• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې پر امبولانس د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا کې په دیره اسماعیل خان د پولیسو پر پوسته تر چاودنې وروسته، د ټپیانو د انتقال پر مهال د د ژغورنې ادارې پر امبولانس د ناپېژاندو وسله والو له لوري ډزې شوي دي. د خیبر پښتو د ژغورنې ادارې ويلي چې د ډزو له امله د یادې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ژغورنې ادارې امبولانس ته اور اچول شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ژغورنې ادارې پر کارکوونکو برید غندلی دی.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ، د تلې۴مه په درازنده سیمه کې د پولیسو او ګمرک پر یوې ګډې پوستې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۵ څخه زیات نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د دې ځانمرګي برید او پر امبولانس د ډزو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.

کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي.

د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل.

هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي.

کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.
د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د پخوا په څېر فشار نه راوړ.

کاکاخېل اندېښنه څرګندوي چې ښايي د افغانستان د جګړې د بیا تودولو لپاره زمینه برابره شي. هغه وایي، په افغانستان کې د زرګونو بې‌کاره ځوانانو موجودیت، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی کولای شي د نوي تاوتریخوالي زمینه برابره کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې یو ځل بیا پراخه جګړه پیل شي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه به یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي.

د دفاعي چارو دغه کارپوه وایي، داسې راپورونه هم شته چې چین او ترکیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې رول لري.

هغه په دې باور دی چې تر هر څه مخکې طالبان باید له هغو وسله‌والو ډلو سره چې په افغانستان کې مېشتې دي، خبرې وکړي او دا مسله روښانه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وسله‌وال فعالیت د دوی له نظره مشروع دی او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وایي، د پاکستان او افغانستان اړیکې تر وروستیو پېښو مخکې د ښه کېدو پر لور روانې وې، خو په کوهاټ کې د برید له پېښې وروسته دغه بهیر له ستونزو سره مخ شو.

خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو له نښو څخه یوه دا وه چې پاکستان د طالبانو سفیر سردار شکیب ملي دفاع پوهنتون ته وربللی و او هلته یې پوځي افسرانو ته وینا کړې وه.

د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مثبتې څرګندونې شوې وې.

نوموړي زیاته کړه چې د چین ځانګړي استازي، د قطر چارواکي او د ترکیې د استخباراتو مشر هم افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي وو او داسې نښې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي.

د عبدالله خان په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د علامه اقبال د بورسونو د پخوانیو زده‌کوونکو د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم کړی و او پاکستان د بشري دلایلو له مخې د ځینو افغانانو لپاره د ویزو ورکول او د ناروغانو د درملنې لپاره د هغوی راوستل پیل کړي وو.

خو هغه وایي، د کوهاټ برید د دغو هڅو لپاره لوی خنډ شو. خان ادعا کوي چې د دغه برید تر شا د حافظ ګل بهادر ډله وه او برید د ترکیې د استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو.

دغه شنونکی وایي، هغه هېوادونه چې د اسلام‌اباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکي دي، ښايي یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅې وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان هم سعودي عربستان ته ویلي چې که غواړي د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې رول ولوبوي، کابل به یې هرکلی وکړي.

خان وایي، د پاکستان او افغانستان د اړیکو په خرابېدو کې د غیردولتي وسله‌والو ډلو رول مهم دی او طالبان باید دا پوښتنه له ځانه وکړي چې په افغانستان کې د دغو ډلو په ساتلو سره څه ترلاسه کوي.

هغه وایي، که افغانستان له شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې وروسته سولې ته رسېدلی وي، افغان ولس باید اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د افغانستان خاوره وکارول شي.

عبدالله خان د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د دولت او ولس په کچه د خوښۍ څرګندونه وشوه، ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وه او د ناټو ځواکونه له سیمې وتلي وو.

خو نوموړي وویل چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته د پاکستان په افغانستان پورې اړوند سیاست کې «ژور بدلون» راغی او د طالبانو پر وړاندې د فشار تګلاره هم بدله شوه.

