• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو د هلمند په دېشو ولسوالۍ کې یو موټر چلوونکی په ډزو وژلی دی

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د سه‌شنبې په ورځ د وږي ۱۰مه نېټه د هلمند په دېشو ولسوالۍ کې طالبانو یو موټر چلوونکی په ډزو وژلی دی. سرچینه وایي، د حجت الله په نوم دغه کس په ورځ مزدورۍ پردی موټر چلاوه او موټر کې یې پاکستاني درمل لېږدول.

د دېشو ولسوالۍ یو اوسېدونکي وویل، دغه موټر چلوونکي په موټر کې پاکستاني درمل بار کړي وو چې طالبانو پرې ډزې وکړې او سخت ټپي شو. د هغه په خبره، د دېشو ولسوالۍ روغتون ته دغه ځوان په ټپي حالت کې یوړل شو،‌ خو هلته یې درملنه ناشونې او لښکرګاه ته یې روان کړی و چې په لاره یې ساه ورکړه.

100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو سره د حجت الله هغه انځورنه هم شریک کړي چې په ټپي حالت کې لیدل کېږي او ډاکټران له ټپونو پټۍ تاووي. همدا راز د هغه د مړینې انځورونه هم شریک شوي چې په کې یې زنې تړل شوې، هغه تر سختو ټپونو وروسته یې ساه ورکړې ده.

حجت الله اصلا د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی و، واده یې کړی و او مېرمنه یې کونډه پاتې شوه.

100%

سرچینه زیاتوي: «خلک مجبوره دي، کار نشته، روزګار نه پیدا کېږي، نو خلک اړ دي چې ان قاچاق ته مخه کړي». د سیمې دوو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، یو شمېر موټر چلوونکي چې پاکستاني درمل د ډیورنډ کرښې څخه لښکرګاه او نورو سیمو ته لېږدوي له طالبانو سره په لارو کې اړیکې لري‌ او ترې پیسې اخلي او هغوی چې پیسې نه لري،‌ نو ځورول کېږي.

طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو هېڅ نه دي ویلي.

کال وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالغني برادر له پاکستان سره د درملو هر ډول سوداګري بنده اعلان کړه او پر واردوونکو شرکتونو یې غږ وکړ چې بدیلې لارې ولټوي، خو سوداګرو ویلي چې بدیلې لارې ورته خورا ګرانې تمامېږي.

پر ډیورنډ کرښه پرتو بېلابېلو ولایتونو کې پاکستاني درمل په قاچاقي لارو افغانستان ته لېږدول کېږي او وخت ناوخت طالبان د درملو د نیولو خبرونه هم ورکوي.

ډېر لیدل شوي

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه
۱

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه

۲

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۳

د تورخم لارې بندښت؛ په پاکستان کې د چایو پر سوداګرۍ اغېز کړی

۴

د کونړ له زلزلې یو کال وروسته؛ زلزله‌ځپلي لاهم اروایي مرستو ته اړتیا لري

۵

پاکستانۍ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې له پرله‌پسې ماتې وروسته خپل ۷ لوبغاړي له ډلې وایستل

•
•
•

نور خبرونه

د برېټانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: په افغانستان کې د مرستو رسول لا ستونزمن شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱
100%

د برېټانیا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډېوېډ میلیبنډ وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو، د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو، د طالبانو د محدودیتونو او د اقلیمي کړکېچ له امله خلکو ته د بشري مرستو رسول لا ستونزمن شوي دي.

میلیبنډ له «اېم‌اېس‌اېن نیوز» شبکې سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان اقتصاد په تېرو پنځو کلونو کې سخت زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، د هغو ژمنو پر خلاف چې هغه مهال له افغانانو سره شوې وې، له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او دغه هېواد له سیاسي پلوه هم لا منزوي شوی دی.

هغه وویل، د دې وضعیت فشار تر ډېره د طالبانو پر چارواکو نه، بلکې د افغانستان پر خلکو وارد شوی او د هغوی ورځنی ژوند یې لا ستونزمن کړی دی.

