• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د تازه هوايي بریدونو پایلې

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

په سپتمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالت په جنوبي ولسوالیو کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ فعال د پاکستان د مجاهدینو سازمان او ټي ټي پي پر پاکستاني پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه وکړل او هغوی ته یې زیات تلفات واړول.

په دې کې تر ټولو ستر برید د سپتمبر په شلمه نېټه، د جمعې په ورځ، د کوهاټ د پولیسو په زاړه جومات ځانمرګی برید و، چې لږ تر لږه ۲۱ تنه پکې مړه او له سلو زیات کسان ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه واخیست. په همدې ورځ له کوهاټ سره نږدې په هنګو کې د امنیتي ځواکونو په یوه کتار باندې د ټي ټي پي له خوا برید وشو، چې لږ تر لږه شپږ تنه پوځیان پکې ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې دوه تنه پوځي صاحب منصبان هم شامل وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د افغانستان د طالبانو په امارت د دغو بریدونو د ملاتړ تور پورې کړ او زیاته یې کړه چې د پاکستان له مکررو غوښتنو سره سره د طالبانو امارت په پاکستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی. بل خوا طالبانو تل د پاکستان تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان داخلي امنیتي مساله ده.

د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځ د دوو استخباراتي موسسو له رییسانو او نورو لوړ رتبه پوځي مقاماتو سره یو ځای له اسلام‌اباد نه پېښور ته لاړ او هلته یې د یوولسمې قول اردو په مرکز کې د لوړ رتبه پوځي چارواکو په غونډه کې ګډون وکړ او په سبا یې د پاکستان الوتکو د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې بمبارۍ وکړې.

په کونړ کې د پاکستاني هوايي بریدونو په پایله کې د دریو تنو ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر هم تایید کړی دی. د دغو پېښو په سبا، د سپتمبر په درویشتمه نېټه، د خیبر په لواړګي او د کوهاټ په ښار کې څلور څلور بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) راغورځېدلې دي. که څه هم په دغو بریدونو کې کوم چا ته مرګ‌ژوبله نه ده پېښه شوې، خو د پاکستان حکومت ادعا کړې ده چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې له افغانستان نه ور شغول شوې وې، او دا هم چې ګویا د پاکستان دفاعي نظام دغه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتې او راغورځولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل، چې پاکستان د برید لپاره د توجیه په خاطر دغه خبرونه خپاره کړي دي.

د سپتمبر په ۲۴مه نېټه سهار وختي پاکستاني الوتکو یو ځل بیا د کندهار او خوست په ګډون په افغانستان کې په لسو ځایونو باندې هوايي بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په دې اړه یو رسمي اعلان هم وکړ، چې دا د طالبانو د توغول شویو ډرونونو ځوابي برید و.

د پاکستان دغه تازه هوايي بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې د دې نه یوه اونۍ وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا د عمومي منشي معاون حامد بن خمیس الکوبیسي کابل ته تللي وو او هلته یې د طالبانو د امارت د کورنیو چارو له وزیر سراج حقاني او د دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب په ګډون د امارت له لوړپوړو چارواکو سره په دې موخه لیدل کتل او خبرې اترې کړې وې چې د پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د روغې جوړې لارې ولټوي.

د ترکیې د استخباراتو رییس ابراهیم کالن له کابل نه اسلام‌اباد ته هم تللی و او هلته یې د لومړي وزیر شهباز شریف، د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، مارشال عاصم منیر او د پاکستان د ای‌اېس‌ای له رییس سره هم خبرې کړې وې.

د ترکیې او د قطر د چارواکو دغه ابتکار په دې مهم و چې له یوې خوا ترکیه له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ځای د دریواړو تر منځ لاسلیک شوي د مکې پوځي تړون غړیتوب لري او له بلې خوا قطر هم د طالبانو له امارت سره ژور مناسبات لري، نو ځکه د پاکستان او افغانستان په مناسباتو کې د ښه‌والي په لړ کې دغو سفرونو د مثبتو نتیجو هیلې زیږولې وې، خو د پاکستان وروستیو بریدونو دغه هیلې په اوبو لاهو کړې دي.

