• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدی: پاکستاني جنرالانو په پښتونخوا کې د ناامنیو د رامنځته کولو پرېکړه کړې وه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي، په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو پر مهال ادعا کړې چې د عمران خان د حکومت تر نسکورېدو وروسته ځینو پاکستاني جنرالانو په پښتونخوا کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پرېکړه کړې وه.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د پېښور په نشتر هال کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «هره نوې بهرنۍ ازموینه چې کېږي، له خیبر پښتونخوا څخه پیلېږي. په پردۍ جګړه کې د ښکېلتیا پرېکړه د جنرال (پروېز مشرف) وه. ترهګري زموږ سیمې ته راوړل شوه او زموږ ۸۰ زره ځوانان قرباني شول».

هغه زیاته کړه، له دغو قربانیو وروسته سوله ټینګه شوه، خو د عمران خان د حکومت له نسکورېدو وروسته یوه بله پالیسي جوړه شوه او ځینو جنرالانو پرېکړه وکړه چې په پښتونخوا کې به یو ځل بیا امنیتي وضعیت خرابېږي.

سهیل اپرېدي وویل: «موږ خبرداری ورکاوه چې وسله‌وال را روان دي، په ایالت کې به ناامني او وراني رامنځته شي. که ډالرې ګټئ، ویې ګټئ، خو د پښتونخوا د خلکو د وینو په بیه یې مه ګټئ».

هغه پوځ ته په اشارې سره وویل چې د پښتونخوا وضعیت د دوی له کنټروله وتلی دی. د هغه په وینا، پخوا یې هم په پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني رامنځته کړې وه او اوس دواړه ایالتونه د دوی له کنټروله وتلي دي.

نوموړي د کورنیو چارو د مرکزي وزیر محسن نقوي هغې څرګندونې ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې وو د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» دی. سهیل اپرېدي وویل: «که پوځ په تېرو ۷۸ کلونو کې د پاکستان برخلیک بدلولای شوای، نو نن به وزیر د نظام د پرېوتو خبره نه کوله».

هغه په پای کې، یو ځل بیا پوځ ته په اشارې سره وویل: «د سرحدونو ساتونکي سیاسي پرېکړې کوي، او هغه کسان چې د امنیت ټینګول یې دنده ده، په سیاسي جوړجاړو بوخت دي. په داسې وضعیت کې د نظام کمزوري کېدل طبیعي خبره ده».

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی

۳

سراج حقاني: زموږ کړنې د شریعت سره برابرې نه دي

۴

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۵

د انګلینډ او ویلز کرېکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د تمویل په اړه اندېښنه څرګنده کړې

•
•
•

نور خبرونه

د لنډي کوتل ځایي اوسېدونکو پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل پاتې کېدو پرضد یو وار بیا اعتراض کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

پر ډیورنډ کرښه له تېرو لسو میاشتو راهیسې د لارو تړل پاتې کېدو پرضد د لنډي کوتل په بازار کې سوداګرو، کارګرو، ټرانسپورټرانو، د ګمرکي تصفیې استازو، د سوداګرو ټولنو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو اعتراض کړی دی.

په دغه اعتراضي ناسته کې ویناوالو ویلي، چې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ دوامداره ځنډ د خیبر پښتونخوا اقتصاد ته سخت زیان رسولی او د صوبې ترڅنګ یې د ټول هېواد صنعتي سکتور هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د دوی په وینا؛ د سوداګریزو فعالیتونو د درېدلو له امله یوازې په خیبر پښتونخوا کې په لکونو کسان بې‌روزګاره شوي، چې له امله یې نه یوازې سوداګریزې ټولنې بلکې عام خلک هم له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د ګمرکي تصفیې د استازو د ټولنې مشر معراج الدین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د تورخم لاره له تېرو لسو میاشتو راهیسې تړلې ده چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي، سوداګر، کارګر او ټرانسپورټران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه وویل، د سوداګریزو لارو تړل کېدو نه یوازې دا چې حکومت خپلو امنیتي او د ترهګرۍ ضد موخو ته نه‌دی رسولی؛ بلکې د بې‌کارۍ د زیاتېدو له امله یې د امن او نظم وضعیت هم اغېزمن کړی دی.

