• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو غورځنګ: د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه ترخه ورځ ده

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګ د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې ترخه ورځ بللې او ویلي یې دي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره مېلیونونه ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې ښځې له زده‌کړو، کار، سیاسي مشارکت او ټولنیز ژوند محرومې شوې دي. د یاد غورځنګ په باور، له عامه حضور د ښځو لرې کول یوه لنډمهاله پرېکړه نه، بلکې د تبعیض او ځپنې د یوط سیستماتیکط او پلان شوې پالیسۍ برخه ده.

دغه غورځنګ د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت د طالبي ظلم د ټولو قربانیانو او هغه افغان ښځو درناوی کړی چې له ګواښونو، نیونو، تبعید او فشارونو سره، سره یې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه نه‌ده پرېښې.

د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګ په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، تر هغه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، په بشپړ ډول تضمین او رعایت شوي نه‌وي.

دغه غورځنګ همداراز غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د نړۍوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د بشري حقونو د سرغړونکو حساب ورکولو لپاره دې اغېزمن نړۍوال مېکانیزمونه رامنځته شي او له افغان ښځو، مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو له مدافعانو دې ملاتړ وشي.

په اعلامیه کې د ښځو د زده‌کړې، کار، ازاد تګ‌راتګ، سیاسي ګډون او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د برابر حضور د حقونو د تضمین غوښتنه هم شوې ده. دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره بشري مرستې د شفافو او له تبعیض پرته مېکانیزمونو له لارې زیاتې کړي.

د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګ ټینګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د ازادۍ، عدالت، برابرۍ، د قانون حاکمیت او د ښځو او نارینه‌و د برابر ګډون له لارې جوړېدای شي او دوی به د ټولو افغانانو د حقونو، ازادۍ او انساني کرامت تر سیوري لاندې خپلو مدني مبارزو ته دوام ورکړي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۴

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

•
•
•

نور کیسې

د رباب په نغمو کې؛ د افغان نجونو او ښځو د ستونزو او کړاوونو انځور

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

افغانه رباب غږوونکې ښکلا د رباب د نغمو او تارونو له لارې د افغان ښځو او نجونو د ژوند، ستونزو او کړاوونو کیسه بیانوي؛ هغه هڅه کوي د رباب په هره نغمه کې د هغو ښځو غږ انځور کړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې غږونه ډب شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې یادې ډلې د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ، موسیقۍ او نورو ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګېدلي دي. د دغه بندیزونو له امله ګڼې افغان ښځې له زده‌کړو، کار او خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکې او رباب غږوونکې ښکلا هم له هغه افغان نجونو څخه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شوه. نوموړې له څو کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي.

ښکلا وايي، په ۲۰۲۱کال کې چې طالبان واک ته ورسېدل په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر سخت شو. د هغې په خبره، د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه ولګېدل او د دوی لپاره د ژوند ډېرې لارې وتړل شوې.

نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نه‌شته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي.
د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نه‌شي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نه‌دي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.

ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګ‌راتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بې‌برخې شوې دي. ښځې باید د زده‌کړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زده‌کړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».

ښکلا وايي، د ښځو پر زده‌کړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زده‌کړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نه‌لري.

د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نه‌ده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.

نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نه‌شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نه‌شته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.

ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زده‌کړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نه‌دی.

ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د ښځو د زده‌کړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زده‌کړو حق لري او باید خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.

نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانه‌خلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زده‌کړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نه‌کړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زده‌کړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سیګار پخوانی مشر: په افغانستان کې د ښځو ژوند په دوزخ بدل شوی دی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی مفتش جان ساپکو وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو ژوند په «دوزخ» بدل شوی دی. هغه د ټرمپ پر ادارې نیوکه وکړه، چې د وضعیت د بدلولو لپاره یې هیڅ اغېزمن اقدام نه‌دی کړی.

ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سي‌اېن‌اېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.

هغه خبرداری ورکړ، چې د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو یوازې پرېښودل ښايي پر دغه هېواد باور له‌منځه یوسي.
ورته مهال د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج له کابل نه سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې د هغې تر مدیریت لاندې د امن خونې تر تړل کېدو وروسته نور په عملي توګه نه‌شي کولی په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو هغه امن خونه چې له زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، واک ته د بېرته ستنېدو په لومړیو ورځو کې وتړله. سراج ویلي: «زه په دې ډول خپلو کارونو ته دوام نه‌شم ورکولی؛ ځکه له هغه افغان ښځو سره چې زما مرستې ته اړتیا لري، مرسته نه‌شم کولی».