له دې سره دا خبره هم باید هیره نه کړو چې د اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د جولای له دېرشمې نېټې نه د سپتمبر تر اتمې نېټې پورې ترکیې، افغانستان او پاکستان ته په دې موخه سفرونه کړي وو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل لپاره د اوسني کال په اوایلو کې د چین په نوښت پیل شوې د اورمچي پروسه احیا کړي، خو داسې معلومیږي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین هڅې هم تر اوسه بې‌نتیجې پاتې شوې دي او د پاکستان د نویو هوايي بریدونو له امله د اورمچي د پروسې راژوندي کېدل په نږدې راتلونکې کې ممکن نه ښکاري.

د لوېدیزې اسیا، مرکزي اسیا او جنوبي اسیا له هېوادونو سره دا غم دی چې که له یوې خوا د امریکا او ایران تر منځ روانه جګړه د ټولې سیمې په ثبات او امنیت منفي اغیزه کوي، نو له بلې خوا که د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه شته تاوتریخوالی زیات شي، نو له دې سره به د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ شي. تر اوسه تجربې ښودلې ده چې د هوايي بریدونو له لارې د افغانستان د ملکي او بې‌ګناه خلکو وژل د تروریزم په ختمولو کې هېڅ مرسته نه کوي. د دې هدف د لاس ته راوړلو لپاره د سیمې د هېوادونو تر منځ خبرو اترو او ګډو هڅو ته اړتیا ده.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

•
•
•

نور خبرونه

خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي ډېسکونه جوړېږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا پولیسو د نرښځیانو ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د ستونزو د ژر حل لپاره په امنیتي مرکزونو کې د ځانګړو ډېسکونو د جوړولو پرېکړه کړې ده. د چارواکو په وینا، لومړی ډېسک به په چارسده کې پرانیستل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخ په زیاتیدونکو پیښو د مخنیوي او هغوی ته د فوري عدالت د برابرولو لپاره، د پښتونخوا پولیسو پریکړه کړې چې د ټول ایالت په کچه د پولیسو د اسانتیاوو په مرکزونو کې د هغوی لپاره ځانګړي ډیسکونه جوړ کړي.

د پیښور پولیسو په وینا، پدې برخه کې، په چارسده کې د نرښځیانو د ستونزو د سمدستي حل لپاره د لومړني نرښځیانو د پولیسو ډیسک جوړولو ته منظوري ورکړل شوې ده.

د مردان د پولیسو مشر قاسم علي خان وايي چې د ښځو، زړو او معلولینو او همدارنګه نرښځیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د هغوی ستونزې حل کول د پولیسو لومړیتوب دی.

د جولای په میاشت کې، د پیښور عالي محکمې د نرښځیانو د ځورونې په اړه په یوه قضیه کې پولیسو ته سختې لارښوونې صادرې کړې، او امر یې وکړ چې سمدلاسه د نرښځیانو غیرقانوني ایستل او ځورونه ودروي.

د پولیسو افسر زیاته کړه چې د نرښځیانو لپاره د وقف شوي ډیسک جوړول به د دې محرومې ټولنې غړو ته یو وقف شوی پلیټ فارم چمتو کړي چیرې چې دوی کولی شي شکایتونه ثبت کړي، مرسته ترلاسه کړي او خپلې شکایتونه حل کړي.

د چارسدې ولسوالۍ د پولیسو مشر د نرښځیانو لپاره د جوړیدونکي لومړي پولیس اسانتیا ډیسک په اړه وویل چې نرښځیان د ټولنې یوه درناوي وړ برخه ده او د دوی د اساسي حقونو څخه انکار یا د دوی په وړاندې تاوتریخوالی به په هیڅ حالت کې ونه زغمل شي.

هغه هوډ څرګند کړ چې دا ډیسک به د ټولنې ستونزې حل کړي او دوی ته به هر ډول ممکنه مرسته چمتو کړي.

په پیښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره فعال غیر دولتي سازمانونه وايي چې په تیرو لسو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو ټولنې په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې په دوامداره توګه زیاتې شوي او پدې موده کې شاوخوا ۱۷۰ نرښځیان په مختلفو پیښو کې وژل شوي دي. د دې سازمانونو په وینا، د تاوتریخوالي پیښو شمیر په زرګونو کې دی، مګر له بده مرغه، پولیس ډیری پیښې نه ثبتوي، چې له امله یې د نرښځیانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې د کمولو پرځای زیاتیږي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې، په پیښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره ټولنیز فعال تیمور کمال وویل چې حکومت په پښتونخوا کې د نرښځیانو ټولنې لپاره ډیری اعلانونه کړي دي، مګر له بده مرغه، عملي ګامونه په ندي لیدل شوي.