مراج الدین زیاته کړه، له همدې امله خلک اړ شوي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د احتجاج لاره خپله کړي. هغه وویل: «موږ په وار، وار پوښتنه کوو چې لارې ولې تړل شوې دي؟ ولې زموږ روزي او کاروبار راڅخه اخیستل کېږي؟ ولې زموږ د ماشومانو له لاسونو قلم اخېستل کېږي او پر ځای یې وسلې ته لاره هوارېږي؟ دا یو څرګند حقیقت دی، چې هر هغه هېواد یا سیمه چې بې‌کاري په‌کې لوړه وي د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښ هم په‌کې ډېر وي».

هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله دواړه غاړو ته په لکونو کسان له روزګاره بې‌برخې شوي او د هغوی د ژوند اقتصادي وضعیت سخت زیانمن شوی دی.

د دغه اعتراضي ناستې مشر اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي چې له امله یې د دواړه غاړو سوداګر، ټرانسپورټران، کارګر، د ګمرکي تصفیې استازي او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه وویل، د سوداګرۍ د درېدو له امله سوداګرو ته د مېلیاردونو روپیو مالي زیان اوښتی او سوداګریز فعالیتونه نږدې په بشپړ ډول په ټپه درېدلي دي. د اسرار شینواري په وینا؛ یوازې د لنډي کوتل د خوګاخېلو سیمه هره میاشت شاوخوا دوه کروړه روپۍ اقتصادي زیان ویني، په داسې حال کې چې د خیبر ولسوالۍ او نورو سیمو ټولیز اقتصاد هم سخت اغېزمن شوی دی؛ سلګونه کاروبارونه تړل شوي، زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي او ګڼې کورنۍ د سختو مالي ستونزو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

هغه له فدرالي حکومت غوښتي، چې پر ډیورند کرښه ټولې سوداګریزې لارې دې په بېړنۍ توګه پرانېستل شي؛ څو سوداګري بېرته عادي حالت ته راوګرځي، سوداګریز فعالیتونه له سره پیل شي، د وارداتو او صادراتو بهیر بېرته فعال شي، د ملي خزانې د عوایدو زیان جبران شي او د هغو په لکونو کورنیو روزګار بېرته ورغول شي چې د لارو د تړل کېدو له امله اغېزمنې شوې دي.

په دغه اعتراضي ناسته کې یو ګډونوال بنارس شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د لارو پرله‌پسې تړل کېدو پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

بنارس شینواري زیاته کړه، د بې‌کارۍ له امله خلک نور د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوړې، د ماشومانو د زده‌کړو، درملنې او نورو بنسټیزو اړتیاوو لګښتونه نه شي برابرولای. د هغه په وینا؛ ګڼ شمېر هټۍوال د پورونو تر درانه بار لاندې شوي او یوشمېر نور اړ شوي چې خپل کاروبارونه وتړي.

هغه وویل، د کار او روزګار د نشتوالي له امله ډېر ځوانان نورو ښارونو او یا هم بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ شوي؛ په داسې حال کې چې ځینو کورنیو د غربت له امله خپله ټوله سپما هم لګولې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اعتراض کوونکو وویل، که پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې لاهم د اوږدې مودې لپاره تړلې پاتې شي؛ نو په دغه سیمو کې به اقتصادي ناورین لاپسې ژور شي او منفي اغېزې به یې نه یوازې د سیمې پر اوسېدونکو، بلکې د ټولې خیبر پښتونخوا پر اقتصاد هم ولوېږي.

د هغوی په وینا؛ یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې دې د قانوني سوداګرۍ او تګ‌راتګ لپاره سملاسي پرانېستل شي؛ څو سرحدي سوداګري بېرته فعاله او اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې ژر مثبت ځواب ورنه کړل شي؛ نو د احتجاج لړۍ به لا پراخه کړي. هغوی زیاته کړه، د احتجاج په راتلونکي پړاو کې به افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د سامان وړونکو لاریو تګ‌راتګ هم ودرول شي او د دغه اقدام بشپړ مسوولیت به د اړوندو چارواکو پر غاړه وي.

