د بلوچستان په دوکۍ کې د ماین چاودنه؛ درې وروڼه وژل شوي او یو کس ټپي دی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دوکۍ ولسوالۍ د لوڼي تحصیل اړوند د بختیار خان کلي په سیمه کې د سړک غاړې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې درې وروڼه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دوکۍ ولسوالۍ د لوڼي تحصیل اړوند د بختیار خان کلي په سیمه کې د سړک غاړې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې درې وروڼه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د دکۍ ولسوالۍ د پولیسو مشر منصور احمد بزدار ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد کسان په یوه موټر کې د کرنیزو چارو لپاره روان وو او د اوبو یوې ویالې څخه د تېرېدو پر مهال پرې چاودنه وشوه.
ځایي چارواکو ویلي، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنې او چاڼیز عملیات پیل کړي او د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د سوداګریزو لارو بندښت د دواړه خواوو سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي، چې له امله یې د پاکستان د چرګانو له صنعت سره تړلي سوداګر، فارم لرونکي او د چرګانو پلورونکي له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
د شمېرو له مخې، پاکستان هرکال افغانستان ته د شاوخوا ۳۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو اړوند محصولات صادروي. په دغه محصولاتو کې یو ورځني چرګوړي، د چرګانو درمل او خپله چرګان شامل دي؛ خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت له امله د دغه توکو صادرات نږدې په ټپه درېدلي او د پاکستان د چرګانو پر ټول صنعت یې مستقیم اغېز کړی دی.
د پېښور یوه سوداګر عظیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته د چرګانو د درملو او نورو محصولاتو د لېږد بندېدو د هغه کاروبار سخت اغېزمن کړی دی. هغه له افغان سوداګرو سره یې له څو کلونو راهیسې سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د پاکستاني سوداګرو مېلیونونه کلدارې په افغانستان کې بندې پاتې دي.
عظیم وویل، د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته په پاکستان کې د چرګانو تولید د کورني بازار له اړتیا څخه زیات شوی چې له امله یې د چرګانو بیې په پرلهپسې ډول راټیټېږي. د هغه په وینا، په پاکستان کې اوسمهال د چرګوړو شمېر ډېر زیات دی؛ خو افغانستان ته د صادراتو بندښت له امله د چرګانو غوښتنه یا تقاضا کمه شوې او بیې یې هم راټیټې شوې دي.
عظیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د تورخم دروازه ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو کاروبارونه بېرته پیل او د زرګونو کسانو روزګارونه خوندي شي.
د هوا له لارې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد ناکامه هڅه
ځینو سوداګرو د ځمکنۍ لارې تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه، چې چرګوړي د هوا له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو په هوايي ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او د چرګوړو یوه لویه برخه په لاره کې لهمنځه تللې ده.
سوداګر عظیم وویل، د لارې تر تړل کېدو مخکې به یې هره میاشت شاوخوا ۸۰زره چرګوړي افغانستان ته صادرول؛ خو د ځمکنۍ لارې له بندښت وروسته دغه کاروبار نږدې په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی، د لارې تر بندښت وروسته شاوخوا ۸۰زره چرګوړي لهمنځه تللي چې له امله یې سوداګرو ته دروند مالي زیان واوښت.
د چرګانو فارم لرونکي هم له ستونزو سره مخ دي
که څه هم د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو غوښه اوس د پخوا پرتله په ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د چرګانو فارم لرونکي او د دغه صنعت نور کارکوونکي له اوسني وضعیت ناخوښه دي.
د پېښور د چرګانو د یوه فارم مالک محمد سلیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد بندېدو د چرګانو د تولید ټوله لړۍ اغېزمنه کړې ده. د چرګوړو د غوښتنې کمېدو له امله ګڼ کاروباریان اړ شوي چې خپل تولید کم یا په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودروي.
د نوموړي په وینا، مخکې به د دوی تولید د پاکستان او افغانستان په دوو بېلابېلو بازارونو کې وېشل کېده؛ خو اوس چې چرګوړي افغانستان ته نه ځي د تولید ډېره برخه یوازې په پاکستاني بازار کې پاتې کېږي او کورنی بازار دومره تقاضا نهلري.