میلیبنډ وویل چې دی او د نړیوالې ژغورنې د کمېټې همکاران یې هره ورځ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو کچه له نږدې ویني. د هغه په وینا، شاوخوا پنځه میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټولیز ډول ۱۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د نړیوالې ژغورنې د کمېټې مشر وویل، دې ادارې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۴۰ زره کسانو ته مرستې رسولي دي، خو د هغو کسانو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري او ورته لاسرسی نه لري، تر دې ډېر زیات دی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو تګلارې، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه، د بشري مرستو د رسولو چارې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

د امریکا د مرستو بندېدل

میلیبنډ د بهرنیو مرستو کمېدل د افغانستان د وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه وبلل او ویې ویل چې په تېرو وختونو کې دغو مرستو د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۴۰ سلنه برخه جوړوله. هغه زیاته کړه چې اوس مهال له امریکا څخه افغانستان ته هېڅ مالي مرسته نه رسېږي.

د نړیوالې ژغورنې د کمېټې د مشر په وینا، د دې ادارې له لویو ښوونیزو پروګرامونو څخه یو، چې د امریکا له تر ټولو لویو ښوونیزو مالي مرستو څخه یې ګټه اخیسته، ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغان نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ خو د دغه پروګرام بودیجه په بشپړه توګه بنده شوې ده.

د برېټانیا پخواني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د مرستو کمېدل په داسې مهال رامنځته شوي چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي کړکېچ سره هم مخ دی. له بلې خوا، جګړې او سیمه‌ییز تاوتریخوالی پر دغه هېواد لا زیات فشار واردوي.

میلیبنډ وویل چې افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي.

هغه د افغانانو له خولې وویل: «موږ شل کلنه جګړه نه وه غوره کړې. موږ اوسنی حکومت نه و ټاکلی. خو موږ لا هم غواړو خپل راتلونکی پخپله وټاکو. موږ مه هېروئ».

میلیبنډ وویل چې دی درک کوي، په افغانستان کې له شل کلنې جګړې او د امریکايي ځواکونو له درنو تلفاتو وروسته، په امریکا کې ډېر خلک ښايي نور نه غواړي د دغه هېواد په اړه خبرونه واوري.

خو هغه ټینګار وکړ چې د ستراتېژیکو ملاحظاتو ترڅنګ، نړیواله ټولنه یو «اخلاقي پور» هم لري او باید د افغانستان خلک په یوازې ځان پرېنږدي.

هغه د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو تجربې ته په اشارې خبرداری ورکړ چې د یوه هېواد په بې‌ثباته حالت کې پرېښودل کېدای شي د نورو کړکېچونو او نویو ستونزو لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره غونډه کوي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه خپله درې‌میاشتنۍ غونډه جوړه کړي. تمه ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمه به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

تر اوسه د دې غونډې د پرانیستې یا علني ناستې کره نېټه نه ده ټاکل شوې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې‌شنبې په ورځ، د وږي په ۱۰مه، اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د علني غونډې له جوړېدو مخکې به د شورا غړي د تړلو دروازو تر شا هم د دغه هېواد د وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.

د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې توپیر او ځپنه په یوه «نهادینه شوي نظام» بدله شوې او ښايي د «بشریت پر ضد د جرم» او «جنسیتي ځورونې» بڼه ولري.

د امنیت شورا په خپله وېبپاڼه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې په دغه هېواد کې له مهمو ننګونو څخه یوه دا ده چې د یوه منظم او ټول‌ګډونه سیاسي بهیر د رامنځته کېدو لپاره د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په دغه مطلب کې وړاندیز شوی چې د امنیت شورا غړي دې په یوه غیررسمي ناسته کې د سیمې له هېوادونو، یوناما، د افغانستان له مدني ټولنې، افغان ښځو او نړیوالو ملګرو سره د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر د پرمخ بېولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي به د سپټمبر په غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي.

له طالبانو سره د اړیکو پر سر د امریکا، روسیې او چین اختلاف

د رپوټ له مخې، د امنیت شورا غړي د افغانستان لپاره د عمومي موخې، یعنې د یوه باثباته، له ترهګرۍ څخه پاک او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن افغانستان، په اړه اختلاف نه لري؛ خو دې موخې ته د رسېدو د لارې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

امریکا د خپلو وګړو ساتنه، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو خوشې کېدل خپل لومړیتوبونه بولي. واشنګټن طالبان تورن کړي چې د امریکايي وګړو له نیولو څخه د خبرو اترو پر مهال د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

په مقابل کې، چین او روسیه له طالبانو سره د اړیکو پر دوام او افغانستان ته د اقتصادي او پراختیايي مرستو پر رسولو ټینګار کوي او د دغو مرستو له بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کولو سره مخالفت کوي.