د خېبر پښتونخوا په کوز دېر کې زرګونه ښځې لاهم د رایې ورکولو له حقه بې‌برخې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې؛ د خېبر پښتونخوا د کوز دېر ولسوالۍ ښځې لاهم د نارینه‌و پرتله د رایې ورکوونکو په نوملړ کې ډېرې کمې ثبت شوې او دې ستونزې ته په کتو د ښځو د نوم‌لیکنې لپاره نوی کمپاین پیل شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د اګست له ۴مې تر ۲۷مې پورې به په کوز ېر کې د ښځو د برېښنایي پېژندپاڼو او رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې ځانګړی کمپاین ترسره کړي؛ څو د ښځو سیاسي ګډون پراخ شي.
د کوز دېر ټولنیزې فعالې شاد بېګم ویلي، د ښځو د رایې ورکولو د پېکه ګډون ریښې څو لسیزې پخوانۍ دي. د هغې په وینا؛ په تېرو ټاکنو کې سیاسي او مذهبي ګوندونو په نارسمي ډول ښځې له رایې ورکولو منع کولې او هغه ښځې چې ټاکنو ته یې ځان نومانداوه، له سختو فشارونو سره مخ کېدې.
شاد بېګم زیاته کړه، چې د ښځو د نوم‌لیکنې اصلي خنډونه دودیز ټولنیز محدودیتونه، د نارینه‌و پرېکړه، د ښځینه کارکوونکو کمښت او د ښځو د تګ‌راتګ محدودیتونه دي. د هغې په وینا؛ ډېری نارینه د خپلې کورنۍ د ښځو لپاره د پېژندپاڼې اخیستل او د رایې ورکولو حق مهم نه‌ګڼي، له همدې امله زرګونه ښځې لاهم له ټاکنیز بهیر څخه بې‌برخې پاتې دي.
هغې دا هم وویل، چې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو پرمهال د ښځو یادونه کوي؛ خو د نوم‌ لیکنې، سیاسي پوهاوي او ګډون لپاره دوامداره کار نه‌کوي. د ټاکنو کمېسیون ویاند سهیل احمد ویلي، دغه کمپاین یوازې په کوز دېر نه بلکې د خېبر پښتونخوا په ۱۴ ولسوالیو او د پاکستان په ۱۰۳ ولسوالیو کې د نادرا ادارې په همکارۍ روان دی.
د هغه په وینا؛ د ښځو د نوم‌لیکنې تر ټولو لوی خنډ د پېژندپاڼو نشتوالی دی، ځکه ګڼې ښځې لاهم رسمي اسناد نه‌لري او له همدې امله د رایې ورکولو له حقه بې‌برخې کېږي. سهیل احمد زیاته کړه، چې د دغه کمپاینونو په پایله کې په ټول هېواد کې د نارینه‌و او ښځو ترمنځ د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې واټن له ۱۳-۱۴ سلنې څخه ۷ سلنې ته راکم شوی دی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو شبکې د ۲۰۲۶کال د جون میاشتې د راپور له مخې؛ په کوز دېر کې ۹۳۹زره او ۹۵۳ ثبت شوي رای ورکوونکي شته، چې له دې ډلې ۵۵ سلنه نارینه او ۴۵ سلنه ښځې دي.
د راپور له مخې؛ د ولسوالۍ د نارینه‌و شاوخوا ۶۱ سلنه د رای ورکولو لپاره ثبت دي، خو د ښځو دغه کچه یوازې ۴۸ سلنه ده چې د ښځو او نارینه‌و ترمنځ ۱۰ سلنه واټن ښيي. د حقوقي چارو کارپوه مهوش محب کاکاخېل ویلي، د ښځو د نوم‌لیکنې ټیټه کچه یوازې قانوني ستونزه نه‌ده؛ بلکې ټولنیز، اقتصادي او اداري خنډونه هم په‌کې مهم رول لري. هغې ټینګار وکړ، چې د ښځو د رایې ورکوونکو نوم‌لیکنه د هغوی د سیاسي استازیتوب او پرېکړه‌ لیکونو کې د ونډې اخیستنې لومړنی ګام دی.

