بلاول بوټو زرداري: د پاکستان نظام ناکام نه، بلکې ناکام کړل شوی
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې په پاکستان کې «اوسنی نظام ناکام شوی نهدی، بلکې ناکام کړل شوی دی». له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير، د پوځ وياند او د دفاع وزير هم د پاکستان حکومتولي «پرېوتی» بللی وو.
د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، تر هغې چې د ولس حاکمیت په رسمیت ونهپېژندل شي او دا ونه منل شي چې د واک اصلي سرچینه ولس دی، دا سیستم به په سمه توګه کار ونهکړي او همداسې به روان وي.
په پاکستان کې د حکومتولۍ پر څرنګوالي وروسته له هغې بحثونه پيل شول، چې د جولای پر ۳۰مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه وکړه او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
هغه ویلي وو، د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» دی او د اصلاح لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډې هوکړې ته اړتیا ده.
له دې وروسته د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د دغه هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي نيوکې وکړې او ويلي یې وو، چې په دغه هېواد کې ښه حکومتولي خورا مهمه ده او د شته ستونزو حل، له ښه مدیریت او اغېزناک اداري نظام سره تړلی دی.
او بیا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د مُحسن نقوي له هغو څرګندونو سره، چې د حکومتولۍ څرنګوالی یې «پرېوتی» بللی، تر ډېره موافقه ښودلې، خو ویلي یې وو، چې د نظام د اصلاح او بدلون لپاره تر ټولو مناسب ځای پارلمان او کابینه ده، نه د سوداګرو غونډې.
د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د حکومتولۍ په تړاو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري».
د پاکستان دولت او په ځانګړې توګه حکومت په رسمي ډول دغو څرګندونو ته څه غبرګون نهدی ښودلی.
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».
خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.
هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».
د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بېباوري زیاتوي».
خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نهدی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».
هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.
کاکړ د طالبانو پر ضد د وسلهوالو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسلهوالې مبارزې ملاتړ نهکوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».
خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نهوي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نهوي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نهشي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».
د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونهکړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.
خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنهکړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بېعدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نهشي کولای».
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجی) ویلي، پاکستان پر بهرنیو رسنیو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغو مقرراتو له مخې، خبریالان به له اسلاماباد، کراچۍ او لاهور څخه بهر د راپور جوړولو لپاره له حکومت اجازه اخلي. سيپيجی وایي، دا کار به د کشمیر د ناکراریو رسنیز پوښښ محدود کړي.
د خبریالانو دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د «بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښود» په نوم نوي مقررات بېرته لغوه کړي. د دې بنسټ په وینا، دغه مقررات د بیان او رسنیو د ازادۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او د نړیوالو رسنیو پر فعالیتونو به لا زیات بندیزونه ولګوي.
د سيپيجي د ارزونې له مخې، د دغو لارښودونو پر بنسټ ټول بهرني خبریالان او هغه پاکستاني خبریالان چې له نړیوالو رسنیو، وېبپاڼو او ټولنیزو شبکو سره همکاري کوي، باید د اسلاماباد، لاهور او کراچۍ له ښارونو بهر د هر رسمي راپور لپاره د پاکستان د اطلاعاتو وزارت څخه د «نه اعتراض سند» (NOC) ترلاسه کړي.
د سيپيجي د افغانستان او پاکستان استازي وليالله رحماني ویلي: «د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو دغه لارښودونه پاکستاني چارواکو ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو رسنیو پوښښ نور هم محدود کړي، خبریالان له درېیو لویو ښارونو بهر د ازاد راپور ورکولو څخه را وګرځوي او د اداري اقداماتو له ګواښ سره یې مخ کړي.»
هغه زیاته کړه: «دا مقررات په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ ته یو بل سخت ګوزار دی، هغه هېواد چې خبریالان لا دمخه، په ځانګړي ډول د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ناکراریو د پوښښ له امله، له سختو فشارونو سره مخ دي.»
سيپيجي ویلي، دغه پنځه مخیز مقررات څو ورځې وروسته له هغې نافذ شول چې د پاکستان حکومت په کشمیر کې د ټاکنو او اعتراضونو په اړه د نړیوالو رسنیو پر راپورونو نیوکه وکړه او د الجزیرې شبکې یې د «زېړ ژورنالېزم» په ترسره کولو تورنه کړه. د راپور له مخې، پاکستان د الجزیرې وېبپاڼې ته هم لاسرسی محدود کړی دی.
د نویو مقرراتو له مخې، که خبریالان یا رسنۍ د چارواکو په وینا د «پاکستان د ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» پر ضد عمل وکړي، حکومت کولای شي د هغوی د رسنیز فعالیت جواز وځنډوي یا یې لغوه کړي.
سيپيجي همداراز ویلي، پاکستاني چارواکو په کشمیر کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په ملاتړ د اعتراضونو د رسنیز پوښښ مخه هم نیولې ده. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې نړیوالو رسنیو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د نښتو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي راپورونه خپاره کړل. د راپور له مخې، چارواکو د موبایل او انټرنېټ خدمتونه هم ځنډولي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د جولای په ۲۷مه د ټاکنو له پیل مخکې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
سيپيجي ویلي، خبریال سید فرهاد علي شاه د جولای په ۲۸مه، وروسته له هغې چې تر یوې میاشتې زیات وخت یې بې له رسمي تور څخه په بند کې تېر کړ، د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی. دغه بنسټ زیاتوي چې د خبریالانو رازي طاهر او محمد سیف د برخلیک په اړه هم معلومات نشته؛ دواړه د اګست په لومړۍ نېټه د پولیسو له خوا نیول شوي وو او د کشمیر د ناکراریو راپورونه یې چمتو کول.
د نویو مقرراتو له مخې، ټولې بهرنۍ رسنۍ او هغه کسان چې ورسره همکاري کوي، د سیمهییزو همکارانو او معلوماتي سرچینو په ګډون، باید د اطلاعاتو وزارت سره ثبت او جلا رسنیز جواز ترلاسه کړي. همدارنګه، بهرني خبریالان چې د تفریح لپاره د ایبټاباد یا مري ښارونو ته سفر کوي، هم باید د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي.
سيپيجي ویلي، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د دې بنسټ د نظر غوښتنې برېښنالیک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.
دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.
د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې
محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلاماباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».
سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».
د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.
کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.
نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.
د پاکستان د طبي شورا پرېکړه
د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زدهکړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.
شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.
د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.
شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.
د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زدهکړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.
پیر محمد کاکړ هم د دغو څرګندونو پخلی کوي او وایي، که څه هم د کانونو د خوندیتوب قوانین موجود دي، خو عملي کېږي نه او د سرغړونکو پر وړاندې د سزا او جزا سیستم هم اغېزناک نه دی.