د راپور له مخې، په بلوچستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی یوازې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پایله نه ده، بلکې د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، پخوانیو افغان پوځیانو او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونو هم د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې رول لرلی دی.
راپور ادعا کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو اغېز د بلوچستان پښتني سیمو ته هم غځېدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیابتي جګړې بڼه یې خپله کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې پاکستان له طالبانو سره د اختلافاتو د حل لپاره د ډېپلوماتیکو هڅو ترڅنګ د ډيورنډ کرښې تړل، د سوداګرۍ ځنډول، د افغان کډوالو ایستل او هوايي بریدونه هم کړي، خو د دغو اقداماتو له مطلوبې پایلې وروسته یې د پخوانیو افغان پوځیانو په وسیله د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د مبارزې هڅه پیل کړې ده.
راپور ادعا کوي چې په ځواب کې طالبانو له تحریک طالبان پاکستان سره مالي او پوځي ملاتړ کړی او د بلوچستان په پښتني سیمو کې یې د دغه ډلې د نفوذ د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.
د راپور له مخې، بلوڅ وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول د بلوڅ لبریشن ارمي، هم په وروستیو کلونو کې د پېچلو او هممهاله بریدونو وړتیا زیاته کړې ده.
راپور وايي، دغو ډلو له هغو وسلو او تجهیزاتو څخه هم ګټه اخیستې چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي، چې پکې د «ام۴» او «ام۱۶» وسلې، حرارتي دوربینونه، سپوږمکۍ ټیلیفونونه، د «سټارلنک» انټرنېټ او سوداګریزې بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
په راپور کې همداراز د پاکستان پر امنیتي تګلارو نیوکه شوې او ویل شوي چې د بلوچستان د ستونزې لپاره پر پوځي حل ټینګار او د سیاسي حل لارې کمزوري کول د ناامنۍ د دوام له عواملو څخه دي. راپور سپارښتنه کوي چې پاکستان باید د پوځي عملیاتو ترڅنګ سیاسي او دیپلوماتیکې لارې هم وکاروي او په بلوچستان کې د خلکو د استازو له لارې د سیاسي، اقتصادي او اساسي حقونو لپاره زمینه برابره کړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت افغان کډوال وايي، مخکې به پولیسو نیول، خو اوس نیمهپوځي ځواکونه د دوی کورونو ته ورځي او نیسي یې. د دوی په وینا، له کورونو څخه نېغ په نېغه توقیفي کمپونو ته او له هغه ځایه بیا د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د افغان کډوالو په وینا، په کراچۍ ښار کې مېشت له نیمایي څخه زیات افغان کډوال، ځینې یې په خپله خوښه، ځینې یې د نیول او اېستل کېدو د وېرې له امله له دغه ښاره تللي دي. خو هغه کډوال چې لا هم په کراچۍ کې پاتې دي، په داسې وضعیت کې دي چې له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر نهشي وتلای.
یو ۲۸ کلن کډوال سید خان [مستعار نوم] چې د ټولې کورنۍ د لویو او وړو غړو شمېر نږدې ۴۰ کسانو ته رسېږي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، هغه کورونه چې دوی پخوا پهکې اوسېدل پرېښي یې دي، ځکه د شپې به یې پر کورونو چاپې وهل کېدې او اوس یې خپلې کډې نورو ځایونو ته انتقال کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پرې سخت حالت راغلی او «اوس تر ډېره هغه کورنۍ نیول کېږي چې څوک یې پولیسو او رېنجرز ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي».
هغه ادعا وکړه، چې پولیس او رېنجرز ځواکونو ته د افغان کډوالو په اړه معلومات خپله «افغانان ورکوي».
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان ولې د نورو افغان کډوالو په اړه له پولیس او رېنجرز ځواکونو سره معلومات شریکوي، وویل: «هغو د خپل ځان د ژغورلو لپاره داسې کار کوي. دوی له پولیسو او رېنجرز سره خبره کړې وي چې زه به نور افغانان در وښیم، خو ما به بیا نه نیسئ».
هغه وویل، نیکه یې په ۱۹۷۷م کال کې د افغانستان له مزارشریف څخه کراچۍ ته کډه شوی او همدلته مېشت شوی وو. د هغه په وینا، مشران یې بیا د دښمنیو له امله بېرته افغانستان ته نهدي ستانه شوي او زیاتوي: «زموږ د مشرانو په پلرنۍ سیمه کې دښمني ده او هغه دښمني تر اوسه هم راته پاتې ده».