کارپوهان: د بلوچستان د سکرو کانونو مرګونې پېښې د بې‌غورۍ پایله ده

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
100%

د بلوچستان د کوټې ښار شمال ختیځ ته د سورینج په سیمه کې د جولای په ۳۰مه د سکرو په یوه کان کې د مېتن ګاز د راټولېدو له امله ۳۴ کان‌کیندونکي ووژل شول. دغه کارکوونکي ټول د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو.

د پاکستان یونایټډ ورکرز اتحادیه وایي، دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د یادې اتحادیې د بلوچستان د څانګې عمومي منشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال وروسته، چې په یوه بله پېښه کې ۴۳ کان‌کیندونکي وژل شوي وو، دا تر ټولو ستره مرګونې پېښه بلل کېږي.

د هغه په وینا، د بلوچستان په بېلابېلو معدني کانونو کې شاوخوا دوه لکه کارګران کار کوي چې په کې افغان کارګران هم شامل دي، خو د دوی بشپړ رسمي ثبت‌نام نه دی شوې.

پیر محمد کاکړ وایي، هر کال په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۲۰۰ کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ پورې نور ټپیان کېږي.

بلخوا د کانونو د خوندیتوب چارو څارونکی نجیب خان وایي، ډېری پېښې د خوندیتوب د معیارونو د نه عملي کېدو له امله رامنځته کېږي.

د هغه په وینا، که څه هم د ګاز د معلومولو وسایل (ګاز ډیټکټرونه) په کانونو کې موجود وي، خو قراردادیان د ټیټ کیفیت وسایل اخلي چې د ګاز خطر پر وخت نه شي کولی چې تشخیص وکړي.

نجیب خان ادعا کوي چې ځینې قراردادیان د اړوندو ادارو په همکارۍ دغه بې‌کیفیته وسایل قانوني ثبتوي.

هغه زیاتوي، په پرمختللو هېوادونو کې د کانونو دننه د کمرې، ډیجیټلي څارنې او پرمختللو خبرداري سیستمونو له لارې د پېښو مخنیوی کېږي، خو په بلوچستان کې لا هم د اړیکو لپاره ان پخوانۍ دستګاوې هم نشته.

د هغه په خبره، کان‌کیندونکو ته د خوندیتوب هېڅ ډول مسلکي روزنه نه ورکول کېږي او هر نوی کارګر پرته له چمتووالي کان ته ښکته کېږي.

نجیب خان همدارنګه وایي، د کانونو په ډېرو سیمو کې د لومړنیو طبي مرستو اسانتیاوې نشته او د غرنیو سیمو له امله ټپیان روغتون ته د رسېدو تر وخته سخت زیان ویني.

هغه ټینګار کوي چې د ګاز د ایستلو پایپونه، چې د مېتن ګاز د راټولېدو د مخنیوي مهمه وسیله ده، په ډېرو کانونو کې نه لګول کېږي.

پیر محمد کاکړ هم د دغو څرګندونو پخلی کوي او وایي، که څه هم د کانونو د خوندیتوب قوانین موجود دي، خو عملي کېږي نه او د سرغړونکو پر وړاندې د سزا او جزا سیستم هم اغېزناک نه دی.

د هغه په وینا، د هرې پېښې وروسته د پلټنو راپورونه جوړېږي، خو خلکو ته نه خپرېږي.

پیر محمد کاکړ له حکومته وغوښتل چې د کانونو د پېښو د پلټنو راپورونه دې علني کړي، څو د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

د خیبر پښتونخوا ۳۷ ځوانان د لیبیا له لارې اروپا ته له تلو وروسته ورک دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.

د دغو ځوانانو کورنۍ د لومړي ځل لپاره په ګډه د پېښور پرېس کلب ته راټولې شوې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له لیبیايي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیسي، د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي او که په زندانونو کې بنديان وي، د خوشې کېدو او پاکستان ته د ستنېدو لپاره یې عملي اقدامات وکړي.

کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي ځینې ځوانان په لیبیا کې بندیان وي، خو تر اوسه د پاکستان د حکومت یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري په دې اړه رسمي تایید نه دی شوی.