محمد سلیم وویل، د دغه صنعت له ستونزو یوازې سوداګر نهدي اغېزمن شوي؛ بلکې فارم لرونکي، د دوی کارکوونکي، موټر چلوونکي، هټۍوال او زرګونه نور کسان هم له دغه کاروبار سره تړلي دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي؛ څو د چرګانو په ګډون د نورو توکو سوداګري هم عادي حالت ته وګرځي.
د چرګانو ټېټې بیې
د پېښور د چرګانو یو پلورونکي احسان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو عرضه زیاته شوې او په پایله کې یې بیې د پام وړ ټیټې شوې دي.
هغه وویل، اوسمهال په پېښور کې د یو کیلو چرګ بیه شاوخوا ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده؛ په داسې حال کې چې پخوا یې بیه شاوخوا ۴۵۰ تر ۵۰۰ کلدارو ته رسېدله.
د دغه صنعت فعالان وايي، که څه هم د چرګانو د بیو له کمښت څخه عامه خلکو ته ګټه رسېږي؛ خو د اوږدې مودې لپاره ټیټې بیې د فارم لرونکو او سوداګرو لپاره د زیان لامل ګرځي، ځکه چې د چرګانو د خوراک، درملو، برېښنا، کارګرو او نورو تولیدي لګښتونو کچه لا هم لوړه ده.
دوی ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستل به نه یوازې د دغه صنعت ستونزې راکمې کړي؛ بلکې له دغه صنعت سره د تړلو زرګونه کسانو کاروبارونه او روزګارونه به هم بېرته فعال کړي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ افغانان د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي؛ خو د دغه پېښو عاملان لاتراوسه نهدي نیول شوي او د پلټنو پایلې هم نهدي اعلان شوې.
تازه پېښه (د اګسټ ۲۸مه) د کوټې ښار اړوند د کچلاغ سیمې د ډي اېچ اې په شاوخوا کې شوې ده. پولیس وايي، یو افغان وګړی د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پېښې پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت یې نهدی څرګند کړی او یوازې یې ویلي چې نوموړی د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکی و.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۲۳مه) د کوټې ـ مستونګ پر لویه لار د شیخ زاید روغتون ته څېرمه دوه پخواني افغان نظامیان احمد چې په «لومړي بریدمن» مشهور و او ادیبار د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي دي.
په همدې سیمه کې د سونا خان څلورلارې ته څېرمه هم (د اګست ۱۸مه) پر افغان وګړو د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو په یوه بله پېښه کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پېښې ټپي شوي کس پولیسو ته ویلي و، چې دوی د مزدورۍ لپاره د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان سیمې ته روان وو.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۱۵مه) حضرت الله چې په «ورور اڅکزي» مشهور و، په کوټه کې په ډزو وژل شوی و. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د پولیسو غړی و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کوټه کې اوسېده.
همداراز (د اګسټ ۱۴مه) د کوټې په هزارګنجي سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې یو افغان وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه د پخوانیو افغان نظامیانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه.
د روان کال په فبرورۍ کې د پنجګور ولسوالۍ د پروم په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه افغانې ښځې وژل شوې او درې نور افغانان ټپیان شوي وو. پولیسو هغه مهال ویلي وو، چې یاد کسان په ناقانونه ډول ایران ته روان وو.
په یوه جلا پېښه کې د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې (د اپرل ۲۶مه) دوه افغان وګړي هم په ډزو وژل شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه کسان د مزدورۍ لپاره سیمې ته تللي وو.
(د جون پر ۲۰مه) د کیچ ولسوالۍ په هوتاباد سیمه کې امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د راپورونو له مخې، په موټر کې سپاره کسان ایران ته روان وو. په دغه پېښه کې یو افغان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
همداراز د جون پر ۳۰مه د پښین ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو لهخوا د ادعا شوي ډرون برید له امله درې افغانان ټپیان شوي وو.
د ګڼو پېښو عاملان لا نهدي نیول شوي
په بلوچستان کې د افغانانو د وژنې او ټپي کېدو په ډېرو پېښو کې تراوسه د بریدونو عاملان نهدي نیول شوي او نه هم د پلټنو پایلې له خلکو سره شریکې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو د دغه پېښو په اړه د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو له سلاکار بابر یوسفزي څخه هم د نظر غوښتنه کړې او د واټساپ له لارې یې ورته پوښتنې استولې دي؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې د بلوچستان حکومت رسمي ځواب نهدی ترلاسه شوی.
په پاکستان کې مېشت یو پخواني افغان پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې اوسمهال یوشمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.
