صالح د خپل پیغام په بله برخه کې افغانستان د افغانانو او نړیوالې ټولنې له نظره لا هم یوه «ناحل شوې دوسیه» وبلله او ویې ویل چې افغانستان لا هم «یوه ناحله شوې مساله» ده او د ډېرو په نظر «یوه قضیه ګڼل کېږي، نه یو دولت-ملت.»
د هغه په وینا، طالبانو جګړه نه ده ختمه کړې، بلکې جګړه یې «د کابل هرې کوڅې او د هر افغان کور» ته رسولې ده. هغه وايي افغان ځوانان، ښځې او قومي مشران هره ورځ له طالبانو سره په یوه ډول مبارزه کې دي.
سادات وايي، د متحده جبهې مشرتابه تر دې مخکې هڅه وکړه چې طالبان له افغانانو سره جوړجاړي ته ورسېږي او لږ تر لږه له ظلم څخه لاس واخلي، خو د ده په باور، وضعیت برعکس خراب شوی دی.
هغه وايي: « اوس د خلاصون او د ازادۍ لاره جګړه ده او د سیاسي پړاو وخت تېر شوی».
یاسین ضیا هم، چې جبهې یې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې بریدونه کړي، د طالبانو تر واک لاندې اوسنی وضعیت سوله نه ګڼي. د هغه په وینا، طالبان د زور او پراخې ځپنې له لارې خپل واک ساتي او هغه څه چې د امنیت په نوم وړاندې کېږي، د ده په تعبیر، «له جګړې او منازعې کم نه دي».
ضیا وايي طالبانو په تېرو دریو لسیزو کې له افغانانو سره د سیاسي تفاهم لپاره رښتینې اراده نه ده ښودلې. د هغه په باور، د طالبانو تر واک لاندې ظاهري سکون د واقعي سولې او امنیت معنا نه لري.
د جمهوریت سقوط
دواړه جنرالان د جمهوریت له سقوط څخه تېر شوي دي، خو د سقوط په تړاو یې تحلیل یو شان نه دی.
سمیع سادات، چې د جمهوریت په وروستیو کې د افغانستان د پوځ له لوړپوړو قوماندانانو څخه و، وايي، د جمهوري نظام سقوط تر ډېره سیاسي سقوط و. د هغه په وینا، افغان پوځ په یوه وخت کې د سیاسي ماتې، د امریکا د وتلو او د لوژستیکي ملاتړ د له منځه تلو بار نه شوای پورته کولی.
هغه وايي، اردو سخت مقاومت وکړ، خو «سیاسي کور» جوړ نه و.
سادات د جمهوریت د سقوط د عواملو په بیان کې د دوحې تړون ته ځانګړی ځای ورکوي.
هغه وايي د پوځ د لیکو د کمزوري کېدو تر څنګ مهمات، لوژستیک، سیاسي مداخلې او د رهبرۍ بحران هم رول درلود، خو «تر ټولو غټ دلیل» یې د دوحې تړون بولي. د هغه په وینا، دغه تړون د افغان حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او سیاسي رهبري یې ماته کړه.
هغه همداراز وايي چې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره یوازې بهرني پوځیان ونه وتل، بلکې د افغان پوځ مهم لوژستیکي ملاتړ هم بند شوی و.
د کابل د سقوط په اړه سادات وايي، هغه لا هم په ښار کې د دفاع امکان لیده، خو د ده په روایت، کله چې ولسمشر اشرف غني له قوماندې او همغږۍ پرته له هېواده ووت، د پوځ «سوق او اداره» هم مات شول.
د جمهوریت د ناکامۍ په اړه د ضیا تحلیل تر یوه بریده سیاسي او ټولنیز دی.
هغه د فساد ترڅنګ تبعیض، قومي اختلافات، سیاسي فساد او د امنیتي او دفاعي ادارو سیاسي کېدل د دولت ـ ملت جوړونې د ناکامۍ مهم عوامل بولي. د ضیا په وینا، د امنیتي ادارو سیاسي کول او د ټاکنو په څېر ملي ـ دموکراتیکو پروسو بېاعتباره کېدل د دې سبب شول چې خلک پر نظام باور له لاسه ورکړي.
