نه هم روغتیايي او نور اساسي حقوق ورته برابر شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کارګرانو له خوندیتوب څخه نیولې تر معاشونو پورې د هغوی له ډېرو حقونو سرغړونه کېږي او ډېری دا ډول پېښې د شرکتونو د بېپروايۍ له امله رامنځته کېږي.
د قانون نیمګړتیاوې
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، د کانونو اړوند قانون لا هم هغه دی چې په ۱۹۲۳م کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو او اوسنیو اړتیاوو ته ځواب نهوایي.
هغه وویل، د کارګرانو اتحادیو څو ځله له پارلمان او حکومت څخه غوښتي، چې قانون دې اصلاح کړي، کانونه دې قانوني او خوندي شي او کارګرانو ته دې د روزنې، خوندیتوب، روغتیا او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نهدی شوی.
د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کېږي
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان زیاتوي، کارګر ته د یو ټُن سکرو د اېستلو په بدل کې یوازې ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي، حال دا چې همدغه سکاره وروسته په بازار کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پلورل کېږي.
هغه وایي، د دغو کارګرانو د حقونو لپاره نه څوک غږ پورته کوي او نه هم د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزناک قانون جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د سکرو په کانونو کې کار دومره سخت او خطرناک دی چې ډېری کارګران وروسته د سږو، پښتورګو، زړه او سترګو پر ناروغیو اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره معلولېږي.
د کارګرانو بېوسي
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، له اړوندو چارواکو په وار وار غوښتل شوي، چې د قربانیانو جسدونه دې په یخچالي امبولانسونو کې خپلو سیمو ته ولېږدول شي، ځکه جسدونه سوځېدلي وي او کورنۍ یې غواړي د وروستي ځل لپاره د خپلو عزیزانو مخونه وویني، خو دا غوښتنه تر اوسه نهده منل شوې.
هغه زیاته کړه، اوس د قربانیانو جسدونه په عادي موټرو کې لېږدول کېږي، ځینې تابوتونه د موټرو پر سر تړل شوي وي.
د هغه په وینا، د دغو کارګرانو بېوسي تر دې حده ده، چې د امبولانس لګښت هم نهشي ورکولای، ځکه ټول عاید خپلو کورنیو ته استوي. هغه زیاته کړه، د کارګرانو ډېری پخواني مشران، چې کلونه یې په کانونو کې کار کړی، اوس پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي او د درملنې وس هم نهلري.
د پاکستان حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
له دې سره سم، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بلوچستان په سورینج سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. یاد وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د پاتې کسانو د ژغورلو هیله یې ښودلې ده.
د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزير سرفراز بګټي ويلي، حکومت یې چمتو دی له هغو وسلهوالو سره خبرې وکړي، چې تاوتریخوالی پرېږدي. هغه خبرداری ورکړ، که یاد وسلهوال تسلیم نهشي نو پر ضد به یې پوځي عملیات دوام ومومي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز احمد بګټي د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په کوېټه کې اعلان وکړ، چې حکومت یې چمتو دی له هغو وسلهوالو مخالفینو سره سیاسي خبرې او په ټولنه کې د هغوی د بېرته یو ځایېدو زمینه برابره کړي، چې له تاوتریخوالي لاس اخلي. خو ورسره یې خبرداری هم ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به د هغو وسلهوالو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې د وسلو له اېښودلو ډډه کوي.
بګټي په کوېټه کې د ترهګرۍ ضد ځواک له شلمې روزنیزې دورې د فراغت په مراسمو کې وویل، چې د حکومت دروازې د ټولو لپاره خلاصې دي، «که څه هم ځینې ډلې په وینه تویېدنه کې ښکیلې دي».
د هغه په وینا، د هغو کسانو لپاره چې وسلې ږدي په ټولنه کې د بېرته یوځایېدو یو پلان جوړ شوی چې له مخې به یې هغوی ته دولتي دندې، د ماشومانو لپاره زدهکړې او روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.
د بلوچستان اعلی وزیر خبرداری ورکړ، که چېرې وسلهوال بیا هم د جګړې لاره غوره کړي، نو حکومت، خلک او امنیتي ځواکونه به د هغوی فشار ته تسلیم نهشي.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان پوځ، ملېشه ځواکونه (فرنټیر کور)، پولیس، د ترهګرۍ ضد اداره او د ترهګرۍ ضد ځواک په ګډه د امن د ټینګښت لپاره کار کوي. بګټي پر سیاسي ګوندونو هم غږ وکړ، چې سیاست له ترهګرۍ سره ګډ نهکړي او پر پوځیانو له نيوکو ډډه وکړي.
د بلوچستان د اعلی وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستيو کې په دغه ايالت کې د نا امنیو پېښو لمن پراخه شوې او په ډېریو پېښو کې دولتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس الجزیرې خبري شبکې ته په خپلې یوې نوې مقاله کې لیکلي، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه یوازې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د ځپلو لپاره نهدي، بلکې اسلاماباد غواړي له دې لارې په سیمه کې خپله ستراتیژیکه واکمني او نفوذ ټینګ کړي.
هغه د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۵مه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه) په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان خونړي هوايي برید ته اشاره کړې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.
د بښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۲۱مه په خپل یوه راپور کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د دغه برید په اړه سپیناوی وکړي او همداراز یې غوښتنه یې وکړه، چې دغه پېښه باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.
بلخوا پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال په نښه کوي او افغان طالبان یې د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو د ټيټيپي ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
زردشت شمس په خپله مقاله کې کاږي، چې د ټيټيپي ریښې په خپله په پاکستان کې دي او د دغې ډلې تاریخ په ۱۹۹۴ کال کې د صوفي محمد له وسلهوال پاڅون او په ۲۰۰۷ کال کې د بیتالله محسود په مشرۍ د بېلابېلو ډلو له یو ځای کېدو پیل شوی دی.
د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د دغې ډلې پر وړاندې لسګونه پوځي عملیات کړي، خو د «ښو» او «بدو» ترهګرو په اړه د اسلاماباد دوه ګوني سیاست او په تېر کې د خپلو جیوپولیټیکو موخو لپاره د وسلهوالو ملاتړ، دغه شبکې ژوندۍ ساتلې دي.
په مقاله کې د پاکستان د پخواني سناتور افراسیاب خټک له قوله ویل شوي، چې پاکستان د پښتون او بلوڅ ملتپالو د ځپلو ترڅنګ، د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د لوېدیځ په اشاره کار کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور لپاره لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي او خبرداری یې ورکړی وو، که دغه اډه ورنهکړل شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.
د اسلاماباد او کابل ترمنځ د دغو ترینګلتیاوو پر دوام، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون په خپلو څرګندونو کې افغان طالبان تورن کړل، چې ترهګري یې د خپل اقتصاد، د حکومت د بقا او بهرني سیاست پر یوې وسیلې بدله کړې ده. چودري ویلي، چې د طالبانو تجارت ترهګري ده او له همدې لارې خپل حکومت تمویلوي، خو د طالبانو چارواکو تل دا ډول تورونه بېبنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.