• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په روان کال کې ۳۹ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۱

په روان کال کې افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د نورو کډوالو په پرتله د پناه غوښتنې ډېر غوښتنلیکونه سپارلي دي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې خبر ورکړی، چې ددغو غوښتنلیکونو شمېر ۳۹ زرو ته رسیږي.

د سویس رسنیو د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له قوله راپور ورکړی دی چې په روان کال کې په اروپايي هېوادونو کې د‌پناه غوښتونکو شمېر کم شوی دی.

د راپور له‌مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په ناروې او سوېس کې د کډوالو د پناه غوښتنې د د قضیو شمېر خورا راکم شوی دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې ویلي چې د تېر کال د لومړۍ نیمايي په پرتله په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر کابو ۱۷ سلنه کم شوی دی.

د دغې ادارې د راپور له‌مخې، سږکال تردې مهاله په فرانسه کې ۶۹ زره، ایټالیا کې ۶۶ زره، په هسپانیا کې ۵۴ زره او جرمني کې هم تردې په کم شمېر کډوالو د پناه غوښتنه کړې ده.

افغانان د کابو ۳۹ زره غوښتنلیکونو په سپارلو سره د پناه غوښتونکو کډوالو د نوملړ په لومړي سر کې ځای لري.د وینزویلا کډوال د ۲۳ زره غوښتنلیکونو په سپارلو سره په دویم او د بنګله دېش کډوال د ۲۲ زره غوښتنلیکونو په سپارلو سره د نوملړ په درېیم ځای کې دي.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان له پنجاب ایالت وروسته په سند ایالت کې هم د طب په زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي) د لارښوونې له مخې باید افغانستان ته ستانه شي.

په کراچۍ کې د جناح سند طبي پوهنتون افغان محصلانو ته ویلي: «محصلان مکلف دي چې د سپټمبر تر ۹مې پورې د پوهنتون اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي، اړین اسناد وسپاري او ټولې اداري چارې بشپړې کړي».

د دغه پوهنتون یوه محصل د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دی د طب پوهنځي د وروستي کال محصل دی او په دغه پوهنتون کې له ده سره ټول ۱۶ افغان محصلان دي چې شپږ یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه،چې ټول دغه محصلان د «اقبال بورس» له لارې پاکستان ته د زده‌کړو لپاره راغلي، ویزې او ټول قانوني اسناد لري، خو بیا هم ورته د بېرته ستنېدو ویل شوي دي.

نوموړي وویل، چې د پاکستان د طبي شورا او پوهنتون له اعلامیې وروسته یې په کراچۍ کې د طالبانو له کونسلګرۍ سره هم لیدلي دي. د هغه په وینا، د طالبانو کونسلګرۍ ورته ویلي چې په دې اړه به له طبي شورا او پوهنتون سره خبرې وکړي، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

100%

په کراچۍ کې د ډاو طبي پوهنتون یوه افغان محصل هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دی د طب د وروستي کال محصل دی او دغه پوهنتون هم د افغان محصلانو په تړاو د جناح سند طبي پوهنتون په څېر مکتوب صادر کړی دی.

په دغه پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلان دي چې اته یې نجونې دي.

پر سند او ډاو پوهنتونونو سربېره د ایالت په نورو پوهنتونونو او پوهنځیو کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زده‌کړو بوخت دي چې نږدې ۷۰ یې نجونې دي.

د افغان محصلانو په وینا، ټول محصلان ویزې لري او د بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي دي.

یو تن مخصل وویل: «زياته اندېښنه مو دا ده چې زده‌کړې مو په سمه توګه روانې وي، خو ناڅاپه راته له پوهنتون نه د وتلو وویل شي. نه پوهېږو چې څه وکړو او راتلونکی به مو څه وي؟».

د هغه په وینا، محصلان په دې سلا کوي چې د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته ولاړ شي، ځکه دوی بله لاره نه لري.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طبي موسساتو افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په وینا، هغه افغان محصلان چې د پاکستان ویزې لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي، خو افغان محصلان وايي، دوی د ویزو او قانوني اسنادو له درلودو سره سره، اخراجیږي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه وايي، په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د یادو ایالتونو پښتانه هم نیول کېږي. په دوی کې د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ده.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي.

100%

د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمه‌پوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده».

هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده.

هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي.

هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون یم، د دې هېواد اوسېدونکی یم. زه، زما پلار، مور او زما نیکه د دې هېواد دي».

عبدالغفور وویل، چې ټول اسناد لري، خو له دې سره سره نیول کېږي او اوس نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.