د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان نظامیان ثبت شوي چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. نوموړي د ۲۰۲۵کال د بلوچستان یوه پېښه هم یاده کړه، چې شپږ پخواني افغان نظامیان پهکې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي وو.
د سرچینو په وینا، په بلوچستان کې د افغان وګړو پر وړاندې د ورته پېښو دوام په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان نظامیانو په اړه د هغوی د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د اېکسپرېس ټریبیون د یوه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۱۳مې پورې د خلیجي هېوادونو له لوري د ۲۱ زره او ۹۵۱ پاکستانیانو اخراج یو ځل بیا د پاکستان اقتصاد پر بهرنیو کاري بازارونو او د کارګرانو پر رالېږل شویو پیسو د تکیې موضوع را برسېره کړې ده.
د راپور له مخې، په اخراج شویو کسانو کې تر ټولو ډېره برخه له سعودي عربستانه ایستل شوې، چې شمېر یې ۱۵ زره او ۴۹۵ کسانو ته رسېږي. متحده عربي اماراتو ۳۸۰۳ او عمان ۱۶۰۶ پاکستانیان ایستلي دي.
اقتصادپوهان وايي، د دغو جبري ستنولو مستقیم مالي اغېز ښايي محدود وي، خو دا پېښه د پاکستان د اقتصاد یوه اساسي ستونزه ښيي، یعنې میلیونونه کورنۍ د هغو کارونو او عوایدو پر بنسټ ژوند کوي چې د پاکستان له کنټرول څخه بهر دي.
د دوامدارې پراختیا د پالیسۍ انسټېټیوټ اقتصادپوه ډاکټر عابد قیوم سلېري ویلي، د اخراج شویو کارګرو کلنۍ لېږدول شوې پیسې شاوخوا ۴۲ میلیونه ډالره اټکل کېږي، چې د پاکستان د ټولو حوالو له ۰.۱ سلنې څخه هم کمه برخه جوړوي.
خو نوموړي خبرداری ورکړی چې پاکستان د صادراتو د کمزورتیا او د پانګونې د ټیټې کچې د جبران لپاره پر بهرنیو حوالو تکیه کوي، په داسې حال کې چې د دغو عوایدو سرچینه د نورو هېوادونو د پالیسیو تر اغېز لاندې ده.
د راپور له مخې، پاکستان ته په ۲۰۲۶ مالي کال کې د بهر مېشتو پاکستانیانو حوالې ۴۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د توکو صادرات ۳۰،۸۴ میلیارده او د توکو او خدماتو ټول صادرات ۴۰،۸۸ میلیارده ډالر وو.
د پاکستان د پراختیايي اقتصاد انسټېټیوټ اقتصادپوه ډاکټر ناصر اقبال ویلي، بېکاري او د حقیقي معاشونو کمښت هغه مهم عوامل دي چې ځوانان د کار لپاره خلیجي هېوادونو ته تګ ته اړ باسي.
هغه ویلي: «په پاکستان کې د ځوانانو بېکاري لوړه ده او اقتصادي وده کمه شوې ده، له همدې امله ډېر کسان د کار په لټه کې بهرنیو هېوادونو ته ځي.»
بلخوا، اقتصادپوه ډاکټر شجاعت فاروق په یوه جلا راپور کې خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ له کاري بازارونو سره د پاکستان ډېره تکیه د اوږدمهال لپاره لوی خطر دی.
د هغه د راپور له مخې، هر کال د ۷۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو پاکستانیان منځني ختیځ ته د کار لپاره ځي او شاوخوا شپږ میلیونه پاکستانیان اوس هم په دغو هېوادونو کې کار کوي.
راپور زیاتوي چې د پاکستان شاوخوا ۵۴ سلنه حوالې له همدې سیمې څخه راځي.
د راپور له مخې، که په منځني ختیځ کې ناامنۍ یا اقتصادي ستونزې زیاتې شي، ښايي په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا نیم میلیون پاکستانیان د کار لپاره دغې سیمې ته ولاړ نشي او له نیم میلیون څخه ډېر نور بېرته پاکستان ته ستانه شي.