هغه وويل چې په پښتونخوا کې د نرښځیانو لپاره د پولیسو د ملاتړ مرکزونو کې د ځانګړي ډیسک جوړول ښه راغلاست دی، خو داسې اعلانونه مخکې هم ډېر ځله شوي دي، اوس اړتیا دا ده چې په دې برخه کې له اعلانونو هاخوا لاړ شو او عملي ګامونو ته پام وشي.

هغه وویل چې حکومت په روغتونونو کې د نرښځیانو لپاره د ځانګړو وارډونو د تخصیص اعلان هم کړی و خو تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال په کلني بودیجه کې د نرښځیانو ټولنې د هوساینې لپاره ځینې فنډونه ځانګړي کړي وو، خو په تیرو پنځو کلونو کې په بودیجه کې د دوی لپاره هیڅ پیسې نه دي ځانګړي شوي، چې له دې څخه لیدل کیدی شي چې دا بې وسه خلک د حکومت لپاره څومره مهم دي.

په پېښور کې د نرښځیانو د ټولنې د سازمان ټرانس ایکشن مشره فرزانه د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرہ خبرو کې وویل چې په پښتونخوا کې د نرښځیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخ په زیاتیدونکو پیښو په تناظر کې، هغې څو ځله د پولیسو له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل، چې په پایله کې یې پریکړه وشوه چې په ټوله صوبه کې د دوی لپاره یو ځانګړی ډیسک جوړ شي.

هغې وويل، که پوليس د نرښځيانو پروړاندې بريدونو کې سمدستي راپورونه ثبت کړي او د تورنو کسانو پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي، نو په داسې صورت کې به د دوی د ټولنې پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تر ډېره حده کمې شي.

نوموړې زياته کړه چې هيله ده چې د يوې ځانګړې څانګې جوړول به په راتلونکي کې د نرښځيانو پر وړاندې د بريدونو شمېر کم کړي.

د يادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې ډېر ځله ليدل شوي چې پوليس د نرښځيانو پر وړاندې بريدونو کې د فوري راپورونو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي، په داسې حال کې چې په ډېرو لږو مواردو کې بريدګر ته سزا ورکړل شوې ده. د نرښځيانو استازو په وينا، دا تبعيض ښايي د دې لامل وي چې د نرښځيانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې نه شي.

د ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ دواړه لوري سوداګر له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ دي

۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو یو کال پوره کېږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه بندښت له امله د پښتونخوا او پنجاب زرګونه سوداګر او عام کارګران بې‌کاره شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، چې په دې موده کې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی، بلکې له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې سوداګر هم له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د سوداګرۍ د اوږدمهاله ځنډ له امله سوداګر د خپلو کاروبارونو د بېرته پیل په اړه ناهیلي شوي دي.

سوداګر وايي، د لارو له تړل کېدو راهیسې یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اړیکو د ژر بېرته پیلېدو هیله یې کمه شوې ده.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مخکښ غړي شاهد حسین، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنټو د لېږد په سوداګرۍ بوخت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسني وضعیت له مخې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ژر بېرته عادي شي.

نوموړي د سوداګرۍ د بندښت د لاملونو په اړه وویل: «موږ نه پوهېږو چې د سوداګرۍ د بندولو موخه څه ده. که پاکستان وايي چې دا کار به ترهګري کمه کړي، نو ترهګري خو ورځ تر بلې زیاتېږي. وسله‌وال له هغو لارو نه راځي چې سوداګري پرې ترسره کېږي، بلکې له نورو لارو تګ راتګ کوي.»

د شاهد حسین په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو د سوداګرو ټولې کچې اغېزمنې کړې دي، خو کوچني سوداګر یې تر ټولو ډېر زیانمن کړي او ډېری یې اړ شوي چې د عاید لپاره د نورو کارونو په لټه کې شي.