100%

هغه زیاته کړه، چې اوس یې د خپلې مور لپاره محکمې ته عریضه کړې او وکیل یې نیولی، څو د عدالت له لارې یې مور له کمپ څخه خوشې شي.

د نیول شویو پاکستانیانو خپلوان وايي، دوی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره له یوه اوده بهیر څخه تېرېږي، په دفترونو کې ګرځي، وکیلان نیسي او تر محکمو پورې رسېږي.

د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.

هغه زیاته کړه، په کراچۍ کې ډېری د بلوچستان پښتانه نیول کېږي ځکه دده په وینا، د دوی جامې او لهجه د کندهار خلکو ته ورته دي.

100%

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ او اړوندو ادارو یو تن مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډېرو کسانو جعلي پېژندپاڼې جوړې کړې دي او هر څوک چې د شک پر بنسټ ونیول شي، د پاکستان د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا) او اړوندو سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اسناد تاییدېږي او بیا خوشې کېدای شي.

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر نیکولاس برنز وايي، واشنګټن د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته د خپلو ملګرو هېوادونو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، خو افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد د ماموریت اصلي موخه ګډه‌وډه کړه. هغه وایي، موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو.

هغه د هېوادونو د یووالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو ته اړتیا لري.

برنز له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تر ټولو مهم درس چې امریکا ترې واخیست، دا و چې دغه هېواد په نړۍ کې ملګرو او تړونیزو هېوادونو ته اړتیا لري.

هغه مهال چې بریدونه وشول، برنز یوازې ۱۲ ورځې مخکې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.

برنز وویل، له بریدونو وروسته دی ونه توانېد چې له سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو له وزارت او یا پنټاګون سره اړیکه ونیسي، خو د کاناډا، ډنمارک، ناروې او ایسلنډ سفیرانو ورسره اړیکه ونیوله او له امریکا سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د برنز په وینا، دغو هېوادونو ویلي وو چې د امریکا ترڅنګ به ودرېږي او که اړتیا وي، په افغانستان کې به هم له امریکا سره ملګري شي.

د واشنګټن ملګرو هېوادونو هم د ناټو د تړون د پنځمې مادې د پلي کولو لپاره چمتووالی وښود. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې تر بلې ورځې پورې د ناټو ټولو غړو هېوادونو له دې پرېکړې سره هوکړه کړې وه.

برنز دغه یووالی د امریکا لپاره، چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوې وه، «هڅوونکی» وباله.

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر وویل چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۲۱مه یې د امریکا د هغه مهال له ملي امنیت سلاکارې کاندولیزا رایس سره خبرې وکړې او هغې ته یې وویل چې واشنګټن خپلو ملګرو ته اړتیا لري.

رایس په ځواب کې ورته ویلي وو: «دا ښه خبره ده چې په نړۍ کې ملګري ولرو.»

«موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به پاتې شو»

برنز وویل، کله چې په افغانستان کې د امریکا بریدونه په لومړیو کې پیل شول، د امریکا په حکومت کې هېچا فکر نه کاوه چې په دغه هېواد کې به د دوی حضور ۲۰ کاله دوام وکړي.

هغه وویل: «موږ ډېر وخت پاتې شو او په یوه ډول مو د خپل ماموریت د روښانه موخې درک له لاسه ورکړ.»

د برنز په وینا، د امریکا یو شمېر ملګرو هېوادونو هم په افغانستان کې ډېرې له خطره ډکې دندې ترسره کړې او درانه ځاني زیانونه یې ولیدل.

هغه وویل، امریکا باید خپلو ملګرو ته درناوی وکړي، له هغوی سره ګډ کار وکړي او د هغوی نظرونو ته غوږ ونیسي.

برنز زیاته کړه چې واشنګټن که څه هم ډېر ځواک لري، خو په نړۍ کې د خپلې تګلارې د پلي کولو لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د عراق د جګړې د ملاتړ له امله پښېماني

برنز د مرکې په بله برخه کې وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید له ملاتړ څخه اوس پښېمانه دی.

هغه هغه مهال په ناټو کې د امریکا سفیر و او په عراق کې یې له پوځي لاسوهنې ملاتړ کاوه، خو اوس دغه پرېکړه ناسمه بولي.

برنز وویل: «زما په اند، عراق ته ننوتل ناسمه پرېکړه وه».

هغه زیاته کړه چې په «عراقي ډنډ» کې د امریکا ښکېلتیا، په دغه هېواد کې د ۱۱ کلن حضور دوام او د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدل هم تېروتنه وه.