هغه زیاتوي، « د امنیت موضوع سیاسي کېدل او په ځانګړي ډول د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د هېواد په امنیتي او دفاعي ادارو کې د ګومارنو سیاسي کېدل هم هغه عوامل وو چې په افغانستان کې د دولت ـ ملت جوړونې د پروسې په ماتېدو کې یې ونډه درلوده».
دواړه جنرالان نه مني چې د جمهوریت ټوله دوره باید ناکامه وبلل شي.
سادات مني چې په جمهوري نظام کې فساد موجود و، خو وايي، کچه یې دومره نه وه لکه اوس یې چې ځینې خلک تبلیغوي. هغه ژمنه کوي چې د ده په تصور کې راتلونکي حکومت کې به فساد ته ځای نه وي او مفسدینو ته به سخته سزا ورکول کېږي.
د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، د ۱۴۰۰ کال په کب کې د جبهې له جوړېدو څخه د ۱۴۰۵ کال تر چنګاښ پورې دې جبهې ۴۰۷ عملیات کړي، یو زر او ۱۵ طالبان یې وژلي او یو زر او ۴۰ یې ټپیان کړي دي. ضیا وايي په همدې موده کې د جبهې ۱۲ وسلهوال هم وژل شوي دي.
دا شمېرې د جبهې خپلې ادعاوې دي او طالبانو نه دي تایید کړې.
پاکستان؛ دواړه د بهرني ملاتړ تور ردوي
د افغانستان د دولتونو د وسلهوالو مخالفو ډلو په اړه له کلونو راهیسې یوه اساسي پوښتنه دا ده چې د دوی د جګړې تر شا تر کومه بریده د بهرنیو دولتونو ملاتړ دی؟
د افغانستان د وروستیو لسیزو تجربه ښيي چې له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره د افغان وسلهوالو ډلو اړیکې تل د جګړې مهم او حساس مسایل پاتې شوې دي. له همدې امله، چې اوس کومه نوې جبهه د طالبانو خلاف د وسلهوالې مبارزې اعلان کوي، د هغې د مالي، پوځي او لوژستیکي سرچینو پوښتنه هم ورسره مطرح کېږي.
یاسین ضیا او سمیع سادات دواړه ټینګار کوي چې د دوی جبهې د کوم بهرني دولت تر نفوذ یا قوماندې لاندې نه دي.
ضیا وايي د ازادۍ جبهې سنګرونه او استحکامات په افغانستان کې دننه دي، خو د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو، روزنیزو مرکزونو او عملیاتي وضعیت په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي. هغه د پاکستان د ملاتړ په اړه ادعاوې د طالبانو تبلیغات بولي او وايي جبهه یې «په هېڅ هېواد پورې تړلې نه ده».
خو ضیا په ورته وخت کې وايي چې جبهه له ټولو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل دي، د خبرو او اړیکو حق ځان ته خوندي ګڼي او له ټولو «ازاديغوښتونکو» غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د مبارزینو ملاتړ وکړي.
سادات هم متحده جبهه بشپړه مستقلهبولي. د هغه په وینا، دا جبهه د افغانانو له خوا جوړه شوې او د افغانانو په رهبرۍ فعالیت کوي. هغه بهرنی ملاتړ په مطلق ډول نه ردوي، خو ټینګار کوي چې هر ډول مرسته باید د جبهې له اصولو او د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې نه وي.
دا پوښتنه د دواړو مرکو له مهمو برخو څخه ده، ځکه د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې تر اوسه د یوه واحد نظامي او سیاسي جوړښت په جوړولو نه دي بریالۍ شوې. په ځینو مواردو کې د یوه برید مسوولیت هممهاله دوو جبهو پرغاړه اخېستی دی.
سادات وايي د مخالفو جبهـو د نه یووالي اصلي ستونزه د «جلاطلبۍ غوښتنې» او د ملي ارزښتونو نه منل دي.
د هغه په وینا، متحده جبهه له هغو جریانونو سره ګډ کار نه غواړي چې د ده په باور ملي ارزښتونه نه مني.