هغه وویل، یوازې د تورخم دروازې په شاوخوا کې هره ورځ شاوخوا څلور زره ټکسي موټر بوخت وو. د هغه په وینا، له لسو تر ۱۲ زرو کانټینرونو او درنو باروړونکو موټرو د توکو د لېږد لپاره کار کاوه. د دې ترڅنګ هوټلونو، د ګمرکي تصفیې استازو، ورځنیو کارګرو او ګڼو نورو کسانو هم له دې سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کاوه.

د هغه په خبره، د لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس بې‌روزګاره دي.

شاهد حسین وايي، پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان په پرتله ډېر زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، پاکستان نه یوازې له افغانستان سره سوداګري کوله، بلکې د افغانستان له لارې یې له منځنۍ اسیا سره هم سوداګریزې اړیکې لرلې، خو اوس دغه لارې هم له یوه کال راهیسې تړل شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ د دوام لپاره د بدیلو لارو پر موندلو کار پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد ځینې سوداګریز توکي د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته په ازمایښتي ډول لېږدولي او له ایران سره یې په دې برخه کې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې خپل توکي د پاکستان له لارو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

خو د شاهد حسین په وینا، د پاکستان او افغانستان جغرافیایي نږدېوالی د دواړو هېوادونو سوداګري اسانه او ارزانه کړې وه او د بدیلو لارو کارول به د لېږد لګښتونه لوړ کړي.

هغه د دې توپیر په اړه وویل: «پخوا به یو هېواد له ما څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې و او هلته د توکو د لېږد لګښت معلوم و، خو اوس د بدیلو لارو له امله هماغه هېواد ۴۵۰۰ کیلومتره لرې شوی دی. ښکاره ده چې د لېږد لګښت به ډېر لوړ شي. افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ دی؛ پخوا به یې ټرانزیټي توکي له پاکستانه راتلل، خو اوس که له ایران یا نورو لارو راځي، نو اضافي لګښتونه به پرې کوي.»

د شاهد حسین په وینا، له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې ګڼ سوداګر له افغان سوداګرۍ سره تړلي وو او د لارو تړل کېدو د هغوی کاروبارونو ته هم سخت زیان اړولی دی.

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او سوداګرۍ د اړیکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، هر ځل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې کېږي او اړیکې د ښه کېدو پر لور ځي، په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتېږي یا په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته کېږي چې د سوداګرۍ او سولې بهیر اغېزمنوي. د هغه په وینا، داسې ښکاري چې ځینې ځواکونه په سیمه کې د سوداګرۍ، سولې او ثبات دوام نه غواړي.

بلخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه اداره ده، ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی و او په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې و.

د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګري د سقوط تر پولې رسولې ده. نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي، ځکه د سوداګرۍ د بندښت دوام به د سیمې خلک له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

په خیبرپښتونخوا کې اقلیمي بدلون د شاتو مچیو روزنه له ستونزو سره مخ کړې ده

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پښتونخوا په پېښور او مردان کې د اقلیمي بدلون په ترڅ کې بې وخته بارانونو، د تودوخې ناڅاپي بدلونونو او پر فصلونو د حشره وژونکو درملو کارونه د شاتو د مچیو پر روزنې اغېز کړی دی. د مچیو روزونکي وايي، چې د طبیعي خوړو کمښت او د مچیو د مړینې له امله د شاتو تولید کې ستونزې زیاتې شوې دي.

په پېښور کې د شاتو مچیو یو روزونکی ۴۷ کلن روزګل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د موسمونو د بدلون له امله د ګلانو او د مچیو د طبیعي خوړو کمښت د شاتو پر تولید مستقیم اغېز کړی دی.
د هغه په وینا، د شاتو مچیو د ښې روزنې لپاره د موسم له مخې د ځالې لپاره د مناسب ځای ټاکل مهم دي. په ژمي کې ځالې په نسبتاً تودو او په اوړي کې په یخو او سیوري لرونکو او ارامو ځایونو کې اېښودل کېږي.

د مچیو روزونکي وايي، کله چې طبیعي خواړه کم شي مچیو ته د اړتیا له مخې د بورې محلول ورکول کېږي. د ګلانو د موسم له پیل سره ځالې هغو سیمو ته لېږدول کېږي، چې ګلان او شنه بوټي په‌کې ډېر وي. مچۍ له ګلانو څخه شیره او ګرده راټولوي او له همدې لارې شات جوړېږي.
دوی وايي، چي له بېلابېلو ګلانو څخه ترلاسه کېدونکي شات په خوند او ځانګړتیاوو کې توپیر لري او طبیعي خواړه د مچیو د روغتیا او د شاتو د تولید لپاره مهم دي.
کرنیز درمل مچیو ته خطر پېښوي
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې پر فصلونو د حشره وژونکو درملو د شیندلو پر مهال مچۍ له جدي خطر سره مخ کېږي. د دوی په وینا، که د درملو د شیندلو پر مهال لازم احتیاط ونه‌شي د مچیو د مړینې ترڅنګ د ګلانو د القاح طبیعي بهیر هم اغېزمنېدای شي.
د مچیو روزونکو غوښتنه کړې، چې بزګرانو ته د کرنیزو درملو د خوندي استعمال په ځانګړي ډول د ګلانو د موسم پر مهال د درملو د شیندلو په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شي، څو مچۍ او فصلونه له احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي.

100%

افغان مچیو روزونکو رول
په پېښور کې د شاتو یو شمېر کاروباریان وايي، د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې د افغانستان ځینو اوسېدونکو هم په تېرو کلونو کې کار کړی او خپله تجربه یې له ځايي خلکو سره شریکه کړې ده.
د دوی په وینا، د افغان کډوالو له بېرته ستنېدو وروسته د دې کاروبار ځینې کسان افغانستان ته تللي، خو د مچیو ځايي روزونکو خپل کار ته دوام ورکړی او د شاتو د تولید لړۍ یې روانه ساتلې ده.
د مچیو روزونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دې برخې د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او دوی ته تخنیکي لارښوونې، اړین درمل او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی وايي، کله ناکله د لارو د تړل کېدو یا د لېږد رالېږد د ستونزو له امله د مچیو لپاره اړین درمل پر وخت نه‌رسېږي چې له امله یې روزونکي له ستونزو سره مخ کېږي.
د شاتو یو کاروباري جلال خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي شات بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د خلیجي هېوادونو بازارونو ته هم لېږدول کېږي.
هغه وايي، که حکومت له دې برخې ملاتړ وکړي، روزونکو ته ښې اسانتیاوې برابرې او نوې روزنه ورکړي، نو د شاتو د تولید او د مچیو روزونکو د عاید د زیاتېدو زمینه برابرېدای شي.
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې د مچیو روزنه یوازې په سیمه کې د خلکو لپاره د کار او عاید سرچینه نه‌ده، بلکې د شاتو تولید او ورسره تړلي کاروبارونه د هېواد په اقتصاد کې هم ونډه لري.

د تیراه اوسېدونکي: حکومت دې زموږ د بېرته ستنېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.

د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.

خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.

نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بې‌ځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».

د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملک‌دین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخه‌خېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بې‌ځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.

اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بې‌ځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.

د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
100%

څو ورځې وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حماد خمیس کابل ته د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو طالب چارواکو سراج الدین حقاني، مولوي یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې.

په ورته مهال په رسنیو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوه، چې یاد چارواکي به کندهار ته هم سفرونه وکړي. د یادو چارواکو او طالبانو ترمنځ د لیدنو په اړه په رسمي اعلامیو کې داسې معلومات خپاره شول چې دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، ګډې همکارۍ ، د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي او د سیمه‌ییز ثبات د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي، خو سیمه‌ییزو شنونکو کابل ته د دغه پلاوي د سفر اصلي موخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د شته شخړو او تاوتریخوالي له منځه وړل بللې دي. د شنونکو د دغه نظر تصدیق په دې هم شوی دی چې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس افغانستان ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته له هغه ځایه اسلام‌اباد ته تللی و، او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پاکستان د وسله‌والو قواوو لوی درستیز مارشل عاصم منیر او د ای‌ایس‌ای رییس عاصم ملک په ګډون له نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي. خو پاکستان د دغو لېدونو د جزییاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ویلي.

