د کونړ پوهنتون محصل: طالبان د ږیرې نه لرلو له امله له محصلانو د لیلیې کارتونه اخلي

د کونړ د سید جمالالدین افغان پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د محصلانو ږیرې ګوري او د هغو کسانو د پوهنتون او لیلیې کارتونه اخلي چې ږیره یې لنډه کړې وي.