هغه وویل، د نړۍ په کچه د تګلارې له تر ټولو سختو مسئلو څخه یوه دا ده چې وپېژندل شي، په کوم وخت کې پوځي لاسوهنه مناسبه ده.

برنز د دې ستونزې د روښانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین آلبرایت خبرو ته اشاره وکړه.

د هغه په وینا، آلبرایت ویلي وو چې د هغې تر ټولو ستره پښېماني دا وه چې امریکا په ۱۳۷۳ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې پر مهال لاسوهنه ونه کړه.

په روانډا کې د دغه نسل وژنې پر مهال په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون کسان ووژل شول.

برنز وویل، د دې پرېکړې کول چې کله باید لاسوهنه وشي او کله باید له لاسوهنې ډډه وشي، له هغو تر ټولو پېچلو مسئلو څخه ده چې سیاسي مشران ورسره مخامخ کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تجربې وښودله چې امریکا، سره له دې چې پوځي او سیاسي ځواک لري، له خپلو ملګرو او تړونیزو هېوادونو پرته نه شي کولای خپله نړیواله تګلاره په بریالیتوب پر مخ یوسي.

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
100%

په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناه‌غوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.

په دې پېښه کې د کښتۍ د ۲۷ سپرلیو مړي موندل شوي، خو څلور نور لا هم ورک دي. ډېری قربانیان عراقي کردان وو، خو د افغانستان، اېتوپیا، ایران، سومالیا، ویتنام او د مصر وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.
د پېژندل شویو قربانیانو تر ټولو کم‌عمره یوه اووه کلنه نجلۍ وه. په پېښه کې ۱۵ نارینه، اووه ښځې او دوه تنکي ځوانان هم وژل شوي دي.
پر تورنو کسانو د غیرعمدي وژنې او د یوې سازمان‌ شوې جنایي ډلې په چوکاټ کې د ناقانونه کډوالۍ د اسانتیا تورونه لګېدلي دي. د فرانسې د څارنوالۍ له مخې، دوی د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې پر مهال د فرانسې له ساحلونو څخه بریتانیا ته د پناه‌غوښتونکو د سفر په تنظیم کې رول درلود.
د راپورونو له مخې، ډېرو تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. دوه هغه کسان چې د دې سفر اصلي تنظیموونکي بلل شوي، لا هم تښتېدلي دي او محاکمه یې په غیاب کې ترسره کېږي.
هغه کښتۍ چې پناه‌غوښتونکي پکې سپاره وو، د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په دویمه ماښام د فرانسې له ساحله حرکت وکړ، خو د مانیښ کانال په منځ کې له ستونزې سره مخ شوه.
د کښتۍ هوا ورو ورو ووتله او اوبه ورته دننه شوې. د کښتۍ د وزن د کمولو لپاره یو شمېر سپرلیو ځانونه اوبو ته واچول، خو د سختې یخنۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. له دې پېښې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شول.
ګارډین ورځپاڼې دغه پېښه د مانیښ کانال له لارې د وړو کښتیو په وسیله د کډوالو د تېرېدو تر ټولو خونړۍ ثبت شوې پېښه بللې ده.
د څارنوالۍ د تورونو د لایحې له مخې، تورنو کسانو د یوې «بې‌کیفیته، د سمندري سفر لپاره نامناسبې، له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېرو کسانو د لېږد وړې او د مناسبو ژغورنې واسکټونو نه لرونکې» کښتۍ په اوبو کې د اچولو په برخه کې رول درلود.
پر تورنو کسانو همداراز تور دی چې پناه‌غوښتونکو ته یې د اوسېدو ځای برابر کړی، هغوی یې لېږدولي، کښتۍ یې ورته چمتو کړې او د دې سفر لپاره یې ورکړل شوې پیسې لېږدولې دي.
خو ډېری تورن کسان وايي چې دوی خپله هم کډوال وو او که په دې بهیر کې یې کوم رول درلود، د اصلي تنظیموونکو په امر یې ترسره کړی دی.
ټاکل شوې چې د تورنو کسانو محاکمه، چې د سې‌شنبې په ورځ پیل شوې، شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي. د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د محاکمې په لومړنیو غونډو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللي دي.
د دغې پېښې له امله په فرانسه او بریتانیا کې د ژغورنې د ادارو د فعالیتونو په اړه جلا جلا څېړنې هم ترسره شوې دي.
په فرانسه کې د پوځ او سمندري ژغورنې ځواکونو اووه غړي د هغو کسانو سره د مرستې نه کولو په شک قضايي څېړنې سره مخ دي چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو.
د «ګارډین» په وینا، پناه‌غوښتونکو شاوخوا ۱۲ ځله د فرانسې او بریتانیا له سمندري ژغورنې ادارو سره اړیکه نیولې وه، خو کښتۍ د مرستې له لومړۍ غوښتنې نږدې ۱۲ ساعته وروسته وموندل شوه.
د فرانسې د کب نیولو یوې کښتۍ سپرلیو، چې د بریتانیا اوبو ته نږدې وو، په اوبو کې څو مړي ولیدل او وروسته یې چارواکي خبر کړل.
په بریتانیا کې یوې رسمي څېړنې ښودلې چې د کارکوونکو اوږدمهاله کمښت د ساحلي ساتونکو وړتیا کمزورې کړې وه، څو بېړنیو اړیکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
له بلې خوا، د څارنې یوه الوتکه هم د خرابې هوا له امله ونه توانېده چې الوتنه وکړي.
د دې څېړنې د موندنو له مخې، که د بریتانیا او فرانسې چارواکو ژر اقدام کړی وای، ښايي د کښتۍ د یو شمېر یا ټولو سپرلیو د مړینې مخه نیول شوې وای.

