• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایټالیا کې د افغانستان سفارت: ملګري ملتونه دې پر پاکستان د بریدونو درولو لپاره فشار راوړي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۱

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر پاکستان بیړني فشارونه راوړي، څو پر افغان خاوره خپل بریدونه سملاسي ودروي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د تېر جمهوري نظام دغه سفارت چې له طالبانو سره له تعامل پرته فعالیت کوي؛ د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په یوې اعلامیه کې د کونړ پر شلتن او د هلمند پر ګرمسېر ولسوالیو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه چې په‌کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، غندلي دي.

اعلامیه، سیمې ته د قطر او ترکیې د استخباراتي مشرانو وروستي سفرونه د طالبانو او پاکستان د منځګړتوب له هڅو سره تړلې بولي، خو زیاتوي، چې افغانستان په دې نازک پړاو کې تر دې هڅو لا زیاتو جدي سیاسي حل لارو او یوه «ټاکل شوي او ټول ګډونه» حکومت ته اړتیا لري.

د افغانستان دغه سفارت، پاکستان تورن کړی، چې په افغانستان کې د « ستراتیژیکې ژورتیا» د پالېسۍ له مخې یې، د طالبانو ډله د جګړو او نیابتي موخو لپاره کاروله او ترهګر یې په «ښو» او «بدو» وېشلي وو، خو اوس ترې شکایتونه لري.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی، چې د پاکستان د هوایي بریدونو د مخنیوي او په افغانستان کې د دوی په خبره، د ترهګرو ډلو د موجودیت او خطر پای ته رسولو لپاره باید ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان له سیمه‌ییزو لوبغاړو سره په ګډه د افغانستان د سیاسي حل لپاره لاس په کار شي.

پر افغان خاورې د پاکستان بریدونه ګڼو نورو افغان لوریو هم غندلي او د حل لپاره یې خپلې غوښتنې وړاندې کړي، خو د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوند زاده او نورو لوړپوړو چارواکو په دې اړه خپلې چوپتیا ته دوام ورکړی، چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

له دې سربېره، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه هېڅ هېواد هم نه‌دي غندلي.

ډېر لیدل شوي

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې
۱

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

۴

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۵

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی

•
•
•

نور خبرونه

میا افتخار حسین: په خیبر پښتونخوا کې حکومت د امنیت په ټینګولو کې ناکام دی

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین ویلي، په ایالت کې نا امنۍ ډېرې شوي او مرکزي او ایالتي حکومتونه د ولس د امنیت، روزګار او اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ناکام شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ، د هېواد د واکمنانو د ناکامو پالیسیو تاوان یوازې پښتانه ورکوي.

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په جهانګیره کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چي پښتانه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وسله‌والو بریدونو او د خپلو کورنیو د غړو د جنازو د پورته کولو له زړه بوږنونکي حالت سره مخ دي.
د هغه په وینا، د نېشنل اېکشن پلان پر پرېکړو په بشپړ ډول عمل نه‌کول د اوسنیو امنیتي چیلنجونو د زیاتېدو اصلي لامل دی.
میا افتخار حسین پر مرکزي حکومت او سټېبلشمنټ کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل: «په خیبر پښتونخوا کې شپه او ورځ ولسي خلک، ښځې او ماشومان وژل کېږي، خو چې له مرکزي حکومته وپوښتل شي ایالت بې‌ارزښته ګڼي».
هغه زیاته کړه، چې عوامي نېشنل ګوند د خپل حکومت پر مهال د لسګونو خونړیو چاودنو مړي او ټپیان راټول کړي، خو دا چې تل د ولس په حق کې روښانه خبره کوي نو له واک او سیاسي حقونو بې‌برخې ساتل کېږي.
نوموړي د مریم نواز وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «دوی ادعا کوي چې ګاونډي ایالتونو ورته ګواښ دي، مګر پوښتنه دا ده، چې ایا له هغه ولسه وېره پکار ده چې هره ورځ خپل مړي خښوي؟ موږ د جنازو په پورته کولو ستړي شوي یو».
میا افتخار زیاته کړه، چې په پنجاب او سند کې له چا څخه د سیمو د خالي کولو او کډوالۍ غوښتنه نه‌کېږي، خو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي زیرمو او کانونو د نیولو او ولس د بې‌ځایه کولو هڅې روانې دي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر پر تحریک انصاف ګوند هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، دغه ګوند له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی، خو د «بدلون» په نوم یې له خلکو سره کړې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
هغه تور ولګاوه، چې ایالتي حکومت د خپل ګوند د مشر د ازادولو لپاره عامه او دولتي شتمنۍ کاروي او زیاته یې کړه، چې د اکټوبر د ۴مې نېټې اعلان شوی لاریون به هم د سپتمبر د ۲۷مې نېټې د لاریون په څېر بې‌نتېجې پای ته ورسېږي.
میا افتخار حسین روښانه کړه، چې ګراني، بې‌روزګاري او روانه ناامني د عام ولس لومړني ناورینونه دي او عوامي نېشنل ګوند به د فخر افغان باچا خان د «عدم تشدد» د فلسفې او سیاسي فکر پر بنسټ خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت لا تر اوسه د میا افتخار حسین دغو ادعاوو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

