د راولپنډۍ او اسلاماباد ځایي ادارې د تحریک انصاف د لاریونونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي

د پاکستان په راولپنډۍ او اسلاماباد ښارونو کې ځایي ادارې د تحریک انصاف ګوند د راتلونکي لاریون د مخنیوي لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. پولیسو د پلازمېنې د تګراتګ لارو د تړلو لپاره تر ۱۰۰۰ د ډېرو کانټینرونو غوښتنه کړې ده.
د راولپنډۍ او اسلاماباد ځایي ادارو په دغه ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پراخو لاریونونو سره د مقابلې لپاره چمتووالی پیل کړی دی؛ په دغه چمتووالي کې د ګوند د پلویانو نیول، د کانټینرو تنظیمول، د اضافي پرسونل غوښتنه او د لاریون د مخنیوي لپاره د خوندیتوب تجهیزاتو پېرل شامل دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلاماباد پولیس د لاریون اړوند هغه معلومات راټولوي چې پهکې د یاد ګوند چمتووالی او د هغوی د مشرانو، بلویانو او فعالو غړو فعالیتونه شامل دي.
پولیسو ویلي، له هغه قراردادي شرکتونو چې کانټینرونه چمتو کوي تر ۱۰۰۰ د ډېرو کانټینرونو د چمتو کولو غوښتنه شوې ده. له دغه شرکتونو غوښتل شوي، چې د بېلابېلو اندازو کانټینرونه تنظیم کړي.
دغه کانټینرونه به د پلازمېنې د اصلي سړکونو او لویو لارو د تړلو لپاره هم وکارول شي؛ ترڅو د لاریون پرمهال د لاریونوالو د تګراتګ مخه ونیسي او د هېواد له نورو برخو اسلاماباد ته د لاریون د تګ مخه ونیسي.
بل خوا د راولپنډۍ ادارې د تحریک انصاف د ۳۰ غړو د نیولو امر کړی، په داسې حال کې چې د پلازمېنې پولیسو د ۱۰۰۰ کانټینرونو غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د پاکستان تحریک انصاف د سپتمبر په ۲۷مه اسلاماباد ته د پراخ لاریون چمتووالی نیسي. د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی به له پېښور نه د لاریون مشري وکړي.