خان ټینګار کوي چې طالبان د پاکستان «پراکسي» نه وو، بلکې خپلواک تصمیمونه یې لرل. هغه د دوحې هوکړې ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د پاکستان له مخالفت سره سره له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړې او په دوحه کې یې خپل دفتر جوړ کړ.

د نوموړي په وینا، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هڅه وکړه، خو دغه بهیر پای ته ورسېد. خان وایي، د پاکستان او وسله‌والو ترمنځ ستونزه په پای کې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارې هم نیوکه کوي او وایي، که پاکستان په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې د فشار یا د هغوی د سیاسي منزوي کولو پرېکړه لرله، نو په پاکستان کې هغه افغانان چې له طالبانو سره مخالف وو، د ده په باور، د اسلام‌اباد لپاره د احتمالي وسیلې په توګه کارېدلی شول.

عبدالله خان وایي، د افغان کډوالو له ستنولو سره سره د پاکستان امنیتي ستونزې نه دي حل شوي او د افغانستان پر وړاندې منفي احساسات هم زیات شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او وایي، له هر هغه حکومت سره چې په کابل کې واکمن وي، باید د اسلام‌اباد اړیکې ښې وي.

د خان په باور، پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د رسېدو اړتیا لري او افغانستان هم د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان له لارې سمندر ته د رسېدو اړتیا لري؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې د شخړې پر ځای د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار وشي.

د وروستیو پېښو په تړاو، پاکستان وایي د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستانه اته بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلې دي. اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته په افغانستان کې لس ځایونه په نښه کړل او دا یې د ځان‌دفاع اقدام وباله.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ټول ادعاوې نه مني، نه په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون مني او نه هم په خیبر پښتونخوا د بې پیلوټه اولوتکو ورستی برید، بلکې ادعا کوي چې دغه بې پېلوته الوتکې د پاکستان دسیسه ده او پدې سره غواړي د ملکې تړون نه خپله اوږه سپکه کړي.

د ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ دواړه لوري سوداګر له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ دي

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو یو کال پوره کېږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه بندښت له امله د پښتونخوا او پنجاب زرګونه سوداګر او عام کارګران بې‌کاره شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، چې په دې موده کې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی، بلکې له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې سوداګر هم له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د سوداګرۍ د اوږدمهاله ځنډ له امله سوداګر د خپلو کاروبارونو د بېرته پیل په اړه ناهیلي شوي دي.

سوداګر وايي، د لارو له تړل کېدو راهیسې یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اړیکو د ژر بېرته پیلېدو هیله یې کمه شوې ده.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مخکښ غړي شاهد حسین، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنټو د لېږد په سوداګرۍ بوخت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسني وضعیت له مخې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ژر بېرته عادي شي.

نوموړي د سوداګرۍ د بندښت د لاملونو په اړه وویل: «موږ نه پوهېږو چې د سوداګرۍ د بندولو موخه څه ده. که پاکستان وايي چې دا کار به ترهګري کمه کړي، نو ترهګري خو ورځ تر بلې زیاتېږي. وسله‌وال له هغو لارو نه راځي چې سوداګري پرې ترسره کېږي، بلکې له نورو لارو تګ راتګ کوي.»

د شاهد حسین په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو د سوداګرو ټولې کچې اغېزمنې کړې دي، خو کوچني سوداګر یې تر ټولو ډېر زیانمن کړي او ډېری یې اړ شوي چې د عاید لپاره د نورو کارونو په لټه کې شي.

هغه وویل، یوازې د تورخم دروازې په شاوخوا کې هره ورځ شاوخوا څلور زره ټکسي موټر بوخت وو. د هغه په وینا، له لسو تر ۱۲ زرو کانټینرونو او درنو باروړونکو موټرو د توکو د لېږد لپاره کار کاوه. د دې ترڅنګ هوټلونو، د ګمرکي تصفیې استازو، ورځنیو کارګرو او ګڼو نورو کسانو هم له دې سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کاوه.