اپریدی: د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د یکشنبې په ورځ له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د را روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۴مه د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل او د اکتوبر پر ۶مه شپه به د پېښور متني سیمې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» په‌خپله ولس باید وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف په مرکز کې د مالي مرستو راټولولو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د دغه ګوند اوږد لاریون به د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي.
هغه د تحریک انصاف له ټولو کارکونکو او پلویانو وغوښتل چې په پوره چمتووالي سره په دغه لاریون کې برخه واخلي.
سهیل اپریدي د تحریک انصاف ګوند د سویلي سیمو کارکونکو او پلویانو ته وویل، چې په دغه لاریون کې به ټولې نړۍ ته دا پیغام ورسول شي چې «غیرتي پښتانه» له عمران خان سره ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» ولس باید په‌ خپله وکړي او له حکومته د خپلو حقونو اخیستلو لپاره له کورونو راووځي.
نوموړي د لاریون پر وړاندې شته محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: «دا جګړه باید ولس په‌ خپله وکړي او هر پاکستانی باید په‌کې خپل نقش ادا کړي. ممکن موږ درته د ټرانسپورټ، خدمات او د خوړو ټول امکانات برابر نه‌‌کړای شو؛ نو ځکه له خپلو کورونو په بشپړې چمتووالي سره راووځئ».
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دوی دغه اوږد لاریون به په بشپړ ډول سوله‌ییز وي او په وینا یې، خلک به بې‌وسلې راځي او يوازې د خپلو ژبو له لارې به د حق غږ پورته کوي.
هغه خبرداری ورکړ، چې چا ته به د ګډوډۍ د جوړولو اجازه ورنه‌کړل شي او که چا د تاوتریخوالي هڅه وکړه سمدستي به پولیسو ته وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه، دغه ولسي حرکت د هغه ظلم پر وړاندې دی چې په پاکستان کې یې محکمه او انصاف قرباني کړی، د خلکو شخصي حریم او د کورونو حرمت یې تر پښو لاندې کړی او ښځې او ماشومان یې په ناخقو بڼو نیولي دي.
سهیل اپریدي وویل، چې د اوږد لاریون تفصیلي او وروستی پلان به ډېر ژر د تحریک انصاف له کارکونکو سره شریک شي او زیاته یې کړه، چې په دې «جګړه» کې بريا د ریښتینولۍ، ځوانانو او عام ولس په برخه ده.
بلخوا د اپوزیسیون ګوندونو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شوی چې په ترڅ کې یې تحریک انصاف خپلې غوښتنې حکومت ته سپارلې دي او د دغو مذاکراتو دویم پړاو به سبا ترسره شي.

ټاکل شوې وه، د تحریک انصاف دغه لاریون د سپټمبر په ۲۷مه ترسره شي، خو د یاد ګوند د سیاسي کمېټې د پرېکړې له‌مخې د اکتوبر پر ۴مه به پیل شي او د دغه لاریون د مخې د ډب کولو لپاره له څو اونیو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په غځېدلو لارو کې کانټینرونه اېښودل شوي دي.

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، له پاکستان سره د طالبانو د «بشپړ لاسپوڅي توب» اړیکه په ختمیدو ده. د هغه په وینا، طالبان به یا دغې «ناشونې اړیکې» ته دوام ورکوي او یا به د « خپلواکۍ او متقابلو ګټو» اړیکې غواړي، چې پاکستان ته د منلو وړ نه‌دي.

فضل احمد معنوي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان غوښتل طالبان د دوی تر مستقیمو لارښوونو او اغېزو لاندې حکومت وکړي، خو طالب واکمنان غواړي نړیوالو او خپلو ملاتړو ته وښيي چې له اسلام‌اباده قومانده نه‌اخلي.

د دغه افغان سیاستوال په باور، دغه بدلون د پاکستان واکمنان حیران کړي، ځکه هغوی د دغه نفوذ لپاره څو لسیزې درانه لګښتونه ورکړي او اوس په اسانۍ ترې تېرېدلی نه‌شي.

معنوي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو مخکې په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو استوګنې ته په اشارې وایي، چې طالبانو د پاکستان له‌خوا د خپلو مشرانو نیول، سپکول او ذلیلول هم نه‌دي هېر کړي او له پاکستان سره یې اوسنی چلند له دې «خاطرو» اغېزمن دی.

د طالبانو دغه مخالفه څېره ټینګار کوي، چې پر کابل د پاکستان د «مطلق نفوذ افسانه» په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده؛ ځکه د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته د طالبانو تګلارو ثابته کړه، چې پر چا اغېز لرل، د هغه لوري د مستقیم او بشپړ کنټرول په معنا نه‌دی.

معنوي باور لري، چې طالبانو له هند سره په نږدې کېدو، د ډیورند په اړه د افغانانو د تاریخي داعیې له دوام، د مذهبي پرېکړو په مرکز بدلیدو ته د کندهار لېوالتیا، له ایران، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو د پېرلو سیالۍ ته د ګڼو هېوادونو را ګډېدل، د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د بدلون مهم ټکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د خپلو ادعاوو برعکس؛ له طالبانو سره یوازې د ټي‌ټي‌پي په سر ناندرۍ نه‌لري، بلکې پر دوی د مخکیني نفوذ ساتل، د امنیت، ډیورند او له هند سره د اړیکو او افغانستان د راتلونکي په تړاو ورسره اختلافات لري.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د پاکستان پوځ تازه، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د پاکستان پر ضد د بلوچ، ټي ټي پي او القاعدې وسله والو په کوربه توب تورن کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ټولو ادعا شویو بریدونو مسوولیت به د طالبانو د مشرتابه په غاړه وي.

خو طالبانو د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان نظامي کړۍ د دا ډول ادعاوو له لارې هڅه کوي په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه او خپل نور جنایتونه توجیه کړي.

امریکا په ۲۰۲۷ کال کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو لپاره هېڅ ونډه په پام کې نه‌ده نیولې

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱
100%

د ډونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۱۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی دی. د رسمي سند پر بنسټ، د پناه‌غوښتونکو د منلو ډېره برخه یې هم «سویلي افریقا» ته ځانګړې شوې او د افغانانو لپاره په‌کې روښانه ونډه په پام کې نه‌ده نیول شوې.

د دې کسانو منل هم د بشري دلایلو یا د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ مجاز ګڼل شوي دي.

په دې سند کې د افغانانو نوم یا د افغان پناه غوښتونکو لپاره د جلا ونډې ورکړې یادونه نه‌ده شوې.

«افغان‌ایواک» چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړې اداره ده، د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له نظامیانو، ډیپلوماتانو او پرمختیایي پروګرامونو سره همکاري کړې وه، له دې نوې سهمیې څخه اېستل شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو دوسیو د ارزونې بهیر لا هم درېدلی او څه باندې ۲۵۰ زره کسان د افغانانو پر وړاندې د امریکا له ژمنو سره په تړلو دوسیو کې لا هم د خپل برخلیک ټاکلو ته سترګې په لاره دي.

د افغان‌ایواک رییس شان وندایور ویلي، چې امریکا په خپلې نوې پرېکړه کې هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې د ۲۰۲۷ کال د پناه غوښتونکو د منلو په پروګرام کې نه‌دي شامل کړي.

افغان‌ایواک د دې پرېکړې له صادرېدو مخکې د امریکا له حکومت څخه غوښتي وو چې لږ تر لږه پنځه زره سهمیه په ۲۰۲۷ مالي کال کې او پنځه زره نورې سهمیې په ۲۰۲۸ کال کې افغانانو ته ځانګړې کړي.

د سپینې ماڼۍ دغه سند دا هم څرګنده کړې، چې د پناه غوښتونکو منل لا هم د ټرمپ د حکومت د نورو پالیسیو تابع دي. له دې جملې څخه، د پناه غوښتونکو د هویت څېړنه باید له سختو معیارونو سره ترسره شي او هغه فرمان چې په عام ډول د پناه غوښتونکو ورتګ متوقف کوي، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د دې فرمان پر بنسټ، په استثنایي مواردو کې د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیران کولای شي په ګډه دا تشخیص کړي، چې د یوه کس منل د امریکا په ګټه دي او د دې هېواد امنیت یا هوساینې ته کوم خطر نه پېښوي.

د ټرمپ حکومت په ۲۰۲۶ مالي کال کې هم په پیل کې د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی و، خو دا شمېر بیا په مې میاشت کې د ۱۰ زره نورو سهمیو په زیاتولو سره ۱۷ زره او ۵۰۰ تنو ته لوړ شو.

افغان‌ایواک وایي، چې له دې نوې پرېکړې سره سره، د امریکا د همکارو افغانانو د لېږد او منلو د لارې د بېرته پرانېستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کلني حد ټاکل په خپله د پالیسۍ د راتلونکي بدلون خنډ نه‌کېږي او حکومت کولای شي د کال په جریان کې افغانانو ته نوې سهمیې یا استثناوي حالت رامنځته کړي.

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې د اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا له نه کالیفورنیا فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره د ۱۰ سپوږمکیو د شبکې لومړۍ برخه ده.

حمدالله محب پر خپل ایکس لیکلي چې «التایر-۱» په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېس اېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې د امریکا د کالیفورنیا ایالت له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې.

حمدالله محب، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیت شورا سلاکار و او اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» اجراییوي رییس دی، ویلي چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبۍ کې جوړه شوې سپوږمکۍ په مدار کې ده.

محب ویلي، متحده عربي امارات نور یوازې د فضايي ظرفیتونو پېرودونکی نه دی، بلکې د دغو ظرفیتونو جوړوونکی هم دی.

د «التایر-۱» له توغولو سره د «التایر» فضايي مجموعي کار هم پیل شوی دا شبکه به له ۱۰ مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سپوږمکیو جوړه وي چې د ابوظبۍ مېشت «اوربټورکس» شرکت یې د ځمکې د پرمختللې څارنې لپاره جوړوي.

د «اوربټورکس» په وینا، «التایر-۱» له ځمکې څخه سیګنال ترلاسه کړی او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. د دغې ډلې پاتې نهه سپوږمکۍ به راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي.

هره «التایر» سپوږمکۍ پنځه مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.

تمه ده چې سپوږمکیو دغه مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړ ظرفیت فعالیت پیل کړي او د ځمکې هره برخه به په شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل څاري.

یاد شرکت ویلي، چې سپوږمکۍ یې په واقعي وخت او په خپلواکه توګه معلومات پروسس کوي او د ځنګلي اورونو په لومړنیو پړاوونو کې د هغوی د پېژندلو او په سمندر کې د پټو فعالیتونو کوونکو بېړیو د موندلو وړتیا لري.

«التایر-۱» به د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنې او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.

«اوربټورکس» د ابوظبۍ د «مارلن سپېس» او د سانفرانسیسکو د «لوفت اوربیټل» شرکتونو ترمنځ د شراکت له لارې جوړ شوی دی.

د «اوربټورکس» د سپوږمکیو د تولید مرکز په ۴۶۴۵ متره مربع ساحه کې جوړ شوی او د شرکت په وینا، په بشپړ ظرفیت کې په کال کې تر ۵۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري.

حمدالله محب له جمهوري نظام وروسته د متحده عربي اماراتو له فضايي ټکنالوژۍ او سپوږمکیو جوړولو له سکتور سره یوځای شو او د «اوربټ‌ورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره یې په ګډه کار پیل کړ.