• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۲ زرو ډېر کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ جمعه ۴۳۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۰۷۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یاد کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۴۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۱۷کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د تېرې زمري میاشتې پر مهال له ایران او پاکستان څخه ۱۱زره او ۲۸۷ افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو، نیول کېدو او جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی
۱

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۲

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې

۳

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۴

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال بودجه ۱۶ سلنه کمېږي؛ د زرګونو بستونو د کمولو پلان

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره خپله پلان شوې بودجه ۱۶ سلنه راکمه کړې او د دایمي کاري بستونو شمېر یې نږدې ۳۵۰۰ نور هم کمولو ته چمتووالی نیولی. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د نړۍ د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر د لا زیاتېدو اټکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اسنادو او د غونډې د ګډونوالو په حواله، د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره ۷،۱۴ میلیارده ډالره بودجه اټکل کړې، په داسې حال کې چې د تېر کال پلان شوې بودجه ۱۰،۶ میلیارده ډالره وه. د راپور له مخې، دا به په تېرو لسو کلونو کې د ادارې تر ټولو ټیټه پلان شوې بودجه وي.

د بودجې په اسنادو کې راغلي چې تېر کال د ادارې په بودجه کې ۱۶ زره او ۱۲۶ کاري بستونه شامل وو، چې روان کال ۱۲ زره او ۵۱ بستونو ته راکم شوي او د ۲۰۲۷ کال لپاره یې د ۸ زره او ۵۴۰ بستونو وړاندیز شوی دی. په دغو شمېرو کې موقتي او قراردادي کارکوونکي نه دي شامل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو دغه تازه پلان د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له استازو سره شریک کړی دی. درې دیپلوماتانو، چې په غونډه کې حاضر وو، د دغو معلوماتو پخلی کړی دی.

خو د کډوالو ادارې یوه ویاند ویلي، د بستونو د شمېر دغه کموالی باید په مستقیم ډول د ۳۵۰۰ کسانو د دندو له لاسه ورکولو په معنا ونه ګڼل شي، ځکه د تېرو کلونو په بودجو کې شامل ډېری بستونه هېڅکله نه وو ډک شوي.

نوموړي ویلي، د ادارې بودجه د اړتیاوو او تمویل د اټکل پر بنسټ جوړېږي او اداره تل هغه اندازه مالي مرستې نه ترلاسه کوي چې په لومړنیو بودجو کې یې اټکل شوې وي.

د کډوالو ادارې ویاند زیاته کړې چې د مالي محدودیتونو له امله دغه اداره لا دمخه په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کارکوونکو شمېر د پام وړ کم کړی او اوس هم د داسې اصلاحاتو پر پلان کار کوي چې ښايي تر زر پورې نور کارکوونکي اغېزمن کړي.

د نوموړي په وینا، دا اصلاحات د ادارې د لګښتونو کمولو، د کارونو چټکولو او حساب‌ورکونې د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

د کډوالو ادارې مالي ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د امریکا په ګډون د یو شمېر مهمو مرسته‌کوونکو هېوادونو مالي مرستې کمې شوې دي.

امریکا تېر کال د کډوالو ادارې تر ټولو لویه مرسته‌کوونکې وه او له ۸۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې مرستې یې ورسره کړې وې، خو د راپور له مخې د امریکا مرسته سږ کال شاوخوا ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د کډوالو اداره چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د جګړو او تاوتریخوالي له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شویو خلکو د ملاتړ لپاره جوړه شوې، تر ډېره د حکومتونو او نورو مرسته‌کوونکو له رضاکارانه مالي مرستو تمویلېږي.

د راپور له مخې، د بودجې او کارکوونکو وروستي کمښتونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو او کډوالو د شمېر د زیاتېدو تمه ده او بشري مرستو ته اړتیا هم مخ پر لوړېدو ده.

د کډوالو ادارې د لګښتونو د کمولو لپاره په جنوبي افریقا کې یو دفتر هم تړلی او هڅه کوي خپل مرکزي دفتر په جنیوا کې یوې ارزانه ودانۍ ته ولېږدوي.

