د ایده په وینا، د طالبانو په نظام کې دیني مشران اوس له لوړ ټولنیز مقام او زیاتو مالي سرچینو برخمن دي او ورسره د طالبانو له مشر سره د علني مخالفت زمینه محدوده شوې ده.
د هغه په باور، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې، د دې ډلې په دننه کې هم له ځینو سختو پالیسیو، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو له ممانعت سره مخالفتونه موجود وو.
په پریکړه لیک کې د طالبانو سیاستونه استبدادي او انحصار غوښتونکي بلل شوي او خپلسري نیول، شکنجه، د بیان او رسنیو ځپل، د مسلکي او متخصصو کادرونو ګوښه کول، د وېرې فضا رامنځته کول او د اساسي او بشري حقونو نقض غندل شوي.
د پریکړه لیک په بله برخه کې له قضايي پروسې پرته وژنو، جبري ورکاوي او نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د دغو اقداماتو د سملاسي پای ته رسېدو او د عاملانو د ځواب ویلو غوښتنه شوې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ښځو سیستماتیک ګوښه کول د انساني کرامت پر وړاندې جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا ډول سیاستونه نه یوازې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند هم له جدي ګواښونو سره مخ کوي.
په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټول قومونه او مذهبي ډلې له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر وکړي. دوی د هزاره ټبر د ځپلو یادونه هم کړې ده.
دوی له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د مسوولانه همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
د هغه په وینا، حکومت باید د خلکو لپاره کورونه جوړ کړي، نه دا چې د هغوی کورونه ترې واخلي.
محقق وویل: «موږ نور تر دې زیات زغم نه شو کولی»، ځکه د هغه په وینا، طالبانو ملت تباه کړی دی.
هغه وویل د افغانستان د سیاسي مشرانو په استازولۍ له طالبانو غواړي چې «په عقل راشي»، خبرې وکړي او د یوه توافقي حکومت پر جوړولو هوکړه وشي.
محقق زیاته کړه چې که طالبان خبرې ونه کړي، باید د افغانستان د خلکو مقاومت ته چمتو واوسي. هغه وویل چې که اوسنی مقاومت له بدخشان څخه فاریاب، شبرغان، مزار او نورو ولایتونو ته وغځېږي، طالبان باید ګیله ونه کړي.
محقق زیاته کړه چې په هغه صورت کې به د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا «نظامي فاز» ته داخله شي او له «سیاسي او مذاکراتي فاز» څخه به ووځي.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د افغانستان سیاسي مشران د افغانستان د ټولنې تنوع او کثرت دی او دا ترکیب د طالبانو یو بدیل کېدای شي.
د ۲۰۲۱کال د اګست تر ۱۵مې نېټې مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجستر شویو او فعالو رسنیو فعالیت درلود. په دې کې ملي او سیمهییز تلویزیونونه، راډیوګانې، چاپي خپرونې، خبري اژانسونه او انلاین رسنۍ شاملې وې.
خو د نظام له بدلون وروسته دغه انځور په بېساري ډول بدل شو، د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې؛ یوازې د لومړي کال په ترڅ کې ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت ودراوه.
دا ډېری خصوصي رسنۍ وې چې د اقتصادي سرچینو د له منځه تلو، د اعلانونو د بازار سقوط، د نړۍوالو تمویلوونکو د مرستو بندېدو او د نویو محدودیتونو له امله یې نور د فعالیت توان نه درلود.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وروستي معلومات ښيي، چې اوسمهال تر نیمایي ډېرې هغه رسنۍ چې تر ۲۰۲۱کال مخکې فعالې وې نور فعالیت نه کوي او د افغانستان رسنیز چاپېریال د تاریخ له تر ټولو ستر ناورین سره مخ شوی دی.
امسو دارنګه ویلي، چې د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ فعال تلویزیوني چینلونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر تر ۷۰ هم کم شوی دی.
د امسو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱کال تر اګست مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱زره او ۸۵۷ خبریالانو په بېلابېلو رسنیو کې کار کاوه، خو یوازې یو کال وروسته دغه شمېر ۴زره او ۷۵۹ تنو ته راټیټ شو.
د یاد مرکز د راپور پربنسټ، په لومړي کال کې نږدې ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. د وروستیو ارزونو له مخې، اوسمهال له دوو پر دریو څخه زیاتو خبریالانو یا ژورنالېزم پرېښی، یا نورو مسلکونو ته تللي او یا هم د امنیتي ستونزو له امله له هېواده وتلي دي.
د رسنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې له ۲زرو څخه زیاتو ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، خبري اژانسونو او چاپي رسنیو کې کار کاوه، خو نن ورځ په ټول افغانستان کې یوازې شاوخوا ۱۹۰ ښځینه خبریالانې په رسنیزو بنسټونو کې پاتې دي.
د ښځینه خبریالانو له ټول شمېر څخه یوازې شاوخوا ۹،۶ سلنه اجازه لري، چې په خپل کاري چاپېریال کې حضور ولري. ډېری نورې یا په مستعارو نومونو کار کوي، یا د پردې تر شا تخنیکي دندې ترسره کوي او یا هم په عام محضر کې د راڅرګندېدو د خطرونو له وېرې د خپل هویت له څرګندولو ډډه کوي.
د خبریالانو په وینا، اوس د یوه راپور، یوې مرکې او یا حتا د فېسبوک د یوه لنډ پوسټ له خپرېدو مخکې ډېر کسان څو ځله فکر کوي چې ښايي د دوی لیکنه یا څرګندونې ستونزې رامنځته کړي.
د همدې وېرې له امله ګڼ شمېر رسنیو خپل انتقادي پروګرامونه بند کړي او یا یې د خپرونو منځپانګه تر ډېره په رسمي معلوماتو پورې محدوده کړې ده.
په کندهار کې یو ټولنیز فعال په دې اړه وایي: « تر ټولو خطرناک حالت دا دی چې انسان خپله له وېرې خبرې نه کوي، نن ډېر خلک له همدې حالت سره مخ دي. زه یې دوه ځله د فیسبوک په عادي پوسټ بندي کړی یم، نو څنګه بیا څه ووایم».
خبریالان وایي، د ازادو او انتقادي بحثونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو اصلي ستونزې او بېلابېل نظرونه نور د رسنیو له لارې منعکس نه شي.
د کندهار یو خبریال چې دامهال په یوه محلي رسنۍ کې کار کوي، وایي: «ډېر کسان راسره د خبرو کولو جرات نه کوي او هر کس وایي چې د طالبانو غوښتنه نه شو منلی او یا پر هغوی انتقاد نه شو کولای».
د خبریالانو نیول، ګواښل او جلاوطني
د بیان ازادۍ د محدودېدو ترڅنګ، د افغان خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو، نیونو او جلاوطنۍ لړۍ هم په تېرو پنځو کلونو کې بېسارې پراخه شوې ده.
لسګونه خبریالان د خپلو راپورونو، انتقادي لیکنو او یا هم رسنیز فعالیت له امله له امنیتي فشارونو سره مخ شوي، ځینې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه نیول شوي او ګڼ شمېر نور د احتمالي نیول کېدو له وېرې له هېواده وتلو ته اړ شوي د.
د کندهار یو خبریال چې اوس په امریکا کې ژوند کوي وایي: « نه مې غوښتل خپل هېواد پرېږدم، خو پوهېدم که پاتې شم، یا به زندان ته ولاړ شم او یا به نور هېڅکله د خبریال په توګه کار ونه کړم ځکه درې ځله بندي شوم او د مرګ ګواښونه راته کېدل».
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» بللی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱کال تر بدلون وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او د رسنیزو محدودیتونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.