مسکو او بیجینګ همداراز د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادولو او د طالبانو د یو شمېر چارواکو لپاره د سفر د معافیت د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

د ترهګرۍ په اړه اندېښنې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت او له دې امله د سیمې هېوادونو ته متوجه ګواښ به هم د امنیت شورا د پام وړ موضوعاتو له ډلې وي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړي کولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له کارپوهانو سره په افغانستان کې د نویو ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم د بحث له نورو مهمو موضوعاتو څخه ده. د امنیت شورا په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د پراخو نښتو شدت کم شوی، خو د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا هم ترینګلې دي.

د پولې په سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد ګډوډېدل د دغو ترینګلتیاوو د دوام له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده. طالبان دا تور ردوي او په مقابل کې اسلام‌اباد تورنوي چې د افغانستان پر ملکي سیمو یې بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې دننه ناامني هم د دغه هېواد له جدي ننګونو څخه بللې ده.

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۹ GMT+۱
100%

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو په ځانګړي ډول د متخصصو ښځینه ډاکټرانو کمښت د ښځینه ناروغانو د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. اوس‌مهال په کندهار، روزګان او نورو سویلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي.

سیمه‌ییزې روغتیايي سرچینې او اوسېدونکي وایي، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر په پرله‌پسې ډول کم شوی او اوس‌مهال د کندهار، روزګان، هلمند او نورو سویلي ولایتونو په کچه یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي.

د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هلمند، زابل او روزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکټره نه‌شته. د پخوانیو روغتیايي رسمي معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکټرانې ثبت شوې وې.

یوه روغتیايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي».

د سرچینې په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي.

په کندهار کې د جمهوري نظام پرمهال د روغتیا یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي که څه هم هغه مهال په ولسوالیو کې جګړې روانې وې او د ناامنیو له امله د تګ‌راتګ ستونزې خورا ډېرې وې؛ خو په ښارونو او نسبتا خوندي سیمو کې ډېری روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې ترسره کولې.

سرچینه زیاتوي: «که څه هم په ولسوالیو کې جګړې وې او لارې به اکثره وخت د طالبانو په ماینونو پوښل شوې وې؛ خو په ښارونو او هغه سیمو کې چې د تګ‌راتګ ګواښ تر ټولو لوړ و، ډېری روغتیايي کارکوونکې په کار بوختې وې چې متخصصې ښځینه ډاکټرانې هم په‌کې وې؛ خو کره شمېر يې معلوم نه وو».

روغتیايي سرچینې وایي، د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه، له هېواده د مسلکي ښځینه ډاکټرانو وتل، د کار سخت شرایط او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځینه روغتیايي ځواک د کمېدو لامل شوي دي.

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي وایي، که څه هم په ښارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر کم شوی؛ خو په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې وضعیت تر دې هم کړکېچن دی. د دوی په وینا، په ډېرو ولسوالیو کې نه متخصصه ښځینه ډاکټره شته او نه هم د ښځینه ناروغانو لپاره کافي عمومي ډاکټرانې، قابلې او نورې روغتیايي کارکوونکې.

100%

د روزګان د چهارچینو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالی د خلکو لپاره لویه ستونزه ده. هغه وایي: «زموږ په روزګان کې متخصصه ډاکټره نه‌شته او موږ اړ یو چې لومړی کندهار او بیا کابل یا هرات ته ولاړ شو، دلته که ناروغان وړو د ناروغ وضعیت مو نور هم خرابېږي».