ضیا بیا د مخالفو جریانونو ترمنځ وضعیت بل ډول تشریح کوي.هغه وايي، افغانستان له قومي، ژبني، فرهنګي او فکري پلوه متنوع هېواد دی او د طالبانو له واک وروسته ټولنیز اختلافات نور هم ژور شوي دي.
خو هغه ادعا کوي چې ازادۍ جبهې له نورو سیاسي او وسلهوالو مخالفو ډلو سره ښې اړیکې ساتلې دي.
د احمد مسعود له مقاومت ملي جبهې سره د اړیکو په اړه ضیا وايي، دواړه جبهې مستقل فعالیت کوي، خو په تېرو دریو کلونو کې یې څو ځله په سیاسي موضوعاتو کې ګډ دریځونه نیولي او د عملیاتو، اطلاعاتو او د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو پر وړاندې یې همغږي کړې ده.
سادات بیا وايي، چې له احمد مسعود او نورو جبهـو سره په هدف کې همفکره دي، خو تر یوه چتر لاندې ګډ کار نه غواړي.
هغه مني چې سیاسي بحرانونه د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي، خو ادعا کوي چې طالبان د افغانستان په تېرو درېیو لسیزو کې د سیاست او امنیت په ډګر کې له افغانانو سره د واقعي خبرو او تفاهم لپاره چمتو نه وو.د هغه په وینا، که څه هم افغانستان اوس له ظاهري پلوه ارام ښکاري، خو د طالبانو د «ځپنې او جبر» تر سیوري لاندې دا وضعیت د واقعي سولې او فزیکي او رواني امنیت په معنا نه شي تعبیرېدای.
ضیا طالبان تورنوي چې د واک ته رسېدو په بهیر کې یې له پراخ تاوتریخوالي او وژنو کار اخیستی او له واک ته رسېدو وروسته یې هم له قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع سره «تبعیضي او ځپونکی» چلند کړی دی.
د ازادۍ جبهې مشر تر ټولو جدي ادعا دا هم کوي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره په «خوندي ځاله» بدل شوی دی. د هغه په باور، دغه عوامل د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالې مبارزې لپاره زمینه برابروي.
د سادات لپاره د جګړې وروستی هدف روښانه دی. هغه وايي د متحدې جبهې «اصلي هدف د افغانستان ازادي او د یوه ولسواک حکومت جوړول» دي. د هغه په وینا، د افغانستان اساسي قانون د دې نظام حقوقي بنسټ کېدای شي او د هېواد ملي بیرغ او پوځ باید بېرته خپل ځای ومومي.
سادات د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون د افغانستان لپاره مهم بولي، خو وايي چې که د افغانستان خلک د لویې جرګې له لارې په دغه قانون کې د بدلون پرېکړه وکړي، جبهه به یې مخالفت ونه کړي.
هغه زیاتوي، « زموږ د اساسي حقوقو سند د افغانستان اساسي قانون دی او موخه مو د دغه قانون بېرته پلی کول دي. موږ ځانونه د افغانستان د اساسي قانون وارثان بولو. د افغانستان د ملي بیرغ او ملي پوځ د بېرته راګرځېدو غوښتونکي یو او د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره مبارزه کوو».
ضیا هم د خلکو د رایې او ارادې پر بنسټ جمهوري نظام د افغانستان لپاره «بې بدیله» انتخاب بولي، خو د نظام د څرنګتیا په اړه له سادات سره متفاوت نظر لري.
هغه د یوه نامتمرکز سیاسي نظام ملاتړ کوي چې د ده په وینا، د افغانستان قومي، فرهنګي او ټولنیزه تنوع منعکس کړي. د ضیا په وینا، دا موضوع باید یوازې د یوه سیاسي جریان پرېکړه نه وي، بلکې د افغانستان د خلکو په ګډ تصمیم پورې تړلې ده.
هغه حتا د انتقالي دورې لپاره چې که د نوي اساسي قانون پر سر پراخ توافق ژر ترلاسه نه شي، د ۱۳۴۳ یا ۱۳۸۲ اساسي قانون د محدود او موقتي تطبیق امکان هم مطرح کوي.