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د عالي محکمې يوه قاضي د افغان محصلينو د تحصيلي ويزو د تمدېدو د څرنګوالي د قضيې په اورېدنه کې ويلي، « موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د سه شنبې په ورځ ۸۷ افغان محصلينو (هلکانو او نجونو) په اسلام اباد کې په عالي محکمې کې د ویزو د تمدیدو په تړاو خپله قضيه ثبت کړې وه. د محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) په همدې تړاو استعماعیه غونډه وشوه.

د اورېدنې پر مهال د یادو محصلینو وکيل او د عالي محکمې ترمنځ شوې مکالمه ايمل خان مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره شريکه کړې، چې په‌کې د یادې محکمې یوه قاضي خادم حسین سومرو د افغان محصلينو پر غوښتنليک قانوني پوښتنې راولاړې کړې.

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د محصلينو وکیل: «زما د معلوماتو له مخې د پاکستان حکومت داسې کوم اعلان نه‌دی کړی».

قاضي خادم حسین سومرو: «که د هند محصلین راشي، ایا تاسو به هغوی ته هم د راتلو اجازه ورکړئ»؟

د محصلينو وکیل: «افغان محصلینو ته یو کال مخکې کورنیو چارو وزارت ویزې ورکړې وې، هغه وخت زموږ ملي پالیسي بل ډول وه».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو یو اییني غوښتنلیک وړاندې کړی، ایا زموږ اساسي قانون افغانانو ته د داسې غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، د اساسي قانون ۱۹۹ ماده افغانانو ته د غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي».

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب ایا تاسو د قانون له مخې له دغو ۸۷ افغان محصلینو څخه د استازولۍ واک اخیستی دی»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، زه د وکیل په توګه د دې ټولو محصلینو استازیتوب کوم».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو باید د افغانستان (طالبانو) سفارت ته لاړ شئ هلته به ستاسو خبره واورېدل شي، افغان سفارت به د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیسي».

د محصلينو وکیل: «هو بالکل موږ افغان سفارت ته لاړو او افغان سفارت د پاکستان حکومت ته رسمي لیکونه هم لیکلي دي چې د دغې دوسیې برخه ده، خو بیا هم د محصلینو ویزې نه غځول کېږي».

نوموړي وکيل محمکې ته ويلي، چې دوی به په دې اړه محکمې ته نور اسناد هم وړاندې کړي، خو محکمې بیا د قضیې نوره اورېدنه ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې او اېستنې بهیر پراخ او چټک کړی او ان همدا ۶ ورځې مخکې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې ونیول شوې. دغو دوو خویندو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر یوه کال راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدیدولو چارې له کوم دلیل پرته درولي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال له ۳۰ ډېر پاکستاني پښتانه هم نیول شوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو په عملیاتو کې له ۳۰ ډېر هغه پاکستاني پښتانه هم نیول شوي چې د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو د معلوماتو له مخې لا هم په توقیفي کمپونو کې ساتل کېږي.

د پاکستان په کراچۍ کې د یوه ځايي نیول شوي پښتون کس وکیل، محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د چمن ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول شوی او شاوخوا څلور اونۍ کېږي چې په توقیفي کمپ کې ساتل کېږي.

د محمد ظاهر په وینا، نوموړي د دغه کس د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې د اړوندې سیمې او توقیفي کمپ له چارواکو سره لیدلي، خو چارواکو ورته ویلي، چې د هغو کسانو د هویت معلومولو لپاره چې شک پرې وي، نوې کړنلاره جوړه شوې ده.

هغه وايي، په دې وروستیو کې د پاکستان نیمه پوځي ځواک رېنجرز د افغان کډوالو د نیولو پر مهال که کوم ځايي پاکستانی هم په شک کې ونیسي، د هغه د هویت د تایید لپاره به د نوموړي د پلرنۍ سیمې له چارواکو سره په رسمي کچه اړیکه نیول کېږي.