د ورک شوي ۲۵ کلن عمر خان تره، مولانا سلامت خېل، وویل چې وراره یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳مه د کار او ښه راتلونکي په هیله له پاکستانه وتلی و.

هغه وویل: «عمر خان د ښه راتلونکي او روزګار په هیله له پاکستانه روان شوی و. له هغه سره مو وروستۍ ټیلیفوني خبرې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې کړې وې، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه شته.»

سلامت خېل زیاته کړه چې د ورک شویو ځوانانو کورنۍ د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول کرم، پېښور، باجوړ، صوابۍ او نوشهرې څخه دي.

د کورنیو په وینا، دوی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د بهر مېشتو پاکستانیانو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او وروستی معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د دغو کورنیو یوه غړي وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې پوه شو زموږ بچیان چېرته دي. که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړو.»

کورنۍ وايي، دا موضوع تر دې مخکې هم له حکومتي ادارو سره مطرح شوې وه. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې هم دوی د خپلو ورک شویو عزیزانو د موندلو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دوی په وینا، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د پلټنو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

100%

د دغو ځوانانو د ورکېدو په اړه د لیبیا د چارواکو له لوري هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغوی د اوسني وضعیت په اړه وضاحت وکړي.

لیبیا له اوږدې مودې راهیسې له افریقا او اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو لپاره د مدیترانې سمندر پر لور یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د کډوالو د نیول کېدو، شکنجې، قاچاق او ناوړه چلند په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تېرېدو مسیر د نړۍ له تر ټولو خطرناکو کډوالۍ لارو څخه دی.

د پاکستان د پوځ ویاند هم په دغه هېواد کې د حکومتولۍ پر څرنګوالي نیوکې وکړې

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د دغه هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي نيوکې کړي او ويلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ښه حکومتولي خورا مهمه ده او د شته ستونزو حل، له ښه مدیریت او اغېزناک اداري نظام سره تړلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د یوې خبري غونډې پر مهال د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د وروستيو څرګندونو په اړوند یوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د محسن نقوي د څرګندونو په تړاو څه نه‌شي ویلای، خو د ولس غوښتنې تر ټولو مهمې دي او د ښې حکومتولۍ یا اداري اصلاحاتو په اړه هر ډول پرېکړه باید د خلکو او د هغوی د غوره شویو استازو د نظرونو پر بنسټ وشي.

د هغه په وینا، د پاکستان ټول سیاسي او اداري مسایل باید د اساسي قانون، نورو قوانینو او ډیموکراټیک بهیر له لارې حل شي.

احمد شریف چودري وويل، چې د ملي عمل پلان پر ۱۴ ټکو د حکومت او اپوزیسیون په ګډون د ټولو سیاسي ځواکونو ترمنځ بشپړه اجماع لري او په باور یې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دیني مدرسو اصلاحات او د افغان کډوالو بېرته ستنول هم د ښې حکومتولۍ برخې دي.

د پاکستان د پوځ دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی: «دا پرېکړه باید سیاسي ګوندونه او سیاستوال وکړي، چې ښه حکومتولي څنګه رامنځته کړي، کوم اصلاحات پلي کړي او په کوم لوري لاړ شي».

هغه د بېلګې په توګه وویل، چې په ۱۹۷۲ کال کې د پاکستان نفوس شاوخوا شپږ نيم يا اووه کروړه پورې وو او څلور صوبې یې لرلې، خو نن د نفوس په څو چنده زیاتوالي سره دا بحث پر ځای دی چې ایا اوسنی اداري جوړښت د ښې حکومتولۍ اړتیاوې پوره کولای شي که نه؟

احمد شريف چودري دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يوې غونډې ته په وينا کې د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه وکړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

هغه ويلي و: «دا نظام چې موږ په‌کې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د حکومتولۍ په تړاو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري».

اېمل ولي خان د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه بيان کې څرګنده کړه، چې ځینې مشخص قوتونه د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د پاکستان پر سیاسي او اداري چارو په پرله پسې ډول واک چلوي. د هغه په وینا، دغو قوتونو په خپلو ناکامو تګلارو او لنډمهالو پرېکړو نظام د «تباهۍ» تر کچې رسولی او اوس باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي.