• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره قبایلي جرګه جوړه شوه

رفعت الله اورکزی
رفعت الله اورکزی

افغانستان انټرنشنل-پښتو، پېښور

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د دغه ایالت د پخواني والي شوکت‌الله خان په مشرۍ یوې قومي جرګې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره هڅې پیل کړې دي. یادې جرګې د پښتونخوا له والي فیصل کریم کونډي او سر وزیر سهیل اپریدي سره جلا، جلا ناستې کړې دي.

دغه جرګه چې د خیبر پښتونخوا پخوانی والي شوکت الله خان او بېلابېل قبایلي مشران په‌کې شامل وو، په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له والي فیصل کریم کنډي او سر وزیر سهیل اپریدي سره جلا جلا ناستې کړې دي. جرګې د خیبرپښتونخوا له والي او سر وزیر غوښتي، چې له «ترهګرۍ» څخه دغه اغېزمن شوی ایالت تر دې ډېره ناڅرګندتیا نه‌شي زغملی؛ نو دوی باید د سیاسي کړکېچ کمولو کې خپل رول ولوبوي.

د قبایلي مشرانو په وینا، دغه جرګه د کوم سیاسي ګوند یا لوري له‌خوا نه‌ده جوړه شوې؛ بلکې په‌خپله قبایلي مشرانو پرېکړه کړې چې سره کېني او د اوسني سیاسي کړکېچ کمولو او په هېواد کې روان سیاسي مسایل د تفاهم له لارې حل کړي. د خیبر پښتونخوا والي او سر وزیر د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره د جرګې د هڅو ستاینه کړې ده.

قبایلي جرګه به نن چهارشنبه (د تلې ۸مه) یو وار بیا د خیبر پښتونخوا له والي او سهیل اپریدي سره په جلا، جلا توګه وګوري. د جرګې مشر او د پښتونخوا پخواني والي شوکت الله خان افغانستان انټرنشنل ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې هغه ویني چې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ کړکېچ نه یوازې زیاتېږي؛ بلکې دومره زیات شوی چې دواړه د یو بل سره ناستې ته هم چمتو نه‌دي.
هغه وویل، دواړه حکومتونه د خواله رسنیو له لارې یو بل ته ځوابونه ورکوي چې دا ډېره خواشینوونکې خبره ده. د شوکت الله خان په وینا، د دغه ایالت اوسني وضعیت ته په کتو قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د دواړو خواوو سره غونډې وشي او د تاوتریخوالي کمولو کې رول ولوبوي.
هغه څرګنده کړه، چې قومي جرګه په هیڅ سیاسي ګوند پورې اړه نه‌لري، په هغې کې شامل ټول کسان بې‌پرې دي او د دوی موخه یوازې د مرکز او ایالت ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم له لارې د ستونزو حل دی.

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا سر وزير سهيل اپريدي سره په يوه غونډه کې جرګې له هغه غوښتنه وکړه چې د اسلام‌اباد پراخ لاریون د اوس لپاره وځنډوي او که داسې وشي؛ نو هغه کولای شي له مرکزي حکومت سره په زندان کې د تحریک انصاف ګوند پر بنسټ اېښودونکي د محدوديتونو د کمولو په اړه خبرې وکړي.

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا والي او سر وزير ډاډ ورکړی چې دوی به د خپلو اړوندو مشرانو سره له خبرو وروسته د دوی د دريځ په اړه خبر ورکړي. د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د سپتمبر په ۲۷مه د اسلام‌اباد په لور د پراخ لاریون اعلان کړی و؛ خو وروسته دغه لاریون د اکټوبر ۴مې نېټې ته وغځول شو.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۴
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۵

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي

•
•
•

نور خبرونه

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: پښتونخوا د ترهګرۍ په جګړه کې ۸۰ زره کسان له لاسه ورکړي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان وايي، دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو قربانۍ ورکړې دي خو له دې سره هم پښتونخوا ته پېغورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپله حقه برخه نه ورکول کېږي.

هغه د کورنیو چارو له ځانګړي مرستیال طارق سعید مروت سره په ګډه یوې خبري غونډې ته ویلي چې مرکزي وزیرانو ته دنده ورکړل شوې چې په پرله‌پسې ډول ترهګري له پښتونخوا حکومت سره وتړي او د دوی لپاره یو تکراري بیان چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې مرکزي وزیران هڅه کوي چې پولیس کمزوري وښيي او د خیبر پښتونخوا حکومت پر ضد منفي لید لوری جوړ کړي
شفیع جان وویل چې که د ګونر راج (په ایالت کې د والي واکمني) لپاره د امن او امنیت وضعیت دلیل ګرځول کېږي نو لومړی باید په بلوچستان ایالت کې ګورنر راج ولګول شي ځکه د بلوچستان ایالت ډېره برخه د خلکو د تګ راتګ لپاره د نه لاسرسي سیمې ګرځېدلې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شي نو د خلکو غبرګون به رامنځته شي.
هغه وویل چې که ګورنر راج او بېړنی حالت اعلان شي نو لومړی به والي او وروسته د ایالت مقام محاصره کېږي او د ته به د پټېدو ځای پیدا نه شي.
شفیع جان وویل چې عمران خان په قبایلي ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واک ته رسېدو وروسته خیبر پښتونخوا د سولې او پرمختګ پر لور روانه شوې وه.
شفیع جان ادعا وکړه چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته په پاکستان کې د سولې دوره راغله خو د هغه له لرې کېدو وروسته پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر لور یووړل شو.
شفیع جان وویل، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خیبر پښتونخوا ته راځي او ګرځي خو باید بلوچستان ایالت ته هم سفر وکړي.
نوموړي وویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د پالیسۍ جوړولو لپاره له ټولو سیاسي او اړوندو اړخونو سره خبرو ته چمتو دي خو د هغه په وینا د مرکزي حکومت خبري هم سمې نه دی.
شفیع جان ادعا وکړه چې د اسلام اباد پر لور د اوږده لاریون لپاره د سپټمبر ۲۷مه نېټه بدلول د پښتونخوا حکومت سیاسي تګلاره وه.
هغه مرکزي حکومت تورن کړ چې غواړي خلک او دولتي ادارې یو د بل پر وړاندې ودروي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د خپل دریځ د روښانه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له پاکستان سره ولاړ دی او پاکستان د دوی د ایمان برخه ده.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پولیسو لپاره د ۵۷ عصري تجهیزاتو د اخیستو په موخه د درنو صنایعو ټکسلا او نورو اړوندو مرکزي ادارو ته ۷.۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پولیسو ته یوازې ۱۳ تجهیزات سپارل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو ته د تجهیزاتو په ورکولو کې د ځنډ لپاره بېلابېل خنډونه جوړېږي.

د پېښور خزانه پنډغالی؛ د افغان کډوالو له وتلو وروسته کورونه په کنډوالو بدلېږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پېښور په خزانه کمپ کې مېشت افغان کډوال افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره تیاری کوي خو د ډېرو کورنیو لپاره ستنېدل یوازې د سامانونو ټولول نه دي هغوی هغه کورونه هم پرېږدي چې له کلونو راهیسې یې پکې ژوند کړی دی. ځینې کورنۍ خپل کورونه په خپلو لاسونو نړوي.

خزانه کمپ شاوخوا ۴۵ کاله مخکې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوی و. د وخت په تېرېدو په کمپ کې د خېمو پر ځای دایمي کورونه جوړ شول. د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې کمپ کې له ۸۵۰ ډېرې کورنۍ د کلونو په اوږدو کې خپل کورونه جوړ کړي وو.
اوس د بېرته ستنېدو له پرېکړې وروسته دغه کورنۍ اړ دي چې خپل کورونه، کارونه او هغه ژوند پرېږدي چې له څو لسیزو راهیسې ورسره تړلی و.
۳۱ کلن حضرت عمر هم د هغو افغان کډوالو له ډلې دی چې ټوله ژوند یې د پېښور په خزانه کمپ کې تېر کړی دی. هغه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې په همدې کمپ کې پیدا شوی ماشومتوب یې دلته تېر کړی او ځواني یې هم په همدې سیمه کې تېره کړې ده.
حضرت عمر وايي مور او پلار تل راته ویلي چې زموږ اصلي وطن افغانستان دی خو په پاکستان کې د تېر شوي ژوند له امله هغه هېڅکله داسې احساس نه کاوه چې په پردي ځای کې ژوند کوي.
هغه وویل: «موږ همدلته پیدا شوو، همدلته لوی شوو او زموږ ډېری خاطرې له همدې کمپ سره تړلې دي. پاکستان هم زموږ لپاره خپل و او افغانستان هم. موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به خپل کور پرېږدو او له دې ځایه به لاړ شو.»
حضرت عمر وايي چې په خزانه کمپ کې ډېرو افغان کورنیو له څو لسیزو راهیسې مزدوري او کار کړی او له خپلو سپما شوو پیسو یې کورونه جوړ کړي دي. د دغو کورونو په جوړولو کې یوازې پیسې نه بلکې د خلکو کلونه کلونه خواري او هیلې هم لګېدلې دي.
حضرت عمر وویل: «د یوه کور په جوړولو مو له ۲۰ تر ۳۵ لکو پاکستانیو روپیو پورې لګښت کړی و. د خپلې کمېټۍ ډېره برخه مو پر دغو کورونو ولګوله خو اوس نه شو کولای کورونه له ځان سره یوسو او نه یې په مناسبه بیه خرڅولای شو. مجبوره شوو چې ځینو خلکو خپل کورونه په ډېره ټیټه بیه ورکړي.»
نوموړي وویل چې ځینې کورنۍ د خپلو کورونو لرګي، دروازې، کړکۍ او نور د کار وړ سامانونه وباسي او افغانستان ته یې له ځان سره وړي څو هلته ترې بیا استفاده وکړي.
حضرت عمر وايي، خزانه کمپ چې پخوا به پکې ګڼې افغان کورنۍ اوسېدلې اوس په چټکۍ سره خالي کېږي او یوازې څو کورنۍ پکې پاتې دي.
هغه وویل: «زموږ د سیمې ډېر خلک لا مخکې تللي دي. ډېری یې په خوښه نه بلکې د مجبورۍ اندېښنې او خپګان له امله له دې ځایه ولاړل. ځینې داسې کورنۍ هم وې چې افغانستان ته د سفر لګښت یې هم نه درلود.»

100%

کار یو شان دی خو مزدوري مو توپیر لري
د پېښور په خزانه کمپ کې مېشت حبیب الله له هغو افغان کورنیو څخه دی چې څو لسیزې مخکې د جګړو له امله له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې دي. حبیب الله وايي دوی د ځايي مزدورانو په څېر ټوله ورځ کار کوي خو د همدې کار په بدل کې ورته کمه مزدوري ورکول کېږي.
حبیب الله وايي، که څه هم افغان او ځايي مزدوران یو ډول کار کوي، خو د دواړو د ورځنۍ مزدورۍ ترمنځ څرګند توپیر شته.
هغه وايي: «موږ هم له سهاره تر ماښامه هماغه کار کوو چې په پاکستان کې یې ځايي مزدوران کوي خو هغوی ته په یوه ورځ کې تر ۱۵۰۰ روپیو پورې ورکول کېږي او موږ ته له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ روپیو پورې مزدوري راکول کېږي.»
نوموړی وايي، کله چې د مزدورۍ د توپیر په اړه پوښتنه کوي راته ویل کېږي چې «تاسو کډوال یاست او نور مزدوران ځايي دي.»
په خزانه کمپ کې د مېشتو افغان کورنیو ډېره برخه په ورځنۍ مزدورۍ خپل ژوند تېروي. په ودانیو کې کار، مزدوري او نور واړه کارونه د دوی د عاید اصلي سرچینې دي.
حبیب الله وايي چې د کار نور فرصتونه هم ورته محدود دي. د هغه په وینا، دوی په اسانۍ سره دوکان په کرايه نه شي نیولای او بانکي خدمتونو ته لاسرسی هم ورته ستونزمن دی ځکه نو ورځنۍ مزدوري د دوی د ژوند اصلي اقتصادي وسیله ګرځېدلې ده.

100%

هغه کسان چې راغلي وو اولادونه او لمسیان یې همدلته لوی شول
د خزانه کمپ ته نږدې اوسېدونکی عبدالهادي وايي هغه سیمه له هغه وخت راهیسې پېژني چې افغان کډوال لا دې سیمې ته نه وو راغلي. هغه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې څو لسیزې مخکې په دې سیمه کې نه د نن په څېر ډېره ابادي وه او نه هم دومره کورونه.
عبدالهادي وايي، پلار او تره یې په همدې سیمه کې دوکان درلود او له افغانستانه به راوړل شوي توکي یې پکې پلورل.
د هغه په وینا، کله چې ګڼې افغان کورنۍ په دې سیمه کې مېشتې شوې د سیمې بڼه ورو ورو بدله شوه. د خېمو پر ځای لومړی خټین او وروسته پاخه کورونه جوړ شول او په پای کې سیمه په یوه دایمي ابادۍ بدله شوه.
عبدالهادي وايي چې هغه ډېری مشران چې په لومړیو کې دې سیمې ته راغلي وو اوس مړه دي خو د هغوی ماشومان او لمسیان همدلته پیدا او لوی شوي دي.
هغه وايي چې دغو خلکو دلته د ژوند جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. چا په منډۍ کې مزدوري کوله چا ورځنۍ مزدوري کوله او لږ لږ پیسې یې سپمولې څو د ځان لپاره کور جوړ کړي.
د عبدالهادي په وینا، دغه کورونه د کورنیو د څو کلونو د خواري او سپما نښې وې خو اوس ځینې کورنۍ د وتلو پر مهال هماغه کورونه په خپلو لاسونو نړوي.
هغه وايي: «دا لیدل اسانه نه دي چې هغه خلک چې کلونه یې دلته ژوند کړی اوس د تلو پر مهال خپل کورونه په خپلو لاسونو نړوي. ځینې خلک دروازې، کړکۍ او د لرګیو نور سامانونه وباسي او له ځان سره یې وړي خو د ځینو کورونو پر ځای اوس یوازې کنډوالې پاتې دي.»

پر افغانستان د پاکستان د تازه هوايي بریدونو پایلې

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
100%

په سپتمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالت په جنوبي ولسوالیو کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ فعال د پاکستان د مجاهدینو سازمان او ټي ټي پي پر پاکستاني پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه وکړل او هغوی ته یې زیات تلفات واړول.

په دې کې تر ټولو ستر برید د سپتمبر په شلمه نېټه، د جمعې په ورځ، د کوهاټ د پولیسو په زاړه جومات ځانمرګی برید و، چې لږ تر لږه ۲۱ تنه پکې مړه او له سلو زیات کسان ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه واخیست. په همدې ورځ له کوهاټ سره نږدې په هنګو کې د امنیتي ځواکونو په یوه کتار باندې د ټي ټي پي له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه شپږ تنه پوځیان پکې ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې دوه تنه پوځي صاحب منصبان هم شامل وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د افغانستان د طالبانو په امارت د دغو بریدونو د ملاتړ تور پورې کړ او زیاته یې کړه چې د پاکستان له مکررو غوښتنو سره سره د طالبانو امارت په پاکستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی. بل خوا طالبانو تل د پاکستان تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان داخلي امنیتي مساله ده.

د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځ د دوو استخباراتي موسسو له رییسانو او نورو لوړ رتبه پوځي مقاماتو سره یو ځای له اسلام‌اباد نه پېښور ته لاړ او هلته یې د یوولسمې قول اردو په مرکز کې د لوړ رتبه پوځي چارواکو په غونډه کې ګډون وکړ او په سبا یې د پاکستان الوتکو د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې بمبارۍ وکړې.

په کونړ کې د پاکستاني هوايي بریدونو په پایله کې د دریو تنو ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر هم تایید کړی دی. د دغو پېښو په سبا، د سپتمبر په درویشتمه نېټه، د خیبر په لواړګي او د کوهاټ په ښار کې څلور څلور بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) راغورځېدلې دي. که څه هم په دغو بریدونو کې کوم چا ته مرګ‌ژوبله نه ده پېښه شوې، خو د پاکستان حکومت ادعا کړې ده چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې له افغانستان نه ور شغول شوې وې، او دا هم چې ګویا د پاکستان دفاعي نظام دغه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتې او راغورځولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل، چې پاکستان د برید لپاره د توجیه په خاطر دغه خبرونه خپاره کړي دي.

د سپتمبر په ۲۴مه نېټه سهار وختي پاکستاني الوتکو یو ځل بیا د کندهار او خوست په ګډون په افغانستان کې په لسو ځایونو باندې هوايي بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په دې اړه یو رسمي اعلان هم وکړ، چې دا د طالبانو د توغول شویو ډرونونو ځوابي برید و.

د پاکستان دغه تازه هوايي بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې د دې نه یوه اونۍ وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا د عمومي منشي معاون حامد بن خمیس الکوبیسي کابل ته تللي وو او هلته یې د طالبانو د امارت د کورنیو چارو له وزیر سراج حقاني او د دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب په ګډون د امارت له لوړپوړو چارواکو سره په دې موخه لیدل کتل او خبرې اترې کړې وې چې د پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د روغې جوړې لارې ولټوي.

د ترکیې د استخباراتو رییس ابراهیم کالن له کابل نه اسلام‌اباد ته هم تللی و او هلته یې د لومړي وزیر شهباز شریف، د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، مارشال عاصم منیر او د پاکستان د ای‌اېس‌ای له رییس سره هم خبرې کړې وې.

د ترکیې او د قطر د چارواکو دغه ابتکار په دې مهم و چې له یوې خوا ترکیه له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ځای د دریواړو تر منځ لاسلیک شوي د مکې پوځي تړون غړیتوب لري او له بلې خوا قطر هم د طالبانو له امارت سره ژور مناسبات لري، نو ځکه د پاکستان او افغانستان په مناسباتو کې د ښه‌والي په لړ کې دغو سفرونو د مثبتو نتیجو هیلې زیږولې وې، خو د پاکستان وروستیو بریدونو دغه هیلې په اوبو لاهو کړې دي.

له دې سره دا خبره هم باید هیره نه کړو چې د اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د جولای له دېرشمې نېټې نه د سپتمبر تر اتمې نېټې پورې ترکیې، افغانستان او پاکستان ته په دې موخه سفرونه کړي وو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل لپاره د اوسني کال په اوایلو کې د چین په نوښت پیل شوې د اورمچي پروسه احیا کړي، خو داسې معلومیږي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین هڅې هم تر اوسه بې‌نتیجې پاتې شوې دي او د پاکستان د نویو هوايي بریدونو له امله د اورمچي د پروسې راژوندي کېدل په نږدې راتلونکې کې ممکن نه ښکاري.

د لوېدیزې اسیا، مرکزي اسیا او جنوبي اسیا له هېوادونو سره دا غم دی چې که له یوې خوا د امریکا او ایران تر منځ روانه جګړه د ټولې سیمې په ثبات او امنیت منفي اغیزه کوي، نو له بلې خوا که د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه شته تاوتریخوالی زیات شي، نو له دې سره به د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ شي. تر اوسه تجربې ښودلې ده چې د هوايي بریدونو له لارې د افغانستان د ملکي او بې‌ګناه خلکو وژل د تروریزم په ختمولو کې هېڅ مرسته نه کوي. د دې هدف د لاس ته راوړلو لپاره د سیمې د هېوادونو تر منځ خبرو اترو او ګډو هڅو ته اړتیا ده.

خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي ډېسکونه جوړېږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا پولیسو د نرښځیانو ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د ستونزو د ژر حل لپاره په امنیتي مرکزونو کې د ځانګړو ډېسکونو د جوړولو پرېکړه کړې ده. د چارواکو په وینا، لومړی ډېسک به په چارسده کې پرانیستل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخ په زیاتیدونکو پیښو د مخنیوي او هغوی ته د فوري عدالت د برابرولو لپاره، د پښتونخوا پولیسو پریکړه کړې چې د ټول ایالت په کچه د پولیسو د اسانتیاوو په مرکزونو کې د هغوی لپاره ځانګړي ډیسکونه جوړ کړي.

د پیښور پولیسو په وینا، پدې برخه کې، په چارسده کې د نرښځیانو د ستونزو د سمدستي حل لپاره د لومړني نرښځیانو د پولیسو ډیسک جوړولو ته منظوري ورکړل شوې ده.

د مردان د پولیسو مشر قاسم علي خان وايي چې د ښځو، زړو او معلولینو او همدارنګه نرښځیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د هغوی ستونزې حل کول د پولیسو لومړیتوب دی.

د جولای په میاشت کې، د پیښور عالي محکمې د نرښځیانو د ځورونې په اړه په یوه قضیه کې پولیسو ته سختې لارښوونې صادرې کړې، او امر یې وکړ چې سمدلاسه د نرښځیانو غیرقانوني ایستل او ځورونه ودروي.