هغې وویل، چې د افغانستان ښځې له ټولو حقونو بې‌برخې شوې دي او ان د هغې په څېر کسان هم نه‌شي کولی د دغه وضعیت په اړه په ازاد ډول خبرې وکړي؛ بلکې له هغوی تمه کېږي چې چوپ پاتې شي.

ساپکو واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان په اړه د کریسټین امانپور د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه خپه او نهیلی یم». هغه زیاته کړه، ډېر داسې افغانان پېژني چې نه‌دي توانېدلي له هېواده ووځي.

ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نه‌کېږي.

هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه.
هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.

ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.

ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نه‌ده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نه‌کړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.

هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»

د ښځو اعتراضي خوځښتونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د اګست ۱۵مه «د مقاومت او مبارزې ورځ» بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو محدودول دې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د «ښځو همت» خوځښت، د عدالت‌غوښتونکو ښځو، د ازادۍ لمر، د برابرۍ لپاره د افغان ښځو او د ښځو د ازادۍ شبکې په ګډون د ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې د اګست ۱۵مه د ښځو لپاره یوازې یوه نېټه نه، بلکې د داسې دورې پیل دی چې په‌کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نه‌دي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نه‌ده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».

دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالت‌غوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.

دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.

په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زده‌کړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».

د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو افغانه فعاله او څېړونکې نازیلا علمي وايي، افغان ښځې د اوږدې مودې له محرومیتونو سره، سره «نه تسلیمېدونکې» دي او د زده‌کړو، ازادۍ او د ټولنې جوړولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې له جورج بوش له بنسټ سره په یوې مرکه کې وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې محرومیتونه له روانو بشري حقونو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره یوځای شوي او د دغه ښځو وضعیت یې لا زیانمن کړی دی.
د علمي په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړې، کار او تګ‌راتګ حقونو لپاره نه‌ده، بلکې ښځې له تاریخي تبعیض، جبري بې‌ځایه کېدو او نورو محرومیتونو سره هم مخ دي.
هغې وویل، کورنۍ یې له افغانستانه ن منځنۍ اسیا ته کډه شوې وه؛ خو له ۲۰۰۱کال وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوه؛ څو د خپلې ټولنې او کورونو په بیا جوړولو کې برخه واخلي.
د علمي په وینا؛ هغه د مزارشریف په یوه سیمه کې لویه شوې او وروسته یې کور وران او کورنۍ یې کابل ته جبري بې‌ځایه شوه. نوموړې وايي، یادې تجربې د جبري بې‌ځایه کېدو او بشري حقونو په اړه د هغې د څېړنو پر مسیر اغېز کړی دی.
علمي د خپلې کورنۍ د ښځو د زده‌کړیزو فعالیتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغې انا د خپلې کورنۍ له یوازینۍ ښځې په توګه د میراث د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه او وروسته یې په خپل کلي کې یو ښوونځی جوړ کړ.
د نوموړې په وینا، دغه ښوونځی وروسته پراخ شو او زرګونو نجونو په‌کې زده‌کړې وکړې؛ خو اوس هغه نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغې ټینګار وکړ، چې بشري حقونه او امنیت باید له یو بل څخه جلا ونه ګڼل شي.
علمي وايي، که نړۍواله ټولنه د افغان ښځو او قومي لږکیو بشري حقونه له امنیتي او ترهګرۍ ضد سیاستونو جلا وګڼي؛ نو د خلکو شکایتونه، مبارزه او مقاومت به له پامه وغورځوي او د تېرو تېروتنو د تکرار ګواښ به زیات شي.
نوموړې په افغانستان کې د سفر کوونکو بهرنیو او افغان ټولنیزو رسنیو فعالانو پر فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې یوازې د افغانستان د ښکلا، مېلمه‌پالنې او فرهنګ ښودل د دغه هېواد د اوسني وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
علمي وايي، باید له دوی وپوښتل شي چې په دغه انځورونو او ویډیوګانو کې افغان ښځې چېرته دي او ولې هغه کسان چې افغانستان ته سفر کوي د طالبانو له لوري په خوندي ډول ګرځول کېږي.
د هغې په وینا؛ طالبان له دغه سفرونو څخه د خپل حکومت د تبلیغ لپاره ګټه اخلي او د افغانستان د واقعي وضعیت د پټولو هڅه کوي. علمي وايي، په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو روانه مبارزه ورته هیله ورکوي.
نوموړې وویل، په افغانستان او بهر کې افغان ښځې او ځوانان د خپل هېواد د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي او همدا دوامداره فعالیتونه د هغې د هیله‌مندۍ تر ټولو مهم لامل دی.
هغې د افغانستان د ځوانانو د یوې څېړنې یادونه وکړه او ویې ویل، ځینو ځوانو افغانانو ورته ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه «خوشبین» نه‌دي؛ خو «هیله‌من» دي ځکه د دوی په باور خوشبیني ښايي د اوسني وضعیت منل وي، خو هیله د بدلون لپاره له مبارزې سره تړاو لري.
علمي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو مقاومت لاهم دوام لري او د همدې مبارزې دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هغې د هیلې سرچینه ده.