دغه ځوان کډوال زیاته کړه، چې نیا او نیکه یې هم په کراچۍ کې مړه شوي او همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، پلار یې په پټه هټۍ چلوي، دی خپله له کوټې او پېښور سره سوداګري کوي، ورور یې په یوې کارخانه کې کار کوي او اکاګان یې هم ورځنۍ مزدوري کوي.
هغه وویل، یوه اکا یې په خپل سر یو کور اخیستی او اوس په هماغه کور کې بند پاتې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې دغې شتمنۍ په اړه هم اندېښمن دی، غواړي هغه وپلوري او په بل ځای کې کور واخلي، خو د وېرې له امله خپل کور هم نه شي پلورلی.
سید خان وویل، که دوی ونیول شي او بېرته افغانستان ته واړول شي، بیا به هم کراچۍ ته راستانه شي، ځکه: «هر څه چې کېږي، خپلې پلرنۍ سیمې ته نه شو تللای، دښمني مو ده».
هغه څرګنده کړه، بله ستونزه یې دا ده، چې ده او مشر ورور یې له افغان کورنیو سره په کراچۍ کې کوژدې کړې وې، خو هغه کورنۍ بېرته افغانستان ته لېږدول شوې دي.
نوموړي وویل: «موږ اوس دې ته په تمه یو چې حالات به یو څه ښه شي، موږ به دلته پاتې شو او هغه کورنۍ چې کوژدې مو پهکې کړې دي، هغه به هم بېرته راوغواړو له هغې وروسته به بيا ودونه کوو».
یو بل کډوال، فردوس [مستعار نوم] وویل، دوه میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره بېرته بلخ ته ستون شوی وو، خو هلته یې کار او روزګار نه و موندلی او ماشومان یې هم خوشاله نه وو؛ له همدې امله بېرته کراچۍ ته راغلی دی.
فردوس وویل: «له ما سره ویزه شته، خو د ماشومانو او کوروالې لپاره مې پیسې ورکړې او په پوله راواوښتو».
هغه وویل، له ۲۷ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي او په یوې کارخونه کې کار کوي. د هغه په وینا، اوس له ځان سره د یو کال ویزه لري او زیاته یې کړه: «چې ویزه ختمه شي، بیا به هغه وخت ګورو، حالات به ښه شوي وي».
خو هغه په ډاګه کړه: «زما سره ویزه شته، خو له ماشومانو سره نشته. اوس زه د شپې له خپل کوره بهر په بل کور کې ویده کېږم او د شپې خپل کور له بهره قلف کوم، څو داسې وانګېرل شي چې په دې کور کې څوک نهاوسي».
د دغه کډوال په خبره، په هغه کارخونه کې چې ده کار کاوه، له ده سره شاوخوا ۵۰ نورو افغانانو هم کار کاوه، خو دوه میاشتې کېږي چې د کارخونې مالک ټولو ته د کار له ورکولو ډډه کړې ده. د هغه په وینا، مالک ته ویل شوي وو، چې نور دې افغانانو ته په کارخونه کې کار نه ورکوي.
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د لاسوهنو پر ځای د متقابل درناوي او ورورولۍ پر بنسټ ولاړې وي او «دواړه هېوادونه باید د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي».
خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته.
هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو».
د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بېباوري زیاتوي».
خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نهدی کړی، چې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامه شوې وي».
هغه څرګنده کړه، د دوی دریځ دا دی چې د افغانستان ټولې ستونزې باید د خبرو، سیاست او د خلکو د رایو له لارې حل شي نه د زور او جګړې له لارې.
کاکړ د طالبانو پر ضد د وسلهوالو جبهو په اړه وویل: «موږ د وسلهوالې مبارزې ملاتړ نهکوو او باور لرو چې هر ډول بدلون باید د سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي».
خو هغه خبرداری ورکړ، «موږ طالب ته هم دا وایو که ته سر نه خلاصوې او ستا وحشي چلند وي نو خامخا به ستا خلاف څوک راپورته کېږي که جبهې نهوي سبا ستا پر ضد عام ولسونه راپورته کېږي که یې ټوپک په لاس کې نهوي هم، نو ډبرې به یې په لاس کې وي او بيا به ته او ستا دا رژيم پاتې نهشي، پکار ده چې سياست ته لاره ورکړئ او د ولس په خوښه باندې هر کار وشي که د افغانستان خلکو غوښتل چې طالب دې د افغانستان واکمن شي زموږ به هم بيا خوښ وي».
د هغه په وینا، که طالبان د خلکو ارادې، اړتیاوو او رایو ته درناوی ونهکړي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو پر لور تللی شي او د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدلېدای شي.
خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: «که طالبان سیاست او ولس ته ځای ورنهکړي، د خلکو نارضایتي به پراخه شي، ځکه خلک د لوږې، بېعدالتۍ او تاوتریخوالي په شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نهشي کولای».