زابل هم د هغه سویلي ولایتونو له ډلې دی، چې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی. د شته روغتیايي معلوماتو له مخې درې کاله وړاندې لا په زابل کې هېڅ ښځینه متخصصه ډاکټره نه وه ثبت شوې او یوازې څو ښځینه عمومي ډاکټرانې وې. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، ښځینه ناروغانې ډېری وخت د تخصصي درملنې لپاره کندهار ته انتقالېږي.
هلمند هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. د دغه ولایت د موسى‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکو څه موده وړاندې د ښځینه عمومي ډاکټرې د نشتوالي له امله اعتراض کړی و او د روغتیايي مرکز د فعالیت بندېدو ګواښ خبره یې کړې وه. د هلمند اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې یوازې متخصصې ښځینه ډاکټرانې نه دي کمې؛ بلکې په ځینو سیمو کې حتی عمومي ښځینه ډاکټرانې هم نه‌شته.

د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه یو اوسېدونکی وایي: «سره له دې چې دلته متخصصه نه‌شته، ان عادي ښځینه ډاکټرانې هم کمې دي، چې هرې ډاکټرې ته ناروغ ورولو درملنه یې نه کېږي بیا مجبور یو پر بله خوا ولاړ شو».

100%

د طالبانو له واک وروسته د ښځینه روغتیايي ځواک وضعیت

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي او روغتیايي سرچینې وایي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د زده‌کړې او کار په برخه کې محدودیتونو د ښځینه روغتیايي ځواک پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی.

د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له محدودیتونو وروسته د ښځینه محصلینو لپاره پوهنتونونو ته د تګ مخه ونیول شوه او وروسته د ښځینه طبي زده‌کړو او مسلکي روغتیايي روزنې لارې هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوې.

د روغتیايي سرچینو په وینا، د دغه وضعیت له امله د راتلونکو کلونو لپاره د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې راپورونو هم په بېلابېلو وختونو کې خبرداری ورکړی، چې د ښځو د طبي زده‌کړې محدودول د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکي کمښت ګواښ زیاتوي.

بي‌بي‌سي: افغانستان ته د ۶ مېلیونه راستنېدونکو کډوالو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱
100%

بي‌بي‌سي په خپل یو تازه راپور کې افغانستان ته په نږدې درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان نه د ۶مېلیونه کډوالو د بېرته ستنېدو، د هغوی د ناوړه بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د راتلونکي او پخوانیو پوځیانو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په راپور کې هغه ستونزو ته هم اشاره شوې، چې راستنېدونکي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپل ژوند د بیا پیلولو پرمهال ورسره مخ دي. د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، مېلیونونه افغانان په تېرو څو لسیزو کې د پناه، کار او اقتصادي فرصتونو لپاره پاکستان او ایران ته تللي وو، اوس د دغه دواړو هېوادونو له لوري پر بې‌اسناده کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.

بي‌بي‌سي د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ په حواله ویلي، چې له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه دغه بهیر بې‌ساری بولي او وایي، ډېری راستنېدونکي داسې مهال افغانستان ته راګرځي چې د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

راپور کاږي، یوازې سږکال له پاکستان او ایران نه شاوخوا یو مېلیون نور افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه بهیر یوازې پر بې‌اسناده کډوالو محدود نه‌دی؛ بلکې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنې شته.

د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له افغانستان نه د لسیزو راهیسې بهر اوسېدلي او ځینې یې ان په افغانستان کې زېږېدلي هم نه‌دي، له همدې امله یوشمېر کورنۍ له راستنېدو وروسته له سرپناه، کار، عاید او د ژوند لومړنیو امکاناتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د لارو په شاوخوا کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له لوري لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي؛ څو راستنېدونکو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه برابره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.

په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري پر زده‌کړو او د ښځو پر عامه ژوند د محدودیتونو له امله. د راپور له مخې، د پاکستان او ایران له لوري راستنېدونکې ښځې او نجونې ښايي له هغو محدودیتونو سره مخ شي چې په افغانستان کې د دوی پر زده‌کړو او ټولنیز حضور لګېدلي دي.

بي‌بي‌سي وايي، د کډوالو د راستنېدو بهیر په داسې شرایطو کې دوام لري چې افغانستان له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، سږکال په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د هېواد د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، شاوخوا یو مېلیون ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي. راپور همداراز د هغو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو او دولتي کارکوونکو امنیتي اندېښنې رااخلي، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یو شمېر دغه کسان د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.

بي‌بي‌سي په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانستان له نړۍوالو اړیکو سره له مهمو ننګونو څخه دي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د مرستو او ملاتړ پر جلبولو هم اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، په دومره لویه کچه د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر په معاصر تاریخ کې بې‌ساری دی او د افغانستان لپاره د راستنېدونکو د ادغام او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې جدي ننګونه رامنځته کوي.