د نوموړي په خبره، د اړوندې ولسوالۍ چارواکي به د دغه کس هویت، کورنۍ او د پاکستان تابعیت تاییدوي او وروسته به دغه معلومات په رسمي ډول کراچۍ ته استول کېږي او نیول شوی کس به بیا محکمې ته مراجعه کوي او که محکمه یې پاکستانی هویت او پېژندپاڼه تایید کړي، بیا به یې د خوشې کېدو امر صادر شي.

محمد ظاهر وايي، پخوا به که د بلوچستان یا خیبر پښتونخوا کوم پښتون د افغان کډوالو پر ضد په عملیاتو کې نیول کېده، د هغه خپلوان به توقیفي کمپ ته ورتلل او د هویت له تایید وروسته به نوموړی خوشې کېده.

د هغه په وینا، دمګړۍ د کراچۍ په توقيفي کمپ کې د پېژندپاڼې په قضیو کې چې څومره کسان ساتل کېږي زیاتره یې د بلوچستان پښتانه دي.

بلخوا، په کراچۍ کې ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې دوی مخکې افغان کډوالو ته خپل کورونه په کرایه ورکړي وو، خو په دې وروستیو کې پولیسو د هغو پاکستانیانو پر ضد هم قضیې ثبت کړي چې افغان کډوالو ته یې د اوسېدو لپاره کورونه په کرایه ورکړي دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو لپاره د توقیفي کمپ مشر او نورو چارواکو په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د افغانستان انټرنشنل- پښتو پوښتنو ته یې هم ځواب نه‌دی ویلی.

خو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي نوره هم سخته شوې او دغه پالیسي د مرکزي حکومت له خوا جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، له همدې امله سیمه‌ییز چارواکي په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي او یوازې مرکزي حکومت د دغې پالیسۍ په اړه څرګندونې کولی شي.

محمد ظاهر وايي، چارواکو ورته ویلي چې د هغو کسانو د هویت د تایید لپاره د کورنۍ، کور او کلي په اړه معلومات هم راټولېږي، ځکه د چارواکو په وینا، داسې موارد هم موندل شوي چې ځینو کسانو په پیسو پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي او په ځينو ځايونو کې افغان کډوالو هم د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) په ریکارډ کې ځانونه د پاکستانيو کورنيو د غړو په توګه ثبت کړي دي.

د نوموړي په وینا، د همدې ادعاوو له امله د دغو کسانو او کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

په دې وروستيو کې د پښتنو ملت‌پاله سياسي ګوندونو وخت په وخت په دې اړه څرګندونې کړي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو په نوم دې د ځايي پښتنو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت، په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې نښتو د داخلي بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور زیاتوي، له همدې امله اداري او عملیاتي محدودیتونو د بشري مرستو پر رسېدو او د پروګرامونو پر پلي کېدو اغېز کړی. یادې ادارې د تېرې جولای میاشتې په راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) خپور شوی ویلي، په دې موده کې له پاکستان او ایران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو څپې پراخې وې.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر نښتو وروسته اړیکې لاهم ترینګلې پاتې دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو زیاتېدل، په بدخشان او نورو سیمو کې نښتو او هرات کې د ښځو پر وړاندې پراخو محدودیتونو د نورو داخلي بې‌ځایه کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ځینو پروګرامونو د لنډمهاله درېدلو لامل شوي».

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

یونسیار په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې په جولای میاشت کې له دغه هېواده د افغانانو اېستل دوام لاره او پر بې‌اسناده افغانانو د قوانینو پلي کول هم سخت شوي وو. په راپور کې راغلي، چې پوځي بریدونو او د ترانسپورټ او لوژستیکي زېربناوو زیانمنېدو هم د بشري مرستو رسېدل، د اکمالاتو لړۍ او سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي وو.

