د بدخشان د ارغنجخواه په شېوه کې د سرو زرو د کان پر سر نښته شوې

سرچینې وايي، د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د شېوه په اندرابيها سیمه کې د سرو زرو د کان د کنټرول پر سر د بدخشاني او غیر بدخشاني طالبانو تر منځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، ډاکټر فضلالله چې بدخشانی طالب دی، د سیمې د خلکو په ملاتړ له غیر بدخشاني طالبانو سره نښتی دی.
سرچینو د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا نښته نن له غرمې مخکې د شیوې په اندرابيها سیمه کې پیل شوه. د هغوی په وینا، د بدخشاني طالب ډاکټر فضلالله ساتونکو د غیر بدخشاني طالبانو پنځه غړي بې وسلې کړي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تر لنډې نښتې وروسته په سیمه کې وضعیت خورا کړکېچن شو او د ارغنجخواه ولسوالۍ له مرکز څخه یادې سیمې ته نور تازه دمي ځواکونه ورسېدل.
د سیمې یوه اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په رالېږلو سره ویلي، چې په دې نښته کې یو پلار او زوی ټپيان شوي دي.
د شېوې د سرو زرو پر استخراج په ځانګړې توګه په اندرابيها سیمه کې د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې شخړې روانې دي. ځايي اوسېدونکي له دې سیمې څخه طالبانو ته د نږدې شرکتونو او له دغې ډلې سره د تړلو کسانو د وتلو غوښتنه لري.
په بدخشان کې د طالبانو ادارې د جوازونو د نهلرلو له امله د سیمې یو شمېر خلک د کانونو له استخراج څخه منع کړي دي. دې موضوع په بدخشان کې د کانونو پر سر شخړو ته قومي بڼه ورکړې او د بدخشاني او غیر بدخشاني طالبانو ترمنځ یې هم اختلافونه رامنځته کړي دي.
ډاکټر فضلالله د طالبانو یو بدخشانی قوماندان دی، خو دمګړۍ په دولتي جوړښت کې هېڅ رسمي دنده نهلري، خو د شیوې د سرو زرو د کان ځینې برخې یې په کنټرول کې دي او د هغه په لارښوونه او مشرۍ د سرو زرو د استخراج بهیر روان دی.
دا نښته د کانونو د کنټرول پر سر د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ تر نښتې دوه ورځې وروسته شوې ده. په هغې پېښه کې هم یو تن ټپي شوی وو.