د نظام د راتلونکي شکل، ریاستي، پارلماني یا فدرالي، په اړه ضیا وايي چې دا باید د افغانانو د ګډې پرېکړې موضوع وي.
هغه افغانستان انټرنشنل=پښتو ته وویل، « زموږ له نظره، د افغانستان د راتلونکي لپاره د خلکو پر رایې او ارادې ولاړ جمهوري نظام بدیل نه لري. د یوه داسې نامتمرکز سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره باور او هڅه، چې د افغانستان قومي، فرهنګي او ټولنیزه تنوع منعکس کړي، د ازادۍ جبهې د مبارزې د منشور له بنسټیزو اصولو څخه دي».
خو د انتقالي پړاو لپاره وايي، هڅه کوي د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي جریانونو د تفاهم او اجماع پر بنسټ یو جامع او موقت سیاسي میکانیزم رامنځته شي او په همدې موخه، د ویانا پروسې په څېر نوښتونو له لارې له نورو بهیرونو سره په اړیکه کې دی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « که داسې جامع توافق رامنځته نه شي، نو د پاچا د فصل په ځنډولو سره د ۱۳۴۳ لمریز کال اساسي قانون، یا د ولسمشرۍ د فصل په ځنډولو سره د ۱۳۸۲ لمریز کال اساسي قانون په موقتي او محدود ډول نه ردوو».
د ضیا په باور، د نظام د ډول ــ فدرالي، پارلماني یا ریاستي ــ د ټاکلو، د نوي اساسي قانون د تدوین او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اداري او سیاسي اړیکو د څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه باید د افغانستان د خلکو په ګډه پرېکړه وشي.
د طالبانو له سقوط وروسته څه؟
د دواړو جنرالانو تر ټولو لویه ادعا دا ده چې د طالبانو له ماتې وروسته به د واک تشه رامنځته نه شي.
سادات وايي، متحده جبهه د انتقالي دورې لپاره مشخصه نقشه لري، چې لومړی جګړه، بیا انتقالي دوره او لویه جرګه او وروسته ثبات دی.
هغه وايي، د زورواکو سخت مخالف دی او د هغو افغانانو غوښتنې هم مني چې نه د طالبانو نظام غواړي او نه د پخوانیو زورواکو او ټوپکسالارانو ستنېدل غواړي.
ضیا بیا د سیاسي تفاهم پر بنسټ انتقالي جوړښت ته ډېر ارزښت ورکوي. د هغه په لیدلوري کې، د طالبانو له نسکورېدو وروسته باید د افغانستان د بېلابېلو سیاسي او نظامي بهیرونو ترمنځ داسې جوړښت رامنځته شي چې د نوي نظام لپاره مشروعیت پیدا کړي.
د امریکا ډېموکرات سناتور کریس کونز هم ویلي چې د متحدینو د بیا مېشتولو ارزونه ښيي چې کومو هېوادونو خپلې ژمنې عملي کړې او کومو یې نه دي عملي کړې. هغه ټینګار کړی چې د هغو افغانانو په اړه لا هم ډېر کار پاتې دی چې د امریکا او ناټو له ځواکونو سره یې د کار له امله خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.
راپور کې راغلي چې د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته د افغانستان موضوع لا نه ده پای ته رسېدلې، د ښځو د حقونو وضعیت، د طالبانو د واکمنۍ له امله بېځایه شوي افغانان او هغه کسان چې لا هم په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، د لویدیځو هېوادونو پر وړاندې د پاتې ژمنو او مسولیتونو پوښتنه لا هم پر ځای ساتي.
سياېناېن وايي، افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو منع دي او د یونسکو د اټکل له مخې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بې برخې دي.
راپور زیاتوي چې ښځې له ډېرو دندو منع دي، په عامه ځایونو کې د مخ پټولو ته اړې دي او له محرم پرته د اوږده سفر اجازه نه لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د معلوماتو له مخې، نیمايي افغان ښځې اوس یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي او له لسو څخه اووه ښځې خپل رواني وضعیت خراب یا ډېر خراب بولي.