د یونسیار د راپور د معلوماتو له مخې؛ د ایران په کرمان، سیستان او بلوچستان کې د سرحدي امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او د ناقانونه لارو د تېرېدو ګواښونو د هغه افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې، چې هڅه یې کوله په خطرناکو شرایطو کې له پولې واوړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت

د یونسیار په راپور کې راغلي، په پاکستان کې هغه افغانان چې معتبرې ویزې نه‌لري د جولای له ۱۰مې وروسته یې پر وړاندې عملیات پراخ شوي. په راپور کې د افغانانو د نیولو، توقیف، د کورونو تالاشي او جبري اېستلو خبر هم ورکړل شوی.

راپور وايي، هغه افغان محصلین چې د (پي او ار) کارت یې لاره د حقونو لپاره د هڅې او غوښتنې سره، سره هم د نیول کېدو او اېستل کېدو له پېښو سره مخ شوي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې اقدامات په ځانګړي ډول په بلوچستان او سند کې ډېر جدي وو.

د کډوالو دغه اداره وايي، په تورخم کې امنیتي تدابیرو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ترینګلتیاوو هم د خلکو د تګ‌راتګ او د بشري مرستو رسېدل اغېزمن کړي وو.

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

په پاکستان کې د افغان محصلينو ټولنې ويلي، د اسلام‌اباد په عالي محکمه کې یې د افغان محصلینو د تحصیلي ویزو د ستونزو او له دې سره د تړلو نیونو او شړلو په اړه یوه مفصله قانوني قضیه ثبت کړې ده.

د محصلينو د ټولنې د خبرپاڼې له مخې، افغان محصلین له تېرو څو میاشتو راهیسې د تحصیلي ویزو د نه شتون له امله له بېلابېلو او سختو ستونزو سره مخ دي. په دې موده کې یو شمېر افغان محصلین نیول شوي او له نیول کېدو وروسته له پاکستان څخه شړل شوي هم دي، چې له امله یې د ګڼو محصلینو تحصیلي بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د سه شنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړل شوې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت یې هم په قضیه کې همغږي کوي.

د افغان محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وويل، د اسلام اباد عالیه محکمې ته یې د ۸۷ محصلینو عریضه کړې چې د دغه جملې څخه ۵۸ هلکان او ۲۹ نجونې زده کوونکې دي.

هغه وويل، محکمې ته په عريضه کې خواست کړی چې د دغو او نورو محصلينو محصلينو د ويزو تمديد امر وکړي او تر هغې چې په دغه عریضه پرېکړه نه وي شوي، د محصلینو د نيولو لړۍ دې ودرول شي ځکه د ده په خبره: «افغان محصلين هلکان او نجونې په خپلو لېلو او کورونو د بنديانو په څېر ژوند کوي ان ډوډۍ هم په بل چا له بهر راغواړي».

مندوخېل زیاته کړه، دا وخت يوازې په اسلام اباد کې د ۹۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې هلکان او نجونې محصلين په بېلابېلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او په ټول پاکستان کې د افغان محصلينو شمېره له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې دی او دوی ټول د ویزو د تمديدو د ستونزې سره مخامخ دي.

همداراز نوموړي وويل، دی د محصلينو لپاره ويړيا د مدافع وکیل په حيث خدمات وړاندې کوي. د ده په وينا ځکه چې محصلين دومره پيسې نه لري چې ځانونه پرې وساتي.

د محصلینو ټولنې له مخې، د افغان محصلینو ټولنه د ټولو محصلینو ستونزې او اندېښنې په بشپړه توګه درک کوي او د دغو ستونزو د هواري لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ټولنې د پاکستان د حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې، د افغان محصلینو له نیولو او له هېواده د شړلو لړۍ ودرول شي، څو ټول افغان محصلین وکولای شي د نورو محصلینو په څېر په خوندي او قانوني چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

ياده دې وي د شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې، ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې نیول شوې وې.

د ټولنې په خبره، دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د افغان محصلينو د ټولنې مشر صديق شریعتي نن افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تاييد کړې، چې هغه محصلينې خوشې کړل شوې دي.