اقتصادپوهان وايي، دا وضعیت به په ځانګړي ډول په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې پر کاري بازار فشار زیات کړي او د حوالو په کمېدو سره به د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
راپور د ساجد په نوم د یوه کارګر کیسه هم رااخلي چې په دوبۍ کې یې د یخچالونو د تخنیکر په توګه کار کاوه، خو د دندې له لاسه ورکولو وروسته وویستل شو او اوس په کراچۍ کې د کار په لټه کې دی.
په مقابل کې، یو بل پاکستانی عبدالله له متحده عربي اماراتو څخه یوه کوچنۍ صنعتي وسیله هېواد ته راوړه او پر بنسټ یې خپله سوداګري پیل کړه.
راپور وايي، د دغو دوو کسانو تجربې ښيي چې بهرنی کار هم فرصت او هم خطر لري، خو د پاکستان اقتصاد لا هم د میلیونونو کارګرو پر عوایدو ولاړ دی چې راتلونکی یې د نورو هېوادونو له پالیسیو سره تړلی دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمانوايي، پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د دغه هېواد پر روغتیايي مرکزونو ۳۲۰۵ بریدونه شوي چې له امله یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا زیانمنه شوې ده.
په اوکراین کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي یارنو هابېخت د جمعې په ورځ، د تازه شپنیو بریدونو وروسته، ویلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو پر زېرمتونونو ۲۰ بریدونه ثبت شوي چې له ډلې یې په ۱۳ زېرمتونونو کې طبي وسایل او درمل ساتل کېدل.
هابېخت ویلي، د جولای په میاشت کې په کییف او د اګست په میاشت کې په دنیپرو کې د روغتیا نړیوال سازمان پر زېرمتونونو بریدونو د پام وړ اندازه درمل او طبي وسایل له منځه وړي چې د شاوخوا ۲۲۵ زره کسانو د مرستې لپاره برابر شوي وو.
نوموړي زیاته کړې: «په دغو سختو او خطرناکو شرایطو کې هم د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان یې د بشري مرستو رسولو، روغتیايي مشورو او د اوکراین د روغتیايي نظام د ملاتړ لړۍ روانه ساتلې ده.»
لېرې سیمو ته د روغتیايي مرستو رسول
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه ۹ بشري کاروانونه او د ملګرو ملتونو ۲۲ ګډ کاروانونه لېرې او سخترسېدونکو سیمو ته استولي دي.
د دغو کاروانونو له لارې تر ۵۰ ډېرو مېشتځایونو ته درمل، طبي وسایل او نور روغتیايي توکي رسېدلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په تېرو اتو میاشتو کې د اوکراین په اوو سیمو کې لومړنیو روغتیايي ټیمونو ۱۳ زره او ۱۳۰ روغتیايي مشورې ورکړې دي. همداراز، په هغو سیمو کې چې درملتونونه فعال نه دي، سږ کال شاوخوا ۲۸ زره او ۴۰۰ کسانو ته د عام استعمال درملو بستې وېشل شوې دي.
هابېخت وايي، دغه سازمان د اوکراین له ۳۰۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو، په ګډون له لومړنیو روغتیايي مرکزونو، روغتونونو، لابراتوارونو او د ناروغانو د لنډمهاله انتقال له مرکزونو سره د طبي وسایلو او توکو په برابرولو کې مرسته کړې چې له لارې یې شاوخوا درې میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یوه تازه څېړنې پر بنسټ وايي، د اوکراین له څلورمې برخې څخه ډېرو ډاکټرانو او نرسانو د خپګان له اختلال سره ورته نښې ښودلې او له هرو پنځو روغتیايي کارکوونکو څخه یوه کې د اضطراب نښې لیدل شوې دي.
هابېخت ویلي: «زموږ دنده دا ده چې د هغو کسانو لپاره چې د خلکو مرسته کوي او ژوندونه ژغوري، د رواني ملاتړ اضافي لارې او وسایل برابر کړو.»
د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي کارکوونکو د رواني ملاتړ لپاره د امبولانس کارکوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د رواني لومړنۍ مرستې او له ځان سره د پاملرنې مهارتونه هم شامل کړي دي. د معلوماتو له مخې، له ۱۱ سیمو څخه تر ۴۰ ډېرو متخصصینو په دې روزنه کې ګډون کړی دی.
ملګري ملتونه: د مرستو پر زېرمتونونو بریدونه پراخېږي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د پنجشنبې له ورځې تر جمعې سهاره په اوکراین کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او له ۶۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي چې د کییف په سیمه کې یې پر یوه زېرمتون برید شوی او بشري مرستې پکې له منځه تللې دي؛ هغه توکي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره ساتل کېدل.
