د پېښور د جایدادونو سوداګر عتیق خان افغانستان انټرنېشنل پښتو ته ویلي، د افغان کورنیو له وتلو وروسته په ګڼو سیمو کې کورونه تش پاتې شوي او د کورونو او ځمکو د پېرلو غوښتنه هم کمه شوې ده.
عتیق خان وايي: «د افغان کډوالو له وتلو وروسته په ځینو څنډهییزو سیمو کې د جایدادونو بیې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې راکمې شوې دي.»
د هغه په وینا، هغه ځمکه چې پخوا به یې بیه شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ پر مربع ګام وه، اوس له ۲۰ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي. همدارنګه هغه کورونه چې پخوا به شاوخوا یو کروړ او ۴۰ لکه روپۍ پلورل کېدل، اوس د یوه کروړ تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې وړاندې کېږي.
نوموړی وايي: «د کورونو پر کرایو هم اغېز شوی دی. درېکوټې کورونه چې پخوا به په میاشت کې تر ۴۰ زره روپیو کرایه ورکول کېدل، اوس په ۲۵ تر ۳۰ زره روپیو هم موندل کېږي.»
عتیق خان زیاتوي: «په بازار کې د کورونو شمېر زیات شوی، خو د کور اخیستونکو او کرایهکوونکو شمېر کم شوی دی. له همدې امله د کورونو مالکانو ته اړینه شوې چې د خپلو جایدادونو بیې راکمې کړي.»
بل د جایدادونو سوداګر احمد فضل، چې له ۱۵ تر ۲۰ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي چې د خپل کاري ژوند په اوږدو کې یې د جایدادونو په بیو کې دومره چټک کمښت نه دی لیدلی.
هغه وايي: «په ځینو سیمو کې هغه کور چې مخکې به په ۳۰ لکو روپیو پلورل کېده، اوس په ۲۰ لکو روپیو هم ورته د اخیستونکي پیدا کول سخت دي. خلک د کورونو لیدلو لپاره راځي، خو د اخیستو پرېکړه نه کوي.»
احمد فضل زیاتوي: «د مرکزي سړکونو ترڅنګ ځینې پخې ودانۍ چې د جوړولو لګښت یې تر یوه کروړ او ۷۰ لکو روپیو رسېږي، اوس یې مالکانو د ۹۰ لکو تر یوه کروړ او ۱۰ لکو روپیو پورې د پلور لپاره وړاندې کړې دي؛ خو د اخیستونکو د کمښت له امله ډېرې راکړې ورکړې نه ترسره کېږي.»
د پېښور د تاجاباد سیمې یو بل د جایدادونو سوداګر وايي، افغان کرایهکوونکو له څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې په ګڼو کورونو کې ژوند کاوه، خو د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته لسګونه کورونه تش پاتې شوي دي.
هغه وايي: «پخوا به د تشو کورونو لپاره ژر کرایهکوونکي پیدا کېدل، خو اوس ځینې کورونه څو اوونۍ او ان څو میاشتې هم تش پاتې کېږي.»
د جایدادونو سوداګر وايي، د افغان کورنیو له وتلو سره په یو وخت کې ګڼ کورونه د پلور او کرایې لپاره بازار ته وړاندې شوي او د غوښتنې په پرتله د کورونو زیاتوالي د کرایو او جایدادونو پر بیو فشار زیات کړی دی.
خو د پېښور اوسېدونکی حمزه خان وايي، د جایدادونو د بیو کمښت د منځنۍ طبقې لپاره د کور اخیستو فرصت هم رامنځته کوي.
حمزه خان وايي: «هغه کسان چې د لوړو بیو له امله یې مخکې د کور اخیستو توان نه درلود، اوس کولی شي په نسبي ټیټه بیه کور واخلي.»
اقتصادي کارپوهان وايي، د جایدادونو په بازار کې د بیو کمښت یوازې پر کورونو او ځمکو اغېز نه کوي، بلکې د ودانیزو چارو، د کورونو د کرایې او له جایدادونو سره تړلو نورو کاروبارونو اغېز هم کولی شي.
د دوی په وینا، که تش کورونه نور هم زیات شي او نوي اخیستونکي بازار ته داخل نه شي، د جایدادونو پر بیو به د کمېدو فشار دوام وکړي؛ خو که ټیټې شوې بیې د منځنۍ طبقې اخیستونکي بېرته بازار ته راولي، ښايي په راتلونکو میاشتو کې د پېښور د جایدادونو بازار یو څه بېرته ښه شي.
اوس مهال د پېښور د جایدادونو سوداګر وايي چې د بازار راکړې ورکړې کمې شوې، اخیستونکي له احتیاطه کار اخلي او ډېری مالکین د خپلو جایدادونو د ژر پلورلو لپاره بیې راکموي.