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل، د دواړو لورو اوسنیو دریځونو ته په کتو، اړیکې د لا خرابېدو پر لور روانې دي او د خیبر پښتونخوا وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجی) ویلي، پاکستان پر بهرنیو رسنیو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغو مقرراتو له مخې، خبریالان به له اسلاماباد، کراچۍ او لاهور څخه بهر د راپور جوړولو لپاره له حکومت اجازه اخلي. سيپيجی وایي، دا کار به د کشمیر د ناکراریو رسنیز پوښښ محدود کړي.
د خبریالانو دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د «بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښود» په نوم نوي مقررات بېرته لغوه کړي. د دې بنسټ په وینا، دغه مقررات د بیان او رسنیو د ازادۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او د نړیوالو رسنیو پر فعالیتونو به لا زیات بندیزونه ولګوي.
د سيپيجي د ارزونې له مخې، د دغو لارښودونو پر بنسټ ټول بهرني خبریالان او هغه پاکستاني خبریالان چې له نړیوالو رسنیو، وېبپاڼو او ټولنیزو شبکو سره همکاري کوي، باید د اسلاماباد، لاهور او کراچۍ له ښارونو بهر د هر رسمي راپور لپاره د پاکستان د اطلاعاتو وزارت څخه د «نه اعتراض سند» (NOC) ترلاسه کړي.
د سيپيجي د افغانستان او پاکستان استازي وليالله رحماني ویلي: «د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو دغه لارښودونه پاکستاني چارواکو ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو رسنیو پوښښ نور هم محدود کړي، خبریالان له درېیو لویو ښارونو بهر د ازاد راپور ورکولو څخه را وګرځوي او د اداري اقداماتو له ګواښ سره یې مخ کړي.»
هغه زیاته کړه: «دا مقررات په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ ته یو بل سخت ګوزار دی، هغه هېواد چې خبریالان لا دمخه، په ځانګړي ډول د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ناکراریو د پوښښ له امله، له سختو فشارونو سره مخ دي.»
سيپيجي ویلي، دغه پنځه مخیز مقررات څو ورځې وروسته له هغې نافذ شول چې د پاکستان حکومت په کشمیر کې د ټاکنو او اعتراضونو په اړه د نړیوالو رسنیو پر راپورونو نیوکه وکړه او د الجزیرې شبکې یې د «زېړ ژورنالېزم» په ترسره کولو تورنه کړه. د راپور له مخې، پاکستان د الجزیرې وېبپاڼې ته هم لاسرسی محدود کړی دی.
د نویو مقرراتو له مخې، که خبریالان یا رسنۍ د چارواکو په وینا د «پاکستان د ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» پر ضد عمل وکړي، حکومت کولای شي د هغوی د رسنیز فعالیت جواز وځنډوي یا یې لغوه کړي.
سيپيجي همداراز ویلي، پاکستاني چارواکو په کشمیر کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په ملاتړ د اعتراضونو د رسنیز پوښښ مخه هم نیولې ده. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې نړیوالو رسنیو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د نښتو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي راپورونه خپاره کړل. د راپور له مخې، چارواکو د موبایل او انټرنېټ خدمتونه هم ځنډولي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د جولای په ۲۷مه د ټاکنو له پیل مخکې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
سيپيجي ویلي، خبریال سید فرهاد علي شاه د جولای په ۲۸مه، وروسته له هغې چې تر یوې میاشتې زیات وخت یې بې له رسمي تور څخه په بند کې تېر کړ، د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی. دغه بنسټ زیاتوي چې د خبریالانو رازي طاهر او محمد سیف د برخلیک په اړه هم معلومات نشته؛ دواړه د اګست په لومړۍ نېټه د پولیسو له خوا نیول شوي وو او د کشمیر د ناکراریو راپورونه یې چمتو کول.
د نویو مقرراتو له مخې، ټولې بهرنۍ رسنۍ او هغه کسان چې ورسره همکاري کوي، د سیمهییزو همکارانو او معلوماتي سرچینو په ګډون، باید د اطلاعاتو وزارت سره ثبت او جلا رسنیز جواز ترلاسه کړي. همدارنګه، بهرني خبریالان چې د تفریح لپاره د ایبټاباد یا مري ښارونو ته سفر کوي، هم باید د «نه اعتراض سند» ترلاسه کړي.
سيپيجي ویلي، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د دې بنسټ د نظر غوښتنې برېښنالیک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.
دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.
د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې
محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلاماباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».
سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».
د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.
کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.
نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.
د پاکستان د طبي شورا پرېکړه
د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زدهکړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.
شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.
د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.
شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.
د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زدهکړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.