ملګري ملتونه: ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د فعالانو په وینا؛ ښځې له عامه ژوند څخه نږدې په بشپړه توګه اېستل شوې دي.

د «ای پیپر» د راپور له مخې؛ طالبانو شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه او محدودیتونه لګولي، چې له مخې یې له ۱۲ کلونو پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې، ښځې له پوهنتون او د کار له ډېرو برخو بې‌برخې شوې او د تګ‌راتګ لپاره پرې سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
په راپور کې راغلي، د طالبانو په وروستیو فرمانونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په اړه داسې احکام هم شامل دي چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا، نارینه‌و ته د خپلو مېرمنو د وهلو زمینه برابروي؛ تر هغه چې د وهلو له امله د هډوکو ماتېدو او دایمي ټپ لامل نه‌شي.
په یوه بل حکم کې د ښځو لپاره د طلاق اخیستل لا سخت شوي؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و د طلاق حق پر خپل ځای پاتې دی. د راپور له مخې؛ دغه قوانین د ماشومانو د ودونو لپاره هم زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې؛ اوس شاوخوا نیمايي افغان ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو وځي.
۲۳ کلنه پریما چې له ایران نه افغانستان ته په جبري توګه ستنه شوې وايي، ښځې حتی د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په ازاد ډول له کوره نه‌شي وتلی او د کور د سودا پېرلو مسوولیت ډېری وخت پر نارینه‌و پاتې کېږي.
پریما وايي، هغه د ګنډلو او خامک‌دوزۍ مهارت لري او که د کار امکانات ورته برابر شي؛ نو کولای شي د خپلې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي، خو د طالبانو د محدودیتونو له امله بې‌کاره ده.
په لویدیځ افغانستان کې یوه ۴۰ کلنه ښځه چې تر شلو کلونو ډېر وخت یې په ایران کې تېر کړی او په مارچ میاشت کې په جبري توګه افغانستان ته ستنه شوې وايي، چې لوڼې یې ښوونځي ته نه‌شي تللی.
د ښځو د حقونو فعاله میترا مهران وايي، د طالبانو د رژیم عادي کېدو بهیر د اندېښنې وړ دی او له یادې ډلې سره د نړۍوالو هېوادونو سیاسي او دیپلوماتیک تعامل باید د ښځو د حقونو له وضعیت سره تړاو ولري.
راپور وايي، د ملګرو ملتونو د بشریت ضد جرمونو تړون د تعدیل په وړاندیزونو کې اوو هېوادونو د جرم په توګه د «جنسیتي توپیر» د شاملولو غوښتنه کړې او ۱۴ هېوادونو په عامه توګه د یادې طرحې ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې افغانستان له ژور بشري او اقتصادي ناورين سره هم مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۸ مېلیونه افغانانو په بې‌وزلۍ کې ژوند کاوه او نږدې له هرو څلورو کسانو درې یې د خپلو اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.
د مرستندویه ادارو په وینا؛ وچکالۍ، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ستنېدل او د نړۍوالو مرستو کمښت د خلکو وضعیت لا کړکېچن کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو بې‌ساری ناورین د نړۍ له‌خوا د هېرېدو له ګواښ سره مخ دی.