په ورته وخت کې، د راپور له مخې، د طالبانو د وروستیو فرمانونو له امله د ښځو د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې حقوقي خوندیتوب هم کمزوری شوی او د واده د قانوني عمر د حد له لرې کېدو سره د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو اندېښنې هم راپورته شوې دي.
سياېناېن وايي، د مرستو له کمېدو سره د افغان ماشومانو خوارځواکي هم مخ په زیاتېدو ده. د ماشومانو ړ ژغورنې بنسټ د معلوماتو له مخې، په هرو لسو افغان ماشومانو کې یو له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی او یونیسف اټکل کوي چې سږ کال له ۱۱ میلیونو ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور په ورته وخت کې وايي چې د کوکنارو د کښت د بندیز له امله په افغانستان کې د تریاکو تولید شاوخوا ۹۵ سلنه کم شوی، خو د بزګرانو لپاره د بدیل عاید نشتوالی یوه نوې اقتصادي ستونزه رامنځته کړې او د مصنوعي نشهيي توکو د تولید او قاچاق د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، افغانستان کې لا هم کمزوري دولتي بنسټونه، پراخه بېوزلي او امنیتي ستونزې موجودې دي او داعش خراسان او القاعده په ځینو سیمو کې فعال دي.
سياېناېن زیاتوي چې روسیې تېر کال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، په داسې حال کې چې چین هم له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې او چینايي شرکتونه د افغانستان د تېلو، مسو او لیتیم په استخراج کې مهم رول لري.
د راپور له مخې. د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د خلکو لپاره لوږه، د مخنیوي وړ ناروغۍ، بېوزلي او د ښځو پر وړاندې قانوني محدودیتونه لا هم د ورځني ژوند له مهمو ستونزو څخه دي.
ثاقب دغه څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمې کلیزې مراسمو کې د دغې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې افغانستان له ناامنۍ، فساد، بېعدالتۍ، مخدره موادو او نورو ستونزو سره مخ و او دغه مسایل یې د تور داغ په نوم یاد کړي او په وینا یې دغه داغونه طالبانو په خپل راتګ پاک کړي دي.
نوموړي ویلي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال به ښځو ته ویل کېدل، که په کور کې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، نو د «امن کور» په نوم دغو مرکزونو ته دې ولاړې شي چې د ده په وینا په ظاهره د امن کور و خو په اصل کې د فحشا او فساد کورونه و. هغه په کنایه ډول ویلي چې اوس خو دې څوک داسې وکړي!
ثاقب د تېر حکومت پر مهال د امنیتي وضعیت په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه مهال د خلکو سر، مال، عزت او ناموس خوندي نه وو. د هغه په وینا، په بازارونو کې به خلک لوټ کېدل او د خلکو د تښتونې پېښې هم ډېرې وې.
هغه همداراز د پخواني حکومت پر عدلي نظام هم نیوکه کړې او ادعا کوي چې په محکمو کې به قاضیانو له مدعي او مدعيعلیه څخه رشوت او برخه غوښتله.
د حج او اوقافو وزارت په اړه ثاقب ادعا کړې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال به د حج له پروګرام څخه پاتې شوې اضافي پیسې د وزارت چارواکو ترمنځ وېشل کېدې. هغه وویل چې اوس، که د حاجیانو له ورکړو پیسې اضافه پاتې شي، بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي.
نوموړي وویل چې هغه مهال افغانستان «شهر ناپرسان» و او چارواکو به هر څه چې غوښتل، هغه به یې کول.
ثاقب د تېر نظام پر ټولنیز وضعیت هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې په هغه وخت کې د ځوانانو ترمنځ بد اخلاقي زیاته شوې وه او په ښوونځیو کې به د زدهکړو پر ځای پر لوبو، سندرو او نڅا ډېر تمرکز کېده.
د ثاقب دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له پنځو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي، خو حکومت یې له روسیې پرته بل هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او حکومت یې غیر مشروع بلل کیږي. د طالبانو حکومت اساسي قانون له منځه وړی او د دوی د عدلي او قضايي نظام د جوړښت او فعالیت په اړه هم پراخې نیوکې موجودې دي.