د جمهوریت له سقوط پنځه کاله وروسته، په نړۍ کې د افغانستان ډیپلوماتیکه شبکه له منځه تللې ده. لسګونه نمایندګۍ طالبانو ته سپارل شوې، یو شمېر تړل شوې، ځینې له طالبانو سره تعامل کوي او څو سفارتونه لا هم د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي.
افغانستان انټرنشنل په بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د ۶۵ سیاسي، قونسلګریو او دایمي استازولیو وضعیت څېړلی دی.
د دې څېړنې له مخې، ۳۷ استازولۍ د طالبانو تر مستقیم نظارت لاندې فعالیت کوي او په هغو کې د دې ډلې له خوا معرفي شوي یا د طالبانو له خوا تایید شوي ډیپلوماتان حضور لري. شپږ نورې استازولۍ د طالبانو له خوا د ټاکل شویو ډیپلوماتانو له حضور پرته د دې ډلې له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کوي. او همدارنګه ۱۴ استازولۍ لا هم د طالبانو اثر او کنټرول پرته فعالیت کوي او اته استازولۍ تړل شوې دي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې د دولتي جوړښتون کنټرول ترلاسه کړ، خو له افغانستان څخه بهر یې نږدې په هېڅ یوه سیاسي او قونسلي نمایندګۍ کې کنټرول نه درلود.
د پخواني حکومت ډیپلوماتانو په ګڼو دغو استازولیو کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه د امرونو اخیستل ونه منل. دغه وضعیت تر یوه کال زیات دوام وکړ. خو په ایران کې یو له لومړنیو بدلونونو څخه رامنځته شو.
د ۱۴۰۱ کال د کب په ۷مه په تهران کې د افغانستان سفارت، چې تر هغه وخته د جمهوریت د ډیپلوماتانو په واک کې و، د طالبانو له خوا ورپیژندل شویو ډیپلوماتانو ته وسپارل شو.
فضل محمد حقاني د دغه سفارت د شارژدافیر په توګه خپل کار پیل کړ خو ایران، له دې اقدام سره سره، د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند.
هغه مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ناصر کنعاني وویل، د سفارت د مدیریت بدلون «د افغانستان داخلي موضوع» ده.
افغانستان د تهران پر سفارت سربېره، په مشهد او زاهدان کې دوه قونسلګرۍ هم لري.
د زاهدان قونسلګري تر دې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې وه، خو د مشهد قونسلګري د څه مودې لپاره د جمهوریت له خوا د ټاکل شوي ډیپلومات په واک کې پاتې شوه.
طالبانو د همدې کال د زمري په ۸مه فیض الرحمن عطایي د مشهد د قونسل په توګه وټاکه.
چین د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۰مه د طالبانو پخوانی مرستیال ویاند بلال کریمي په بیجینګ کې د دې ډلې د ټاکل شوي استازي په توګه ومانه. هغه وروسته د همدې کال د سلواغې په ۱۰مه خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړ.
چین لومړنی هېواد و چې په دې کچه یې د طالبانو له خوا ټاکل شوی سفیر ومانه، خو طالبان یې په رسمیت ونه پېژندل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د سلواغې په ۱۱مه د کابل د واکمنې ادارې له خوا د معرفي شوي سفیر منل او ولسمشر ته د هغه د باورلیک سپارل «عادي ډیپلوماتیک ترتیب» وباله.
چین وویل، دغه هېواد باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه منزوي نه شي.
متحده عربي اماراتو هم د ۱۴۰۳ کال د وږي په لومړۍ نېټه بدرالدین حقاني د طالبانو له خوا ور پیژندل شوی ډیپلومات د طالبانو د سفیر په توګه ومانه.
متحده عربي امارات له هغو دریو هېوادونو څخه و چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و، خو دا ځل یې، سره له دې چې د طالبانو ډیپلومات یې ومانه، پرېکړه یې وکړه چې دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.
هغه مهال رویټرز د یوه اماراتي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې ابوظبي غواړي د پراختیايي پروژو، بیارغونې او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي د سفارت سربېره، په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو تر ادارې لاندې ده. عبدالرحمن فدا د دې نمایندګۍ د سرقونسل په توګه مسولیت لري.
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته احمد خالد په ازبکستان کې د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوی سفیر په تاشکند کې پاتې شو. وروسته طالبانو مغفورالله شهاب د شهاب الدین دلاور زوی د افغانستان د سفارت د موقت سرپرست په توګه وټاکه.
طالبانو د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۸مه عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د خپل سفیر په توګه وټاکه. بحر تر دې مخکې په کندهار او کابل کې د طالبانو په قضايي جوړښت کې کار کړی و.
بحر خپل باورلیک د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته وسپاره.
ازبکستان له هغه وروسته نوموړی د افغانستان سفیر بولي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند «دنیا» خبري اژانس هم له هغه څخه «په ازبکستان کې د افغانستان سفیر» په توګه یادونه کړې ده.
بختیار سعیدوف د هغه د باورلیک د منلو پر مهال وویل، دواړه هېوادونه ګډ تاریخ او ګډې ګټې لري او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاریو په تېرو درېیو کلونو کې وده کړې ده.
د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان د سفارت سربېره، په ترمذ کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو تر ادارې لاندې ده. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت حاجي محمد موسی امیري د دې نمایندګۍ د قونسل په توګه معرفي کړی دی.
په دې سره د جمهوري نظام له سقوط درې کاله وروسته، طالبانو توانېدلي وو چې د افغانستان د ډیپلوماتیکې شبکې د یوې لویې برخې کنټرول ترلاسه کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۹مه وویل، د نړۍ په سطحه د افغانستان ۳۹ سفارتونه، قونسلګرۍ او نمایندګۍ د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم کار کوي.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د جمهوریت له سقوط وروسته تر درېیو کلونو زیات د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو تر واک لاندې پاتې شو، خو په استانبول کې د افغانستان قونسلګري تر دې ډېر مخکې د طالبانو له خوا معرفي شوي ډیپلومات ته وسپارل شوه.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د کب په ۹مه ګلمت خان ځدران په استانبول کې د خپل قونسل په توګه وټاکه.
خو هغه مهال په انقره کې د افغانستان سفارت لا هم د امیرمحمد رامین چې د جمهوریت د حکومت له خوا د ټاکل شوي سفیر تر څارنې لاندې فعالیت کاوه.
دا وضعیت د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۰مه نوي پړاو ته داخل شو. ترکیې محمدزبیر ودان د طالبانو له خوا معرفي شوی ډیپلومات، ومانه او هغه ته یې اجازه ورکړه چې د سفارت د لومړي سکرتر او په اقتصادي برخه کې کار وکړي.
خو په انقره کې لوی بدلون د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې رامنځته شو. د سلواغې په ۱۸مه د پخواني حکومت ډیپلوماتیک ټیم سفارت د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره.
اسوشیټډ پرېس د یوه ترکي چارواکي له قوله لیکلي و، چې د سفیر او یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو ماموریت پای ته رسېدلی دی. د سفارت پخواني ټیم وویل، دغه پرېکړه د طالبانو له خوا پر ډیپلوماتانو او ترکي چارواکو د دوامدار فشار وروسته شوې ده.
یوه ترکي چارواکي اسوشیټډ پرېس ته وویل، انقره د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره له کابل د واکمنې ادارې سره د خبرو او تعامل سیاست تعقیبوي خو طالبان په رسمیت نه پېژني.
امیرخان متقي د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۴مه صنیع الله فرهمند په ترکیه کې د طالبانو د «فوقالعاده سفیر او باصلاحیته استازي» په توګه معرفي کړ. متقي د انقرې په سفارت کې د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې وویل، د طالبانو او ترکیې اړیکې له دې بدلون سره «نږدې عادي» شوې دي.
طالبانو سید مفتي محمد اکبر عظیمي هم په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مسول په توګه معرفي کړی دی. په ورته مهال طالبانو د جمهوریت د پاتې شوو استازولیو پر وړاندې د فشار لپاره بله لاره هم خپله کړه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۹مه وویل، د افغانستان د لږ تر لږه ۱۴ هغو استازولیو له خوا صادر شوي قونسلګري اسناد نه مني چې له دې ډلې سره همغږي نه لري.
په دې پرېکړه کې پاسپورټونه، ویزې او یو شمېر قونسلګري اسناد شامل وو او ډېری یادې نمایندګۍ په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې وې.
طالبانو د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۵مه وویل، په مونشن، هالنډ، هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد مني، ځکه دغه هېوادونه توانېدلي چې د طالبانو له خوا د افرادو له استولو پرته تعامل رامنځته کړي.
په دې توګه، د «جمهوریت سفارت» او «طالبانو سفارت» ترمنځ کرښه ورو ورو لا پېچلې شوه.
یوه ساتازولي کېدای شي د جمهوریت د دورې د ډیپلومات له خوا اداره شي، کوربه هېواد طالبان په رسمیت ونه پېژني، خو د دغې نمایندګۍ اسناد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په تایید صادر شي.
د افغانستان د پخوانیو ډیپلوماتانو یوه سرچینه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان نمایندګۍ لا هم په خپلواکه توګه او له طالبانو سره له همکارۍ پرته فعالیت کوي.
لندن هم په همدې نوملړ کې و، خو د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې وتړل شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو نمایندګیو کې صادر شوي اسناد د دوی له خوا تایید شوي نه دي.
په ټورنټو او ونکوور کې د افغانستان دوه قونسلګرۍ هم په همدې وضعیت کې دي.
د دغو ډېری نمایندګۍ، په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت پرته، د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو او قونسلګریزو نمایندګیو د همغږۍ شورا» په چوکاټ کې له یو بل سره همکاري کوي. په تاجکستان کې د افغانستان وضعیت د افغانستان د بهرنیو نمایندګیو د خپرېدو له کم ساري بېلګو څخه دی.
په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د جمهوریت د وخت ټاکل شوي ظاهر اغبر په واک کې دی.