د پولیسو افسر زیاته کړه چې د نرښځیانو لپاره د وقف شوي ډیسک جوړول به د دې محرومې ټولنې غړو ته یو وقف شوی پلیټ فارم چمتو کړي چیرې چې دوی کولی شي شکایتونه ثبت کړي، مرسته ترلاسه کړي او خپلې شکایتونه حل کړي.

د چارسدې ولسوالۍ د پولیسو مشر د نرښځیانو لپاره د جوړیدونکي لومړي پولیس اسانتیا ډیسک په اړه وویل چې نرښځیان د ټولنې یوه درناوي وړ برخه ده او د دوی د اساسي حقونو څخه انکار یا د دوی په وړاندې تاوتریخوالی به په هیڅ حالت کې ونه زغمل شي.

هغه هوډ څرګند کړ چې دا ډیسک به د ټولنې ستونزې حل کړي او دوی ته به هر ډول ممکنه مرسته چمتو کړي.

په پیښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره فعال غیر دولتي سازمانونه وايي چې په تیرو لسو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو ټولنې په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې په دوامداره توګه زیاتې شوي او پدې موده کې شاوخوا ۱۷۰ نرښځیان په مختلفو پیښو کې وژل شوي دي. د دې سازمانونو په وینا، د تاوتریخوالي پیښو شمیر په زرګونو کې دی، مګر له بده مرغه، پولیس ډیری پیښې نه ثبتوي، چې له امله یې د نرښځیانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې د کمولو پرځای زیاتیږي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې، په پیښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره ټولنیز فعال تیمور کمال وویل چې حکومت په پښتونخوا کې د نرښځیانو ټولنې لپاره ډیری اعلانونه کړي دي، مګر له بده مرغه، عملي ګامونه په ندي لیدل شوي.

هغه وويل چې په پښتونخوا کې د نرښځیانو لپاره د پولیسو د ملاتړ مرکزونو کې د ځانګړي ډیسک جوړول ښه راغلاست دی، خو داسې اعلانونه مخکې هم ډېر ځله شوي دي، اوس اړتیا دا ده چې په دې برخه کې له اعلانونو هاخوا لاړ شو او عملي ګامونو ته پام وشي.

هغه وویل چې حکومت په روغتونونو کې د نرښځیانو لپاره د ځانګړو وارډونو د تخصیص اعلان هم کړی و خو تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال په کلني بودیجه کې د نرښځیانو ټولنې د هوساینې لپاره ځینې فنډونه ځانګړي کړي وو، خو په تیرو پنځو کلونو کې په بودیجه کې د دوی لپاره هیڅ پیسې نه دي ځانګړي شوي، چې له دې څخه لیدل کیدی شي چې دا بې وسه خلک د حکومت لپاره څومره مهم دي.

په پېښور کې د نرښځیانو د ټولنې د سازمان ټرانس ایکشن مشره فرزانه د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرہ خبرو کې وویل چې په پښتونخوا کې د نرښځیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخ په زیاتیدونکو پیښو په تناظر کې، هغې څو ځله د پولیسو له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل، چې په پایله کې یې پریکړه وشوه چې په ټوله صوبه کې د دوی لپاره یو ځانګړی ډیسک جوړ شي.

هغې وويل، که پوليس د نرښځيانو پروړاندې بريدونو کې سمدستي راپورونه ثبت کړي او د تورنو کسانو پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي، نو په داسې صورت کې به د دوی د ټولنې پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تر ډېره حده کمې شي.

نوموړې زياته کړه چې هيله ده چې د يوې ځانګړې څانګې جوړول به په راتلونکي کې د نرښځيانو پر وړاندې د بريدونو شمېر کم کړي.

د يادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې ډېر ځله ليدل شوي چې پوليس د نرښځيانو پر وړاندې بريدونو کې د فوري راپورونو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي، په داسې حال کې چې په ډېرو لږو مواردو کې بريدګر ته سزا ورکړل شوې ده. د نرښځيانو استازو په وينا، دا تبعيض ښايي د دې لامل وي چې د نرښځيانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې نه شي.

د ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ دواړه لوري سوداګر له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ دي

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو یو کال پوره کېږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه بندښت له امله د پښتونخوا او پنجاب زرګونه سوداګر او عام کارګران بې‌کاره شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، چې په دې موده کې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی، بلکې له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې سوداګر هم له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د سوداګرۍ د اوږدمهاله ځنډ له امله سوداګر د خپلو کاروبارونو د بېرته پیل په اړه ناهیلي شوي دي.

سوداګر وايي، د لارو له تړل کېدو راهیسې یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اړیکو د ژر بېرته پیلېدو هیله یې کمه شوې ده.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مخکښ غړي شاهد حسین، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنټو د لېږد په سوداګرۍ بوخت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسني وضعیت له مخې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ژر بېرته عادي شي.

نوموړي د سوداګرۍ د بندښت د لاملونو په اړه وویل: «موږ نه پوهېږو چې د سوداګرۍ د بندولو موخه څه ده. که پاکستان وايي چې دا کار به ترهګري کمه کړي، نو ترهګري خو ورځ تر بلې زیاتېږي. وسله‌وال له هغو لارو نه راځي چې سوداګري پرې ترسره کېږي، بلکې له نورو لارو تګ راتګ کوي.»

د شاهد حسین په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو د سوداګرو ټولې کچې اغېزمنې کړې دي، خو کوچني سوداګر یې تر ټولو ډېر زیانمن کړي او ډېری یې اړ شوي چې د عاید لپاره د نورو کارونو په لټه کې شي.

هغه وویل، یوازې د تورخم دروازې په شاوخوا کې هره ورځ شاوخوا څلور زره ټکسي موټر بوخت وو. د هغه په وینا، له لسو تر ۱۲ زرو کانټینرونو او درنو باروړونکو موټرو د توکو د لېږد لپاره کار کاوه. د دې ترڅنګ هوټلونو، د ګمرکي تصفیې استازو، ورځنیو کارګرو او ګڼو نورو کسانو هم له دې سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کاوه.

د هغه په خبره، د لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس بې‌روزګاره دي.

شاهد حسین وايي، پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان په پرتله ډېر زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، پاکستان نه یوازې له افغانستان سره سوداګري کوله، بلکې د افغانستان له لارې یې له منځنۍ اسیا سره هم سوداګریزې اړیکې لرلې، خو اوس دغه لارې هم له یوه کال راهیسې تړل شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ د دوام لپاره د بدیلو لارو پر موندلو کار پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد ځینې سوداګریز توکي د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته په ازمایښتي ډول لېږدولي او له ایران سره یې په دې برخه کې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې خپل توکي د پاکستان له لارو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

خو د شاهد حسین په وینا، د پاکستان او افغانستان جغرافیایي نږدېوالی د دواړو هېوادونو سوداګري اسانه او ارزانه کړې وه او د بدیلو لارو کارول به د لېږد لګښتونه لوړ کړي.

هغه د دې توپیر په اړه وویل: «پخوا به یو هېواد له ما څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې و او هلته د توکو د لېږد لګښت معلوم و، خو اوس د بدیلو لارو له امله هماغه هېواد ۴۵۰۰ کیلومتره لرې شوی دی. ښکاره ده چې د لېږد لګښت به ډېر لوړ شي. افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ دی؛ پخوا به یې ټرانزیټي توکي له پاکستانه راتلل، خو اوس که له ایران یا نورو لارو راځي، نو اضافي لګښتونه به پرې کوي.»

د شاهد حسین په وینا، له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې ګڼ سوداګر له افغان سوداګرۍ سره تړلي وو او د لارو تړل کېدو د هغوی کاروبارونو ته هم سخت زیان اړولی دی.

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او سوداګرۍ د اړیکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، هر ځل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې کېږي او اړیکې د ښه کېدو پر لور ځي، په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتېږي یا په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته کېږي چې د سوداګرۍ او سولې بهیر اغېزمنوي. د هغه په وینا، داسې ښکاري چې ځینې ځواکونه په سیمه کې د سوداګرۍ، سولې او ثبات دوام نه غواړي.

بلخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه اداره ده، ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی و او په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې و.

د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګري د سقوط تر پولې رسولې ده. نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي، ځکه د سوداګرۍ د بندښت دوام به د سیمې خلک له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.