دوجاریک ویلي، دا بریدونه «د یوې پراخې لړۍ برخه» دي او یوازې په روانه میاشت کې په اوکراین کې د بشري مرستو اړوند لږ تر لږه شپږ زېرمتونونه د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.
هغه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتېرېش غوښتنه تکرار کړې چې په اوکراین کې دې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره بېړني ګامونه واخیستل شي او په پایله کې دې سمدستي، بشپړ او بېقیدوشرطه اوربند رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره خپله پلان شوې بودجه ۱۶ سلنه راکمه کړې او د دایمي کاري بستونو شمېر یې نږدې ۳۵۰۰ نور هم کمولو ته چمتووالی نیولی. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د نړۍ د بېځایه شویو کسانو شمېر د لا زیاتېدو اټکل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د اسنادو او د غونډې د ګډونوالو په حواله، د کډوالو ادارې د ۲۰۲۷ کال لپاره ۷،۱۴ میلیارده ډالره بودجه اټکل کړې، په داسې حال کې چې د تېر کال پلان شوې بودجه ۱۰،۶ میلیارده ډالره وه. د راپور له مخې، دا به په تېرو لسو کلونو کې د ادارې تر ټولو ټیټه پلان شوې بودجه وي.
د بودجې په اسنادو کې راغلي چې تېر کال د ادارې په بودجه کې ۱۶ زره او ۱۲۶ کاري بستونه شامل وو، چې روان کال ۱۲ زره او ۵۱ بستونو ته راکم شوي او د ۲۰۲۷ کال لپاره یې د ۸ زره او ۵۴۰ بستونو وړاندیز شوی دی. په دغو شمېرو کې موقتي او قراردادي کارکوونکي نه دي شامل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو دغه تازه پلان د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له استازو سره شریک کړی دی. درې دیپلوماتانو، چې په غونډه کې حاضر وو، د دغو معلوماتو پخلی کړی دی.
خو د کډوالو ادارې یوه ویاند ویلي، د بستونو د شمېر دغه کموالی باید په مستقیم ډول د ۳۵۰۰ کسانو د دندو له لاسه ورکولو په معنا ونه ګڼل شي، ځکه د تېرو کلونو په بودجو کې شامل ډېری بستونه هېڅکله نه وو ډک شوي.
نوموړي ویلي، د ادارې بودجه د اړتیاوو او تمویل د اټکل پر بنسټ جوړېږي او اداره تل هغه اندازه مالي مرستې نه ترلاسه کوي چې په لومړنیو بودجو کې یې اټکل شوې وي.
د کډوالو ادارې ویاند زیاته کړې چې د مالي محدودیتونو له امله دغه اداره لا دمخه په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کارکوونکو شمېر د پام وړ کم کړی او اوس هم د داسې اصلاحاتو پر پلان کار کوي چې ښايي تر زر پورې نور کارکوونکي اغېزمن کړي.
د نوموړي په وینا، دا اصلاحات د ادارې د لګښتونو کمولو، د کارونو چټکولو او حسابورکونې د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.
د کډوالو ادارې مالي ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د امریکا په ګډون د یو شمېر مهمو مرستهکوونکو هېوادونو مالي مرستې کمې شوې دي.
امریکا تېر کال د کډوالو ادارې تر ټولو لویه مرستهکوونکې وه او له ۸۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې مرستې یې ورسره کړې وې، خو د راپور له مخې د امریکا مرسته سږ کال شاوخوا ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د کډوالو اداره چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د جګړو او تاوتریخوالي له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شویو خلکو د ملاتړ لپاره جوړه شوې، تر ډېره د حکومتونو او نورو مرستهکوونکو له رضاکارانه مالي مرستو تمویلېږي.
د راپور له مخې، د بودجې او کارکوونکو وروستي کمښتونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د نړۍ په کچه د بېځایه شویو او کډوالو د شمېر د زیاتېدو تمه ده او بشري مرستو ته اړتیا هم مخ پر لوړېدو ده.
د کډوالو ادارې د لګښتونو د کمولو لپاره په جنوبي افریقا کې یو دفتر هم تړلی او هڅه کوي خپل مرکزي دفتر په جنیوا کې یوې ارزانه ودانۍ ته ولېږدوي.