د هغه په خبره، د لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس بې‌روزګاره دي.

شاهد حسین وايي، پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان په پرتله ډېر زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، پاکستان نه یوازې له افغانستان سره سوداګري کوله، بلکې د افغانستان له لارې یې له منځنۍ اسیا سره هم سوداګریزې اړیکې لرلې، خو اوس دغه لارې هم له یوه کال راهیسې تړل شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ د دوام لپاره د بدیلو لارو پر موندلو کار پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد ځینې سوداګریز توکي د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته په ازمایښتي ډول لېږدولي او له ایران سره یې په دې برخه کې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې خپل توکي د پاکستان له لارو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

خو د شاهد حسین په وینا، د پاکستان او افغانستان جغرافیایي نږدېوالی د دواړو هېوادونو سوداګري اسانه او ارزانه کړې وه او د بدیلو لارو کارول به د لېږد لګښتونه لوړ کړي.

هغه د دې توپیر په اړه وویل: «پخوا به یو هېواد له ما څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې و او هلته د توکو د لېږد لګښت معلوم و، خو اوس د بدیلو لارو له امله هماغه هېواد ۴۵۰۰ کیلومتره لرې شوی دی. ښکاره ده چې د لېږد لګښت به ډېر لوړ شي. افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ دی؛ پخوا به یې ټرانزیټي توکي له پاکستانه راتلل، خو اوس که له ایران یا نورو لارو راځي، نو اضافي لګښتونه به پرې کوي.»

د شاهد حسین په وینا، له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې ګڼ سوداګر له افغان سوداګرۍ سره تړلي وو او د لارو تړل کېدو د هغوی کاروبارونو ته هم سخت زیان اړولی دی.

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او سوداګرۍ د اړیکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، هر ځل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې کېږي او اړیکې د ښه کېدو پر لور ځي، په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتېږي یا په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته کېږي چې د سوداګرۍ او سولې بهیر اغېزمنوي. د هغه په وینا، داسې ښکاري چې ځینې ځواکونه په سیمه کې د سوداګرۍ، سولې او ثبات دوام نه غواړي.

بلخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه اداره ده، ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی و او په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې و.

د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګري د سقوط تر پولې رسولې ده. نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي، ځکه د سوداګرۍ د بندښت دوام به د سیمې خلک له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

په خیبرپښتونخوا کې اقلیمي بدلون د شاتو مچیو روزنه له ستونزو سره مخ کړې ده

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پښتونخوا په پېښور او مردان کې د اقلیمي بدلون په ترڅ کې بې وخته بارانونو، د تودوخې ناڅاپي بدلونونو او پر فصلونو د حشره وژونکو درملو کارونه د شاتو د مچیو پر روزنې اغېز کړی دی. د مچیو روزونکي وايي، چې د طبیعي خوړو کمښت او د مچیو د مړینې له امله د شاتو تولید کې ستونزې زیاتې شوې دي.

په پېښور کې د شاتو مچیو یو روزونکی ۴۷ کلن روزګل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د موسمونو د بدلون له امله د ګلانو او د مچیو د طبیعي خوړو کمښت د شاتو پر تولید مستقیم اغېز کړی دی.
د هغه په وینا، د شاتو مچیو د ښې روزنې لپاره د موسم له مخې د ځالې لپاره د مناسب ځای ټاکل مهم دي. په ژمي کې ځالې په نسبتاً تودو او په اوړي کې په یخو او سیوري لرونکو او ارامو ځایونو کې اېښودل کېږي.