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

۶ ورځې مخکې په هرات ښار کې یو ۳۰ کلن ځوان له شکنجې وروسته په رڼا ورځ په ډزو ووژل شو. ځايي طالبان ادعا لري، چې د پېښې په تړاو مظنونین نیول شوي، خو په تړاو یې هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي. دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیت امر بیا وايي هر «ږیره‌ور او لونګۍ والا» طالب نه‌دی.

د تېرې جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ۳۰ کلن ځوان عبدالقدیر پهلوان‌زاده د یو شمېر وسله‌والو له شکنجه کېدو وروسته په تړلو لاسونو په ډزو سره ووژل شو.

هغه ویډیو چې په همدې تړاو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، هم د یوه ځوان د شکنجې او تړل شوو لاسونو وروسته په ډزو د ویشتلو صحنه ښيي. سرچینې وایي، د پېښې پر مهال د پښتون زرغون امنیه قوماندان د خپل اوښي او ورور سره یوځای حاضر وو.

100%

د هرات لپاره طالب مسوولینو بیا د پېښې په څلورمه ورځ (دوشنبه د وږي ۱۶مه) یاده پېښه شخصي دښمني وبلله او په پېښه کې یې د ښکېلو کسانو د نیولو ادعا وکړه، خو د عبدالقدیر کورنۍ وايي، چې له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لري.

له دې سره سم، په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده د وژنې په قضیه کې کليدي تورن طالب قومندان مولوي حامد او د پښتون زرغون امنیه قوماندان سید احمد محمدي د سې‌شنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د هرات له امنیه قومندانۍ څخه تښتېدلي دي.

سرچینو په یاده پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو په تړاو د هرات لپاره د طالبانو ادعاوې رد کړې او څرګنده کړې یې ده، چې په پېښه کې ښکېل لا هم ازاد ګرځي. د معلوماتو له مخې، اوس یوازې د مولوي حامد کشر ورور د طالبانو په بند کې دی، داسې کس چې په عبدالقدیر پهلوان‌زاده د وژنې په قضیه کې هېڅ لاس نه‌لري.

سرچینې ادعا کړې، چې مولوي حامد له سید احمد محمدي سره معامله کړې وه او ویلي یې وو چې «خور به درکړم، ته عبدالقدیر پهلوان‌زاده ووژنه».

په ورته وخت کې د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نجیب‌الله علي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په همدې تړاو په یوه پیغام کې ویلي، د عبدالقدیر پهلوان‌زاده په پېښه کې ملکي کسان ښکېل دي او ادعا لري، چې ځینې کسان هڅې کوي چې دا پېښه طالبانو پورې وتړي.

نجیب‌الله علي زیاته کړې: «هره ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب نه‌دی. حقیقت باید په واقعیت او شواهدو کې ولټول شي، نه د افرادو په ظاهر».

له دې ټولو سره سره په هرات کې د تېرې جمعې پېښه چې له امله یې عبدالقدیر پهلوان‌زاده په رڼا ورځ په تړلو لاسونو ووژل شو، لا هم په کره توګه څرنګوالی یې معلوم نه‌دی او دا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې یوازینۍ پېښه نه‌ده، بلکې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دغه ډول مرموزې وژنې شوي او لامل یې هم نه‌دی روښانه شوی.