دا خبره د یادونې وړ ده چې پاکستان په تېرو څو کالونو کې پر طالبانو داسې تورونه پورې کوي، چې په پاکستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي د بریدونو ملاتړ کوي او پاکستان په وار وار له طالبانو څخه د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې. له دغو ننداریو سربیره پاکستان څو ځله د افغانستان پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه هم وکړل او د دغو بریدونو ډېر قربانیان ملکي وګړي وو.

همدا رنګه طالبانو هم ځلونو پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپل هېواد«پاکستان» کې یې داعش ته پناه ورکړې او هغوی د پاکستان له خاورې په استفاده په افغانستان کې دننه بریدونه کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د شخړې هوارۍ لپاره تر اوسه ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین منځګړیتوب کړی دی خو پخوانیو هلو ځلو مثبتې پایلې نه دي لرلې، نو ځکه پوښتنه رامنځته کېږي چې ایا د ترکیې او د قطر له خوا دغه نوې هڅه به کومه مثبته نتیجه ولري او کنه؟

په کابل کې یو شمېر خبریالانو د خپلو سرچینو له قوله ویلي دي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ترکیې او قطر استازو ته ویلي دي، چې یاده ډله د پاکستان او د افغانستان دننه د ترهګرو بریدونو د کنټرول لپاره یو میکانیزم جوړولو ته چمتو ده. خو د دې شننې تر لیکو لا دا معلومه نه ده چې پاکستان د سراج الدین حقاني وړاندیز ته څه عکس العمل ښکاره کړی دی. په ورته مهال د ترکیې او قطر د پلاو له ترکیب څخه دا جوتېږي چې، له طالبانو سره د دغو هېوادونو تعامل د هغوی د استخباراتي ادارو له لارې کېږي. او په دې پروسه کې د هغوی سیاسیونو او ډېپلوماتانو ګډون نه دی کړی. داسې برېښي چې د دغو هېوادونو حکومتونه تر اوسه لا هم طالبان یو جنګي ډله ګڼي، ځکه د خپل سیاسي ادرس د تماس او خبرو اترو پر ځای د استخباراتي ادارو د کارمندانو له لارې خبرې کوي. پخوانیو تجربو دا ثابته کړې ده چې استخباراتي تماسونه د دغو پېچلو شخړو په حل کولو کې نه دي بریالي شوي. د ترکیې او د قطر د تازه اقدام بله ډېره مهمه انګېزه د یمن او سعودي عربستان تر منځ د روانې شخړې پراختیا هم کېدای شي، ځکه چې ترکیه او سعودي عربستان د مکې په پوځي هوکړه کې د پاکستان متحدین دي او دا طبیعي خبره ده چې هغوی غواړي چې که احتمالا پاکستان په یمن کې له سعودي عربستان سره د مرستې په موخه په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي، نو له هغې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو سره د خپل سیاسي او پوځي شخړې کچه راټیټه کړي، تر څو پاکستان وکولای شي چې په ډاډه زړه خپله ټوله پاملرنه د لوېدیځې اسیا شخړې ته واړوي.

دا هم د یادونې وړ ده چې د اګست او سټمبر په میاشتو کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیو یونګ کابل او اسلام‌اباد ته سفرونه کړي و او د پاکستان او افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي وو. د چین د ځانګړي استازي د سفرونو موخه د اپرېل په میاشت کې د پاکستان او د طالبانو تر منځ د چین په اورمچي کې د روان کال د جنورۍ او د اپرېل په میاشتو کې شویو خبرو اترو ته ادامه ورکول دي. چینایان غواړي چې د دواړو هېوادونو استازي باید یو ځل بیا اورمچي ته د خبرو اترو لپاره لاړ شي، خو داسې برېښي چې پاکستان د اورمچي د خبرو په اړه ډېره علاقمندي نه لري، ځکه چې د چین په نوښت دغه پروسه درې اړخیزه ده. او د چین شتون د پاکستان له خوا د افغانستان پر ضد د پاکستان د تېز او تند دریځ مخه نیسي. نو داسې ښکاري چې د اورمچي پروسه به همداسې نیم مړاندې پاتې وي، خو د ترکیې او قطر د پلاوو د سفرونو د پایلو د ژر را ښکاره کېدو هېله مندي شته، خو دا لا نه ده روښانه چې پایلې به یې مثبتې وي که منفي؟