د مچیو روزونکي وايي، کله چې طبیعي خواړه کم شي مچیو ته د اړتیا له مخې د بورې محلول ورکول کېږي. د ګلانو د موسم له پیل سره ځالې هغو سیمو ته لېږدول کېږي، چې ګلان او شنه بوټي په‌کې ډېر وي. مچۍ له ګلانو څخه شیره او ګرده راټولوي او له همدې لارې شات جوړېږي.
دوی وايي، چي له بېلابېلو ګلانو څخه ترلاسه کېدونکي شات په خوند او ځانګړتیاوو کې توپیر لري او طبیعي خواړه د مچیو د روغتیا او د شاتو د تولید لپاره مهم دي.
کرنیز درمل مچیو ته خطر پېښوي
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې پر فصلونو د حشره وژونکو درملو د شیندلو پر مهال مچۍ له جدي خطر سره مخ کېږي. د دوی په وینا، که د درملو د شیندلو پر مهال لازم احتیاط ونه‌شي د مچیو د مړینې ترڅنګ د ګلانو د القاح طبیعي بهیر هم اغېزمنېدای شي.
د مچیو روزونکو غوښتنه کړې، چې بزګرانو ته د کرنیزو درملو د خوندي استعمال په ځانګړي ډول د ګلانو د موسم پر مهال د درملو د شیندلو په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شي، څو مچۍ او فصلونه له احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي.

100%

افغان مچیو روزونکو رول
په پېښور کې د شاتو یو شمېر کاروباریان وايي، د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې د افغانستان ځینو اوسېدونکو هم په تېرو کلونو کې کار کړی او خپله تجربه یې له ځايي خلکو سره شریکه کړې ده.
د دوی په وینا، د افغان کډوالو له بېرته ستنېدو وروسته د دې کاروبار ځینې کسان افغانستان ته تللي، خو د مچیو ځايي روزونکو خپل کار ته دوام ورکړی او د شاتو د تولید لړۍ یې روانه ساتلې ده.
د مچیو روزونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دې برخې د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او دوی ته تخنیکي لارښوونې، اړین درمل او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی وايي، کله ناکله د لارو د تړل کېدو یا د لېږد رالېږد د ستونزو له امله د مچیو لپاره اړین درمل پر وخت نه‌رسېږي چې له امله یې روزونکي له ستونزو سره مخ کېږي.
د شاتو یو کاروباري جلال خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي شات بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د خلیجي هېوادونو بازارونو ته هم لېږدول کېږي.
هغه وايي، که حکومت له دې برخې ملاتړ وکړي، روزونکو ته ښې اسانتیاوې برابرې او نوې روزنه ورکړي، نو د شاتو د تولید او د مچیو روزونکو د عاید د زیاتېدو زمینه برابرېدای شي.
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې د مچیو روزنه یوازې په سیمه کې د خلکو لپاره د کار او عاید سرچینه نه‌ده، بلکې د شاتو تولید او ورسره تړلي کاروبارونه د هېواد په اقتصاد کې هم ونډه لري.

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. طالبانو بیا په وار وار د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسله‌والې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي».

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل.

شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او له ۱۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ګاللی دی.

هغه وویل: «نن ورځ نړۍ د پاکستان د زړورو وسله‌والو ځواکونو او ملکي وګړو د قربانیو له امله خوندي ده او د سولې غوښتونکې نړۍ باید دا حقیقت هېر نه کړي».

نوموړي د خپل حکومت د اصلي مسوولیت په توګه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم کتلي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

افغان طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو موجودیت رد کړی او نا امنۍ یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

هم‌مهاله پاکستان د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوایي بریدونو ته هم دوام ورکړی او طالبان ورسره د ډیورند کرښې په په بېلابېلو سیمو کې د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم مخامخ جګړې هم کړې دي.

د دغه کړکېچ له کبله له نږدې یوه کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې بندې او هر ډول سوداګري هم درول شوې ده.

د تیراه اوسېدونکي: حکومت دې زموږ د بېرته ستنېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.

د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.

خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.

نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بې‌ځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».

د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملک‌دین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخه‌خېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بې‌ځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.

اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بې‌ځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.

د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.