په جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: په پنډغالو کې افغان کډوال له ناوړه وضعیت سره مخ دي
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د پاکستان له حکومته غوښتي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او هغه کورنیو وضعیت ته جدي او انساني پاملرنه وکړي چې له څو اوونیو راهیسې په پنډغالو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
یادې شورا د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په پنډغالو کې مېشت افغان کډوال له سخت او ناروښانه وضعیت سره مخ دي او له هغوی سره یې د انساني چلند پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه شورا همداراز د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او یوټیوب چلوونکي حامد احساس د برخلیک په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د دوې په وینا له نږدې ۴۰ ورځو راهیسې لادرکه دي.
د افغانستان د خلکو عالي شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغه دوو کسانو د موندلو او د برخلیک معلومولو لپاره جدي اقدام وکړي او که چېرې هغوی د پولیسو له لوري نیول شوي وي، نو د هغوی له کورنیو سره دې د دوی د نیولو د لامل، د قضیې او د ساتنې د ځای په اړه روښانه معلومات شریک کړي.
یادې شورا همداراز ټینګار کړی، که پر یادو کسانو کوم تور یا قضیه وي باید د پاکستان د نافذه قوانینو او د هغوی د بشري او قانوني حقونو پربنسټ ورسره چلند وشي.
په همدې ورځ طالبان بلخ، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان او دایکنډي ولایتونو ته ننوتل او ډېرې سیمې له جګړې پرته دغه ډلې ته وسپارل شوې.
بلخ د طالبانو په لاس کې
د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ښار سقوط د طالبانو لپاره تر ټولو ستره پوځي او سیاسي لاسته راوړنه وه. مزارشریف د افغانستان له مهمو ښارونو او د شمال د سیاسي، اقتصادي او پوځي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه و. د بلخ مرکز د پخواني حکومت د ځواکونو، سیمهییزو پاڅون کوونکو او د شمال د مطرح سیاسي څېرو له لوري د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له مهمو مرکزونو ګڼل کېده. د همدې ورځې په لړ کې مزارشریف د طالبانو لاس ته ولوېد. د راپورونو له مخې، د افغان ملي اردو اړوند ځواکونه لومړی له سیمې ووتل او وروسته سیمهییزو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم مقاومت پرېښود. د راپورونو له مخې، د ولایت د والي دفتر په ګډون ټول مهم حکومتي تاسیسات د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.
د شمال د پخوانیو مطرح قوماندانانو او سیاسي څېرو په ځانګړې توګه عطامحمد نور او د عبدالرشید دوستم د ځواکونو کمزوري کېدو او له سیمې د وتلو راپورونه هم خپاره شول. د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو مزارشریف له جګړې پرته ونیوه او د شمال د نیولو بهیر یې په دې توګه بشپړ کړ.
فاریاب او کونړ هم له جګړې پرته طالبانو ونیول
په شمال کې له بلخ سره هممهاله د فاریاب مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېده. فاریاب له هغه ولایتونو څخه و، چې طالبانو یې له مرکز سره یوشمېر ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې. د میمنې له سقوط سره د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د جمهوري حکومت پوځي حضور نور هم محدود شو.
د زمري په ۲۳مه په ختیځ کې د کونړ مرکز اسعداباد هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. د اسعداباد سقوط د هېواد په ختیځ کې د حکومت د دفاعي کرښې د لا کمزورې کېدو نښه وه.
د شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) طالبانو اعلان وکړ، چې د کونړ مرکز اسعداباد او شاوخوا ولسوالۍ د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي او د دوی جنګیالي پر ښار مسلط دي. له اسعداباد نه ټول امنیتي چارواکي او مسوولان وتلي او ښار طالبانو ته سپارل شوی دی.
نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نهشته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي. د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نهشي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نهدي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.
ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګراتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بېبرخې شوې دي. ښځې باید د زدهکړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زدهکړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».
ښکلا وايي، د ښځو پر زدهکړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زدهکړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نهلري.
د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نهده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.
نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نهشي کولی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نهشته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.
ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زدهکړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زدهکوونکي د زدهکړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نهدی.
ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زدهکړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د ښځو د زدهکړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زدهکړو حق لري او باید خپلې زدهکړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.
نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانهخلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زدهکړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نهکړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زدهکړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سياېناېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.
ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نهکېږي.
هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه. هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.
ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.
ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نهده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نهکړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.
هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»
د کاکړ په وینا، د کچلاغ تر چاودنې مخکې هم پر ملا هبتالله دوه ځله د برید هڅې شوې وې او له همدې امله نوموړي له خلکو سره ډېر کم لیدل او د خپل امنیت لپاره یې په تګ راتګ کې احتیاط کاوه.
نوموړی وايي، یوه ورځ یې ملا هبتالله ته ویلي و چې «په افغانستان کې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه په چاودنو الوځول کېږي، ایا دا د افغانستان په ګټه دي؟». او ملا هبتالله د ده په وینا، په ځواب کې منلې وه، چې دا کار د افغانستان په زیان دی او ناسم عمل دی.
په کچلاغ کې یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او هیچا ته یې جومات ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوله.
د هغه په وینا، خبریالانو ته هم د وژل شویو کسانو د انځور اخېستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په کوټه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه راپور ورکول د ځایي خبریالانو لپاره اسان کار نه و او بهرنیو خبریالانو هم کوټې ته د سفر لپاره د پاکستان له امنیتي ادارو څخه د نه اعتراض سند (NOC) ته اړتیا درلوده.
په همدې سیمه کې د «شاه صاحب مدرسه» هم ده، چې د جګړې پرمهال د طالبانو له مهمو مرکزونو شمېرل کېده.
د سیمې د خلکو په وینا، طالب مشران به ډېر ځله دې مدرسې ته راتلل او خپلې ناستې او سلامشورې به یې همدلته کولې.
له سملي وروسته د هندو چینې سیمه او ورپسې د کتر کلي سیمه پیلېږي. په دې سیمه کې د کاسي، کاکړ، سلیمانخېل، ملاخېل او ساګزي قبیلو کورنۍ مېشتې دي. د هندو چینې په شمال کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه بله امنیتي پوسته پرته ده، چې له هغې وروسته د کچلاغ ښار اصلي برخه پیلېږي. له کچلاغ نه یوه لار د چمن ښار او د افغانستان پر لور وتلې ده.
چمن له کچلاغ نه شاوخوا ۹۰ کیلومتره واټن لري او د پښین ولسوالۍ پر لور لاره هم له همدې مسیر ه تېرېږي. د افغان کډوالو د سرانان او سرخاب مشهور پنډغالي هم د کچلاغ په شاوخوا سیمه کې پراته دي.
کچلاغ له کلونو راهیسې د افغان طالبانو د پخوانۍ «کوټې شورا» او د هبت الله له استوګنځي سره تړلې سیمه بلل شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې طالبان مات شول، ځینو افغان او لوېدیزو چارواکو او شنونکو باور درلود، چې د طالبانو مشرتابه د بلوچستان کوټې ښار ته تللې ده.
ملک مجید کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبتالله اخوندزاده په همدې مدرسه کې استوګن و او کلونه یې همدلته ژوند کړی دی.
مدرسه عربیه اسلامیه خیرالمدارس
مجید کاکړ زیاته کړه، « ملا هبتالله به همدلته درس ورکاوه او د طالبانو د جګړې پرمهال یې له همدې ځایه له خپلو نږدې ملګرو او طالب مشرانو سره اړیکې ساتلې».
د هبت الله د پخوانیو مقتدیانو په وینا، نوموړي هره ورځ د سهار له اتو بجو نه تر غرمې پورې طالبانو ته درس ورکاوه او میاشتنی معاش یې شاوخوا لس زره پاکستانۍ کلدارې و. پر دې سربېره یې چندې، صدقې او د زکات او سرسایې پیسې هم ترلاسه کولې.