شهاب‌الدین دلاور: د دوحې تر تړون وروسته امریکا تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور وايي، د دوحې تړون پرمهال یې د امریکا له ګډې کمېټې سره د افغانستان، طالبانو، امریکا او د تړون چارې څارلې. د هغه په خبره، امریکا تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې؛ خو دوی له یوه تکي هم نه‌دي په شا شوي.

دغه طالب چارواکي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «واشنګټن د دوحې تر تړون او له افغانستان نه تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي. موږ یوه تېروتنه هم نه‌ده کړې».

هغه که څه هم د یادو سرغړونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي؛ خو یوازې یې له افغانستان نه پر ځنډ د امریکا د وتلو موضوع یاده کړې ده. د نوموړي په خبره، له امریکا سره د دوحې په تړون کې پټې هیڅ مادې نه‌شته او یوازې یو عملي شرط په هوکړه کې نه‌و.
شهاب‌الدین دلاور وایي: «د امریکا یو شرط دا و، چې له افغانستان نه د وتلو پرمهال باید د دوی امنیت خوندي شي او پوځي اډې به افغانانو ته سپاري، موږ ورسره ومنله. دغه ټکی ځکه په هوکړه کې نه‌و راغلی، چې عملي کار یې غوښت او موږ ترسره کړ».

دلاور زیاتوي، چې د دوحې له تړون څخه یې د افغانستان د ازادۍ موخه ترلاسه کړه. نوموړی وایي: «امریکا له یوې خوا پر یوې خبرې ټینګار کاوه، چې امارت نه بلکې طالبان په رسميت پېژنو او بل اړخ ته یې بیا داسې غوښتنې درلودې لکه له یوه رسمي حکومت چې یې کوي».
هغه وایي: « دا اوس که دوی پوه شي ښه به وي، چې دوی موږ مخکې لا په رسمیت پېژندلي یو. دا چې راسره کېناستل دلته یې په رسمیت وپېژندلو، تعهدات یې راسره کول، د اوربند غوښتنه یې درلوده او داسې چلند به یې کاوه چې د دې ټولو معنا داده چې تاسو یو نظام یاست».

دغه طالب چارواکی ټینګار کوي، چې دوی له ټولې نړۍ سره دیپلوماتیک، اقتصادي او سوداګریز تړونونه غواړي او نور له هیچاسره بل دول تړون نه غواړي او نه هم اړتیا ورته لري. نوموړی د نورو طالب چارواکو په څېر یو ځل بیا وايي، چې حکومت یې ټولګډونه دی او د ازبک، تاجک، پشه‌يي، بلوڅ، هزاره او نورو قومونو استازې په‌کې دي.

بین‌الافغاني مذاکرات ولې ناکام شول

شهاب الدین دلاور وایي، افغاني مذاکرات یې ښه وو او پرمهال یې په مېړانه له افغان حکومت خخه ۵زره او په مقابل کې یې دوی زر بندیان خوشې کړل. د هغه په خبره، له افغان حکومت سره ان د خپلو بندیانو نوملړ هم نه‌و.

نوموړي وویل، د افغان حکومت مذاکرات ځکه ناکام شول چې په ټیم کې یې د باور وړ غړي نه‌وو او داسې کسان یې ټاکلي وو چې د افغانستان د ناکامۍ لامل شول. هغه په دې اړه وویل: «د افغان حکومت په مذکراتي ټیم کې د عطامحمد نور، دوستم او نورو سیاسیونو زامن او کشران هلکان ټاکل شوي وو، دوی مذاکرات جدي نه ګڼل». نوموړي‌ ویلي، چې طالبانو پر یوه مهال «سیاسي پروسه او جهاد، پوځي او سیاسي‌ قوت» روان کړي‌ وو.

هغه زیاته کړه، که څه هم د بین‌الافغاني خبرو پرمهال دوی د کابل تر دروازو رسېدلي وو؛ خو کابل ته د ننوتو پلان یې نه‌لاره. نوموړی وايي، د چور او ګډوډۍ د مخنيوي او د افغان چارواکو له وتلو وروسته کابل ته داخل شول.