طالبانو د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې له تاجکستاني چارواکو سره په خبرو کې هم د دغه سفارت د کنټرول غوښتنه کړې وه. خو په خاروغ کې د افغانستان قونسلګري له ۱۴۰۲ کال راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
په پایله کې، افغانستان په یوه هېواد کې دوه نمایندګۍ لري؛ یوه یې د جمهوریت له پاتې جوړښت سره کار کوي او بله یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره.
په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ طالبانو ته ورسپارلو وړاندې شوې دي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان قونسلګریو د ۱۴۰۱ کال د وري په ۳مه خپل فعالیتونه ودرول. د مالي سرچینو کمښت او د یوه داسې حکومت نشتوالی چې په رسمیت پېژندل شوی وي او د دغو نمایندګیو مالي لګښتونه او اداري چارې مدیریت کړي، د هغوی له اصلي ستونزو څخه بلل شوي وو.
په لندن کې د افغانستان سفارت هم له درېیو کلونو فعالیت وروسته، د جمهوریت له حکومت پرته، د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۶مه وتړل شو.
په ناروې کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۲مه خپل فعالیتونه ودرول. خو شپږ میاشتې وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وویل چې د سفارت قونسلګري خدمات به د ۱۴۰۴ کال د وري له ۴مې بېرته پیل شي.
ناروې وروسته د کونسلي چارو لپاره د طالبانو له خوا منل شوی یو ډیپلومات هم ومانه.
په توکیو کې د افغانستان سفارت هم، چې د جمهوریت له خوا د ټاکل شوي سفیر شیدا محمد ابدالي له خوا اداره کېده، د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۱۲مې خپل ټول فعالیتونه ودرول.
جاپان وویل، د ویانا د کنوانسیون له مخې به د سفارت له ودانۍ، شتمنیو او ارشیف څخه ساتنه وکړي.
په کانبرا کې د افغانستان سفارت د روان کال تر اوړي پورې د جمهوریت د ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې پاتې شو، خو فعالیت یې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۹مې وروسته ودرول شو.
د استرالیا حکومت په څرګنده ویلي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی ډیپلومات، افتخاري قونسل یا استازی نه مني او د سفارت له ودانۍ او ارشیف څخه به ساتنه وکړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په سریلانکا کې د افغانستان سفارت په خپله خوښه تړل شوی او په اوکراین کې هم د جګړې له پیل وروسته د دغه هېواد سفارت په نیمه تعطیل حالت کې دی.
جرمني د لوېدیځو هېوادونو د سیاست د تدریجي بدلون له لومړنیو بېلګو څخه دی.
د جمهوریت له سقوط وروسته د څو کلونو لپاره په برلین کې د افغانستان سفارت او د دغه هېواد قونسلګرۍ د جمهوریت د دورې د ډیپلوماتانو له خوا اداره کېدې. په مونشن کې قونسلګري له هغو نمایندګیو څخه وه چې د قونسلي خدماتو لپاره یې له طالبانو سره همغږي کړې وه. خو په ۱۴۰۴ کال کې د جرمني حکومت د طالبانو له خوا ټاکل شوي دوه ډیپلوماتان ومنل. د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۰مه په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ ټولو کارکوونکو د دغو دوو ډیپلوماتانو د منلو په اعتراض کې استعفا وکړه. هغوی وویل، دوی اندېښمن دي چې طالبان به په جرمني کې د مېشتو افغانانو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي.
طالبانو وروسته غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې د دوی د ډیپلوماتانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شي. د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې برلین د طالبانو د شپږو نورو ډیپلوماتانو د منلو لپاره هم هوکړې ته رسېدلی دی.
د جرمني حکومت دغه اړیکې په تخنیکي کچه بللې او طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي.
همدارنګه په هند کې د افغانستان د سفارت برخلیک هم په دې پنځو کلونو کې څو ځله بدل شوی دی. د جمهوریت د دورې ډیپلوماتانو د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه ودرول. له دې وروسته د هند او طالبانو اړیکې په تدریجي ډول پراخې شوې.
د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۸مه هند وویل چې په کابل کې به خپله تخنیکي نمایندګي بېرته د سفارت تر کچې لوړه کړي او طالبان به هم خپل ډیپلوماتان هند ته واستوي. هند هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۳مه نوراحمد نور په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه خپل کار پیل کړ.
په هند کې، د افغانستان انټرنشنل د یوې سرچینې په وینا، په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګري اوس د طالبانو تر ادارې لاندې ده او اکرامالدین کامل د سرقونسل د سرپرست په توګه فعالیت کوي.
د دې قونسلګرۍ رسمي وېبپاڼه هم اوس دا نمایندګي د «افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ» په نوم معرفي کوي.
په حیدراباد کې د افغانستان قونسلګري هم د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې د طالبانو استازي ته وسپارل شوه.
مسکو د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۲مه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. مسکو دغه پرېکړه له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره زمینه وبلله او پر ګډه د ترهګرۍ، داعش خراسان او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې پر مبارزې یې ټینګار وکړ.
ولادیمیر پوتین تر دې مخکې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د روسیې «متحد» بللي وو.